د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ځوان د کرکټ ګیم کی زیاتونی کړی

مشال زیرک 19.07.2014 16:46

کریکټ په وروستيو کې زرګونه مينه وال پېدا کړي، د نړۍ د سترو او ډېرو خوښوونکو لوبو په منځ کې فوټبال وروسته دوهم ځای لري او اوس د يوې سوداګريزې لوبې په توګه پيژندل کېږي.

د کرېکټ مينه وال په لوبغالو او ميدانونو کې د لوبو د ليدو خوند اخلي، په مينه يې ننداره کوي، خو کورونو کې د ساعت تيرۍ لپاره بېلابېل ګيمونه دي.

د ګيمونو يوه نړېواله کمپنۍ چې د ګيم جوړولو په برخه کې خورا نوم لري، د EA په نوم ده.

دغې کمپنۍ څو کاله وړاندې بازار ته د کرکيټ یو بې ساري ګيم وړاندې کړ چې د نږدې ۱۶ هېوادونو لوبډلې يې په کې شاملې کړې وې او کرېکټ د نړيوالې شورا د لومړۍ درجه هېوادونو د ټسټ سياليو په شمول يې پنځوس اوريزه لوبې هم په کې شاملې کړې.

د EA کمپنۍ دغه ګېم خورا مينه وال لري او د کريکټ ګيم سربېره يې د فوټبال یو په زړه پورې ګيم هم بازار ته وړاندې کړی دی.

ددغه کمپنۍ د کرېکټ په ګيم کې دوهمه درجه لوبډلې نه وې او یواځې لومړۍ درجه لوبډلو ته د ټسټ او سفريزه لوبو برخه ورکول شوې وه.

د ننګرهار ولایت یو ځوان او د دولسم ټولګي زده کوونکي مشال ځيرک اوس غواړي بازار ته داسې يو ګيم وړاندې کړي چې د افغانستان لوبډله به هم د لومړۍ درجه لوبډلو سره سفريزې(Tour) او پنځه ورځينۍ سيالۍ کولی شي.

ځيرک وايي د EA ګيم په کتلو يې له ځان سره پرېکړه وکړه چې افغانستان به هم د نړيوالو لوبډلو سره یوځای کوي او مينه والو ته به يې ډالۍ کوي.

د ننګرهار ولایت دغه ځوان که څه هم د کمپيوټر په برخه کې مسلکي زده کړې نه دي کړي، خو د ښوونځي تر څنګ يې په کورسونو کې د کمپيوټر زده کړې کړي دي.

د ځيرک په خبره دغه ګيم يې پّ درې مياشتو کې چمتو کړی او اوس یې ۹۰٪ کارونه بشپړ شوي دي.

په دغه ګيم کې د افغانستان ټوله لوبډله د تازه لوبغاړو او د افغانستان د نوي يونيفورم سره زياته شوې، تر څنګ يې د نورو لوبډلو لوګوګانې، نښانونه او نومونه په سمه توګه ليکل شوي.

دHD کوالتي دغه ګيم چې راتلونکي مياشت به بازار ته وړاندې شي د کمپيوټر ۲،۴ جي بي حافظه نيسي.
ددغه ګيم جوړوونکی مشال ځيرک وايي، غواړي خپل ګيم په کوم سوداګر وپلوري چې د راتلونکي لپاره ددغه شان نورو کارونو زمينه ورته برابره شي.

د کریکټ دغه ګيم به د کریکټ مينه والو او په ځانګړې توګه افغانانو لپاره ډېر د پام وړ او خوښوونکی زیری وي.