د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فرمایشي معجزې

څېړندوی الحاج مولوي زین الله منلی 17.07.2014 13:22


پلټنه او ځیرنه: څېړندوی الحاج مولوي زین الله منلی
۱۶/۱۱/۱۹۲ هـ. ل

یادونه:
د دې رسالې د ټایپ چارې د ښاغلي نیازاحمد اریوب په اهتمام شوې دي. ما یې د بیا لوستلو او اډېټ کار تر سره کړی دی.
هم ښاغلي اریوب او هم ما هڅه کړې چې په دې حورا مهمه رساله کې ټایپي غلطۍ تر ممکنه حده کمې وي خو بیا هم دا وېره شته چې زموږ هڅه به زموږ د هیلې په کچه بریالۍ نه وي. د قرآڼ کریم د آیتونو متن مو له هغو تدوین شوو متنونو څخه راخیستی دی چې په انټرنټ مو موندلي دي.
له دوستانو څخه په خورا عاجزۍ هیله کوو چې نه یوازې دا چې زموږ غلطۍ راوبخښي بلکې دا هم ترې غواړو چې د دې رسالې تر چاپ د مخه له موږ سره د متن په کره کولو کې مرسته وکړي.
په درناوي
نجیب منلی

مشرکانو له رسول الله صل الله علیه وسلم څخه فرمایشي معجزې غوښتې، خو الله تعالی رسول الله ته وویل: چې زه فرمایشي معجزې دوی ته نه ورکوم ځکه چې پخوانیو استازو ته مې د چې هغوی د امتونو له غوښتنې سره سم معجزې ورکولې نو کله به چې هغوی بیا هم دا معجزې نه منلې نو ما به هلاک او تباه کړل لکه د نوح علیه سلام قوم، د هود علیه سلام قوم، د صالح علیه سلام قوم، د لوط علیه سلام قوم، د شعیب علیه سلام قوم او د موسی علیه سلام قوم او داسې نور.
که ستا قوم ته هم د هغوی په شان د دوی غوښتل شوې معجزې ورکړم، نو زه پوهېږم چې دوی یې هم نه مني. زما نیت او اراده دا ده چې هغه څوک چې د معجزو منلو ته غاړه نه ږدي زه هغوی هلاک او بربادوم. خو زه ستا له کبله دا کار نه کوم او په دنیا کې مې د دوی د داسي تباهۍ او هلاکت اراده ستا له کبله نه ده کړې، نو ځکه خو د دوی غوښتې معجزې هم تا ته نه درکوم . بیا به ورسره د قیامت په لویه ورځ حساب وکړم.
په دې لنډه لیکنه کې د قرآن کریم هغه ارشادات را ټول شوي دي چې پر اساس یې د محمد علیه السلام والسلام د نبوت د ثبوت له پاره یوازینۍ ستره معجزه، پاک قرآن، بسنه کوي.

له قرآن کریم څخه پرته 
 مشرکانو ته معجزې نه دي ښوول شوې
مشرکانو ته قرآن کریم معجزه نه ښکارېده خو الله تعالی ورته وویل: که تاسو دا قرآن کریم معجزه نه ګڼئ نو د دې قرآن غوندې یو سورت راوړئ! « وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْوَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ »  البقره – ۲۳ ایت
ځیني نا مسلمان کسان ول چې ویل یې موږ پر رسول ایمان نه راوړو، ترڅو چې موږ ته یوه قرباني راوړي او اور را شي ، دا قرباني وخوري نو بیا ایمان ورباندي راوړو. الله تعالی خپل استازي ته وایي چې هغوی ته ووایه چې که تاسې ریښتیني یاست نو ولې مو هغه استازي ووژل چې، تر ما وړاندې، له ښکاره معجزو سره راغلي وو؟ «الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ عَهِدَ إِلَيْنَا أَلَّا نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّى يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍ تَأْكُلُهُ النَّارُ قُلْ قَدْ جَاءَكُمْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِي بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالَّذِي قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ»  العمران –  ۱۸۳ آیت.
بل ځای فرمایي: کتابیان له تا څخه غواړي چې له اسمان څخه ورباندي کتاب نازل کړې، نو له موسی علیه سلام څخه یې تر دې سخته غوښتنه کوله او ورته یې ویل چې موږ ته په ښکاره الله وښیه! د دوی د ظلم له کبله ورباندي ټکه را ولوېدله . «يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَنْ تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِنَ السَّمَاءِ فَقَدْ سَأَلُوا مُوسَى أَكْبَرَ مِنْ ذَلِكَ فَقَالُوا أَرِنَا اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ ». النساء -  ۱۵۳ آیت
د مکې د مشرکانو زړونه سخت دي او ایمان نه راوړي، که دوی ته کتاب په قرطاس (کاغذ) کې را واستول شي بیا به هم دوی باور نه کوي اګر که دا کتاب په لاسونو کې واړوي راواړوي او ارومرو به کافران ووایي دغه کتاب چې زموږ په لاسونو کې دی ښکاره جادو او سحردی. «وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَابًا فِي قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ ○  وَقَالُواْ لَوْلا أُنزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ وَلَوْ أَنزَلْنَا مَلَكًا لَّقُضِيَ الأمْرُ ثُمَّ لاَ يُنظَرُونَ ○  وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنَاهُ رَجُلًا وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِم مَّا يَلْبِسُونَ ○.» سورت الانعام-  ۷،۸، ۹ آیتونه
که موږ پر تا باندي په قرطاس کې کتاب را نازل کړی وای او دوی په لاسونو کې نیولی وای، نو کافرانو به ویل چې دا کتاب نه دی مګر ښکاره جادو دی او دوی به ویل چې ولي پرده باندي ملک (فرښته) نه نازلېږي خو که موږ پرتا باندي ملک نازل کړی هم وای نو هغه به مو هم د سړي په بڼه نازلاوه چې بندګان د ملک د لیدلو سېک نه لري او  دوی به نه پوهېدل چې دا ملک دی او که سړی دی او شک به یې کاوه.
د مکې مشرکانو به ویل چې په پخوانیو استازو به د دوی د امتیانو د قناعت له پاره معجزې نازلېدلې نو که محمد صلی الله علیه وسلم په ریښتیا د الله استازی وای نو ده به هم موږ ته معجزه ښودلې وای او ده تر اوسه پورې کومه معجزه نه ده را ښکاره کړې چې موږ یې استازیتوب منلی وای؛ لکه چې په دې اړه الله تعالی وایي: «وَقَالُواْ لَوْلاَ نُزِّلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ قُلْ إِنَّ اللّهَ قَادِرٌ عَلَى أَن يُنَزِّلٍ آيَةً وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ○» سورت الانعام. - ۳۵ آیت )او مشرکانو ویل ولي پرده باندي د ده د رب له لوري څخه آیت او معجزه نه نازلېږي؟ ته ورته ووایه چې الله قادر دی چې معجزه او آیت نازل کړي خو ډېر په دوی کې نه پوهېږي.(
د معجزې د نه نازلېدلو ستر دلیل په خپله الله تعالی په قرآن کریم کې ویلی دی او هغه دلیل دا دی : الله تعالی وایي، د پخوانیو استازو امتیانو به له خپلو استازو څخه معجزې غوښتلې چې ایمان ور باندي راوړي. خو کله به چې د دوی غوښتې معجزه راغله بیا به هم دوی د ده استازیتوب نه مانه نو په دې ګناه به ما هم دوی له مخې تباه او برباد کړل چې دا زمانه بدلېدونکی سنت او لاره ده. خو څرنګه چې ته وروستی استازی او خاتم النبیین یې ، ما اراده کړې ترڅو پورې ته په دوی کې یې، زه دوی له تباهۍ او بربادۍ سره نه مخامخ کوم او د قیامت تر ورځې پورې ستا له برکته دوی نه تباه کوم نو د دوی د تباهۍ بهانه چې معجزه ده پرتا باندي نه نازلوم. ستا دا لویه معجزه چې قرآن کریم دی د دوی له پار لویه او ستره معجزه ده، چې له دوی سره د دې معجزې د مقابلې سېک او توان نه شته. ستا ټول امت، د اجابت امت دی او که د دعوت امت دی، د پخوانیو امتونو غوندې نه تباه کول کېږي، ځکه تر تا وروسته بل استازی نه راځي: « وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ○» سورت الانفال – ۳۳ ایت
بل ځای محمد علیه صلوة و السلام ته امر کوي: «اتَّبِعْ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ ○ وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكُواْ وَمَا جَعَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ ○.» سورت الانعام، ۱۰۶ او ۱۰۷ آیتونه. ( هغه کوه چې د خپل رب له لوري یې درته وحی شوې ده، پرته له ده څخه د عبادت وړ بل څوک نه شته او که الله تعالی غوښتي وای دوی به شرک نه کاوه. موږ ته پر دوی باندي څارونکی نه یې ټاکلی او ته د دوی وکیل او ذمه وار نه یې.)
مشرکانو کلک سوګندونه په الله باندي خوړلي دي چې که دوی ته معجزه راشي دوی به یې ارومرو مني او تاسو څه پوه کړي یاست چې که معجزې ورته راشي بیا یې هم دوی نه مني؟ «وَأَقْسَمُواْ بِاللّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِن جَاءتْهُمْ آيَةٌ لَّيُؤْمِنُنَّ بِهَا قُلْ إِنَّمَا الآيَاتُ عِندَ اللّهِ وَمَا يُشْعِرُكُمْ أَنَّهَا إِذَا جَاءتْ لاَ يُؤْمِنُونَ ○.» سورت الانعام ۹ ایت.
چې الله تعالی نه وي غوښتي دوی ایمان نه راوړي او باور نه کوي اګر که موږ ورته ملائیکې راکوزې کړو او مړي ورسره خبرې وکړي او هر څه ورته په مخکې نېغ و دروو، دوی ایمان راوړونکي او باور کوونکي نه دي ځکه چې په دوی کې ډېر ناپوهان دي او همداسي موږ د هر استازي له پاره شیطانان، ورانکاران انسانان اوپېریان ټاکلي دي چې ځینې په دوی کې ځینو نورو ته غوړې غولوونکې خبرې کوي.  او که الله غوښتي وای داسي به یې نه کول نو ته دوی او د دوی دروغ او بې  ګټې خبرې پرېږده. الله تعالی رسوالله صلی الله علیه وسلم ته وایي: «وَلَوْ أَنَّنَا نَزَّلْنَا إِلَيْهِمُ الْمَلآئِكَةَ وَكَلَّمَهُمُ الْمَوْتَى وَحَشَرْنَا عَلَيْهِمْ كُلَّ شَيْءٍ قُبُلًا مَّا كَانُواْ لِيُؤْمِنُواْ إِلاَّ أَن يَشَاءَ اللّهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ ○ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا وَلَوْ شَاء رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ ○ سورت الانعام - ۱۱۱ او ۱۱۲ آیتونه.
که داسې معجزه دوی ته راشی چې دوی نه وي غوښتې نو وایي چې داسې معجزې موږ نه منو، ترڅو چې موږ ته داسي معجزه راوړل شي، لکه چې د الله نورو رسولانو ته ورکول کېدلې. که داسې معجزې وي چې دوی یې غواړې بیا یې هم نه مني لکه د تېرو استازو امتیانو چې د هغوی غوښتې معجزې ونه منلې او ما هلاک او تباه کړل او زه پوهېږم چې  که داسي معجزه چې دوی غواړي پر تا باندي نازله کړم، او بیا یې هم دوی ونه مني، نو زه باید چې دوی هم د تېرو نامنونکو امتیانو په شان هلاک او تباه کړم خو داسې کار ستا له کبله زه نه کوم، ځکه نو هغسې معجزې هم تا ته نه نازلوم چې د دوی د هلاکت او تباهۍ موجب شي.
د مکې مشرکان غواړي چې د معجزې په توګه ورته ملائیکې راشې او یا ستا پالونکی ورته راشي او یا ورباندي نورې پېښې وشی چې د وی ستا استازیتوب منلو ته اړکړي، خو دا پېښې بیا هم د دوی ایمان ته ګټه نه رسوي چې د مخه یې ایمان نه وي راوړی او یا یې په دې مهال کې ښه کار نه وي کړی. نو ته ورته ووایه چې زما  استازیتوب او ستر قرآن کریم نه منئ؟ بیا نو انتظار وکړئ چې څه به درباندي کېږي! موږ به هم انتظار کوو.: «هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن تَأْتِيهُمُ الْمَلآئِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ رَبُّكَ أَوْ يَأْتِيَ بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ يَوْمَ يَأْتِي بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ لاَ يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا قُلِ انتَظِرُواْ إِنَّا مُنتَظِرُونَ ○»  سورت الانعام - ۱۵۸ ایت  .
د مکې مشرکانو قرآن کریم د الله د کتاب په توګه نه مانه او ویل یې که موږ وغواړو موږ هم داسي قرآن جوړولای او ویلای شو، دا محمدی قرآن خوشي بې معنی زړې کیسې دي  او داسي یې ویل چې موږ دا قرآن نه منو، «ای الله! که دا قرآن واقعآ ستا له لوري پر محمد نازل شوی وي موږ خو یې نه منو نو ته پر موږ باندي له اسمان څخه کاڼي را واوروه او یا را باندي سخت دردوونکی عذاب او کړاو را وله». خو الله تعالی خپل استازي ته ډاډ ورکوي چې له دې کبله چې، ای زما استازیه، ته په دوی کې یې، او له دې کبله چې بخښنه غوښتونکي شته زه دوی نه تباه کوم او د پخوا امتونو کانې ستا له کبله له دوی سره نه کوم. دوی د دې وړ دي چې زه عذاب ورکړم او ویې کړوم، ځکه چې ډېر ناوړه کارونه کوي او له مسجد الحرام څخه هم وګړي ایساروي او دوی د الله دوستان نه دي او متقیان او ښه وګړي ستا دوستان دي. خو دوی ډېر په دې نه پوهېږي چې ته داسي سکه او ښه پاک سپېڅلي دوستان لرې.
د مشرکانو حال او قال، الله تعالی داسي بیا نوي: « وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا قَالُوا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَاءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هَذَا إِنْ هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ○ وَإِذْ قَالُوا اللَّهُمَّ إِنْ كَانَ هَذَا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِنْدِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةً مِنَ السَّمَاءِ أَوِ ائْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ○  وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ○  وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ اللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُوا أَوْلِيَاءَهُ إِنْ أَوْلِيَاؤُهُ إِلَّا الْمُتَّقُونَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ○ سورت الانفال له ۳۱ تر ۳۴ آیت پورې.
د مکې مشرکانو رسوالله صلی الله علیه وسلم ته ویل: چې دا قرآن موږ نه منو، پرته له دې قرآن څخه بل قرآن راوړه او یا دا قرآن بدل کړه! هغه ته د دې خبرې کولو هدایت وشو چې زه دا حق نه لرم چې دا قرآن له خپله ځانه په خپل زړه بدل کړم، زه هغه څه منم چې د الله تعالی له لوري څخه ماته وحی کېږي. زه ، که د خپل پالونکي پروردګار ونه منم، د لویې ورځې له عذاب او کړاو څخه وېرېږم.
خدای خپل استازی ته امر وکړ چې دوی ته ووایه که الله غوښتي وای، دا قرآن به مې تاسوته نه لوست او نه به مې ورباندي پوهولئ. تردې مهاله، ما په تاسو کې ډېر عمر تېر کړ ما کله تاسو ته څه ویلي دي؟ ایا تاسو نه پوهېږئ چې  دا د الله تعالی امر او حکم دی چې زه تاسو ته قرآني احکام بیانوم او سمه لاره درته ښییم؟
په دې باره کې په خپله الله تعالی وایي: « وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِنْ تِلْقَاءِ نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ○ قُلْ لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلَا أَدْرَاكُمْ بِهِ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِنْ قَبْلِهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ○»  سورت یونس  ۱۵ او ۱۶ ایتونه
د مکې مشرکانو ویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي چې زه د الله تعالی استازی یم نو ولې پرې د ده د پالونکي او پروردګا له لوري معجزه او آیت نه نازلېږي؟ نو الله خپل استازی ته امر کوی چې دوی ته ووایه چې غیب له الله سره دي نو تاسو انتظار وباسئ  زه هم در سره له انتظار کوونکو څخه یم. وګورو چې پایله څرنګه کېږي. « وَيَقُولُونَ لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلَّهِ فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ ○ ». سورت یونس- ۲۰ آیت  
د مکې مشرکانو په وار وار ویل چې رسوالله صلی الله علیه وسلم. دا قرآن له ځان څخه جوړ کړی دی. الله تعالی خپل استازي ته امر کوي چې ورته ووایه چې زه ، چې نالوستی هم یم، قرآن جوړولای شم نو تاسو خو به یې ارومرو جوړولای شئ، ځکه چې لوستي ادیبان او شاعران یاست نو راشئ د دې قرآن په شان یوس سورتونه جوړ کړئ او خپلې مرستې ته پرته له الله څخه چې نور هر څوک رابولئ را ویې بولئ او لس سورتونه جوړ کړئ؛ که ریښتونې یاست. که دوی تاسو ته ځواب درنه کړای شو نو تاسو پوه شئ چې دا قرآن الله تعالی په خپل علم نازل کړی دی او پوه شئ چې پرته له ده څخه د عبادت وړبل څوک نه شته ایا تاسو په دې باور کوئ؟ : « وَمَا كَانَ هَذَا الْقُرْآنُ أَنْ يُفْتَرَى مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ ○ أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ○» . سورت یونس – ۳۷ - ۳۸ آیتونه
همدغه موضوع په بل ځای کې داسې راغلې ده: أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ○ فَإِنْ لَمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنْزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ وَأَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَا هُوَ فَهَلْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ ○» سورت، هود- ایت ۱۳-۱۴.
مشرکانو بیا هم ویل چې دا قرآن رسول الله له ځانه څخه جوړ کړی دی. الله خپل رسول ته امر کوي چې ته ورته ووایه چې له ځان څخه داسي جوړول ستره ګناه ده نو د دې قرآن د جوړولو ګناه به هم زما په غاړه وي او که تاسو دروغ او ناوړې خبرې د قرآن کریم په باره کې کوئ نو دا لویه ګناه ستاسو په غاړه ده او زه ستاسو له جرم او ګناه څخه بې غمه یم تاسو به خپل بار په خپله په خپلو غاړو وړئ نه زه : « أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَعَلَيَّ إِجْرَامِي وَأَنَا بَرِيءٌ مِمَّا تُجْرِمُونَ »  سورت هود- ۳۵ آیت.
کافران وایي ولي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم. باندي معجزه د ده د پالونکي پروردګار له لوري نه راځي؟ دوی بې ځایه او ناوړه خبرې کوي، بېشکه ته پوهوونکی او ډاروونکی یې او د هر قوم له پاره لار ښود شته:«وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ إِنَّمَا أَنْتَ مُنْذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ ○». سورت الرعد –۷ آیت  همدغسې یو بل آیت هم په همدې باره کې، په همدې الرعد سورت کې راغلی دی:
« وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ قُلْ إِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ ○» سورت هود – ۲۷ آیت.
الله په دې مبارک آیت کې وایي چا ته چې الله لاره نه ده ښودلي او بې لارې کړی یې دی هغوی په دې لویه معجزه او آیت چې قرآن کریم دی اکتفاء نه کوي او نورې معجزې غواړي، خو هغه وګړی چې الله ورباندي لور کړی دی هغوی داسی بې ځایه او بې معنی غوښتنې نه کوي او پوهېږي چې الله تعالی حکیم دی اود خپل حکمت سره سم او مطابق خپلې سترې چارې سرته رسوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د قرآن کریم نامنونکو کافرو مشرکانو ویل چې ته وایې پر ما باندي ذکر یعنی قرآن کریم نازل شوی دی. داسي نه ده بلکه ته لېونی یې ځکه داسي خبرې کوې. ته ولي موږ ته ملائیکي نه راولې که ته له ریښتونو څخه یې ؟ الله دې نامنونکو ته وایي چې موږ ملایکې د یو کېدونکي او حق کار له پاره نازلوو خو که موږ دوی ته د جزاء ورکولو او تباهۍ اراده کړې وای نو بیا دوی ته وخت او وار نه ورکول کېده او ملائیکو به تبا کړي وای. خو موږ دا راز اراده نه ده کړي او موږ ذکر یعنی قرآن کریم نازلوو او موږ د قرآن ساتونکي یو: « وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ ○ لَوْ مَا تَأْتِينَا بِالْمَلَائِكَةِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ○ مَا نُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوا إِذًا مُنْظَرِينَ ○ إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ○». سورت الحجرات – ۶ تر ۹ آیتونه.
الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي: چې موږ پوهېږو مشرکان او کافران وایي چې رسول الله ته دا قرآن یو بشر ور زده کوي، خو هغه څوک چې دوی د رسو ل الله معلم او ښوونکی  ګڼې د هغه ژبه عجمي ده او دا قرآن په عربي واضحه او پوره ژبه دی: « وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ ○». سورت النخل- ۱۰۳ آیت.
رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د مکې مشرکانو د پخوانیو استازو په شان معجزې غوښتلې خو الله تعالی ورته د معجزې د نه را استولو دلیل ووایه او هغه، لکه چې د مخه یې هم یادونه وشوه، دا ؤ چې پخوانیو استازو خپلو امتونو ته د هغوی غوښتې معجزې ورکولې خو بیا به هم هغو امتونو هغه معجزې نه منلې نو الله تعالی به هلاک او تباه کړل. الله تعالی رسول الله ته وایي چې ستا له کبله او د دې له امله چې ته زما وروستی استازی یې - تر قیامت پوري بل استازی نه را استوم - نو د دې امت د هلاکت او تباهۍ موجبه هم نه پیدا کوم، چې هغه معجزې او د دوی نه منل دي. زما سنت او لاره داده چې استازي ته معجزه را نازله کړم او بیا یې د ده امت ونه مني او ایمان ور باندي رانه وړی نو هغه نامنونکی امت زه هلاک او تباه کوم لکه  چې ډېر پخواني امتونه مي تباه او هلاک کړل. ستا د امت د تباهۍ او هلاکت اراده نه لرم، نو د دې امت د هلاکت موجبه او بهانه هم ستا له کبله نه برابروم او له دوی سره به بیا په قیامت کې حساب کوم: « وَمَا مَنَعَنَا أَنْ نُرْسِلَ بِالْآيَاتِ إِلَّا أَنْ كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوا بِهَا وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا ○». سورت اسراء – ۵۹ آیت.
موږ د آیتونو له را استولو څخه دوی منع کړي یو چې پخوانیو به نه منل او بهانه د هلاکت به یې جوړه شوه او موږ به هلاک او تباه کړل. موږ ثمود ته د معجزې په توګه ناقه را واستوله خو هغوی پر ناقه ظلم وکړ او هلاکه یې کړه چې همدا بیا د دوی د تباهۍ  سبب شوه.
په بل ځای کې فرمایي: موږ آیتونه ( معجزې) د ډارولو له پاره رالېږو. الله تعالی خپل استازي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي چې مشرکان او کافران یې منې او که یې نه مني ما یوه ستره معجزه او د ټولو دنیاوي او اخروي ستونزو د حل وسیله چې قرآن عظیم الشان دی پر تا باندي نازل کړی دی او که موږ وغواړو دا ستره وسیله له تا څخه بېرته اخیستلای هم شو، چې ته یې بیا بېرته په لاس نه شې راوړلای مګر که د خپل پرودګار لور او رحم درباندي وشي. ځکه چې د ده لور او رحم، او فضل درباندي ډېر دي. که وګړي او پېریان سره راټول شو او وغواړي چې د دې قرآن غوندي بل قرآن جوړ کړي دا کار دوی نه شي کولای اګر که یو د بل مرستندوی شي. موږ وګړو ته په دې قراڼ کې هرڅه بیان کړي دي. خو نامنونکې یې په ارزښت نه پوهېږي او ناشکري کوي او تا ته وایي چې په تا باندي باور نه کوو چې ته ګوندي د الله استازی یې ترڅو چې له ځمکې څخه چینې را جارې او را روانې نه کړې او ته د خرماوو او انګورو داسي باغ ولرې چې د اوبو ویالې په کې بهېږي، او یا لکه چې ته یې وایې اسمان پر موږ باندي ټوکړه، ټوکړه را وغورزوې او یا راته الله او ملائیکې مخامخ په مخ کې ودر وې، او یا د سرو زرو کور ولرې او یا اسمان ته وخېژې. او یوازي اسمان ته ستا په ختلو هم باور نه کوو ترڅو چې موږ ته ورڅخه داسي کتاب راوړې چې ویې لوستلای شو. نو د دې ټولو غوښتنو په ځواب کې ورته ووایه چې الله ډېر سپېڅلی ذات دی. او زه بل څه نه یم مګر د ده له لوري استازی یم.
د دې غوښتنو یادونه الله تعالی داسي کړي ده: « وَلَئِنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهِ عَلَيْنَا وَكِيلًا ○ إِلَّا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ إِنَّ فَضْلَهُ كَانَ عَلَيْكَ كَبِيرًا ○ قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا ○ وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا ○ وَقَالُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْأَرْضِ يَنْبُوعًا ○ أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْأَنْهَارَ خِلَالَهَا تَفْجِيرًا ○ أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ قَبِيلًا ○ أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِنْ زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاءِ وَلَنْ نُؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنْتُ إِلَّا بَشَرًا رَسُولًا ○» سورت الاسراء – ۸۶ تر ۹۳ آیتونه.
د مکې مشرکانو په وار وار له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه آیت او معجزه غوښتې ده او الله دوی ته د معجزې غوښتلو او بیا نه منلو عواقب بیان کړي دي او ورته وایي چې ستاسو له پاره په پخوانیو کتابونو کې واضح دلایل شته او قرآن کریم هم ستره معجزه ده نو په رسول الله باندي ایمان را وړﺉ او په قرآني احکامو عمل وکړﺉ چې دنیا او اخری دواړه ستاسو شي . بې ګټې سرزوري مه کوئ، د رسول الله ومنئ او په هغه لاره لاړشئ چې د قرآن لاره ده.
فرمایي: « وَقَالُوا لَوْلَا يَأْتِينَا بِآيَةٍ مِنْ رَبِّهِ أَوَلَمْ تَأْتِهِمْ بَيِّنَةُ مَا فِي الصُّحُفِ الْأُولَى ○ وَلَوْ أَنَّا أَهْلَكْنَاهُمْ بِعَذَابٍ مِنْ قَبْلِهِ لَقَالُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَذِلَّ وَنَخْزَى ○ قُلْ كُلٌّ مُتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوا فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَابُ الصِّرَاطِ السَّوِيِّ وَمَنِ اهْتَدَى ○» سورت طه – ۱۳۳ تر ۱۳۵ آیتونه. (دوی وویل ولې رسول الله موږ ته د خپل پالونکي له لوري آیت او معجزه نه راوړي؟. دوی ته هغه واضح او ښکاره دلیل نه دی راغلی چې په پخوانیو کتابونو کې یې یادونه شوي ده؟ او که موږ دوی د رسول او قرآن له راتللو څخه د مخه هلاک کړی وای په سخت عذاب باندې، نو بیا به یې ویل ای زموږ پرودګاره! ولې دې موږ ته خپل استازی نه راولېږه چې موږ یې لار ښوونه منلي وای او ستا په احکامو مو عمل کړی وای چې اوس له دې خوارۍ او ذلت او شرم سره نه مخامخ کېدلای. ته ورته ووایه ټول به انتظار کاږو، منتظر اوسئ نو ډېر ژربه پوه شئ چې څوک د سمي لاري خاوندان دي او چا لاره موندلې ده؟)
د مکې مشرکان دوی ته راغلي د دوی د نبي خبره چې قرآن کریم دی ملنډي بولي او رسول الله ته جادوګر او شاعر وایي. دوی وایي چې که رسول الله صلی الله علیه وسلم ریښتینی استازی دی نو موږ ته دې د پخوانیو استازو په شان معجزې راوړي
.الله وایي چې مشرکان داسي وایي: « بَلْ قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلَامٍ بَلِ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ فَلْيَأْتِنَا بِآيَةٍ كَمَا أُرْسِلَ الْأَوَّلُونَ مَا آمَنَتْ قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ○».سورت الانبیا ۵ – ۶ آیتونه
مشرکان قران کریم،قران کریم نه ګڼي او وایي چې دا قرآن بې معنی ګډ وډ خوبونه دي. بلکه دا قرآن له ځان جوړ کړای شوی دی. بلکه دی شاعر دی او که نه نو موږ ته دي داسي آیت او معجزه را وړي لکه پخوانیو استازو چې خپلو امتونو ته راوړي وه. خو الله وایي هغه کلی موږ وران کړل د هغو کلیو وګړو په خپلو استازو او د هغوی پر معجزو باور ونه کړ. او او موږ تباه او هلاک مو کړل، نو ایا د مکې مشرکان به ایمان راوړي؟ دوی هم ایمان نه راوړي او د دوی غوښتي معجزې نه مني، نو بهانه جوړېږي چې دوی هم هلاک او تباه کړم خو ستاله کبله زه داسي نه کوم نو د دوی د هلاکت بهانه هم نه جوړوم چې هغه د دوی غوښتې معجزې دي.
مشرکانو قرآن کریم نه مانه او معجزې او آیتونه یې غوښتل الله تعالی ورته وایي دا قرآن مبارک پند او ورم دی. ښه داده چې ویې منئ « وَهَذَا ذِكْرٌ مُبَارَكٌ أَنْزَلْنَاهُ أَفَأَنْتُمْ لَهُ مُنْكِرُونَ ○ » سورت انبیاء ۵۰ آیت. (دا قرآن مبارک ذکر دی، موږ را نازل کړی دی ایا تاسو ورڅخه منکران یاست؟ او نه یې منئ؟)
د قرآن کریم په اړه کافرانو ویل چې دا قران، قرآن نه دی اوپه دې دروغو جوړولو کې ورسره یو بل قوم مرسته کړي ده، چې دا قرآن د الله له لوري څخه رسول الله ته راغلی قرآن دی. خو دا کافران دروغ وایي اوظلم کوي او وایي چې دا قرآن د پخوانیو زړې کیسې او داستانونه دي چې ده لیکلي دي ، سبا او بېګاه ورته ویل کېږي او دی یې لیکي. خو ته ورته ووایه داسي نه ده لکه تاسو چې وایاست، دا قرآن هغه ذات را نازل کړی دی چې په اسمانونو او ځمکه کې په پټو رازونو پوه دی. بې شکه چې دی غفور او رحیم دی. تاسو ته ستاسو د چټي خبرو او ویناوو جزاء نه درکوي ، درته وارکوي. دا کافران وایي چې پردې رسول څه وشول چې خواړه خوري او په بازارونو کې ګرزي، ولي ورته ملک او پرښته نه راځي چې ور سره ملګرې شي او وګړي د خپلو بدو پایلو څخه وډاروي او یا ورته خزانه او شتمني راګوزار کړای شي او یا داسي باغ او بڼ ولري چې حاصل یې وخوري؟ دا ظالمان وایي چې که تاسو د ده ومنئ نو د یو جادو کړل شوي به مو منلي وي. وګوره دوی ستا په اړه څه څه وایي! دوی بې لارې شوي او لاره نه شي موندلای. الله ډېر برکتناک او شتمن دی، که وغواړي دا څه چې دوی وایي له دې څخه به ډېر ښه څه درکړي چې به باغونه وي چې د اوبو ویالې په کې بهېږي او ډېرې ماڼۍ ګانې به درکړي: «وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ فَقَدْ جَاؤُوا ظُلْمًا وَزُورًا  ○  وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَى عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا  ○  قُلْ أَنزَلَهُ الَّذِي يَعْلَمُ السِّرَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا  ○  وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ لَوْلَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا  ○  َوْ يُلْقَى إِلَيْهِ كَنزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا وَقَالَ الظَّالِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَّسْحُورًا  ○  انظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الْأَمْثَالَ فَضَلُّوا فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا  ○  تَبَارَكَ الَّذِي إِن شَاء جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِّن ذَلِكَ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَيَجْعَل لَّكَ قُصُورًا  ○ » سورت  الفرقان، ۴تر ۱۰ آیتونه.
الله تعالی د مکې د مشرکانو حال داسي بیانوي، چې که موږ وغواړو پر دوی باندي به له اسمان څخه آیات او معجزې چې دوی یې غواړي نازله کړي وای، نو دوی به په ټیټو ورمېږونو منلي وای خو دا اراده موږ نه ده کړې، ځکه چې د دوی غوښتي معجزه د دوی د هلاکت بهانه ده او زه ستا له امله دوی نه تباه کوم. نو معجزه هم نه نازلوم. وایي: «إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّن السَّمَاء آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ  ○  وَمَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّنَ الرَّحْمَنِ مُحْدَثٍ إِلَّا كَانُوا عَنْهُ مُعْرِضِينَ  ○ » سورت الشعرا، ۴-۵.ایتونه.
 د مکې مشرکانو ویل چې ولي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم، باندي د ده د پرودګار له لوري څخه ایتونه او معجزې نه راکوزېږي. الله تعالی خپل استازي ته امر کوي چې ته ورته ووایه دا تاسو یې چې غواړﺉ داسی معجزې  له الله سره دي او له  کڼې پرته زه یو ښکاره پوهوونکی، ډاروونکی یم. آیا د دوی له پاره دا ستر کتاب قرآن کریم چې ډېره ستره معجزه ده کفایت نه کوي؟ هر مهال ورته لوستل کېږي، بې شکه اوبې کڼې په دې کتاب قرآن کریم کې د مؤمنانو له پاره رحمت او پند ذکر دی : «وَقَالُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِّن رَّبِّهِ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ  ○  َوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَى عَلَيْهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَى لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ○». سورت العنکبوت ۵۰ او ۵۱ ایتونه.
څرنګه چې د مکې مشرکانو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه معجزې غوښتې نو، الله تعالی رسول الله ته وایي چې موږ خو دوی ته په همدغه قرآن کریم کې د اړتیا وړ ټول مثالونه او احکام بیان کړي دي، خو که ته دوی ته کومه معجزه هم راوړې نو بیا یې هم کافران نه مني او وايي به چې تاسو هسې دروغ ویونکی یاست اودا معجزه دې هم دروغ ده: «وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ وَلَئِن جِئْتَهُم بِآيَةٍ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُبْطِلُونَ ○ » سورت الروم، ۵۸ آیت.
الله تعالی وایي چې دا قرآن کریم حق او ریښتونی کتاب او د رب العالمین له لوري رسول الله ته د وګړو د پوهولو له پاره را استول شوی دی. خو مشرکان وایي چې دا قرآن رسول الله له ځان څخه جوړ کړی دی. خو دوی بې ځایه ناروا څرګندونې کوي. دوی ته له تا څخه د مخه د دوی په قوم کې بل استازی نه دی راغلی. ته مې د دې له پاره خپل استازی را واستولې چې ته ورته سمه لار وښیې او دوی سمه لاره د قرآن کریم په رڼا کې وګوري. وایي: « الم ○ تَنْزِيلُ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أَتَاهُمْ مِنْ نَذِيرٍ مِنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ○ » سورت السجدة. ۱ تر ۳ ایتونه.
مشرکان قرآن کریم، قرآن نه ګڼې او وایي که دا قرآن ریښتیا د الله کتاب وای، نو په عربو قومونو کې به په کوم شتمن سړي را نازل شوی وای. رسول الله خو ډېر غریب دی، پرده څرنګه قرآن د الله له لوري نازلېږي؟ نه دی د الله استازی دی او نه دا قرآن د الله له لوري نازل شوی دی : « وَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ وَإِنَّا بِهِ كَافِرُونَ ○ وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ ○ » سورت الزخرف ۳۰ او ۳۱ آیتونه.
کله به چې د مکې مشرکانو ته ښکاره، ښکاره زموږ ایتونه او قرآن کریم ولوستل شو، نو کافرانو ته به چې حق راغی دوی به ویل دا خو ښکاره جادو دی او یا به یې ویل چې دا قرآن او احکام، ده له ځانه جوړ کړي دي. نو ته دوی ته و وایه چې که که دا قرآن کریم ما له ځانه جوړ کړی وای، نو دا لویه ګنا ده او تا سو بیا دا توان نه لرﺉ چې ما له هغه څخه وزغورﺉ.  دی په هغه څه پوهېږي چې مشرکان یې د قرآن په باره کې وایي، چې زما او ستا سو په مینځ کې د شاهد په توګه دا ستر الله بس دی او دی غفور رحیم دی : « وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ○ أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَلَا تَمْلِكُونَ لِي مِنَ اللَّهِ شَيْئًا هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ كَفَى بِهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ○» سورت الاحقاف ۷ او ۸ آیتونه
مشرکان وایي چې رسول الله موږ ته زموږ د قناعت وړ معجزې نه راښیي او دا قرآن ده په خپله له ځانه جوړ کړی او ویلی دی. دا قرآن کریم تاله ځانه نه دي جوړ کړي، بلکه دوی ورباندي باور نه کوي او که دا قرآن تا له ځانه جوړ کړی وای نو دوی خو ښه شاعران او لیکوال دي، د دې قرآن په شان دي یوه خبره جوړه کړي که دوی ريښتیا وایي! : « أَمْ يَقُولُونَ تَقَوَّلَهُ بَلْ لَا يُؤْمِنُونَ○ فَلْيَأْتُوا بِحَدِيثٍ مِثْلِهِ إِنْ كَانُوا صَادِقِينَ ○» سورت الطور – ۳۳ او ۳۴ آیتونه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم، له مسجدالحرام څخه الله تعالی مسجد الاقصی ته بیولی دی چې هلته ورته د خپل قدرت او زور نخښې وښیي او بیا یې له هغه ځایه سدرة المتهی ته بیولی دی . رسول الله صلی الله علیه وسلم، جبریل علیه سلام دوه واره لیدلی دی، یو وار یې په حرا‌ء غار کې لیدلی دی اوبل وار یې له سدرة المنتهی سره لیدلی دی چې دا د سدرة المنتهی لیدنه له جربیل علیه سلام سره عیني او په جسمي صورت شوې ده. الله تعالی په خپله په النجم سورت کې ویلي دي: « وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى ○ عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى ○ عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى ○ إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَى ○ مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى ○» سورت النجم، آ۱۳ تر ۱۷ آیتونه.
دا مبارک آیتونه د دې دلیل دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر سدرة المنتهی او بیا پورته جسماً تللی دی چې سدرة المنتهی یې د الله تعالی په نور او د ملایکو په ګڼه ګوڼه پټه لیدلې ده. د دې ایتونو په استناد د رسول الله پورته ختل د معراج په شپه یوازي په روحي صورت ضعیف ښکاري او ښکاره ده چې دا آیتونه د ده په جسمي صورت د ختلو ښه دلیل دی.
چې په همدې د معراج په شپه الله تعالی د رسول الله پر امت پنځه لمونځونه فرض کړي دي، چې لومړی پنځوس لمونځونه ول او بیا د موسی علیه سلام، په اصرار رسول الله، الله ته ولاړ او پنځوس لمونځونه پنځه لمونځونه شول، چې بیا یې هم ورته یو لمونځ په لسو حساب کړی دی او بېرته د هماغه پنځوسو لمونځونو ثواب ور کول کېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی وایي چې مشرکان، کافران غواړي چې تا له مینځه یوسي او چې له تا څخه قرآن کریم او ذکر واوري او له درک او پوهې څخه عاجز او نیمګړی شي نو د دې په ځای چې د خپلو ځانونو د پوهولو هڅه وکړي او په قرآني احکامو او حکمتونو ځانونه پوه کړي وایي چې رسول ارو مرو لېونی دی چې داسي ذکر یعنی قرآن موږ ته وايي له درک او پوهي څخه یې بې سېکه یو. خو بنیادي او سمه خبره دا ده چې دا قرآن د عالمونو له پاره ذکر ، پند او لار ښود دی. دا د مشرکانو، کافرانو نیمګړتیا ده چې  ورباندي نه پوهېږي او یا ورباندي ځانونه نه پوهوي :« وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ ○ وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ ○». سورت القلم - ۵۱ او ۵۲ ایتونه.
د مکې مشرکانو د قرآن په حقانیت کې کڼه او شک درلود او د الله د را استولي کتاب په توګه یې نه مانه، خو رسول الله ورته په کلکه وویل چې دا قرآن د الله کتاب دی او ستاسو لار ښوونې له پاره را استول شوی دی، نو که یې ومنئ، دنیا او آخرت دواړه به مو ښه او راڼه شي. الله تعالی دغو سرزورو مشرکانو ته وایي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ومنئ! الله تعالی مشرکانو ته د رسول الله د تاکید او سوګند داسي یادونه کوي: « فَلَا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ ○  الْجَوَارِي الْكُنَّسِ ○  وَاللَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ ○  وَالصُّبْحِ إِذَا تَنَفَّسَ ○  إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ ○  ذِي قُوَّةٍ عِنْدَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ ○  مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ ○  وَمَا صَاحِبُكُمْ بِمَجْنُونٍ ○  وَلَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِينِ ○  وَمَا هُوَ عَلَى الْغَيْبِ بِضَنِينٍ ○  وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ ○  فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ ○  إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ ○  لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ ○  وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ○». سورت التکویر ۱۵ تر  ۲۹ آیتونه. (سوګند دی په هغه ستورو چې په شاتلونکی، ګرزېدونکی اوبیا پټېدونکی دی او سوګند دی پر شپه چې را خوره او تیاره شي او سوګند دی په ګهیځ چې را وخېژي چې دا قرآن کریم د داسي کریم، د قوت او زور د خاوند دی او د عرش له خاوند سره ډېر د لوړې درجې خاوند رسول، قول دی چې د الله له لوري یې ما ته راوړی دی او خبره یې منل کېږي او په دې ځای کې امانتګر دی، په دې قرآن کې یې له ځانه زیاتی او کمي نه دی را وستلی او زه چې ستاسو یو خپلوان یم لېونی نه یم چې زه دا قرآن او د ده احکام تاسو ته بیا نوم او هغه قرآن ستر راوړونکی ښکاره په افق او د اسمان په غاړه لیدلی دی او دا چې له تاسو څخه غیب او پټ دی نو زه بخیل نه یم چې زه یې له تاسو څخه پټ کړم او دا قران د الله کتاب دی او د رټلي شوي شیطان خبره نه ده چې تاسو یې نه منئ. چې دا قرآن د ستر الله کتاب نه منئ، نو په سمې لارې پسي چېرته ځئ. سمه لاره خو همدا قرآن تاسو ته در ښیي. دا قرآن د رب العلمین ذکر او پند دی چې ستاسو د لار ښوونې له پاره یې ماته را استولی دی. دا قرآن د هغه چا له پاره ماته را نازل شوی دی چې هغه ته الله تعالی د سمې لارې د ښودلو اراده کړي ده او د الله له ارادې پرته تاسو هیڅ نه شئ کولای).
****
هغه خارق العاده چارې چې د سیرت راویانو یې حضرت محمد صلی الله علیه و سلم ته نسبت کړی د دې بحث موضوع نه ده. د قرآن عظیم الشأن له ارشاداتو څخه دا ثابته ده چې د الله وروستي استازي ته چې کومه معجزه پرته له هېڅ شک او کڼې ورکړل شوې ده همدغه سپېڅلی کتاب دی چې د قیامت تر ورځې به د انسانانو لارښود وي. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لوی رب وروستی استازی دی او څرنګه چې دی د عالمینو له پاره رحمت بلل شوی دی نو ده ته ورکړل شوې معجزه هم نه بدلېدونکې ده. د الله د وروستي استازي یوه ځانګړتیا دا هم ده چې که څوک ده ته ورکړ شوې معجزه ومني او که ویې نه مني، الله د خپل وروستي استازي پر مخ او د هغه د لارویانو په برکت د قیامت تر ورځې د بشریت د تباهۍ اراده نه ده کړې. اوس چې الله اراده کړي ده چې تاسو ته سمه لاره در ښیي او قرآن یې رانازل کړی دی، نو تاسو یې هم په ورین تندي او ښه پراخه زړه ومنئ او د خپلو ځانونو دوستان شئ نه دښمنان.
و من الله توفیق
کابل - ۱۳۹۲/۱۱/۱۶