د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دردناکه قيصه په حقيقي انځور کی

حقمل صافى 15.07.2014 12:59

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

بسم الله الرحمن الرحيم
(دردناکه قيصه په حقيقي انځور کی)
ليکوال: (حقمل صافی)
مسافرۍ مې نور زړه تنګ کړی ؤ، لکه د  ليوني په شان به يو خوا او بل خوا ګرځيدم ، کور سره مې هم رابطه مشکله وه، د ډيرې هڅې وروسته می له کور سره رابطه وشوه ، چې دغه مې ډير د خوشحالۍ وخت ؤ ، کوژدن مې هم کړې وه، له موره شرميدم ،پوښتنه مې ترې سمه نه شوه کولای، هسې مې ورته هغه او دغه کول ، اخير مې مور هم راباندې پوهه شوه ،او راته يې وويل: چې هغه ښه ده ، هغه ستا انتظار کوي، له سترګو يې له هماغه وخت نه چي ته ورک يی اوښکې لکه د سيلاب روانې دي ، او بيا يې راته وويل چې نن يې کور ته ورځو او دواده ورځ درته ښايو ټيليفون مو بند کړ له خوښۍ په کاليو کې نه ځائيدم ، ديوې نه پوهيدونکي خوشحالۍ مې خوله راټولولو ته نه پرېښوده ، چې کله به مې هم موبائيل ته زنګ راغلی نو بې له ځنډه به مې موبائيل ته لاس کړ چې کور به وي ،خو موبائيل ته په کتو سره به له مايوسئ سره مخ شوم ، د څو ورځو د سخت انتظاره وروسته راته د واده نيټه وښودل شوه چې د دوشنبې په ورځ دې واده دی ، پوره دوه ورځې دغې نيټې ته پاتې وې ، دوه ورځې راته پوره دوه کاله وه ، يوه ورځ راباندې لکه دکال پشان تيره شوه  د تګ لپاره مې ځان برابر کړ ،فقط يوه ورځ مې واده ته پاتې شوه، ورځ چيرته وه لکه دکال په شان راباندې اوږده شوه ، په سوچ کې به لاړم واده به مې وکړ له خپلو خپلوانو سره به په ګپ شپ اخته وم ، له مور او پلار سره به مې هم د زړه خواله وکړه چې را ويښ به شوم هيڅ به نه وه ، بيا به په سوچ کې لاړم،چې د ناوې خواته ورغلم ،ناوې به مې له حياء سترګې ښکته واچولې زه به ورته لکه دبوت جام ولاړ ؤم ،وړوکی ورور مې راغلی چې لالا! حجره کې دې غواړي ، ټکان مې وخوړ شا او خوا مې وکتل هيڅ نه ؤ ، بس سوچونو راخيستی ؤم، کله به مې فکر وکړ لکه چې سبا نه را رسيږي بيا به مې وويل چې شپه وي نو سبا ورپسې خامخا را درومي ، سهار ته مې وطن ته سفر ؤ ،  شپه روانه وه په تيريدو وه خو دسبا راتګ د ډيرو کړاوونو سره لاس او ګريوان ؤ ، کله به مې په خيال کې له بچو سره هم خبرې شروع کړې ، خوب نه راته، تلوسې او خوشحالۍ مې خوب تښتولې ؤ ، شپه تر نيمايې واوښته، کور سره مې اړيکه ونيوله چې سهار در روانيږم ، هغوی هم ويښ ؤ واده ته په تياريانو بوخت ؤ،په کور مو له ډير وخت وروسته خوشحالي راغلې وه ، وروڼه راڅخه ټول کشران ؤ ، مور او پلار او خويندې او وروڼه مې د خوشحالۍ نه په کاليو کې نه ځائيدل ، د ټولو خولې له خنداؤ ډکې وې ځکه چې دوه خوشحاليانې يې په مخکې وې ، يو مې له ډير وخت وروسته پيداکيدل ؤ او بل می غم لړلی واده ، د انتظار شيبې پاي ته ورسيدې ، دسهار اذانونه په شروع کيدو شو ، له ډېرې تلوسې مې پوره دوه ساعته مخکې ځان هوائي ډګر ته ورساوه ، هلته هم انتظار تر پوزې راوستم ، کور ته مې زنګ وواهه چې الوتکې ته د ختلو په حال کې يم ، نور مې له خوشحالۍ خوله بنده شوه خو دغه جواب مې تر غوږ شو چې پخير راشې ستا په انتظار يو ، په الوتکه کې مې تګ هم ډير اوږود شو، سوچونو يو ځل بيا په مخه کړم ، په لسګونو ځل مې واده وکړ ، په سوچ کې له مور څخه هم لږ خفه غوندې شوم ،چې په ښځه به مې زيات کارونه نه کوي، او بازار ته پکې هم لاړم يو څه تحفې مې هم دوړو مور ته له ځانه سره راوړې ،خويو بل ته خندا مو د سوچ له دنيا څخه راوويستم ، ګورم چې الوتکه ده خواته مې خلک دي ، څوک په خواږه خوب ويده دي او څوک ويښ له يو بل سره په خبرو بوخت دي ، د څو ساعتونو مزل کې مې د کلونو دنيا ځانله جوړه کړه ، کله به مې بې اختياره خندا د چوکۍ ملګرۍ هم ځانته متوجه کړ ، هغه به هم پوهه شو چې ليونی نه بلکې ډيرې خوشحالۍ له ځان سره خندا ته اړ کړی، کله به مې لاسي بيک ته هم پام شو ، په هغې کې تحفې او نور سامان به مې خندا نوره هم زياته کړه ، په سوچ کې به وم چې په بيک کې راوړې ډالۍ په کور والاؤ باندې دتقسميمولو په حال کی يم ، ددغه ډاليو ويش مې لا پاي ته نه ؤ رسولی،چې دکابل په هوائي ډګر کې ښکته شوم ، له الوتکې څخه داسې په منډه راښکته شوم تا به ويل چې کومه برقي آله ده ، تر لږ ځنډ وروسته به مې موبائيل ته لاس کړ ، د کور په شميره مې له ډېرې خوشحالۍ او په ريږديدلي لاس سره ور اوکۍ کړ ، د کور په ځاي راته کمپيوټر ځواب راکړ چې (ډائل کړې شميره مو له ساحې څخه بهر ده...) دکور له ټولو شميرو څخه کمپيوټر په همدغه يوه خوله ؤ چی :ډائل کړې شميره مو له ساحې څخه بهر ده... ، دغو ځوابونو د ډيرو زياتو تشويشونو سره مخ کړم ، ذهن يې راته د قسما قسم خبرو لور باندی په مخه کړ ، بيا به می ځان دوکه کړ: چې افغانستان دی برق نه لري او له ساحې بهر کيدو علت یې شايد همدا وي ، خو بيا هم د يو نا خبره او نه پوهيدونکي برخليک په لور روان شم ، بس سوچونو په مخه کړی ؤم ،کله د تباهۍ او کله دخوشحالۍ په لور ، آن تر کلي ورسيدم ، په کلي کې يو دغم سرود ور ګډ ؤ ، حيران شوم زړه نا زړه مې له يو ماشوم څخه پوښتنه وکړه ،  چې ماشومه څه خبره ده ؟ په کلي کې داسې څه شوي دي چې دغم ټغر پرې خور دی؟ ماشوم راته په ماشومانه بڼه ځواب راکړ ، چې ( کاکا له غلمې ولوسته ديو واده په کول باندې بمبال وشو تول خلک پکې مله شول ) ورغبرګه مې کړه ټول مړه شول ؟؟؟ د هو په ډول يې سر وخوځاوه ، لاسونه اوپښې مې سستې شوې، له مضبوطو لاسونو مې هغه د ډاليو ډک بيک چې زه يې ډير خندولی هم ؤم په ځمکه وغورځيد ،په ذهن کې جوړه شوې دنيا مې داسې تس او نس شوه چې تر ابده ابده يې جوړښت تش خيال او تصور ؤ، تر کوره مې ځان را ورساوه، په ځان نه پوهيدم ، ګورم په لسګونو مړي دي چې په وينو کې لمبيدلي پراته دي ، مور پلار، وروڼه او خويندې ، او له ډيره وخته انتظار ويستونکي ناوې مې چې د واده په ښکلو کاليو کې د ګلاب د ګل پشان په سرو وينو کې لت پت په کټ کې لمبيدلې پرته ده ،  چی د وينو سوروالي ورله ښايست څو چنده زيات کړی ؤ ، ټولی صحنی راته دخوب ليدلو په شان ښکاره کيدلی، ټولو ته لکه دبوت په شان ولاړ ؤم، بالاخره مي زړه سخت کړ او خوږی ناوي ته می خوله ورنږدی کړه ، په غوږ کی مي ورته وويل:ستا څخه وروسته به له بل چا سره واده کول يو  حماقت وي او همدغه می درسره وعده ده، او دزيات انتظار کولو بښنه درڅخه غواړم.مورته می هم ورنيږدی شوم د معصومی څهري يی راته داسی ښکاريده چی په سرو وينو کی راته دواده مبارکی وايی،ما ورته بس همدومره وويل چی کاش يو ځل می درسره په ژوندانه  ليدلای واي،او دغه له مودی ورکه خوشحالي مو يو ځاي تيره کړی وائی!!!!!!!!پلار ته می هم مخ ورواړو کړيدلی څهره يی داسی ښکاريده چی له ماڅخه په ورکيدا مرور وي،اوهمداسی په خفګان راڅخه رخصت اخلي،
خويندو ته می هم مخ ورواړو،دوينو سوروالی ورله دنکريزو سوروالی له مينځه وړی ؤ،دواده خوشحالي يی لا هماغه شان په شونډه غوړيدلی پاتی وه،داسی ښکاره کيدل تا به ويل چی ماته تسلي راکوي او په خپلو مسکاندو شونډو راله خفګان له مينځه وړي،وروڼو ته می له شرمه نشول کتلای،خو اخري ملاقات ؤ، ورومي کتل چی ډير زيات ستړي ښکاره کيدل،او له ستړو څهرو يی داسی ښکاريده چی راته وايی: مونږ خپل کار سرته رسولی او فقط تر تا خبره پاتی ده!!!!!!!!!! خو بالاخره مي له ټولو سره تر ابده خداي پاماني وکړه او دنکريزو پرځای په وينو سره لاسونه می ورله چپ کړل او شليدلی ګريوان تری په چيغو چيغو رخصت شوم.
هغه د کمپيوټر راکړی ځواب مې په ذهن کې تر ډيره تاو را تاو کيده ، چې: ډائل کړې شميره مو له ساحې څخه بهر ده ، خو تر لږ ځنډ وروسته خبر شوم  چې پر مختللې ټيکنالوژۍ مو د طالب په نوم واده بمبار کړی.