د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان په اوسني دورکې دارالمعلمينونودرهبرۍ خصوصيات

نجيب الله عادل 15.07.2014 12:57

رهبري هغه ځواک دی ،چې دانسانانوفکري اوجسمي پياوړتيا له مادي منابعوسره يوځاې داسې ترلارښوونې لاندې راولي ، چي هغوۍ په فردي اوياهم په ډليزه توګه يواجتماعي عمل ته اړباسي ،ليډرشيپ يوه متحرکه اومتقابله پروسه ده ، چې دانسانانوانرژي ګډ هدف خواته رهنمائي کوي .
ليډرشيپ ته اړتيادومره مهمه ده لکه اهدافوته رسيدل چې مهم دي ، دژوند په هرډګرکې دټولنيزوشرايطوپه پام کې نيولوسره فردي استعدادونودتبارز زمينه برابروي ،داچې په افغانستان کې ښوونکودروزنې عالي مؤسساتو(دارالمعلمينونه ) دښوونکودروزنې داسې اړيني اومسلکي مرکزونه دي چې دپوهنې اډانه تشکيلوي اودښووړوښوونکوپه روزولوسره دپوهنيز بهير داميدونو غوټۍ پرې ګل کېږی او د يوې سالمې رهبرۍ داسي په واسطه ټاکلي اهداف لاسته راوړل کيږي .
ددي تحقيق اوڅيړني په لړکي لاندي پوښتني مطرح کولووړدي .
• د افغانستان اوسنۍ ستونزمنه دوره څرنګه ارزوئ ؟
• دستونزمنوحالاتودمنځته راتلوعمده لاملونه کوم دي ؟
• ددي وضعي بدلولولپاره کوم اقدامات اړين دي ؟
• د په اوسني ستونزمنه دوره کې د ښوونکو دروزنې مؤسسې (عالي دارالمعلمين ) د ښې رهبرۍ لپاره کومي ځانګړني اړيني دي ؟
• د په اوسنيوشرايطوکي د عالي دارالمعلمين رهبر څه رسالت او مسؤليت لري ؟
د څيړني موخې :
1. دښوونې اوروزنې دکيفيت لوړيدلوته پاملرنه .
2. درهبرۍ پيژندل .
3. دتربيه معلم ادارې په اهميت پوهيدل .
4. دتربيه معلم درهبرۍ لپاره پياوړي خصوصياتوپيژندنه .
ددي څيړني لپاره مونږ دکتابخانه اي څيړني نه ګټه اخستي ده اوهم مو دانټرنيټي معلوماتوڅخه ځيني موضوعات ترلاسه کړي

د هيواد په اوسني ستونزمن حالاتو کې ښه رهبري هغه مهال ترسره کېدي شي چې لاندې اصول ،معيارونه او ارزښتونه په پام کې ونيول شي:

هڅونه :
رهبري په خپل چوکاټ کې لرونکي پرسونل ( شاګردان ، استاذان او نور کارمندان کار کولو ته وهڅوي تر څو په کارونو کې په علاقمندۍ سره ونډه واخلي او ټاکلو هدفونو ته ورسيږي .
دښه ټيم جوړولو نظريه لرل :
د دارالمعلمينونو رهبرۍ لپاره اړينه ده چې د تدريسي بهير د ښه پرمختګ لپاره کاري ټيمونو ايجادول ضروري دي که چېرته دغه ټيمونه رامينځته کړي نو د يوې له يوې خوا به ادارې د استاذانو ، محصلينو او کارمندانو تر مينځ د يوالي ، همکارۍ او علاقمندي راوټوکيږي او دبلې لورې کار به په ډاډ او مسؤليته فضا کې ترسره شي
درست اومنظم پلان جوړول :
د چارو په سرکې د هرڅه د مخه پلان جوړول د ښه رهبر اړين خصوصيت دی ، ترڅو وخت ، چارې ، وسايل او افراد په ښه توګه ترسر ه او د ټاکلو هدفونو لور ته په بريا سره لاره پيداکړي شي
دستونزوحل :
د اهدافو لاسته راوړلو په لړ کې مختلفې ستونزې رامينځته کيږي ښه رهبرځانګړنه داده چې د هغې په وړاندې د زغم ، صبر او تحمل نه کار واخلي او هغه چارې وسنجوي جې د ستونزو او مشکلاتو نه پرې وتلی شي ، دبېلګې په توګه : په اوسني وخت کې د امنيتې ستونزو له امله ښه پياوړي استادانو کمبود د زده کړې بهير په کيفي ډول بې خونده دی د دارالمعلمين د يو رهبر دنده داده چې ددې د حل لپاره لاره ولټوي او ستونزه په خپل حال پرې نږدي پدې لړ کې کولي شي په حق الزحمه ډول استادان ونيسي او په ټولنه کې رضاکار او په ټولنه مين علمي افراد ولټوي او په وړيا ډول يې درس ورکولو ته وهڅوي همدا ډول کولي شي ډليز تدريس نه په ګټې اخستنې سره دغه ستونزه دپه وقتي توګه حل کړي.

مشوره اخستل :
دعالي دارالمعلمين د ښې رهبرۍ يوه ځانګړنه داده چې ادارې چارې په مشورې سره په يو اسلامي او شرعي اصل دی ترسره کړي ، ددې ګټې دادي چې يو زهن په بريا سره چارې نشي سمبالولی او زياتې نمګړتياوې ترې سر وهي ،همداډول د استادانو او کارمندانو او حتی محصلين هم د مشورې له امله تشويقيږي او په پوره اخلاص اهدافوپه لاسته راوړلو کې فعاليت ترسره کوي .

احترام :
دنورو درناوی کول هغه ارزښت دی چې د نورو خلکو زړونه راخپلوي که د دار المعليمن رهبرې د نورو احترام او درناوي وکړي نو کارمندان او استادان يې خبرې ته ښه غوږ نيسي ، همکاري ورسره کوي او اهدافو ته رسېدل خپله دنده ګڼې .
بدلون منونکي :
ښه رهبر هغه دی چې د بدلون مننې اصل ته پام او توجه کوي بدلون مننه د کار ترسره کولو ظرفيت لوړوي ، بې لارۍ نه ژغورنه رامينځته کوي دا مهال د دارالمعلمين هر يو رهبر ځان پوهه ، د چارو صلاحيت لرونکي بولي او د کوم کارمند او استاد اړين او مناسب نظر ځان لپاره حقارت ګڼې نو نه غواړي چې په خپل فکر او نظر کې بدلون راولي چې له امله يې تل خپل نامناسب نظريه په استاذانو تحميلوي دې سره د استادانو او رهبر ترمينځ درز پيداکيږي او زړونود ماتوالي له امله تدريس کې کموالی ،بې علاقې کېدل او دلسردی راولي .
دکار روحيه ايجادول :
ښه رهبر هغه دی چې په استادانو کې دکار روحيه ايجاد کړي ددې لپاره کولی شي عملا استادانو ته دا خبره روښانه او تلقين کړي چې اداره دټولولپاره مشترکه ده او په شريکه کولي شو اهدافو دلاسته راوړلو لپاره هلې ځلې وکړو ، هر چا ته د ټاکلي کار دنده وسپاري او صلاحيت ور له ورکړي او په کار کې مداخله ونه کړي نو پدې ډول سره به د هيواد په هر دارالمعلمين کې د کار کولو روحيه ايجاد شي .
دکارمندانوخلاقيت اوتفکرته وده ورکول :
کار کول د ادارې يو اړخ دی خو د کارمندانو تفکر او خلاقيت هغه پياوړي جوهر دی چې د کار ترڅنګ کارمندانو کاري ظرفيت لوړوی او ښه والی پکې راولي چې په پايله کې داسې کړنې ترې سروهي چې د مخکې نه يې انتظار نشي کېدلي ،د دارالمعلمين رهبرې بايد دا پياوړتيا او استعداد ولري چې د کار پرمختګ په ترڅ کې د کارمندانو ابتکاري او نوښتګر حس پياوړي کړي د بېلګې په ډول د يو معين کار لپاره يو ټيم جوړوي ، واک او صلاحيت ورکوي ، په کار کې د اړتيا پرته مداخله نه کوي او پايلې ته يې انتظار وباسي د ترسره کولو نه وروسته يې ونازوي اود نورو پرمختګونو لپاره يې هڅوي پدې کار سره استادان او کارمندان نور پرمختګ کوي او خلاقانه فعاليتونو ته مخه کوي .
اخلاقي اوايماني احساس لرل :
عقايد او فرهنګ دوه بنسټونه دي چې د يوې ټولنې وګړی پرې ټينګ باور او ګروهه لري ، د ټولنې وګړي د خپل ژوند په دوران کې ډېر څه دلاسه ورکولی شي خو عقايد او فرهنګ هغه څه دي چې تل يې ترې ځان قربان کړی دی .د عقايدو او فرهنګ اغېزې دومره ژورې او اغېزمنې دي چې د ژوند هره شعبه يې نيولې ده ، نود يو ښه رهبر لپاره دا هم ضروري ده چې ايماني او اخلاقي احساس په لرلو سره د هغه کارونو او نظرياتو نه ډډه وکړي چې د يوښه رهبر سره مناسب نه وي دبېلګې په ډول : دروغ ويل ، خيانت کول ، فساد او ورانې کول ، رشوت نه ډډه کول ، دوکه او ټګي نه کول ، بې عدالتې ، ظلم او زياتې نه کو ل او د خپلو کارمندانو د حقوقو نه دفاع کول ،هرچاته خپل خق ورکول دي .
علمي اوتخصصي مهارت :
رهبرۍ دپياوړو او اړينو صفاتو څخه علمي او تخصصي مهارتونه دي ، چې يو رهبر سره د چارو په پرمختګ کې مرسته کوي هر رهبر چې علمي او تخصصي مهارتونه ولري بشري ، علمي ، مالي او فزيکي منابع په ښه توګه هم غږې کولی شي ، د چا څخه د هغه د استعداد مطابق کار اخستلی شي ، وخت ،منابع او امکانات ضايع کېدلو نه بچ کولي شي همدا ډول د علمي او تخصصي مهارتونو په وجه خپل اهداف په ښه توګه لاسته راوړی شي .د افغانستان عالي دارالمعلمينونو لپاره علمي او تخصصي رهبرۍ ته اړتيا ده دا مهال پکې دغه نيمګړتيا زياته ليدل کيږي او ددې له امله پکې اختلافات ، تبعيضونه او تربګنۍ زياتې شتون لري که چېرته ښه رهبران پکې وګمارل شي نو د زده کړې کيفيت به يې لوړ شي .
سمه زدکړه نيزه برنامه ريزي :
سالمه برنامه ريزي هم د رهبرۍ ښه ځانګړنه ده، ښه رهبر هغه دي چې تل د خپل پروګرام په پيل کې برنامې جوړولو ته توجو کوي ، که کوم يو رهبر برنامې نه نا خبره وي داد هغه په کمزورۍ دلالت کوي او ددغه ناتوانۍ له امله به ټاکلي اهدافو ته لاس رسی ونه لري :د ښوونکو دروزنې مؤسسې رهبر د پيل نه برنامه رېزې خپل اصلي دنده وګڼې او د قناعت وړ برنامه تطبيق کولو هڅه وکړی
نظارت او کنټرول :
هر کار چې ترسره کيږي او ترشاه يې څوک پوښتنه نه کوي ، نو هغه کارونه به ضعفيه وي او د ټاکلو موخو نه به لرې وې د تربيه معلم دښه رهبر صفت دادی چې د ترسره کېدونکي کار پوره او په بشپړه توګه د نظارت او ارزونې لاندې راولي ترڅو کارونه سمې لور ته راولی او د کار په جريان کې د انحرافي اجندا مخه ونيسي .
پايله :
په پايله کي ويلي شوچې رهبري دهرسازمان ،نهاد اوتعلمي ادارې مهم اواساسي عنصردی فزيکي اوبشري منابع هم غږي اوداهداف لاسته راوړولوته يې تشويقوي .ښوونکودروزنې اداري يادارالمعلمينونه چي دزده کړي مهم مرکزونه دي ،افغانستان پدې ستونزمنه حالاتوکي دښه رهبريت په لرلوسره کولي شي عالي دارالمعلمينونه د سم اوټاکلي موخولورته رهبرۍ کړي شي .
1. پياوړي اومسلکي ښونکي به وروزل شي .
2. دمشوري اوشريک کارروحيه به ايجادشي .
3. ابتکاراوخلاقيت به استادانواوزده کونکوکي راژوندي شي .
4. انتقادپزيري روحيه به دودشي .
5. دزده کونکوعلمي کچه به لوړه شي .
6. ټولني سره به روابط اواړيکي ټينګي شي .
7. دتعليم اوتربي جوهربه په ټولنه کي ځلانده رنګيني ولري .
8. يادګيري ،علمي اوهنري جريان دي چي ټوله انساني اومادي قوه هم غږي کوي .
9. تدريس ميتودونوباندي معلومات لرل .
10. تربيتي علوم ،رهنمائي اومشاوره تي معلومات لرل .
11. دامتحان اوارزيابي دمختلفوډولونوسره اشنائي ولري .
12. متعادل شخصيت لرل .
13. فني مهارت لرل .
14. ادارکي مهارت لرل .
15. دقومي ،لساني ،سمتي ،فرهنګي ،توپيرونه اوتعصبات په نظرکي نه نيول .
16. اعتماد په کارمندانو .
17. دفساد،غلااورشوت نه ډډه کول .
18. متقابل احترام
ملي منافع په نظر کي نيول.
وړانديزونه :
1. ددارالمعلمينونو دښي پياوړتيالپاره کارپوهه ،بااستعداد،وطن دوسته رهبررامنځته شي .
2. دهردارالمعلمين رهبرۍ مسوليت شناسه وظيفه شناس اوملي مصالح په پام کي ونيسي .
3. داهدافولاسته راوړلولپاره کاري ټيمونه اوکميټي رامنځته کړي .
4. رهبرۍ بايددټولني پام ځانته جذب کړي .
5. په اداره کي دهمکاري اومشاورت فضاء رامنځته کړي .
6. مختلف درسي وسايلواماده کولولپاره هلي ځلي وکړي

سرچينې
دوديال ،محمدبشير (1388) اداره .جلال آباد.
ځلاند،فيض محمد (1391) ليډرشيپ .مومندخپرندويه ټولنه جلال اباد.
وهاب ،ظاهر(2014 ) موادمطالعاتي اجباري کورس (Edu525)رهبريت ،اداره ونظارت درتعليم وتربيه .