غزل
15.07.2014 12:57خوشالى نشته په زړكى مې دى امبار غمونه
ياره په مخ كې مې پراته دى نن بې شمارغمونه
په خوشالۍ كې موهروخت سره ژوندون تېركړۍ
خوكله كله په مونږ يودم وكړي وارغمونه
يوه لحظه ترې په ارام وخت تېرولې نه شم
زړه مې مرۍ په شان پييلئ دي په تارغمونه
ه يې دزړه كورته راغواړمه په مينه باندې
ريبارچې راشي ورسره وي تل ديارغمونه
زلفې ماران باڼه دې غشي شونډې سرې سكروټې
خيال مې لمبه كړي ورسره د ي سره انګارغمونه
ګرانه دښكلي مخ ديدن دې په تحفه كې راوړه
چې حنيفي ته هميشه وركړي قرار غمونه