د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانان لاهم د ډموکراسي پلي کولو لپاره چمتو نه دي

اسیستانت پروفسیور محمد ظریف "امین یار" 14.07.2014 13:05

لکه څرنګه چې د نړئ نور هیوادونه د ډموکراسي میکانیزم لاندې ټول ټاکنې پلي کوي او بیا د لاسته راوړلي پایلو پر بنسټ په مسالمت آمیزه توګه د سیاسی رژیم انتقال ترسره کوي. همدغه شان افغانستان هم وغوښتل چې ډموکراټیکې ټول ټاکنې تجربه کړي اما د بده مرغه د دغه تجربې پایلې مثبتې نه ښکاري. لومړئ د ټول ټاکنې پروسې کې د تقلب او تخلف ډنډوره او بیا یې په نړیواله کچه بیابی دغه دواړه مسلې په ډاګه سره اشاره کوي چې موږ افغانان لاهم وخت ته اړټیا لرو چې ډموکراټیک ارزښتنو باندې پوه او  د پلي کولو ظرفیت یې پیدا کړو.
دغو ټول ټاکنو دا یې نړئ ته په اثبات ورسوله چې غریب، ، هیله ناک، تر لاس لاندې، متکی او ټړلي هیوادونه هیڅکله هم په یو ځل سره ډموکراسی نشی زغملئ. نه یې ظرفیت او توان لري، نه ورته ګټوره تمامیږي او نه یې هم نړئ یا لوړ قدرتونه پریږدي چې دغه پروسه په روښانه توګه مخکې لاړه شي. زموږ ټول ټاکنې هم په همدغه څیر د یو اړخه کافی لګښت یې درلوده چې د موږ د توان څخه اوچت وو د بلي خوا موږ د ټول ټاکنو د پروسې  د موثر مدیریت څخه معذوره وو او یا هم امریکې د لاسوهنو په وسیله دغه پروسه یې د خپلو ګټو په اساس وکاروله.
طبعیتآ هیڅ ملی پروسه د ګټو او محدودیتونو څخه جلا نه وي.  زما په آند زموږ د ټول ټاکنو یواځنئ ګټه دا ده چې ملت یې لږ څه را ویښ کړ او بدنامې څیرې یې نورې هم بدامی کړٍې. څوک چې ملی لید لوري یې درلوده  هغوي هم ملت وپیژانده او چا چې د تجزیې، موازي دولت او دننیزو جګړو اخطارونه ورکړل د هغوي ارادې هم ملت ته معلوم او بربنډې شوې.  اما غټه ضربه او تاوان یې ملی یووالی  (چې تر اوسه پورې هم پخوانی  زخمونه یې نه دي دوا شوي ) ، ته واړوله چې جبران یې کافی وخت او ملی دولت ته اړټیا لري.
په همده ترتیب دغه ټول ټاکنو د افغان دولت کمزوري او لاچاري هم  نړئ ته وروښودله. لکه څنګه چې ځینو کارپوهانو بار بار تاکید کولو چې د افغان دولت لاسته راوړنې مصنوعی  او ماتیدونکی خاصیت لري دغه خبره هم د ټول ټاکنو سره سره اثبات ته ورسیده. لکه څنګه چې  سوداګریز بانکونو کې د خطر د کچې معلومولو لپاره د خطر آزموینه  Stress Testing))  کارول کیږی د افغان دولت لپاره دغه ټول ټاکنې د خطر آزموینې معنا درلوده چې له بده مرغه پایلې یې مثبته نه ښکاري او دا په ډاګه کوي چې افغان دولت په رښتیا هم مصنوعي عناصرو څخه جوړشوئ چې هرکله د ماتیدو معرض کېده.
پرون ماښام نا وخته مې د دواړو کاندیدانو مبطوعاتی مرکه (Press Conference) ولیده چې ډیر عجیب راته ښکاره شه. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر لکه د پړانګ منځ کې ولاړ وو او دغه دوه کاندیدان لکه د هغه تربیه شوي چرګانو غوندې د هغه اشارو ته یې کتل. هره ثانیه چې تیریده د افغانستان خپلواکي او حکومت راته نور هم د ارزښت څخه ولیده او د ګوډاګي توب رنګ پکې روښانه لیدل کیده. بله عجیبه خبره داده چې ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله هغه ټولې جذباتی خبرې چې مخکې به یې کولې او خلک به یې احساساتی کول چې ګواکې په حق کې یې درغلئ شوي دي ، وړیا کیسه ترې جوړه کړه.
دغو ټول ټاکنو د دواړو کاندیدانو شخصیت د سختو پوښتنو لاندې راوستلئ دئ. هغه ډاګټر صاحب اشرف غنی احمدزئ چې وویل یې سهامی شرکت نغواړو یا سیاست سوداګریزه معامله نه ده نن یې د پردې ترشا د جان کیری د منځګړیتوب په وسیله ښکاري سوداګریزه معامله یې کړې وي. په همدغه څیر ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله چې وویل یې معامله نه کوو، زموږ مبارزه د قدرت لپاره نه ده، موږ د حق غوښتونکي یو یا هم زه خپل ځان ستاسو د پاکو رایو لپاره فدا کووم یا یې وویل چې موازي حکومت غواړو...نن په ډیر ګمان سره د املوکو په تول کې یې د خلکو رایه خرڅه کړه. دواړو ټیمونو یو بل باندې ملنډې وښلې اما نن غواړي چې پټ ایتلافی حکومت منځته راوړي. دغه حقیقت په افغانستان کې د نوې ډموکراسی د ماتې په معنا تعبیریدلئ شي.   
اوس دغه کاندیدان چې یوه یې وویل موږ سهامی شرکت نغواړو او بل یې بیا موازي حکومت اعلانولو . پدغه کانفرانس کې ویلې چې موږ دواړو اړخونو تړون کړئ چې رای به  د سره څیړو او شمیرو( یعني ۱۰۰ فیصده څیړنه)  او دولت به د یووالی پر بنسټ جوړو.  اما د رایو بیا څیړنه او شمیر او د یووالی په اساس حکومت جوړول څه معنا لري؟ په اصل کې د رایو یو ځل بیا څیړنه او شمیر یو سیاسی  حل لاره ده چې هیڅکله هم  د ټول ټاکنو تخنیکی منطق سره سمون نه خوري. که وایی چې کمیسون درغلیو کې ګډون درلوده نو بیا د رایو یو ځل بیا څیړنه د کمیسون او نړیوالې ټولنې لخوا څه درد ته دوا کیدئ شي. که کمیسون درغلیو کې شریک وو نو بیا لاره به یې ورته سنجولي یې. زما په آند  په ډیر ګمان سره شاید جناب ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله یا په لږ امکان سره هم ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزئ  د رایو معامله یې کړې او  د خلکو  سترګو کې خاورې اچولو لپاره او فقط دوکې لپاره دغه ډرامه یې مخکې کړيده. دوهم دا چې د یووالی په اساس حکومت یعنې څه؟ په اصل کې د یووالي په اساس حکومت سیاسی او حقوقی علومو کې په دغسې وضعیت کې هیڅ معنا نلري ځکه چې کله چې یو دولت د ټول ټاکنو لخوا منځ ته را شي هغه د ملی یووالی تمثیل کوونکئ وي نو ځکه  د ملی یووالی مصنوعی جوړښت جوړولو  ته اړتیا نلري. دلته چې ښاغلی کیری، عبدالله ، اشرف غنی او نورو بار بار دغې موضوع ته اشاره کوله منظور یې ایتلافی حکومت وو نه ملی یووالیئ.
لنډه داده چې امریکا اوس مهال لپاره نغواړي یو خپلواکه، سوکاله، پرمختللئ، پياوړئ او سر لوړئ افغانستان ته وده ورکړي. اوس هم د امریکې ګټې په یو کمزوري افغانستان کې دي نو ځکه هیڅکله هم نغواړي چې یو قوي او با اقتداره دولتی اداره منځ ته راشي. امریکا غواړي چې دوه تقریبآ موازي قدرتونه په افغان دولت کې شتون ولري چې ورسره د ټام او جیري(Tom & Jerry) لوبه په آسانه  ترسره کړي.  دا چې سبا به طالبان د یو قدرت په توګه افغان حکومت کې څه ونډه ولري دا هم د مکث نقطه ده. چې ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزئ د کومو فشارونو لاندې د خپل  سیاسی منی فیستو (Manifesto)  خلاف عمل ته تیار شو هم د بحث وړ ده او دا چې ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله ولې ۳۶۰ درجه سیاسی موضوع گیري کې بدلون راوستلو دا هم د څیړنو اړټیا لري. بله خبره داد چې موږ افغانان باید د ډموکراسی د ودې مراحل طی کړو بیا شونې ده چې پلی یې کړو ځکه چې دغو ټول ټاکنو ثابته کړه چې  Lobbying یعنې د چارواکو راضی کول چې د یو کاندید په ګټې کار او پریکړې وکړي،  د ټول ټاکنو کې د فعال ګډون څخه په دغسې وضعیت او اوسنی ډموکراسی چت لاندی ګټوره ده. دا د ذکر وړ ده چې د ډموکراسی پلی کیدلو لپاره نوور فاکټورنو سره سره سیاسی، فرهنګی او اقتصادی خپلواکي اساسی شرط بلل کیږي نو تر څو چې موږ سیاسی، فرهنګی او اقتصادي خپلواکي ونلرو د ډموکراسی پلی کیدل به نا شونې نه وي.  د ډموکراسئ په هیله ...