د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه له اروپا نه ښېرا

یوسف هېواددوست 14.07.2014 13:04

غټې غټې اوښکې یې پر اننګو روانې وې ، خدای شته ډېر وارخطا شوم چې بیا څه پېښه شوې ؟ په کراره مې له ځایه پورته شوم او خوا ته یې  ورنږدې شم . لاس مې ورته ونیواو لکه چې پلار  له خپل اولاد سره  خبرې کوي  ، په نرمه لهجه مې ورته وویل :(  کوربان دې شم ، ولې ژاړې ؟ څه خبره ده ؟ لکه چې سر دردي دې زیاته شوې ؟) هغې په داسې حال کې چې د زړه د پاسه  ، یوه ترخه موسکا پر شونډو  وکړه راته وویل :( نه ، ښه یمه ، هېڅ خبره نه ده . ).په زړه کې مې تېر شول  چې دا ښځه  کلونه کلونه ژاړي او دا میرات مړې سر دردي  یې نه پرېږدي  ، څومره دردونه او زجر چې دې تېر نه کړ .له زړه مې یو خدای  خبر و ، خپه ووم، خو هغې ته مې  نه ښودله  .آخر مېرمنه مې ده ، زما د دې شپږو اولادونو مور ده  چې په هره سخته او تنګه کې یې  له ما سره په پوره زغم ژوند وکړ ، ما ته یې اوږه راکړه  او خپلې ټولې هیلې  یې له ما ، او زما له بچیانو ځار کړې ،د دیرش کالو کور یې تباه شو ، مور او پلار مړل شول ، هغې و نه لیدل ، خویندې او وروڼه یې ورک او تري تم شول  ، ترټولو مهمه دا چې وطن یې وریت شو ، له لاسه یې ورکړ ...
خیر ژر مې ځانته پام شو  او په خپل حال شوم او بیا مې ور نه وپوښتنل: (نو ولې بیا ژاړې ؟ څه خبره ده ؟ ).ګلپاڼې دا ځل له یو سوړ اسویلي  نه وروسته ، مخ راواړوو او لکه چې غوښتل یې چې نور نو د زړه بوخچه  راخلاصه کړي  ، راته یې وویل : ( ګوره د پاڅون جان پلاره ! دا نو څنګه ژوند  شو ، ډکه لمنه مې خالي شوه ، یو خو وطن نه پردي شوو،بل مې غېږه تشه شوه  ،شپږ واړه اولادونه  مې را څخه لاړل  ، په هر یوه پسې مې له سترګو اوښکې ځي ، نه پوهیږمه دا کور ، خپل کوم بچي پسي یوسمه .یو په یوه سیمه کې ، بل په بله سیمه کې  دا هر یو  د زده کړو  او کار لپاره  له ما نه  په پنځه ـ شپږ ساعتونو لري پراته دي ، زه خو یې په میاشتو میاشتو هم نه ګورم ، وطن کې خو ښه و ، مور ، پلار ، ورونه ، خپلوان او دوستان ول ، دلته خوا دا سور سري دي او بس چې نه یې پېژنم او نه یې په خبرو پوهیږمه ، دا نو څه ژوند شو ؟ ! نه اولاد شته ، نه کورنۍ او نه خپلوان ، په دې اروپه به څه وکړم ؟... ) .هغې د ژړا  په حوق حوق کې ځان د مرګ تر پولې ورسوه.زه په  همدي چرتونو کې وم چې  یو ناڅاپه درب شو ،که ګورم له څوکۍ لاندې راولوېده .  لاسونه یې پورته کړل او دواړه غبرګ لاسونه یې پر ځمکه ووهل ، داسې چې له غږ نه یې زه هم ووېرېدلم .شا او خوا مې وکتل ، هیڅوک نه ول چې ما ته یا زما د بچو مور  ته ډاډګېرنه راکړي .خدای شته  ځان راته ډېر بې کسه او نا امیده ښکاره شو ،زما د دغو چرتونو لړۍ د هغې ښېراوو په بل مخ کړه او اورېدل مې چې ویل یې : ( خدایه پرې چپه یې کړې  ،دوي خو هم  د اسلام په نوم یې مسلمانان  تباه کړل ...)