د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دروژ ې په مياشت کي ځيني مهم کارونه

مولوي عصمت الله عزام 13.07.2014 20:06

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
دالله پاک فضل اومهرباني ده چي پرموږاوتاسوبيادرمضان مبارکه مياشت راغله.
دغي مياشتي ته دالله-جل جلاله-پيغمبر-صلی الله عليه وسلم-اودهغه ملگرواوزموږددين نورومشرانوبه له ډېره وخته انتظارکاوو.
داځکه چي هغوی ددې مياشتي په قدراومرتبه پوهېدل اودهغوی فکردآخرت په لوروو.
داهڅه يې وه چي کومه داسي موقع په لاس ورشي چي له هغې څخه په استفادې دآخرت لپاره تياري وکړي.
خوموږخلگ چي دآخرت طرف ته موتوجه کمه ده اوددُنياژوندراته ډېرمهم ښکاري له دې امله له دې مياشتي وېرېږو.
داپه داسي حال کي چي موږهم بايددغي مياشتي دزړه له کومي خوشحالي وکړوچي الله پاک دثوابونويوه داسي لويه موقع راکړه چي په هغې کي هرښه کارډېرزيات ثوابونه لري.
له دغي موقع څخه په استفادې بايدداځيني کارونه وکړوڅوله دغي مياشتي دپام وړگټه ترلاسه کړو.
له الله پاک څخه سوال کوم چي الله پاک دي موږته په دغوکارونوتوفيق راکړي اوبيادي يې په خپل عالي دربارکي په ښه توگه قبول اومقبول وگرزوي.
۱:لومړنی کارددې مبارکي مياشتي روژه نيول ده چي فرض ده.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - :«كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ يُضَاعَفُ ، الْحسنةُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ ، قَالَ اللهُ عَزَّ وُجَلَّ : إِلاَّ الصَّوْمَ ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ ، يَدَعُ شَهْوَتَهُ وَطَعَامَهُ مِنْ أَجْلِي ، لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ : فَرْحَةٌ عِنْدَ فِطْرِهِ ، وَفَرْحَةٌ عِنْدَ لِقَاءِ رَبِّهِ ، وَلَخُلُوفُ فِيهِ ، أَطْيَبُ عِنْدَ اللهِ مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ».( متفق عليه)
له حضرت ابوهريره-رضی الله عنه-څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-وفرمايل:دآدم-عليه السلام-دزوی(د) هرعمل(ثواب)ورزياتېږي،يونېکي په لس چنده ده تراوه سوه چنده پوري،الله عزوجل فرمايلي دي:پرته له روژې څخه،ځکه روژه زمالپاره ده اوزه يې بدله ورکوم،دی خپل خواهش اوخوراک زماله امله پرېږدي.
دروژه نيوونکي لپاره دوه خوشحالۍ دي:يوه خوشحالي دروژې دماتولوپه وخت کي اويوه خوشحالي دخپل رب سره دملاقات په وخت کي اودرژوه نيوونکي دخولې بوی دالله پاک په نزددمشکوتربوی(هم)زيات ښه دی.(بخاري اومسلم)
 په يوه حديث کي راغلي دي:: ( من صام رمضان إيماناً و احتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه ) ( بخاري،مسلم) .
(چاچي درمضان روژه دايمان په حالت کي اودثواب گڼلوپه نيت ونيوله،نوده ته به دده مخکنۍ ټولي گناوي ور وبخښل شي!!)
دروژې دادومره لوی فضيلت چي بيان شوی په دې کي هيڅ ډول شک نشته چي دغه لوی ثواب هغه چاته نه ورکول کېږي څوک چي ځان يوازي له خوراک اوڅښاک څخه بندکړي اونوردالله پاک نافرمانۍ کوي. 
بلکي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( من لم يدع قول الزور والعمل به ، فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه ) (أخرجه البخاري)
(:څوک چي درواغ وينااوپه درواغوعمل کول پرې نږدي نودالله پاک دې ته ضرورت نشته چي دی خپل خوراک اوڅښاک پرېږدي!!)
داځکه چي داکارخوحيوانان هم کولای شي چي پوره ورځ خوراک اوڅښاک ونه کړي.
دانسان به ورسره فرق داوي چي دده روژه به دټولوشرائطوسره مله وي.
نودروژې سره بايدسړي دټول بدن روژه ونيسي څوروژه يې داسي شي چي دالله پاک له لوري دثوابونومستحق شي.
۲:دشپې تراويح.
تراويح سنت موکده دي،دسړولپاره هم اودښځولپاره هم(درمختارص:۴۹۳ج۲ وشرحه ردالمحتارص:۵۲۰ج:۱)
دجمهوروعلماووپه دې اتفاق دی چي تراويح شل رکعاته دي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - :«مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَاناً وَاحْتِسَاباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ ، وَمَنْ قَامَ  رَمَضَانَ إِيمَاناً وَاحْتِسَاباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ ، وَمَنْ قَامَلَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَاناًوَاحْتِسَاباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ».( متفق عليه)
(له حضرت ابوهريره-رضی الله عنه-څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-وفرمايل:چاچي په رمضان کي روژه دايمان اودثواب په نيت ونيوله،ده ته دهغي گناه بخښنه وشي کومه چي يې مخکي کړې وي.
اوچاچي دايمان سره اودثواب په نيت په رمضان کي قيام وکړه، ده ته دهغي گناه بخښنه وشي کومه چي يې مخکي کړې وي.
اوچاچي دايمان سره اودثواب په نيت  دقدرپه شپه کي قيام وکړه، ده ته دهغي گناه بخښنه وشي کومه چي يې مخکي کړې وي.(بخاري اومسلم)
په دې حديث کي دروژې اوتراويحوډېرلوی فضيلت بيان شوی دی خوپه دووشرطونوسره:
يوداچي داعبادتونه به دايمان په حالت کي وي ځکه پرته له ايمانه هيڅ عبادت دقبلېدلوجوگه نه دی.
اودوهم داچي دثواب په نيت سره به وي،دبدن علاج او ورزش به يې مقصدنه وي اونه به يې ځان خلگوته ورښودل وي  بلکي يوازي دثواب په  نيت به دالله پاک درضاءلپاره عبادت کوي.
نوڅوک چي يادشوي کارونه وکړي نوالله پاک به يې ټول واړه گناهونه ور وبخښي،دلويوگناهونولپاره توبه ايستل ضروري دي.
له قيام څخه مراد شپې دتراويحواونفلولپاره درېدل دي.
خوتراويح بايدسړی دامام سره پوره وکړي ځکه په حديث کي راغلي دي:
(عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - :«إِنَّهُ مَنْ قَامَ مَعَ الإِمَامِ حَتَّى يَنْصَرِفَ ، كُتِبَ لَهُ قِيَامُ لَيْلَةٍ».(رواه الترمذي)
له حضرت ابوذر-رضی الله عنه-څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-وفرمايل:څوک چي دامام سره دامام ترتلوودرېدی(لمونځ يې ورسره وکړ)ده ته به دشپې عبادت وليکل شي!!
۳:دقرآن کريم تلاوت ډېرکول ځکه دادقرآن مياشت ده اورمضان اوقرآن
په خپل منځ کي خاص تعلق سره لري.
جبرائيل عليه السلام به هم په دې مياشت کي راتلواودنبي عليه السلام سره به يې قرآن لوسته.
۴:صدقې اوخيراتونه کول.
په دې مياشت کي لکه څنگه چي ټول ښه کارونه زيات ثواب لري همدارازخيراتونه کول هم ډېرثواب لري.
په حديث شريف کي راغلي دي چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-ترټولوخلگوزيات سخي وواوتربل هروخت زيات سخي به درمضان په مياشت کي وو،په خيرسره تررالېږل شوې هواهم زيات سخي وو(يعني لکه څنگه چي دهواهرچاته فائده رسېږي تردې به نبي-عليه السلام-ډېرخلگوته په فائده رسولوکي سخاوت کاوو)(بخاري)
له حضرت انس-رضی الله عنه-څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-وفرمايل:
 ( أفضل الصدقة صدقة في رمضان ) [رواه  الترمذي] .
(ترټولوغوره خيرات په رمضان کي خيرات دی!! 
صدقه اوخيرات دروژې په مبارکه مياشت کي دزيات امتيازاوفضيلت لرلوله کبله ددې جوگه دی چي بايدددې سترعبادت په ترسره کولوکي انسان ډېرحرص وکړي څوډېري گټي ترلاسه کړای  شي.
صدقه ډېرصورتونه لري چي دهريوه په عملي کولوسره يې انسان دزياتوثوابونه مستحق گرزي:
که هغه چاته دخوراک ورکول وي اوکه روژاتي ته روژه مات ورکول وي،که نورڅه نه وي نوداثواب ديوه گيلاس په اوبوورکولواويوه خورماورکولوسره هم پيداکېږي.
۵:دسهارله خوادلمرترراختلوپوري په مسجدکي کېناستل.
دمسلم شريف په حديث کي راغلي دي چي دنبي عليه السلام(عادت داووچي)دسهارلمونځ به يې وکړنودخپل لمانځه په ځای کي به  دلمرترراختلوپوري کښېناسته!!
له حضرت انس-رضی الله عنه-څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
( من صلى الفجر في جماعة ثم قعد يذكر الله حتى تطلع الشمس ثم صلى ركعتين كانت له كأجر حجة وعمرة تامة تامة تامة ) [ رواه الترمذي]
(چاچي دگهيځ لمونځ په جماعت وکړي بياکښېني دالله ذکرکوي ترهغه چي لمرراخېږي،بيادوه رکعاته لمونځ وکړي،دده لپاره ديوه حج اوعمرې په څېرثواب وي،پوره،پوره،پوره(ترمذي)
په دې حديث کي دعاموورځودثواب يادونه شوې ده،که څوک داکارپه رمضان کي کوي،نوددې ثواب به څومره وي؟ددې علم يوازي الله ته شته.
۶:اعتکاف.
داهم يوډېرزيات مهم عبادت دی اوډېري گټي اوثوابونه لري.
(ان شاءالله په دې هکله به مستقل بيان وکړو)
۷:په رمضان کي عمره کول څوک چي يې طاقت ولري.
په حديث کي راغلي دي ( عمرة في رمضان تعدل حجة )وفي رواية .  ( حجة معی)
(په رمضان کي عمره دحج سره برابرېږي په بل روايت کي دي زماسره(په ملگرتياکي(دحج(کولو)سره[بخاري او مسلم] ) نودې ته پام وکړئ چي داڅومره لويه خبره ده چي دنبي عليه السلام سره په ملگرتياکي دحج ثواب الله پاک چاته ورکړي.
۸:دقدردشپې لټون اوپه هغې کي عبادت:
په حديث کي راغلي دي:
چاچي دايمان سره اودثواب په نيت  دقدرپه شپه کي قيام وکړه، ده ته دهغي گناه بخښنه وشي کومه چي يې مخکي کړې وي.(بخاري اومسلم)
۹:ذکر،دعاءاواستغفار زيات کول.
درمضان دمبارکي مياشتي ورځي اوشپې بايدغنيمت وگڼل شي اوله دې ستري موقع څخه بايدداسي استفاده وشي چي دالله پاک ذکراواستغفاردخپل وس مطابق زيات وکړل شي په ځانگړې توگه دروژې دماتولوپه وخت کي،دشپې په دريمه برخه کي،دپېشنمي په وخت کي اودجمعې دورځي دقبوليت دساعت لټون اوپه هغه کي ذکرکول.
پاته دي نه وي چي دجمعي په ورځ کي دقبوليت دساعت زيات اميددادی چي هغه دجمعې دورځي آخري ساعت دی. 
۱۰:دخپلوانوسره ښه کول.
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ( من سره أن يبسط في رزقه وينسأ في أجله فليصل رحمه [رواه البخاري]
له حضرت ابوهريره-رضی الله عنه-نه روايت دی چي هغه ويلي:ماله رسول الله-صلی الله عليه وسلم-نه واورېدېدل چي ويل يې:څوک چي داخوښوي چي روزي دي يې پراخه شي اواجل(مرگ)دي يې وروسته
شي نوخپلوي دي پرځای کړي!!
دغه کارونه که دالله پاک درضاءلپاره  وکړونوان شاءالله تعالی دروژې دمبارکي مياشتي برکتونه اوثوابونه به موترډېره حده  ترلاسه کړي وي.الله پاک دي دعمل کولوتوفيق راکړي آمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام