د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برازیلۍ او کابلۍ

پوهندوی آصف بهاند 12.07.2014 14:41

دا د دوو بیلابیلو هیوادونو نجونې دي، یوه افغانه ده، دا بله برازیلۍ ده. برازیلۍ هم ژاړي او کابلۍ هم اوښکې تویوي. دوی دواړه په رښتیا د زړه له کومې ژاړي، ژړاوې یې د تمثیل له مخې نه دي. د دوی زړونه دردیدلي، ځکه یې له سترګو نه د اوښکو امیل شلیدلی او مخ ښکته روان دی.
د دوی د هیوادونو  مشرانوهم څو کاله پخوا دوی ته ورته اوښکې تویې کړې وې.
دارجنتاینۍ رییس جمهور په کوپنهاګن کې ځکه اوښکې توې کړې چې له نورو هیوادونو نه یې د ۲۰۱۴ کال د فوتبال د سیالیوکوربه توب وګاټه. هغه په دې پوهیده چې په دې کوربه توب سره د ده هیواد څومره آبادیږي، څومره پیسې ورته راځي او څومره په ښو سره یادیږي.
د افغانې نجلۍ رییس جمهور هم پر یوه ستیژ باندې د ګڼو خلکو مخکې اوښکې تويې کړې، د څه شي له پاره ...؟
 د برازیلۍ او کابلۍ په منځ کې لوی لوی توپیرونه شته دی، خو ژړاوې یې سره ورته اوله یوه آدرسه دي. دا ژړاوې یو شانته دي، نجونې هم تقریباً یو شانته او د یوه عمر خاوندانې دي او له خپلو سره ورته سترګو نه سره ورته اوښکې تویوي.
بل لوی ورته والی یې دا دی چې دوی دواړه د توپ له لاسه ژاړي او دواړه د خپلو زلمیو هیواد والو له لاسه ژاړي، خو توپیر یې په دې کې دی چې دا یوه نجلۍ د دې له پاره ژاړي چې ولې یې وطنوال زلمی توپ سم او رسا نه ولي؟ دا ارجنتاینۍ ده.
دا بله بیا بر عکس د دې له پاره ژاړي چې ولې یې وطنوال زلمی توپ سم او رسا ولي او داسې یې ولي چې نه سمه ګوري نه غر، نه ژوندی پیژنی نه مړی، داسې توپ ولي چې هرڅه له مخې ایسته کوي او بربادوي یې، داسې سم او رسا یې ولي چې ستن نه ورنه خطا کیږي. دا افغانه کابلۍ ده.
هوکې! برازیلۍ او کابلۍ دواړه د خپل وطن اوخلکو له پاره ژاړي.
برازیلۍ د دې له پاره چې وطنوال زلمي یې نښه خطا کړې، ولې یې توپ خطا شو، ولې په نښه ونه لګید، د وطن زلمي ونه شو کړای چې خپل وطن او خلک سرلوړي کړي.
او کابلۍ د دې له پاره اوښکې تویوي چې د دې د وطنوال زلمی هیڅ نښه نه خطا کوي. دا پنځه دیرش کاله وشول چې د ده ټول وار کړی توپونه په نښه لګیږي. د کابلۍ له سترګو نه د اوښکو امیل شلیدلی او مخ ښکته روان دی چې د وطنوال زلمي د توپ د هر وار مزد یې د دې وطن او وطنوالو ته له اوښکو سره، بربادي، تباهي او سر ټیټوالی مخ کې ږدي.
دواړه پیغلې ژاړي او د خپلو ژړاوو په څپو کې خدای ته عرضونه کوي، خو دا عرضونه زښته ډیر واټن او توپیر سره لري. يوه نجلۍ د توپ د ویشتلو د نه خطا کیدو عرض او دعا کوي او دا بله نجلۍ د توپ د ویشتلو د خطا کیدو له پاره پاس د خدای در بار ته لاسونه لپه کړي دي.
برازیلۍ نجلۍ دعا کوي چې خدایه زما زلمي هیواد وال ته نور هم توان ورکړي چې سم توپ وولي، خپله نښه وولي، چې وطن اوخلکو ته مې ویاړ ور په برخه شي.
کابلۍ افغانه نجلۍ د دې له پاره په ژړا ژړا  دعا کوي چې خدایه زما د زلمي وطنوال نښه یا په ټپه ودروي اوکه یې نه دروې نو خطا خو یې کړه! چې نور زموږ خلک مړه نه شي، وطن وران نه شي او هیواد وال مو دنیا والو ته سر زوړندي نه شي.
.څنګه چې دبرازیلۍ او کابلۍ په دعا ګانو کې توپیر شته دی، دغسې د برازیلي او کابلي د ځوانانو په توپونو کې هم توپیر دی.
د برازیلي ځوان توپ چرمي دی او له هوا ډک دی،
خو د افغان زلمي توپ له فولادو جوړ او له وژونکو مرمیو نه ډک دی.

عقل دې وي همدومره
توپیر دې وي همدومره