د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د استادانو پواسطه د رهبریت اهمیت او د مسلک ارزښتونه

ثناءالله صالحي 09.07.2014 20:52

داستادانو پواسطه د رهبریت اهمیت: رهبري د یوشخص نظریاتو لوړولو ته وايي او یا رهبري هغه وخت صورت نیسي چې یو شخص وغواړي بل شخص د اټکل شوؤ موخو لپاره په کار واچوي. او یا داچې رهبري کول په یوسازمان یا اداره کې عبارت ده له دې څخه چې په خلکو باندې د خپل نفو‌ذ له مخې هغوې په ډلیز او مشترک ډول د ټاکل شوو موخو او اهدافو د لاسته راوړلو لپاره په کار وګماري، نو داستادانو لخوا رهبریت ډير اهمیت لري ځکه چې استاد کولی شي خپل شاګردان په سیاسي ، ټولنیز اوفرهنګي برخه کې وروزي په پیاوړې روحیه يې سنبال کړي، ټولنیزو اخلاقو ته يې متوجه کړي او په اصولو او مقرراتو يې وپوهوي.
استادان د شاګردانو په رهبریت سره په ټولنه کې دخلکو د احترام وړوي او ژور تاثيرات هم لري. د مثال په توګه دافغانستان د ټولو پوهنتونونو، مدارسو، مکاتبو او انسټيټوټونو استادان زیاتره وخت خپل محصلین او شاګردان په سیاسي او دیني برخه کې دیو کار د ترسره کولو یا ښکاره کولو لپاره رهبري کوي، نو داچې یو استاد د صنف رهبر ګڼل کیږي او استادان یا ښوونکي د ټولګیو رهبران ګڼل کیږي چې په مجموع کې ټول استادان د یوې ځانګړې مؤسسې رهبریت پرمخ وړي نو که استادان وغواړي چې خپل شاګردان کوم طرف ته رهبري کړي رهبري کولی يې شي. همدارنګه معلمان یا استادان له نورو استادانوسره، دمحصلینو یا شاګردانو سره او د شاګردانو له والدینو سره اړیکې لري، په همدې اساس یواستاد کولی شي چې خپل شاګردان د والدینو یا بل معلم پواسطه رهبري کړي.
استادان باید ایمان په الله ج ایمان په خپل دین او ایمان په خپلو مقدساتو باندې ولري ځکه چې دا ټول په ټولنه کې ډير اهمیت لري. چې تضمین کوونکی د سعادت او کامیابۍ دی باید استادان په پوره باور سره خپل رهبریت یا لارښوونې ته دوام ورکړي.
داستادانو رهبریت د نړۍ په هره ټولنه کې شته دی او د منلو وړ هم دی ځکه چې استادان په ښه توګه اهدافو ته رسیږي او یو استاد چې کوم اوصاف لري لکه یو استاد باید تقوا لرونکی وي، عدالت کوونکی ، ټولنیزې اړیکې ولري، د چارو ښه تدبیر کوونکی وي، شجاع وي، ښه اخلاق ولري، وطنپرست او ريښتونی وي نو دغه اوصاف د یو رهبر لپاره په رهبریت کې هم ډير مهم دي او یو واقعي استاد کولې د ښه رهبریت په اساس خپله ټولنه د نړۍ له نورو ټولنو څخه مخکښه کړي، او همد استادان دي چې رهبران يې روزلي دي او ورته يې د رهبریت لارې چارې وروښودلې دي.
که چیرته په یو ښوونځي یا پوهنتون کې صحیح رهبریت یا لارښوونه نه وي موجوده نو هغه ښوونځی یا پوهنتون له نورو څخه ډير وروسته پاتې وي. ځکه چې داستادانو ترمنځ همغږي نشته او که همغږي نه وي رهبریت هم صورت نه نیسي، نو داچې په یو سازمان یا یوه اداره کې سم رهبریت موجود نه وي هلته پرمختګ هم نشته نو ځکه داستادانو پواسطه رهبریت ډير د اهمیت وړ دی او بغیر له رهبریت څخه هیڅ یو یو کس ځانګړو اهدافو ته نشي رسیدلی .
رهبریت یو ستر ځواک دی چې د هغې پواسطه اشخاصو ته لارښوونه کیږي، د ټولنې ستونزې حل کیږي او په ټولنه کې لوی لوی خوځښتونه رامنځته کوي.
داستادانو دمسلک ارزښت: داچې استادان له خپل حیثیت او مسلکي حرمت سره ډيره علاقه لري او د مسلک درنښت هغوی ته داقوت ورکوي چې د شاګردانو دروزنې په لاره کې هر اړخیزه هلې ځلې وکړي او همیشه مسلکي اشخاصو ته نور خلک په ډير قدر اوعزت سره ګوري او ددرنښت وړ وي.
په هر سازمان کې دتقرر او استخدام په جریان کې مسلکي اشخاصو ته لومړیتوب ورکول کیږي، ځکه چې مسلکي ښوونکي د پوهنې نظام ځلانده ډيوې دي ، همدارنګه دمسلکي او واقعي اشخاصو په استخدام کولو سره سازمان یا یوه اداره ښه پرمختګ کوي. همدارنګه مسلک دیو رهبر، یا یو استاد د شخصیت جوړونکي عناصرو له جملې څخه یو مهم عنصر دی چې بغیر له مسلک څخه شخص کوم ځانګړی اړخ نه لري.
1) مسلکي اشخاص د خپل مسلک په اساس پرمختګ کولی شي او مهارت يې لوړيږي.
2) د مسلک په اساس د یوې ادارې یا سازمان د کار کیفیت ښه وي.
3) په هر هغه سازمان کې چې مسلکي کاري فضا موجوده وي د هغې سازمان یا ادارې کلتور قوي وي او ډير ژر اهدافو ته درسیدو لپاره د بریالیتوب تضمین کوي.
4) د مسلک په اساس هم مسلکه اشخاص په ډيره مینه او اخلاص یو له بل سره مرسته او نظریات شریکوي.
5) د مسلک پواسطه په یو سازمان کې ښه کنټرول رامنځته کیږي.
6) د مسلک ارزښت په دې کې دی چې شخص په خپل نفس اعتماد پيداکوي او خپله دنده په سمه توګه سرته رسولی شي.
7) مسلک په شخص کې پیاوړتوب رامنځته کوي چې څه ډول يې کار ښه او ګټور تمامیږي.
8) د مسلک په واسطه په شخص کې مسلکي سلوک او حرکات راڅرګندیږي.
9) د مسلک په اساس دشخص یا اشخاصو دنده ګټوره اوپیژندل کیږي.
10) شاګردان خپلې ستونزې د مسلک مطابق استادانو سره شریکوي.
11) د مسلک پواسطه د خلکو اهداف معلوم وي نو کوشش کي چې خپلو اهدافو ته ځان په بریالیتوب سره ورسوي.