د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانه !

الحاج الھام الدین قیام 07.07.2014 12:15

توپک ایسته کړه،د خولی نه دی کارواخله
د برداشت او حوصلی نه دی کار واخله

د توپک په ځای قلم نوي وسله ده
له ھمدی نوي وسلی نه دی کار واخله

د خپل پلار تاریخ دی وګوره افغانه
له ھمغه سلسلی نه دی کار واخله

په جګړه کی دی بیا کور کلی ورانیږي
د جرګو له وسیلی نه دی کار واخله

د بابا پګړۍ دی بیرته په سر کیږده
لکه پلار،لوړی شملی نه دی کارواخله

دجګړی په ضد قیام ، ترمنزل بوزه
د ولس له ولولی نه دی کار واخله

الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۰۶/۰۷/۲۰۱۴