د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اندېښنې

یوسف هېواددوست 27.06.2014 12:28

زما د زړه سره
زما د سترګو توره
! غني بابا
ما چې کله تا ته رایه اچوله
ستا سره ددغې مینې
: پر سر مې
چا تاریخ ته وکنځل
چا بې هویته وګڼلم
چا راباندې د غلا او جعل
تورونه ولګول
چا مې ګوتې پرې کړې
چا را ته ( ګوسفندان ) وویل
چا راته  (بې کلتوره) وویل
چا مې لارې بندې کړې
چا مې ښارونه ، موټرې  او هټۍ ګانې
ویجاړې کړې
او ډېرو خو  له دوستۍ څه چې
له خپل تش سلام څخه هم محروم کړم
ستا سره په مینه کې
: چا
زما وروڼه وځپل
چا زما پر ماشومانو ګولۍ وچلولې
چا مې د خویندو عزت ته لاس ورواچوو
چا مې د زړې ادې پر
زخمونو مالګې ودوړولې
او چا مې د نسکورولو لپاره
پردي راپسې راوستل
په سپیو یې وداړم
په زندانونو کې یې وروست کړم
د نامعلومو بندیخانو ، بندیوان شوم
خپل ښار او خپل کور یې راته
دوزخ کړ
ټول یې وسیځل
: دا ځکه چې
ما ته غوښتلې
؟: ته څوک یې
ته یو شخص نه یې
: ته ماته
یو هویت یې
ته یو تاریخ یې
ته یو ملت یې
ته یوه خپلواکي یې
ته یوه بسیایي یې
ته یوه ولسواکي یې
! خو ګوره بابا
زما اندېښنې دا دي
: چې
مه کوه ، خدای مکړه
ستا په باچاهۍ کې
: بیا هم  زه
د کور او کلي د خندا  شم
 لاخوار شم
لا وږی ـ تږی شم
لا بېسواد شم
لا بې واک شم
لا اجیر او نوکر شم
لا مې قبرونه ډېر شي
لا مې ژبه غوڅه شي
لا مې  پر زړه له ورور څخه د بېلتون  لپاره
تېره چاړه تېره شي
لا هم مور مې سرتوره
خور مې بوره
پلار او ورورمې
په سرو وینو لېت پېت شي
: ډېر وېریږم چې
لا مې کور هماغه په غرونو کې پټېدل نشي
لا مې ټوپک په اوږو
د خپلې زماني ( بدنام کړی) نه اوسم
: زه وېریږم چې
د لوی شیطان
د مکار غدار
د نومیالي داړه مار
او ستر ښکېلاکګر
د هیلو او حرصونو
قرباني نه شم
او ته یې یو بل لاسپوڅۍ
نه شې...
یوسف هېواددوست ـ کوپنهاګن  ـ د ۲۰۱۴ کال د جون ۲۷