د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ډنمارک څخه یاددښت

یوسف هېواددوست 22.06.2014 11:45

په دې ورځو کې  پاکستان سامراج دغه د ښکېلاک بچي د سترې پښتونخوا په تېره بیا د وزیرستان او د پښتنو د اوسېدو په یو زیات شمېر نورو سیمو کې د تروریزم سره د مبارزې ترنامه لاندې د بېګناه پښتنو پر کورونو سور اور بل کړی .پنجابیانو دا کار په خپل سر او پرته له چې افغانستان او نړېوال ځواکونو او د ملګرو ملتو  ادارې  سره  تفاهم او مشوره وکړي دغه یرغل او لوټ راپیل کړی او دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او پنجابیان پخپله د تروریزم  عاملین او روزنکي دي .دوي په افغانستان کې د ملي او دموکراتیکو بدلونونو او د یو باثباته ملي دولت د مخنیوۍ او ناکامولو لپاره خپله سیمه او د پښتونخوا  پاکه خاوره د نړېوالو تروریستانو ( عربو، افریقایانو ، چیچنیانو ، ازبکانو ، ترکانو ،تاجیکانو ، سومالیانو او د دې ټولو د ستر مشر اسامه )مرکز او روزنځای ټاکلی و .هغوي د همدغو تروریستانو په مرسته او د پاکستاني ټانکونو او توپونو په ملاتړ د ډاکټر نجیب الله د حاکمیت په وخت کې  پر خوست ، قندهار او په تېره بیا پر جلال آباد پراخ ، سړي وژونکي او بې جوړې پوځي یرغلونه وکړل چې له نیکمرغه د افغانستان د هماغه وخت اتل وسله وال پوځ دغو پنجابیانو او نړېوالو تروریستانو ته وربوز ماتونکی ځواب او ماتې ورکړه .له هغې وروسته او مخکې د پاکستان خاوره  د سیمې د اشرارو او د چا خبره (له دار نه تښتېدلو جنایتکارانو ) ځاله وه .د سردار محمد داود خان او اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې هم د افغانستان د ملي حاکمیت دښمنانو  ته همدغو پنجابیانو پناه او روزنځای  ورکړی و   چې وروسته یې بیا د تنظیمي شوراګانو او ګوندونو په وجود کې افغانستان ته خپل لاسپوڅي د ( مجاهدینو د حکومت او انقلاب اسلامي ) ترنامه راولیږل او د شر او فساد دغه  غله او داړه ماران یې د افغانستان د خلکو په ګرېوان کې ورواچول چې دا دی تر ننه موږ افغانانو ته  د ستونزو منبع ګڼل کیږي .اوس چې افغانستان کې بیا د یو ملي تحریک او حاکمیت تکلونه  سره یوځای کیږي ، هلته پاکستاني پوځیان غواړي د افغانستان سرحدي سیمې ناآرامه او د پښتنو کورونه په وینو ولړي .موږ نه وایو چې تروریزم دې لاس خلاصی پرېښودل شي، تروریزم او مرکزونه یې باید تباه شي خو پښتانه تروریستان نه دي  .افغانان د تروریزم قرباني دي او په تېره بیا د سرحد پښتانه  له لسګونو کلونو په دې اور کې سوځي او پښتانه په پرله پسې توګه پوښتنه کوي چې ( وروه دا زموږ خاورې ته (( دې وزیرستان  ته )) دا دومره چیچنیان ،ازبکان او عربان او نور او نور  چا راوستلي ؟چا ورته امکانات برابر کړي ؟او څوک ورته پر  افغانستان او پخواني شوروي اتحاد د حملو وسلې او پیسې ورکولې؟ او همدا اوس یې څوک تمویلوي ؟) . ځواب روښانه او څرګند دی بې له شکه دا خپله پنجابیان او د هغوي ملاتړي دي چې دغه ناروا  کوي .په سیمه کې لویه لوبه روانه ده او د دې لوبې پیل لا نه دی پیل شوی خو د خواشینۍ خبره دا ده چې د لوبې له هماغو لومړیو ورځو نه  بیا تر ننه پښتانه په دغه لوبه کې مري او ترپښو لاندې کیږي .د اوسنیو پوځي عملیاتو موخه هم همدا ده چې  له یوې خوا پښتانه کمزوري ، بې دفاع ، مهاجر او درپه در کړي  او له بلې خوا یې خاوره پنجابیانو ته ورخالي کړي .له دغو عملیاتو څخه بله موخه دا چې د افغانستان دولت ، خلکو او سرحدي سیمو ته نوې لانجې رامینځته کړي .
موږ د پښتنو د کورونو د ورانولو  او د هغوي د وژلو دغه دسیسه په کلکه غندو  او د افغان دولت څخه په ټینګه غواړو چې ژرتر ژره  دې پر پښتنو د دغه ناتار مخه و نیسي .به همدې حال کې موږ د سیمي خلکو او په تېره بیا د خوست ، ننګرهار ، کونړ او نورو هغو سیمو له قدرمنو هېوادوالو څخه په درنښت هیله لرو چې  د پښتونخوا له ورپه کډه شویو وروڼو او خویندو سره د زړه له کومې مرستې وکړي .دغه راز موږ د پښتونخواه پر ټولو صوبو غږ کوو چې تاسو ولې چوپ ناست یاست ؟ټول پښتانه باید رااوچت شي او د پاکستاني سامراج تاریخ ختم کړي .
ومن الله توفیق
له ډنمارک څخه د خپلواکۍ فرهنګي مرکز
له ډنمارک څخه د (افغان غږ ) راډیو
په ډنمارک کې د ځوان کلتوري یون ټولنې په استازیتوب

یوسف هېواددوست