د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالله او قانوني ناسم قضاوت د دویم پړاو ټاکنو په اړه

خان ولي کامران 18.06.2014 11:42

په دویم پړاو ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمیسون ویلي چې تر اوو میلونو زیاتو خلکو په دغه ملي پروسه کې ګډون کړي خو د ولسمشریزو ټاکنو کاندید ډاکټر صیب عبدالله، ټيم یې او د هغه د سر حکومتي خواخوږی یونس قانوني وایې په ټاکنو کې د دوی د اټکل له مخي دومره خلکو ګډون نه دي کړي ځکه دوی په هغه سېمو کې چې خلکو زیاته رایه ورکړي هلته د مصنوعی ناامنیو جوړولو لپاره خلک ګومارلي ول ترڅو خلک په ټاکنو کې له ګډون څخه را وګرځوي خو د خلکو د هوډ ،ژمني، میړاني څخه خبر نه ول که د سر په بیه ورته هم تمامي شي نو ګډون یې کاوه لکه چې همداسی ملت وکړل او د سر په بیه د رایو مرکزونو ته لاړل او خپلي رایي ورکړي چې زه غواړم په دې اړه د همپالنی ټیم له ښاغلو مسولینو او د ټاکنو خپلواک کمیسون سره د سترګو ځينی لیدلي حال شریک کړم چې زما په اند په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه د ټاکنو د کمیسون لخوا د ورکړل شوي ارقامو څخه هم لوړه بریښي ځکه زه ورته دلایل لرم چې له درنو لوستونکو څخه هېله کوم چې زما دغه پیغام د ټاکنو خپلواک کمیسون مسولینو او په ځانګړې توګه د همپالني ټیم مشرانو او خواخوږو ته ورسوی ترڅو خدای مکړه د ملت ورکړل شوو رایو ته د ملت ارادي خلاف د ټاکنو خپلواک کمیسون او د همپالنی ټیم مشران سپکاوي ونکړي چې په هېواد کې به د یوی لوی بحران د رامنځ ته کیدو مسول وبلل شي ځکه دا ځل ملت د سر په بیه رایه ورکړي او د سر په بیه ورڅخه دفاع او ننګه هم کوي که خدای مکړه که کومه ناقانونه پرېکړه د ټاکنو خپلواک کمیسون چارواکي د همپالنی د ټیم په سلامشوره ونکړي.
ما خپله په ټاکنو کې برخه اخېستي او د خپل خپلوانو سربېره څومره خلک مې چې په ټاکنو کې ګډون ته تشویق کړي خبري نکووم بلکي زه د ځینو دوستانو بیلګي را اخلم چې هغوی څنګه په ټاکنو کې خلکو ته د ګډون زمینه برابره کړه او څومره خلک یې په دغه ملي پروسه کې له ځانونو سره د رایو مرکزونو ته وړي دي.
سید حفیظ الله د کونړ ولایت اوسیدونکي دی چې زموږ د نږدي دوستانو له جملي څخه شمېرل کېږي نوموړی وایې د ولسمشرۍ له کوم ځانګړي کاندید سره په تماس کې نه وو چې ورته د کمپاین پرمهال کومه تمه ورکړي بلکي د خپل ملي وجدان له مخي په دغه ملي پروسه کې برخه اخیستي ترڅو د قلم او د ټوپک د خاوند ترمنځ توپېر وشي، سید حفیظ الله وایي د نورو دوستانو او خپلوانو سربېره چې شمېر سلګونو کسانو ته رسي د خپلي کورنۍ غړي د رایو مرکزونو ته بیولی او خپلي رایي استمعال کړي دي دده په وینا یوه خور یې د رایو مرکز ته له ده سره په تګ کې مخالفه وه چې نشم کولای او ویلی کوچني ماشومان لرم هغوی ژاړي او کرارول غواړم، سید حفیظ الله وایی ماورته شرط کېښود که غواړي د خپل پلار په جایداد او مال کې د برخي څښتنه شي نو راځه په رایه کې برخه واخله او که دې څېزونو څخه لاس په سر کېږي نو بیا دي خوښه خپله نو هماغه وو چې کوچني ماشومان يې پرېښود او په رایه ورکولو کې له ماسره په ټاکنو کې ګدون وکړ چې دده په وینا ورته نوري هم ډېري کیسي لري چې په ټاکنو کې یې زیات خلک ګډون ته هڅولي دي.
عزت الله مراد زموږ بل ملګری دی چې د جلال اباد په ښار کې اوسېږي د ولسمشرۍ په لومړيو ټول ټاکنو کې د پاکستان د کډوالو په یوه کمپونو کې کارتونه جوړ کړي ول او بیا ورڅخه کارتونه همالته په پېښور کې ورک ول، نوموړی وایی په دغه سره ګرمۍ کې پېښور ته تللي دي او هلته په سره ګرمۍ کې د کور کالي اخوا دیخوا غورځولی ترڅو خپل او د کورنۍ کارتونه یې پیداکړي، مراد وایي د لسو کلونو وروسته یو ځل بیا له خپلي کورنۍ سره په ټاکنو کې په دې موخه برخه واخېسته چې ډاکټر صیب اشرف غني واک ته ورسوی ترڅو هغه وکړای شي په خپلو ژمنو باندې وفا وکړي او هېواد له دغو راوانو ناخوالو او ستونزو څخه وژغوري.
حمیدالله زموږ دریم ملګری دی چې په پلازمینه کابل کې اوسیږی هغه وایې که څه هم پلار یې ملا او د جهاد پرمهال د جمعیت تنظیم پوري یو تن تړلي کس وو، هغه وایي په تېرو ولسمشرېزو ټاکنو او حتی ددغو ټاکنو په لومړي پړاو کې هم د رایو په ورکولو کې برخه نه ده اخېستي خو په دغو دویم پړاو ټاکنو کې چې د ټوپکسالار او د قلم د خاوند ترمنځ د ټاکنو سیالۍ وه نو وهڅیده چې له خپلي کورنۍ سره په ټاکنو کې برخه واخلي ،حمیدالله وایې پلار یې له کورنۍ څخه په رایو ورکولو د میرمنو د وتو مخالفت کاوه خو ده هغه قانع کړ او بلاخیره له خپلي کورنۍ له ډېرو ښځینه او نارینه غړو سره د رایو مرکزونه ته تللی او د ډاکټر صیب اشرف غني په ګټه یې رایې کارولی دي ترڅو هېواد له روان بحران څخه وباسي.
همداسي په خوست کې د جواز خان کیسه چې یوه ډېره دردونکي کېسه ده ځکه په کور کې اوه کلنه لور د ټاکنو په ورځ وفات شوی او هغه یې په کور کې پرېښي خپلي میرمني ته پرېښي او د کورنۍ له نورو غړو سره تللی ترڅو په ټاکنو کې د قوم د پرېکړي له مخي په ټاکنو کې د ډاکتر اشرف غني په ګټه رایه وکاروي او بېا وروسته له ټاکنو څخه خلک خبروي چې لور یې وفات شوي چې په کور کلي کې دده ددغه زعم او خوصلي کیسه خوله په خوله کېږي چې د امریکي غږ راډیو په ویب پاڼه کې یې مرکه لیدلی شي.
همدارنګه د اجمل خان ځاځی په هلو ځلو د خلیج له هېوادونو څخه د پنځه سوه کسانو راتګ ترڅو په لویه پکتیا کې خپلۍ کورنۍ او دوستان وهڅوي ترڅو په ټاکنو کې د ډاکټر صیب اشرف غنی په ګټه رایي وکاروي. نو دا وي څو بیلګي چې خلکو په ټاکنو کې زیاته برخه اخیستي ده او همدغه ډول د هېواد په نورو ګڼو ولایتونو کې د خلکو د زیات ګډون لپاره ورته هلي ځلي شوي دي.
نو په پای کې ویلی شو چې د همپالني ټيم د خلکو د زیات ګډون په اړه غورځي پرځي هسي بې ځایه دی او په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه د لومړي پراو په پرتله څو برابره لوړه ده نو د ټاکنو خپلواک کمیسون له چارواکو څخه هیله کوو چې د ملت رایه د خلکو د شخصي ګټو قرباني نکړي او حق حقدار ته وسپاري ترڅو په هېواد کې له بحران څخه مخنیوي وشي.