د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د همپالني ټیم غورځي پرځي

خان ولي کامران 17.06.2014 12:18

که څه هم د غبرګولي په څلریشتمه نېټه افغانانو نړیوالو ته په ټاکنو کې د پراخ ګډون له امله وښودله چې دوی له اره متمدن خلک او د تاریخ په اوږدو کې یې تل دغه ډول متمدن کارونه ترسره کړي چې نړیوالو وروسته دغه ارونه بیا خپل کړی چې لویه بیلګه یې د تاریخ په اوږدو کې د احمدشاه بابا ټاکل کیدل دی خو د وروستیو دریو لسیزو له راهېسي د نړۍ زبرځواکونو له ا مله پر افغانانو جنګ تپل شوي او په لوی لاس ټوپک په لاس کې ورکړل او له پوهې محرروم پاتې شوي ترڅو په دغه جغرافیه کې د نړۍ د زبرځواکونو ګټي خوندي اوسي.
دغبرګولي په څلرېشتمه نېټه د ولسمشرۍ په ټول ټاکنو کې په پراخ ګډون سره یو ځل بیا نړیوالو ته وښودله چې دوی په دیموکراتیکو اصولو ولاړ او خپل سرنوشت په خپله ټاکلي شي نو له همدي کبله په ټول هېواد کې ښځي او نر د سرو ګولیو او تهدیدونو سره سره بیا هم د رایو مرکزونو ته لاړل او خپلی رایې د راتلوونکې سرنوشت د ټاکلو لپاره وکارولي.
خو د همپالني ټیم غړي او مشر سربېره په حکومت کې دننه او بهر زورور جنګسالاران غواړي چې په لوی لاس د افغانانو دغه بریا تر سوال لاندې راولي او بیلابیلی دسیسی ددغه ملي بهیر د بدنامولو لپاره په کار اچوي د بیلګي په توګه د همپالني ټیم غړي د کابل د امنیه قوماندان جنرل ظاهر په توسط غوښتل د ټاکنو دخپلواک کمیسون د درالاانشا ریس ضیاالحق امرخیل ترور کړي ترڅو یوه ګډوډي په هېواد کې رامنځ ته کړي کله چې په دغه کار کې ناکامېږي نو بیا له مزودورو رسنیو سره په امرخیل تور پوري کوي چې په ټاکنو کې د یو مشخص کاندید په ګټه یې د رایو صندوقونه لېږدول ترڅو خپله ناکامۍ ددغه ډول کارونو له امله توجیه کړي.
د همپالنی ټیم مشر بله دسیسه چې د هېواد یو شمېر ولایتونو رایې ورته د منلو وړ دي چې ولی په دومره کچه خلکو رایې کارولي دي نو ډبل عبدالله بهر په رسنیو کې په ډيري سپین سترګي دغه موضوع راپورته کوي او ښاغلي یونس قانوني چې د ولسمشر برحال مرستیال هم دی په ډيری سپین سترګۍ د وزیرانو د کابیني په غونډه کې یاده موضوع راپورته کوي چې له قانوني او ديمکراتیکو اصولو خلاف عمل دي خو په دې نه پوهېږي چې ولس نور ستاسو په څېر له جنګسالارانو، ټوپکسالارانو، قاتیلنو اوغاصبینو څخه تر پوزي راغلي دي، غني د غني افغانستان لپاره برنامه لري، پلان لري، اصول لري او تل په خپل خبرو کې په واضح ټکو خلکو ته پیغام ورکړي چې دوی نه غواړي د خلکو بادران اوسي بلکي غواړي د خلکو خادمان اوسي چې ستاسو تر پوزی لاندې په پنجشیر کې چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې دومره رایې کرزی نه دې اخیستی چې څومره غني اخیستی دی اوهغه هم په خپل لیاقت او دیانت باندې اخیستی دی نه ستاسو د ضیا په ملاتړ خو غنی بیا هم په هېواد کې ملي مشارکت ته ژمن دي.
نو په دغو ټاکنو کې هم د همپالنی ټیم دومره سازمندهی درغلي کړي چې ټول ولس او خلکو ته معلومه ده چې د هېواد ټول ټوپکسالاران ستاسو په خدمت کې ول د بیلګي په توګه ستاسو ملاتړي په ختېځ کې د کونړ د ولایتی شورا ریس له جعلي کارتونو سره ونیول شو، په ننګرهار کې ستاسو غفار په کوچنیو ماشومانو د خپلو کلاشینکوفونو خولی راخلاصی کړي چې هغوی په راتلوونکې څومره هیلي درلودي له خاورو سره خاورې شوي او همداسی په بلخ او نورو ولایتونو کې ستاسو ملاتړو دومره درغلي وکړه چې هیڅ یې څوک فکر هم نشي کولای خو بالمقابل چې ټولي رایې پاکي او په پاکو رایو ستاسو څخه مخکي دي نو اوس وایې چې درغلي شوي ده نو که چېرته اصول او قوانین او نړیوالو نورمونو ته ژمن یې نو د نر غوندي غني ته مبارکي ووایه او که غواړي په هېواد کې ویني لښتي روان او دغه ملي پروسه زیامنه کړي نو په دې کې خو له پیله تجربه لری.
نو اوس ولس د پخوا په څېر نه دي بلکي د خپلی رایی او د خپل ځان پوښتنه کولای شي نو هر ډول ناقانوني کړنې ته لاس واچوي نو ولس به مو په مقابل کې غبرګون وښئ چې نور زعم او حوصله یې له لاسه ورکړي او غواړي په عزت کې راتلوونکي ژوند وکړي نو د ټوپکسالارانو تر سیورې لاندې چې هېڅ مال او عزت یې خوندي نه اوسي.