د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوم ډول کتابونه تاسو تر خپلې اغېزې لاندې راوړي ؟

یوسف هېواددوست 16.06.2014 12:20

 
له امریکایي منابعو څخه:
 د یوسف هېواددوست ژباړه
څه موده مخکې د ۲۰۱۴ ز کال د لومړي فصل په پای کې  د امریکې په لاس انجلس کې د کتاب یو ستر  نندارتون جوړ شوی و .په دغه نندارتون کې څه د پاسه ۲۰۰ نومیالیو کتاب لیکونکو ګډون درلود .د دغه نندارتون د کار په ترڅ کې له ۲۰ تنو لیکوالو څخه پوښتنه شوې چې (( کوم ډول کتابونه تاسو تر خپلې اغېزې لاندې راوړي ؟ )) چې د هغوی د ګروهو (عقایدو ) پښتو ژباړه دلته (لاس انجلیز تایم)څخه  تاسو ته وړاندې کوم :
۱ ـ  کم نان ـ  امریکایي رومان لیکونکی او د ( اټکل )د ( دښتې ساتونکی ) د رومان لیکوال  وایي :په  څه د پاسه پینځلس کلنۍ کې مې  هغه کتابونه  لوستل  چې یوازې وخت پرې تېر کړم او ډېره تخییلي  بڼه یې درلوده ، خو د ( دښتې ساتونکي ) رومان د نورو برخو او احتمالي حوزو پر لورې زما لپاره ور پرانیست .( دغه کتاب امریکایي لیکوال جوروم دیوید سالینجر لیکلی او په ښوونځي کې د یو ناکام تنکي ځلمي ژوند انځوروي . ـ ژباړونکی ).
۲ ـ چیسکا مورګا ـ امریکایي لیکوال او د ( خیرن ) رومان کښونکی وایي : د ( دښتې ساتونکی ) رومان پر ما ډېره اغېزه کړې .دا هغه کتاب دی چې لوستونکو ته ددغې کیسې  اتل د  یو زړور  او باور منونکي شخصیت په توګه ورپېژني .
۳ ـ الیزابت کر ـ امریکایي لیکوال او د ( یوازې موږ ډېر  پوهیږو ) د رومان لیکوال وایي : د ( جاسوس خپلواکي ) هغه کتاب دی چې  پر ما یې ډېره اغېزه وکړه .زه چې د نیویارک یو کوچنی ووم ، ددغه ماشوم کیسه او د هغه د ورځنیو یاددښتون څرګندونو  نه یوازې  ما ته چې ډېرو نورو لیکوالو ته  هم الهام بښوونکې وې .دغه کتاب د ماشوم د ادبیاتو یوه غوره بېلګه ده .
۴ـ مایکل کوریتا ـ ځوان  امریکایي رومان لیکونکی  او د ( پیغمبر ) د رومان لیکوال وایي : (ستر ګتسبي ) هغه نومیالی رومان دی چې پر ما یې اغېزه کړې داسې چې هر منی یې یو وار بیا لولم .
۵ ـ انابیل  ګور وي ـ امریکایي کمیدین او لیکوال او د ( زه ګورم ته هڅه کوې ) کتاب لیکوال چې کتاب یې  (( په ۵۰ کلنۍ کې د تعارفاتو ، بې احترامیو او ژوندي پاتې کطدلو  هڅې دي ))  وایي : په حقیقت کې زه خپله د ( بې ګټې ځمکې ) د رومان  تر اغېزې لاندې یم او د هغې داستان پر ما دومره اغېزه کړې چې کله فکر کوم  پکې روان اتل زه یم .هغه چې (( تي ، اس ، الیوت))  لیکلی او  د کیسې اتل یې لکه ما  قهوه څښي ، سیګار څکوي  او تل  تور کالي په تن د میامي د ښار  په ساحل کې ژوند کوي .
۶ـ دا ګلاس کیارن ـ امریکایي شاعر او د ( قړه تن ـ ډېر خبرې کوونکی ) د شعرې ټولګې لیکوال وایي :  د کافکا د مسخ کتاب پر ما ډېره اغېزه کړې ، داسې چې ما د خپل ټولګي د پروژې لپاره هم د هغه د دغه اثر څخه تقلید وکړ .زه فکر کوم زما  هنري روح د دې کتاب له فکر  سره چې څنګه ددغه کتاب یوه پوچه پېښه دا دومره بې مانا نورې پېښط رامینځته کوي ، تړلی دی .
۷ ـ ستیفن توبولوفسکي ـ امریکایي ممثل او لیکوال او د( ژویو د ډارونکو لوبو لوبغالی ) د کتاب لیکوال وایي : ما د ښوونځي په وخت کې هیڅ کتابونه نه لوستل خو کله چې پوهنتون ته راغلم نو کتاب لوستل مې خوښ شو او په تېره بیا چې یو ړندې ښځې ته به ما کتابونه لوستل .
۸ ـ مارک هریس ـ امریکایي رومان لیکونکی او د ( هغه پینځه کسان چې راستانه شول (( دا د دویمې نړېوالې جګړې او هالیود په هکله رومان دی )) . ) د کتاب لیکوال وایي : زه د ( فلانری او کانر ) د لنډې کیسې تر اغېز لاندې راغلم ،دغه کتاب زما لپاره رښتیا بوږنوونکی  او اغېزناک و .کټ مټ لکه هغه چا سره کتنه چې په ټولو رازونو پوه وي .
۹ـ کریستا برمر ـ امریکایي لیکوال او د ( زما ناڅاپي جهاد ) کتاب لیکوال ( دا یو عاشقانه کیسه ده ) وایي : زه د ( میرمن دالوی ) د کتاب تر اغېز لاندې راغلی یم .دا اثر د ویرجینیا لیکوالې میرمن وولف لیکلی .زه د دې ښځې د قلم ځواک ته حیران یم چې له ورځنیو عادي پېښو لکه ( د یوې ماښامنۍ مېلمستیا ) څخه داسې له ګټې ډکې پېښې جوړې کړي چې هغه سپېڅلي مسایل وګرځي ، د هغې لیکنې زه تر ډېر اغېز لاندې راوستی یم .
۱۰ ـ جیف پیرلم ـ د سپورتي کتابونو لیکوال او د ( د خپرېدو وخت ـ جادو ، کریم ، رایلي او د لاس لیکرز کورنۍ په ۱۹۸۰) کتاب لیکوونکی  وایي : د آلیکس هالي کتاب ( د مالکوم ایکس ژوند )  په نامه ، واقعا پر ما ډېر اثر کړی .زه د سپین پوټکو په ښار کې سپین پوستی هلک وم ، خو دې کتاب  زما سترګې پر هغه لور ، پرانیستې چې هم ما ته نا آشنا و او   هم په زړه پورې .
۱۱ ـ ماریا هامل ـ د امریکایي رومان ( زما مورنۍ خاوره )  لیکوال  وایي : د فلانکر ( د ناروـ  سورو غضب )   کتاب چې هر وخت لولم نور مې هم ترې کرکه راځي ، هر ځل یې لولم  او نه شم درک کولای ، خو بیا یې هم لولم .دا یوه کیسه ده . ما ته یې پوهېدل سخته و خو حیران یم چې څنګه یې ما کې بدلون راوست .هیڅ باور نه کوم چې یو کتاب دې له ما سره داسې چلند وکړي .
۱۲ ـ دیوید ګرند ـ امریکایي لیکوال او د ( غره څوکه ) رومان کښوونکی  وایي : د جوزف هیلر رومان ( پریشاني ) هغه ځلانده او کمیډي داستان دی چې د ځوانانو د شوخ طبعیت ټولو اړخونو سره اړخ لګوي .زما ۱۴ کلن ځوی دا کتاب پرله پسې لولي  او زه هم دا ډېره موده د هغه په لوړ آواز خنداګانې اورم .
۱۳ ـ جان روک ـ امریکایي انځورګر او لیکوال دی . هغه د ( په تیږو کې لامبو ) رومان لیکلی او وایي : زما یو کتاب ډېر خوښیږي چې ( بوډا او سیند ) نومیږي .زه په رودآیلند کې رالوی شوی یم او خپله ټوله ځواني مې د کبانو د شرکت د کارکولو  لپاره په کښتۍ کې تېره کړه .دغه رومان زما کور راپه زړه کوي .زه کولای شم د سانتیاګو ټولې بوختیاوې په ټول وجود سره درک کړم .
۱۴ ـ الکس  ایسپینوز ـ د ( دیګو لیُون ۵ ګامونه ) د رومان لیکوال وایي : پر ما د دیکنز د رومان  سترې هیلې ډېرې ګرانې دي ، په تېره بیا ویکتوریا د هغې د واده په پخوانیو جامو کې .دا مې ډېر خوښیږي .
۱۵ـ لیو براد ـ د ( آرامتیا لپاره  هڅه ) د رومان لیکوال وایي : ښه مې په یاد دي چې یو ځل زموږ د ښوونځي ښوونکي د څو کتابونو لست جوړ کړ او موږ یې اړ کړوچې هغه ولولو لکه د ریچارد وایټ ( تور هلک )، د میلوس کتاب ( د انسان تېر ) او ( نیول شوی ذهن ) د مالرو اثر .ټولو دغو کتابونو زه له خپل ذهني چاپېریال نه راووېستلم او له ما نه یې د کیسو او رومانونو لیکوال جوړ کړ .
 ۱۶ـ لسلي جامیسون ـ د ( یووالي د آزموینو ) د مقالو د ټولګې کښوونکی وایي :  زه  ( د تورې پاڼې کوډګر  ) د کتاب مین وم ځکه د هغې ټوله نړۍ مې پېژندله او پر ما یې دومره اغېز وکړ چې ته به وایې دننه په وجود کې مې څه کیږي ، داسې چې خوند یې زه درک کولای شم .د نږدې والي یو  داسې حس چې ان زه یې د  څومره والي په باب څه نشم ویلای .
۱۷ ـ  بېل کوینزبر ـ د ( څرګند مخامخ ) رومان لیکوال  وایي : د ( یو هلکي کیسه ) چې مې د لومړي ځل لپاره ولوستله نو ګمان مې وکړ چې  دا زما کیسه ده .ډېر يې راباندې تاثیر کړی .
۱۸ ـ طاهره ماف ـ د ( بلوونکې  کړه ما ) رومان لیکواله وایي : د داستایوفسکي هغه کتاب چې  ( جنایات او مکافات ) نومیږي او د هغه قاتل  کیسه کوي چې پر سمه لاره روان شوی  ، ما ته ډطر په زړه پورې و  داسې چې زه داسې یو رومان ولولم چې هغې کې  د یو انسان  وژنه نور نو  نه ستایل کیږي   او نه هم بابېزه نیول کیږي ، خو له هغې سره په زړه پورې چلند کیږي .
۱۹ ـ تي کوب ـ هغه د ( کتابونو بدلوونکي) رومان لیکوال دی او وایي : فکر کوم د ( د مقلد مارغه وژل ) پر ما ډېر اثر کړی او دا د آتیکووس لپاره ،ځکه ما فکر کاوه کله چې زه غټ شم نو لکه هغه به یم او یا څه نا څه هڅه وکړم چې هغه ته ورته شم .نه پوهیږم اوس څومره د هغه په شان یم خو ما مې ټوله هڅه کړې ده .
۲۰ ـ نینا رووي ـ د ( ډزې کوونکي ) د رومان لیکوال وایي : یو رومان دی چې ( د مقلد مارغه وژل ) نومیږي .دغه اثر پر ما ډېره اغېزه کړې ده .دا رومان مې ډېر خوښیږي ،ځکه ډېر ستر او یو څه شیطان  شخصیتونه لري.ددغه اثر ټولې طنزیه او له خندا ډکې پېښې چې زما لپاره پای راوړونکې او  اغېزناکې  دي .