د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوس باید پښتانه ثابته کړي چې د هېواد اکثریت جوړوي

لعل محمد 14.06.2014 01:13

د ۱۹۹۳ کال د حمل د میاشتې ولسمشریزو ټاکنو وښوده چې هېواددښمنه او د پردیو لاسپوڅي د واک د لاس ته راوړلو لپاره هرڅه ته چمتو دي. په کار خو دا وه چې داسې ستر درغلي کوونکي له قانوني چلند سره مخ شوي واي، خو په افغانستان کې لا قانون دومره حاکم نه دی. که قانون پلي کیدای نو عبدالله باید تیر ځل هم مجازات او له اوسنیو ټاکنو بې برخې کړای شوی وای. عبدالله او ډلې یې تیر ځل هم کوښښ وکړ چې د درغلیو له لارې واک ته ورسېږي او دا ځل به لاپسې زیاتې درغلۍ کوي تر څو خپله ډله واک ته ورسوي او خپلو بادارانو پردیو هېوادونو ته خدمت وکړي.
زه فکر نه کوم چې عبدالله دې دومره محبوبیت ولري چې ۴۴ سلنه رایې دې وګتي. که څه هم د عبداله ټیم په تعصب ولاړ دی او له دې لارې یې نور متعصبین هم په ځان راټول کړي دي، خو دوی دومره نه دي چې ۴۴ یا ۴۵ سلنه رایې دې وګتي. دوی نر او ښځې دې ته هڅولي چې راووځي او د تعصب پر بنسټ دوی ته رایه ورکړي تر څو د دوی په اصطلاح د پښتنو سلطنت ته د پای ټکی کېږدي.
په دې کې هیڅ شک نشته چې عبدالله او محقق د پردیو نوکران دي، خو زه حیران هغو کسانو ته یم چې ځانونو ته پښتانه وايي او بیا دداسې ډلې په څنګ کې ودرېږوي او ملاتړ يې کوي چې د هغوی یواځینۍ موخه د پښتنو له منځه وړل دي. رښتیا ده چې سړی یواخې په پښتو ویلو نه پښتون کېږي. محمد خان، او د عبدالله ویاند اوریا ډیرې پيسې ترلاسه کړي دي او کوي یې، نو د دوی پرې څه چې افغان دښمنه کس واک ته ورسېږي.
ګران لوستونکي دې دا فکر نه کوي چې زه متعصب یم، نه خدای دې متعصبینو ته دوزخ ورپه برخه کړي. په ټولو قومونو کې ښه او بد شته؛ که چیرې د عبدالله پر ځای ستار سیرت، ښاغلی بشردوست یا کوم بل وطنپرسته افغان نوماند وای مونږ به له هر چا لومړی رایه ورکړی وای. خو، متعصفانه داسې کس نوماند دی چې له خپلې ډلې او اوباشانو څخه بل څوک نه پيژني.
خو اوس چې ټاکنې دوهم پړاو ته تللي دي انتخاب هم خورا آسان دی. زه نه وایم چې اشرف غني احمدزی او ډله یې سل په سلو کې ښه دي، ده هم په ځان د افغان ولس ځیني دښمنان راټول کړي، خو له دې سره به وروسته حساب کوو. اوس باید ټول افغانان اوو په ځانګړې توګه پښتانه نر او ښځې راووځې او اشرف غني ته رایه ورکړي تر څو هېواد د پردي پالو د منګلو څخه وژغورل شي. اشرف غني که هر څه وي، غل، قاتل، هېوادپلورونکی او مفسد نه دی. پښتانه باید اوس ثابته کړي چې د هېواد اکثریت جوړوي او هیڅکله هم اجازه نه ورکوي چې افغانستان ټوټه ټوټه شي، ځکه عبدالله او ملګري یې افغانستان تجزیه کوي او د نورو هېوادونو د لاس آله یې ګرځوي.
د کرزي دوره په اصل کې د پنچشیریانو دوره وه، دوی په کې لا ځواکمن شو او پښتانه يې په ډول ډول نومونو وټکول. په ډې دوره کې د افغانستان، افغان او اسلام کلمې له خطر سره مخ شوی، نو که چیرې خدای مه کړه دوی واک ته ورسېږي له پښتو او پښتنو سره به نور څه کوي. لطیف پردام، حفیظ منصور او داسې نور کسان یې ښې بېلګې دي چې له افغانیت سره حساسیت لري.
ورونو او خویندو، راځئ چې ثابته کړو چې مونږ افغانستان غواړو، راځۍ عبدالله او ډله یې په خپلو رایو ناکامه کړو تر څو هېواد او هېوادوال د سوکالۍ پر لور روان شي. راځئ چې په ګډه اشرف غني بريالی کړو، خو له بریالي کېدو وروسته هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو او له ده څخه د خپلو رایو په بدل کې د هېواد آبادي، د فساد له منځه وړل او جنایتکارانو ته جزا ورکول وغواړو.
عبدالله ته رایه ورکول د هېواد نابودۍ ته رایه ورکول دي، او اشرف غني ته رایه د یو ښه راتلوني پېلامه ده، یانې له ده سره به لږ پرمخ ولاړ شو، بل ځل به که خدای پاک کول داسې ولسمشر ولرو چې په څنګ کې به یې کوم جنګي جنایتکار نه وي ولاړ.