د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخاتمې دسمېدلواسباب(۶)اوآخري برخه

مولوي عصمت الله عزام 12.06.2014 23:58

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امابعد:
۱۳:دمسلمان په غياب کي دفاع:په حديث کي راغلي دي:چاچي دخپل وروردغوښي له خوړلو(دغيبت کولو)څخه دهغه په نه شتون کي دفاع وکړه،نوپرالله باندي داحق دی چي دی به له اورڅخه ازادوي.(شعب الايمان للبيهقي\مشکات ص:۴۲۴ج۲)
په دې حديث کي هم دخاتمې دسمېدلوزېری راغلی دی.
دمسلمان دفاع دهغه په غياب کي ډېرضروري اولوی دثواب کاردی.
خومتاسفانه چي په دې کارعمل کوونکي خلگ ډېرکم دي،‌ډېرکم داسي ليدل کېږي چي دمسلمان دفاع کېږي.
په عمومي توگه چاپېريال داسي دی چي يوپه چاپسي يوه خبره وکړي،پرځای ددې چي مخاطب يې خبره ردکړي دوه نوري دی هم ورسره زمزمه کړي او په دې سره خپل ناروامجلس ښه گرم کړي.
۱۴: دالله پاک په کتاب اودنبي عليه السلام  په مبارکوطريقوعمل کول.
دالله پيغمبرفرمايي:ماپه تاسوکي دوه شيان پرېښودل ترڅوچي تاسوپرهغولاسونه ټينگ کړي وي،هيڅکله به گمراه نه شئ!دالله کتاب اوزماسنت(رواه مالک في المؤطاء\مشکات ص:۳۰ج۱)
۱۵:پنځه لمونځونه په خپل وخت سره اداکول:
په حديث شريف کي راغلي دي چي ماته الله پاک وفرمايل:اې محمده!(صلی الله عليه وسلم)ملأاعلی دڅه په هکله بحث کوي؟ماوويل:په کفاراتو(دگناهونوپه رژونکوشيانو)کي اوکفارات ترلمانځه وروسته په مسجدونوکي ايسارېدل،جماعتونوته پياده تلل اوپه يخ کي پوره اودس کول دي.
څوک چي داکاروکړي،په خيربه ژوندتېرکړي،په خيرسره به مړشي اوله گناهونوبه داسي(پاک)شي  لکه په کومه ورځ چي له مورڅخه زېږېدلی وو.(رواه الترمذي\مشکوة المصابيح ص:۷۰ج۱)
په دې حديث کي هم دخاتمې دسمېدلوزېری راغلی دی.
۱۶:صدقې اوخيراتونه:
له حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: يقينًاصدقه دالله پاک غضب سړوي اوبدمرگرزوي.(رواه الترمذي وابن حبان في صحيحه\الترغيب والترهيب ص:۷ج۲)
۱۷:پرالله پاک ښه گومان ساتل:
عن أبي هريرة رضي الله أن رسول الله: صلى الله عليه وسلم قال (( يقول الله تعالى أن عند حسن ظن عبدي بي )) رواه البخاري ومسلم) .
له  حضرت ابوهريره رضی الله عنه  څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
چي الله تعالی فرمايي زه دبنده دښه گومان سره يم چي پرمايې لري!!(بخاري اومسلم)
له دې حديث څخه دامعلومېږي چي پرالله پاک څوک ښه گومان لري چي الله پاک به زماسره ښه
معامله کوي،بخښي به مي اوله ايمان څخه به مي نه بې برخي کوي نوالله پاک ورسره دده دگومان مطابق عمل کوي.
نوداهم يوسبب دی دخاتمې دسمېدلو.
۱۸:توبه ايستل: :﴿وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾(النور۳۱) اې مؤمنانو! تاسو ټول الله ته توبه وباسئ!ددې لپاره  چي تاسوکامياب شئ}
له دې آيت مبارک څخه يوه دامسئله هم معلومېږي چي توبه يوازي دهغه چا لپاره نه ده چي گناه ترې شوې وې،بلکي هرڅوک به بوبې  باسي،که نېک عمله دی اوکه بدعمله.ځکه داتوبه يومستقل عبادت دی له دې امله الله پاک ټولومؤمنانوته دتوبې ايستلوامرکړ ی دی،په مومنانوکي  دحضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه په څېرخلگ هم راغلل،هغوی ته هم داحکم دی چي توبه وباسي ددې لپاره چي تاسوکامياب شئ!
همداراز داهم معلومه شوه چي په توبې سره انسان کاميابي ترلاسه کولای شي.
نوله دې څخه معلومېږي چي څوک توبې الله پاک ته تل له خپلوگناهونوباسي دهغه خاتمه به هم
پرايمان راځي  ځکه برياليتوب ته له ايمان پرته رسېدل ناشونی دی.
۱۹:دمرگ يادول اوداميدونه لنډول:داهم دخاتمې دسمېدلوسبب دی.
۲۰:پرعبادتونوهمېشوالی کول.
۲۱:له هغوکارونوڅخه ډډه کول دکوموله امله چي خاتمه خرابېږي.
دادخاتمې دسمېدلوهغه اسباب دي چي موږيې په ليکلووتوانېدلو.
که مزيدڅېړنه وشي ښايي نورکارونه هم وموندل شي چي په هغوسره خاتمه سمېږي.
ددغوکارونو په هکله بايدکوشش وکړوچي پلي يې کړوڅوخاتمه موالله پاک سمه کړي اوابدي نېکمرغي موپه برخه شي.
ددې سره داهم ضروري ده چي له هغوکارونوڅخه هم ځان وساتوکوم چي دخاتمې دخرابېدلواسباب دي ځکه ددواسره پرهېزهم ضروري وي.
همدارازدخاتمې دسمېدلو علامات څه دي؟
دادواړه موضوعگاني به ان شاءالله تعالی بيابيان کړو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين