د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشعبان روژې ولي ډېرثواب لري؟

مولوي عصمت الله عزام 08.06.2014 20:58

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
دشعبان(برات) په مياشت کي دروژودنيولواهميت مخکي بيان شواوس پوښتنه داده چي دشعبان په مياشت کي ولي بايدډېري روژې ونيول شي،ددې حکمت څه دی؟داپوښتنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه شوې ده
عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : قُلْتُ : يَا رَسُولَ اللهِ! لَمْ أَرَكَ تَصُومُ شَهْراً مِنَ الشُّهُورِ مَا تَصُومُ مِنْ شَعْبَانَ؟ قَالَ :«ذَلِكَ شَهْرٌ يَغْفُلُ النَّاسُ عَنْهُ بَيْنَ رَجَب وَرَمَضَانَ ، وَهُوَ شَهْرٌ تُرْفَعُ فِيهِ الأَعْمَالُ إِلَى رَبِّ الْعَالَمِيْنِ ، فَأُحِبُّ أَنْ يُرْفَعَ عَمَلِي وَأَنَا صَائِمٌ».( رواه النسائي ص:۳۲۲ج۱)
حضرت اسامه بن زيدرضي الله عنه فرمايي:چي مارسول الله صلی الله عليه وسلم
ته وويل:اې دالله رسوله!ماته نه يې ليدلی چي له(رمضان پرته ) بلي مياشتي دي دومره روژې نيسي لکه
په شعبان کي يې چي نيسې؟)ددې وجه څه ده؟)
نبي عليه السلام وفرمايل:داداسي مياشت ده،چي خلګ ترې درجب اورمضان ترمينځ
غافلېږي اوداسي مياشت ده چي په دې کي اعمال رب العالمين ته ورپورته کيږي،نوزه
داخوښوم چي زمااعمال دي په داسي حال کي ور پورته کړل شي چي زه روژاتي يم!!
له دې حديث څخه معلوميږي چي په هغه اوقاتوکي چي خلګ په هغوکي غافل وي،
عبادت کول مستحب دي.
ددې يوه بېلګه په بازارکي دذکرکول دي ځکه هلته هم  خلګ غافل وي،
خلګ په دُنيوي کارونوکي مصروف وي،نوپه داسي حال کي دذکرکول غوره عمل دی.
بيادغفلت په وخت کي دعبادت دکولوګڼي فائدې دي چي ځيني يې دادي :
(1)داعبادت له خلګوډېرپټ وي اونفل په پټه کول غوره دي،په ځانګړې توګه روژه
ځکه دادالله پاک اوبنده ترمينځ رازدی،له دې امله ځينوعلماووويلي دي چي په روژه کي
رياءنه راځي.
په سلف صالحينوکي داسي کسان هم تېرشوي دي چي ډېري ډېري روژې به يې نيولې،هيڅوک
به نه ورباندي خبرېدل،کله به چي له کوره دبازارپه لور تلو،ډوډۍ به يې دځان  سره واخيسته،
په لارکي به يې صدقه کړه،غريب ته به يې ورکړه،دکوروګړي به يې په دې عقيده وو چي ده خوړلې ده،
دبازارخلګوبه فکرکاووچي په کورکي يې خوراک کړی دی په داسي حال کي چي دده به  روژه وه.
ځينوعلماووفرمايلي دي  چي څوک نفلي روژه نيسي،داسي کاردي کوي چي روژه يې ورباندي پټيږي .
قتاده رحمه الله فرمايي:دنفلي روژونيوونکولپاره دغوړواستعمال مستحب دی،ترڅودروژې
سپېره توب ترې ختم شي .
(2)دغلفت په وخت کي روژه نيول پردې اساس غوره دی،چي په نفس باندي سخت تکليف وي،
ځکه ديوه عبادت دفضليت يوسبب دادی چي په نفس باندي مشکل شي ځکه کله چي په يوه
کارکي ډیرکسان لګياشي،اسانه کيږي.
خوکله چي غافله خلګ ډېروي نوپربيداروباندي تکليف کيږي .
دشعبان په مياشت کي دروژونيولويوحکمت دا هم دی چي دا درمضان لپاره تمرين دی،څوک چي په دې مياشت کي روژې نيسي،هغه ته درمضان روژې اسانيږي .
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام