د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشعبان دروژواهميت

مولوي عصمت الله عزام 04.06.2014 23:38

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
دشعبان دمياشتي بايدانسان عزت وکړي اوپه دغه مياشت کي دښوکاروپه ترسره کولوکي بايدډېري هلي ځلي وکړي داځکه چي
شعبان درمضان لپاره مقدمه ده اورمضان دالله پاک دمغفرت،رحمت اوثوابونو مياشت ده نوله دې امله بايدپه دغه مياشت کي درارواني مياشتي لپاره تياري وکړل شي  اوهغه په دې طريقه چي په دې کي دي ځان درمضان دفضيلتونودترلاسه کولولپاره تيارکړل شي.
دشعبان په مياشت کي يوعبادت دادی چي په دې مياشت کي کي روژه نيول ډېرثواب لري اومستحب کاردی.
په دې اړه ګڼ شمېراحاديث راغلي دي چي له هغوڅخه په دې مياشت کي دروژودنيولوفضيلت معلوميږي:
- عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ :«كَانَ أَحَبُّ الشُّهُورِ إِلَى رَسُولِ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - أَنْ يَصُومهُ شَعْبَانَ ، ثُمَّ يَصِلَهُ بِرَمَضَانَ».(رواه أَبو داود)
له حضرت عائشه رضی الله عنه څخه روايت دی وايي:رسول الله-صلی الله عليه وسلم-ته په ټولومياشتوکي شعبان خوښه چي روژه يې ونيسي،بيابه يې درمضان سره وصل کوله!!
عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ :«مَا رَأَيْتُ النَّبِيَّ - صلى الله عليه وسلم - يَصُومُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ إِلاَّ شَعْبانَ وَرَمَضَانَ(رواه الترمذي)

له حضرت ام سلمه رضی الله عنهاڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له شعبان اورمضان پرته  ماداسي نه دی ليدلی چي دوه مياشتي دي يې پرلپسي روژې نيولې وي!!
دابوداودالفاظ داسي دي:
: ( أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمْ يَكُنْ يَصُومُ مِنْ السَّنَةِ شَهْرًا تَامًّا إِلا شَعْبَانَ يَصِلُهُ بِرَمَضَانَ )
(رواه ابوداودص:۳۱۹ج:۱) . (نبي عليه السلام به په کال کي يوه مياشت پوره روژه نه نيوله،
پرته له شعبان څخه چي هغه يې درمضان سره وصل کاوو)
ددې  حديث له ظاهرڅخه معلوميږي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم
دشعبان پوره مياشت روژه  نيولې ده.
خوپه نورواحاديثوکي راغلي دي چي ټوله مياشت  يې روژې نه دي  نيولې  بلکي                           
اکثره برخه يې نيولې ده  ځيني احاديث دادي:
حضرت عائشه رضي الله عنهافرمايي: " كان رسول الله يصوم حتى نقول لا يفطر ويفطر حتى نقول لا يصوم
وما رأيت رسول الله استكمل صيام شهر إلا رمضان وما رأيته أكثر صياما منه في شعبان(رواه البخاري ص:۲۶۴ج:۱
ومسلم ص:۳۶۵ج:۱ )
رسول الله صلی الله عليه وسلم به دومره روژې نيولې،تردې چي موږبه ويل:افطارنه کوي،دومره
به  يې افطار(روژه ماتی)کاووچي موږبه ويل:روژې نه نيسي اومارسول الله صلی الله عليه وسلم داسي نه دی
ليدلی چي له رمضان پرته دبلي مياشت روژې دي يې پوره کړې وي،اوترشعبان(برات)په بله مياشت کي
مي ډېرروژه نيوونکی  نه  دی ليدلی}
عبدالله بن عباس رضی الله عنهمافرمايي:ماصام النبي صلی الله عليه وسلم شهراکاملاقط غيررمضان(رواه البخاري واللفظ له ص:۲۶۴ج۱،ومسلم ص:۳۶۵ج۱،والنسائي ص:۳۲۱ج۱)
(نبي عليه السلام له رمضان پرته بله پوره مياشت روژه هيڅکله نه ده نيولې)
داحاديثوتطبيق
ددغواحاديثوترمنځ تطبيق داسي دی چي دنبي عليه السلام عادت دشعبان داکثرو ورځوروژه نيول وو.
دغه اکثريت يې په ټولي مياشتي يادکړی دی.
عبدالله بن مبارک رحمه الله فرمايلي دي: چي دعربوعادت دادی  څوک اکثره مياشت روژه ونيسي دوی وايي: صام کله(ټولي روژې يې ونيولې(لمعات)
مولانامفتي محمدتقي عثماني صاحب هم داسي تطبيق کړی دی(درس ترمذي ص:۵۷۸ج:۱)
 مقصدداراوزي چي په دې مياشت کي بايددډېروروژونيولوهڅه وشي .
امام ابن رجب رحمه الله فرمايي:دشعبان دمياشتي روژه نيول دحرمت(عزت) ترمياشتو(ذوالقعده،ذوالحجة،
محرم اورجب)هم غوره دي.
وجه داده چي په نفلوروژوکي هغه غوره دي  چي دروژې مياشتي ته نږدې وي،که ترې مخته وي اوکه ترې وروسته وي.
ددغوروژومثال داسي دی لکه سنن رواتب چي دفرضوسره دی چي دفرضودنقصان لپاره تکمله
اوپوره کوونکي وي .
همدارازتررمضان مخته اووروسته روژې هم داسي دي،نولکه څنګه چي سنن رواتب(دولس رکعاته
سنت)ترمطلقونفلوغوره دي،همدارازتررمضان مخته اووروسته روژې ترهغوغوره دي چي ترې لري وي.
داچي په دغوروژوکي حکمت څه دي اوولي زيات ثواب لري دابه ان شاءالله تعالی بيا بيان کړو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين