د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سکونډنه ـ زړه مې نری دی لکه لوټه

محمدعیان«عیان» 04.06.2014 11:02

په خوله خوبیلکل چانه ویل چې انقلاب دی، یواځې ددیمو کراسۍ اوانتخاباتونارې ګدې وې . لیکین انقلاب ورته ځکه ویل کیږي چې دیوزیات شمیرحکومتي چارواکوشپږاووه زره افغانۍ تنخا په نهه لس زره اویازیاتو ډالروبدله شوې وه . بس نودې ته وایي انقلاب(!؟). دایوعجیبه انقلاب دی.امریکایان او پلویان یې همدې ته بنسټیزبدلون وایي . همداورته ریشتینی او کره انقلاب ښکاري . هغوی چې دا امتیازونه یې په نصیب شوي اونن سبادامریکایانوپه مخ کې لکه داردلیانوپه څیرمنډې رامنډې وهي اولکۍ ورته ترپوي نومخکینیوبدلونونوته یې دومره ستغې سپورې ویلې چې مرۍ ګانې یې هغه دچاخبره شلیدلې وې. هغوبدلونونوته یې خونړۍ کودتاګانې ویلې اودا نن چې هره ورځ دواده دهلکانواوناویانوپه ګډون بې شمره ولسونه دشهادت جامونه څښي ، دوی خونومورنه دي راوړي اوته به وایې چې له تیګې(ډبرې) نه پیدادي.هغه په کانټینرو نوکې چې له ژوندیونه دوینولښتي بهیدلي ووله یاده یې وتلي دي.خودبه یې له یاده وځي. هغه وژل،کړول او بمبا رول خو ددیموکراسۍ اوانتخاباتوزیری(!؟) و. زما صیبه دایو داسې انقلاب دی چې له اسمانه ورته رانازل شوی دی.
زه هم ددې وخت درانازل شوي امریکني انقلاب ترسیوري لاندې خپلې دغې نیول شوې مورنۍ خاورې ته وروالوتم . له هالینده ورپه هواشوی وم . لومړی چې ترکیې ته ورسیدونود شپې موپه هوایي ډګرکې ترسهاره پورې په شنوچایوپټې وختې . چې سهار نیژدې شونوبیاپه بله الوتکه کې هغې خوا ته روان شو. دلسوبجوپه خواوشاکې دنیول شوي کابل خړې پړې فضأ ته ورداخل شو.په لاره کې الوتکې نه ووپه عذاب کړي،خوچې ددغې ښاراورجنه اوتوپاني هواراباندې ولګیده نوپه سختوسختوټکانونویې پیل وکړ.په زړه کې مې ویل خدای دې خیرکړي . لکه چې په مونږدامریکني انقلاب بدې اغیزې همد لته پیل شوې . ښه ووپه خیرځمکې ته راکوزشواوترمینل ته راورسیدو.ترمینل له پخوانه غټ شوی و.خامخابه غټیدو.د امریکایانوددومره ډیر تګ راتګ دپاره به هم غټیدو. هغوی د خپل ځان دپاره داکارکړی ؤ. بیاهم زړه مې په دې ښه کړچې ځه خویووخت به ارومرومونږته پاتې شي . دځان سره خویې وړلی نه شي.چې له ترمینله راووتونوبهرمې هم دیو انقلاب نښې ولیدې اوهغه داچې په باغچوکې یې دګلاب ګلونه ډیر شوي وو.بیامې چې په خپل خړکي باغوان سترګې ولګیدې نو د ځان سره مې وویل چې : خوارشې لاسې ، داخوددې افغان بڼوا ل دلاسونودتڼاکوبرکت دی .
یره څه سربه دې خوږوم ،خو په هرځای کې یوانقلاب و.په لاره کې مې له ورایه ددنګودنګواوښایسته ښایسته نویو ودانیو انقلاب هم ولیدو.په چارایانوکې دیوشمیرمړوعکسونه لګیدلي ووچې دایې لا بل انقلاب و.
په زړومکرویانوکې چې ترکوره رسیدونوددوړواوسیلیودلړ دومونواوتوپانونوښه ترهناک انقلاب راباندې تیرشو. دومره ډیر یې وویرولم چې ما ویل خدایه خیرکړې چې موټرمووانه وړي اوخوله مو له خاوروډ که نه شي.
له هرڅه نه ډیرسترانقلاب دموټروپه ګڼه ګوڼه اوډیرښت کې راغلی و.
که دعیاشۍ اوکلتوري انقلاب نه تیرشونودموټروانقلاب خو دومره زورورؤ، دومره موټرې وې چې په خدای که به ترې پلی سړی بل اړخ ته په اسانۍ اووښتلی شو.
هونو، په امریکا کې خوعیاشۍ اوموټرې ډیرې دي اودا انقلاب به دلته هوبهوراتلو. په دې پسې مې هم دومره سر وه نه ګرځاوه . ماویل پریده یاره انقلاب دی اوهغه هم امریکنی انقلاب. انقلاب خوځکه دی چې دښار په سرکونوکې دخلکود پاره دښاري بسونوهډوپته نه لګیده اونه هم چیرې په دوربین کې ښکاره کید ل . امریکني انقلاب دبسونوارزان بیه ترا نسپورت، دوړوموټروپه درنه کرایه بدل کړی و.
دامریکني انقلاب ددغونښونښانواوپیرزوینو(!؟) سره سره بیاهم له درویشتوکالومسافرۍ نه وروسته خپلې پلرنۍ خاورې ته ورتګ راته خیال اوخوب و . هیڅ باورمې نه راتوچې په خپل وطن کې دې وم. ښه ګڼ پسرلی و،دتالندې اوبریښناکړس کړوس جوړشو . دسیلیواوسپیروبادونوله توپانه وروسته توره وریځ راوښتې وه اوپه کاسوکاسوباران یې راښکته کړی و.زه چې دشپې دشوګیرنه بې خوبه وم نوله خواږه اودرانه خوبه رابیدارشوم. کورته له رارسیدوسره سم بیسترې ته ورلویدلی وم اوترهغې چې دباران اواسمان دې غراري تڼاري اوشور ځوګ راویښ کړم. په دې وخت کې مخامخ دمرنجان تپې ته ځیرشوم . پس له دومره کلونوخپل وطن اوبیا داسې توپاني باران چې زما ډیرخوښیږي اوبیابیا مې دتیرودرویشتوکلونو هغه یادچې دې تپې ته به مې کتل اوبهربه نه شوم وتلی.ځکه چې دهغه وخت دحکومت نه مې دسیاسي مسألوپه ارتباط ځان مخفي کړی ؤ. داغونډۍ په هغه ژمي کې ډیروخت په واورو پټه وه اویواځې یوعسکربه په کې کله کله ښکته پورته تلو را تلو،خو نوره ټوله شړه اوهیڅ بنده زاد به په کې نه لیدل کیدو. اوس په کې دومره کورونه ابادشوي چې هغه دچاخبره په ولا که دپښې دایښودوځای به په کې و.ګومان مې کاوه چې دلته به دپخوانۍ پرتې ادیرې یوه برخه هم په کورونوبدله شوې وي. بیاوروسته خبرشوم چې دااوداسې نورې ځمکې دټوپکوالو زوروروله خوا ولجه اوبیا په نوروخرڅې شوې دي. خود به خرڅیږي یاره! زوروروته خودامریکني « بي دوه پنځوس ډوله امپولي انقلاب» دغه رنګه نورې ګټې لا هم ورسوغات شوي دي . یواځې دوی ته نه؛ بلکې هغودبیلوبیلوقامونواووه سوه(۷۰۰) کورنیوته هم ښایسته ښه امریکایي پاملرنه شوې چې نن سباورته پانګوال ویل کیږي اوپه ټول افغانستان باندې لاسبری لري .
چې ورځ نیمه وروسته ښارته راووتم نوانقلاب څه چې انقلا بونه مې ولیدل . دارګ سرک ته خوددیوالونوپه ځای غرونو پنایي جوړه کړې وه. نورومهموځایونوته لکه ددفاع وزار ت او... داسې دیوالونه ولاړووچې داهم له غرونونه کم نه وو. ښه سرساموونکی انقلاب دی.دامریکې دسفارت سرک ته خو دې نارواشي که چابه سرورښکاره کولای شو. زماددرویشتو کالونه مخکې دفترهم په همدغې سرک کې ؤ . له هالینده چې تلم نوپه زړه کې مې وه چې خپل دفتربه ګورم اوکه امکان یې وچې دتقاوتۍ عریضه هم وکړم.
یره دخوګ غوښه دې شي چې که یابه مې په خپل دفترکې کومه نوڼۍ څکلي وي اویامې یوه پیاله چای څښلی وي.داخبره خوپه ځای پریده چې ددفترسترګې مې هم لا ونه لیدې . د چا پلاربه هلته تللی وای. دومره پیرې ، دومره عسکر ، دومره دیوالونه ـ پاټکونه چې...له دغوجنګي جبهونه به څنګه تیریدم. زړه کې مې وویل راشه سړیه داوس دپاره ددې تقاوت اخیستلونه هم تیرشه! په دې نه ارزي چې هرسرتیري اوهر امریکایي ته به بیل بیل سلامونه کوم اوبیا به خپل دفترته ځان رسوم . لاکه شک یې راباندې راغی چې تروریست دی نوبیا خوبه مې مخکې له سوال اوځوابه جنت ته ولیږي.
یوډیراریانوونکی انقلاب دشاه شهید دسیمې دپاسه په هواکې ځلیدو.هلته یوه دمګښکوري(موږک)په شانته بوکڼۍ (بالون) پاس اوچته ځای په ځای ولاړه وه چې په لومړي سرکې ورته هک پک شوم . بیاچې مې له یوچانه تپوس وکړنوراته وی ویل چې دایوه داسې کما لداره بوکڼۍ ده چې دکابل ښارته څوک وسلې اویانورخطرناک څیزونه راننباسي نوداکمالداره دخپل کمال په برکت دامریکایانواړونده پوځي ځای ته خبرور کوي.
په زړه کې مې وویل چې: که ښارته دوسلودراننوتلولارې دې بوکڼۍ نیولي وي نوداهره ورځ دښارپه منځ کې دومره ډیر بمونه ولې چوي؟په ماشیندارواوتوغوندیودښارودانۍ او سرکاري بیلډینګونه څنګه ویشتل کیږي ؟ هغه دامریکې سفارت یې څرنګه دمکرویانودپله د څنګه،دولتي مطبوعې ته نیژدې له اتلس پوړیزیاشل پوړیزنه وویشتو؟بیامې په زړه کې وویل : کیدای شي طالبانوسره به خدای مرسته کوي چې دوی داوسلې په معجزه ښارته ورننباسي او بیا یې په همدغو امریکایانوورمرش کوي.
اوس اوس یوبل لمسوونکی،چې زمونږدخلکودپاره ډیر دردوونکی امریکایي انقلاب دی.اوهغه داچې دکرښې په غاړه یاکرښې ته څیلمه په پرتوولایتونوله هغې بلې خواد راکیټونوباران دی.دادومره په سوونوسوونوتوغندي چې د کونړپه تاریخي اودښونانواونښتروپه شنه دره یې راشیتۍ کړي دي،دهمدې امریکایي انقلاب په غوښتنه عملي کیږي.
امریکایانودکرښې دهغه خواوالوته امرکړی چې پې راوروئ یې ! راوروئ یې! بیدارشئ ، چې کرښې ته پرتوولایتونوکې شنه ونه اوولاړه لوټه پرې نه دئ! په دې کاربه عامه ذ ‌هنیت دې ته تیارشي چې دامریکایانوسره امنیتي(اډو)تړون ته غاړه کیدي . که نه نو، نوي مشرتابه ته ولاړوخویې ټولومخکې له مخکې په پټوسترګودامضأکولوسرونه ټیټ کړي دي.
امریکاپیکر(فکر)کوي چې که دخلکودپاڅون سره مخامخ شي نوداستونځې اوخنډونه به یې اوږداستعماري پلان شنډ کړي.دوی خوبه خامخادغه ډول پاڅون ته شورش ووایي او پاڅونکوونکي به د«ډورن په بې پیلوټه الوتکو»له خاوروسره خاورې ایرې کړي. اوداځکه چې افغانستان خودوی خپل مال اوولجه شوې ـ اشغال شوې ځمکه ګڼي.
هو. دامنم چې پاڅونونه به وکوټل شي، له ډیروسرونونه به شملې په ځمکه وغورځیږي اودوینوویالې به روانې وي.لاډیر وخت به ددې هیوادپه بچوتوره تیاره وې،خواخیراخیربه داډو دړې(دروازې) دړې وړې اوتورسکاره به شي اوله شهیدو سرونونه لویدلې شملې به بیا هسکې شي.
دودونودپاره هم نن سبادکابل په ښارکې ډیربې جوړې لوي لوي سالونونه جوړشوي دي.ویل کیږي چې ددې ښارداهالونه په درې زره(۳۰۰۰)میلیونوډالروجوړشوي دي . خودبه پې درې میلیارده ډالرلګیدل . اخیرپه افغانستان کې امریکنی انقلاب راغلی دی. زمونږدودونوپخوانی کلتوریې تقریباً بدل کړی دی.چې هال ته به ورننوتونوسندرغاړي خواران خوبه لګیاوو په چغوبه یې هغه دچاخبره خپلې مرۍ شلولې اودساز درز دروزبه یې دیوالونه ښورول،خوپه هغه میزبه غټ بنډار اوشورپکړجوړوچې خدای به ورته دواده دخپلوان کوم امریکنی دوست راوستلی ؤ.
الله توبه.دافغانانوپه روح اودوینوپه رګونوکې مې کله هم دومره پستي،متازي(چپړوسي)اوشاترغې نه وې لیدلې.بس ټول به دهمدغه امریکني نه راتاووو.څوک به ورته دومره ټیټیدل چې تابه ویل لاسونه ورله چپوي اوچابه ورسره په ولاړې غیږې وهلې.سازاوسندرې چانه اوریدې.یواځې د امریکني خبروته به ځینګراوغوږونه به یې لک څک ورته نیولي وو.
دروسانوپه وخت کې مې هم دځینوکسانودې ته ورته خوشامندې لیدلې وې، خودزاړه کفن کش(کفن ایستونکي) د وخت دچاپړوسانوپه پرتله ددوی سیکه ډیره پیکه راته ښکاریده.
دژوندپه هره برخه کې دامریکني انقلاب اغیزې لیدل کیدې. په هرڅه کې انقلاب راغلی و،خوچاورته انقلاب یاکودتا نه ویله.دهغوی یې پې څه؟خیردی که وینې په کې له دغودواړو نه زیاتې توی شوې اولاتوییږي.
داچې په هرڅه کې انقلاب و، وی دې،خودې ته هم ډیرهیښ پیښ شوم چې دخپلوزړویارانواوخپلوانوپه راشه درشه کې مې هم دې انقلاب ښایسته ښه تاثیرکړی ؤ . اشنایانومې په خدای که پوښتنه کړې وي،خویونیم به یې ماپه ډیروتپوسونو اوتلیفونونوراپیداکړاوچې وه به مې لیدونوډیرې غربې غروبې به یې وکړې،لاپې شاپې به یې وغرولې چې خامخا به زمونږسره میلمه کیږی اوکورته به راسره ځې او...
زه دومره ګیدواودخوراک والا هم نه یم اولاپه کابل کې مې ډیراحتیاط کاوه چې ناروغه نه شم . په هالیند کې راباندې کورني ډاکترهم ټینګارکړی وچې په خپل خوراک څښاک کې به پوره پوره پام کوې.لیکین دانډیوالانوبنډاراوګپ شپ به چا ته په زړه پورې نه وي؟ په زړه کې مې ویل چې که کله راته دکوم یارله خواسم ست سلا وشي اوټیک وخت راته وښیي نو ورته وایم به چې وروره ډوډۍ ته نه درځم ،خویوشین چای به درسره غړپ کړم . یره په خدای که به مې بیادسرسري ستي(ستکوونکي)سترګې لاهم لیدلې وي.یونه،دوه نه،درې نه، ټول همداسې په یوه طرف رغښتل.
یونیم ته خومې څه ناڅه شیان هم وروړي وو، خوهغوی د دغوناڅیزوسوغاتونوپه لاس کې نیولونه،ان زماتربیرته راتګ پورې تري تم شول.
ماهلته دوه نیمې میاشتې تیرې کړې،خوڅومره ښه وایي:
« یاردچنې تیرکړه رنګ یې هیرکړه » !
اوخپلوان مې؟فاه فاه،هغوی خوزه اوس پیژندلم هم نه.دخپلوانو تپوس به لا ستاسونه وکړم چې تاسوسره ستاسوخپلوان ددې امریکني انقلاب په پیر(دوران)کې څنګه ګوزاره کوي ؟ په تیره تیره چې په دې پیرکې یې هغه دچاخبره« نوڼۍ »غوړه شوي وي ،په کوم ښه ځای کې لګیدلی وي یایې څه ګټه مټه په برخه شوې اوشتمن شوی وي.زه خوکه ریشتیا درته ووایم خدای مې دې غاړه نه بندوي چې کله یې په دردخوړل کیدم نودومره دوچوخوریینه،دومره دوچووریرونه،دومره دوچود ترونوزامن او...مې پیداشوي ووچې ماته یې هم دشمیر پته نه لګیده.
اوله دې ټولوټولونه هغوبختوروته سخته خنداراشي چې په دې انقلاب کې په اوچتواوچتوچوکیوپلن شوي وواوامریکني امتیازونه ورته ډالۍ کیدل.دوی دغه بونګې(امتیازونه)دومره په اسانۍ اووړیا نه وې ګټلې .دمتازیو،شاترغواوله تپل شوي نظام ددفاع نه برسیره دامریکا دڅارګرې ادارې سره یې هم ښایي ژورې اړیکې درلودې.دوی که دامریکایانوپه وړاندې وزرماتي اوسرټیټي ښکاریدل،خودخوارغریب وطنداراوتر لاس لاندې مامورینوپه مقابل کې له غروراومستۍ نه ډک بوتان وو.
دورځونه کومه ورځ چې به مې تلوزیون ته کتل نواکثره دغه په اوچتوچوکیولګیدلي صیبان به په پرده خړې سترګې او ځوړندسرونه ناست ووچې ځانونه به یې ډیر کمینه کمینه ښودل. دومره کمینه،دومره عاجزاودومره په«سیوسیو»کې لکه چورګوړي چې د«جغ لاندې !؟»دموره بیل سیویږي.
ــ څه شی؟ چورګوړي لکه دجغ لاندې؟
ــ هونو. لکه دچورګوړوپه شان سیوسیویې کاوه.نه ددې لس دولس کلن پیردخونړیتوب خبرې وې، نه دولسونودشهید ګۍ خبرې وې،نه په نیمه شپه کې دپه خوب ویدوماشومانو دوژلو خبرې وې اونه داشغال خبرې.بس یواځې اویواځې دامریکني انقلاب(دوی ورته دیموکراسي ویله)سیپتونه وو، وو چې وو. توبه خدایه توبه. داځینې ځینې چې مې په کې پیژندل نوغوږو نوته مې ګوتې وروړې اوتوبې مې وویستې . ځکه خوورته چورګوړي وایم.
ــ نوچورګوړي خوترکارۍ (ټوکرۍ)لاندې وي اویا په مور پسې روان وي اوسیوسیویې خیژي. یاره چورګوړي مې کله هم ترجغ لاندې نه دي لیدلي.
ــ یره یاره، تاسره خدای په نیکۍ مل شه، ماداسې پیکرکاوه چې یوخوموټول وطن دامریکني جغ لاندې دی نوداچور ګوړي خوبه یې بې له شکه دجغ په« جغونډي» کې ګیروي او بل داچې: دالاندې لنډۍ یانظم چې ددوی سره ورته والی لري نوپه زړه کې وایم چې چورګوړي به هم کله کله ترجغ لاندې کیوځي . په نظم کې وایي چې :
« زړه مې نری دی لکه لوټه + دسهاربادیې خوځوي لکه دیوال »
دوی خووایي دیموکراسي ده +
زه ویم خدا یږوچې اشغـــــال . «پای»
دلیکلونیټه یې : دوشنبه ـ ۱ـ ۲ـ ۱۳۹۳ــ ۲۱ـ ۴ـ ۲۰۱۴