د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاڅون

عبدالباري جهاني 02.06.2014 11:33

د یکشنبې په ورځ د مې د میاشتي پر یو دیرشمه مي د طالبانو په مقابل کي د کونړ د دریو کلیو د پاڅون په ارتباط خبرونه ولوستل. ماته داسي څرګنده سوه چي یو ځل بیا ساده پښتنو، د پردیو په ټونګ، د خپلو وروڼو د وینو تویولو او کلیو سوځولو ته ملا تړلې ده. په کونړ کي به پښتانه قتلیږي او غلیمان به یې د خیر پر غونډۍ ورته ناست وي. هغه چي طالب دی د پردیو مرمیو، پیسو او د حورو او غلمانو له دروغجنو وعدو سره د خپل بابا او نیکه کلي ته ننوتلی دی؛ د خپل کور په ورانولو او د خپل ورور او وراره په وژلو ځانته جنتونه ګټي. او هغه چي پاڅون کوي هغه د پردیو په تحریک پاڅیدلی دی. د څو ټنګو لپاره د خپل ورور په جنګ ور وزي. نه یوازي په دواړو مورچلونو کي پښتانه قتلیږي بلکه په منځ کي هم د بیګناه پښتنو کورونه ورانیږي او کلي یې سوځي. نور دي چړچې کوي او د نړۍ له نیرنګونو او چلونو بیخبره پښتانه دي همداسي د قربانی د څارویو په څیر قتلیږي. دا د پردیو په ټونګ د پیړیو راهیسي قصابي او ورور وژنه به تر کومه روانه وي. درک یې یوه خدای ج ته معلوم دی.
                                       پاڅون
خدایه خوب مي ریشتیا کیږي وایی بیا سوځیږي کلي
چینارونه سره لمبه دي زما او ستا سوځیږي کلي
له کونړه مي خبریږم وروڼه وروڼه سره وژني
د پاڅون په هنګامه کي د بابا سوځيږي کلي
لیونی د کونړ سینده جنازې درځي د خپلو
یو له بله خبر نه یو چي د چا سوځیږي کلي
پیغلي بیا سرتوري ځغلي ګودر بیا ګډ دی په ساندو
د الفت پر ګور لمبې دي بینوا سوځیږي کلي
بیا شامت دی د مغولو بیا چالونه د فرنګ دي
که زاړه اورونه بل دي له پخوا سوځیږي کلي
د هلمند له زخمي غاړو تر ګودر د الیشینګه
د پښتون جونګړي وراني هر سبا سوځیږي کلي
دا له ورایه چي در ښکاري چي لوګي یې پورته کیږي
د جانان پر کور ماتم دی د اشنا سوځیږي کلي
موږ له بخته مرور یو بخت له موږ سره په جنګ دی
هره ورځ تازه ناورین دی هر بیګا سوځیږي کلي
لا تر څو به یو بې وسه د اغیار د لاس پیلوزی
هم په تا سوځیږي کلي هم په ما سوځیږي کلي
جهاني خبر یې واخله شنې جلګې رنګ دي په وینو
ورور حسین دی ورور یزید دی کربلا سوځیږي کلي.
۲۰۱۴ د مې د میاشتي یو دیرشمه    
ویرجینیا