د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالروُف بېنوا نه هیریدونکی ستوری

عبدالباري جهاني 29.05.2014 22:31

عبدالروُف بېنوا په شلمه پیړۍ کي د پښتو ژبي د ادب یو له تر ټولو روښانو ستورو څخه وو. څوک چي د پښتو ژبي له معاصر ادب سره څه لږ شاني بلد دي او یا یې حتی یوازي د پښتو د شعر نوم قدر اوریدلی وي د هغو غوږونو ته د بېنوا نوم او شعر رسیدلی دی. بېنوا یوازي شاعر نه وو، مورخ، عالم او محقق وو؛ خو څوک چي بینوا پيژني او یا یې د بېنوا په باب څه اورېدلي وي هغه یې د شاعر په نوم پېژني. د مرحوم عبدالشکور رشاد او مرحوم عبدالحي حبیبي په څیر زموږ لوی او ستر محققین ښه شاعران وه او مرحوم حبیبي خو لا په فارسي ژبه کي تر پښتو ښایسته او ښه شاعري کړې ده، مګر لږ داسي کسان به پیدا سي چي د مرحوم رشاد او یا مرحوم حبیبي د شعرونو په کتابونو پسي دي وګرځي، او چي کله د دوی نومونه یادیږي نو د خلکو ذهنونو ته د هغوی د علمي، تاریخي او تحقیقي آثارو نومونه ورځي. دا ولي؟
چی  پخپله مستقل  یمه له ځانه
 څو تر څو کړمه د نورو تقلیدونه
زما شعر دی نسیم له کوهستانه
ویښوی د پښتنو سپېڅلی زړونه

  دغه دوه بیتونه پخپله په دغه برخه کي د ډیرو پوښتنو جواب دی او سړی پوهیږي چي د هغه د شعر امتیاز په څه کي دی او ولي یې، د نامه د یادولوسره یو ځای، خلکو ته شعر ور په یادیږي.  بېنوا په شلمه پیړۍ کي د افغانستان تر ډیرو زیاتو شاعرانو ښایسته او له پیغامه ډکه شاعري کړې ده. بېنوا د شعر څخه یوازي د خپل قام د ویښولو لپاره کار اخیست او شعر یې د دغه پیغام او چیغود رسولو لپاره وسیله ګرځولې وه. د هغه تقریبا ټول شعرونه له درده ډک دي. په شلمه پیړۍ کي به د پښتو ژبي د ډیرو لږو شاعرانو په شعرونو کي دونه ژور درد، په دونه ساده او دونه خوږه ژبه بیان سوی وي.څوک چي د بېنوا شعر لولي او یا یې اوري د هغه اوښکي ویني او درد یې احساسوي. هغه د پښتنو د تقریبا ټولو پخوانیو او معاصرو مشرانو او شاعرانو په څیر د پښتنو له بې کمالۍ، بېځایه غرور او بې اتفاقیو څخه ژړلي دي. د دې رنځونو د لیري کیدلو او د پښتنو د ویښیدلو دپاره یې هم چیغي کړي او هم یې په دعا لاسونه پورته کړي دي خو دا ارمان یې بیا هم، د نورو ټولو مشرانو په څیر، ګورته وړی دی.
ځم په حرکت د بل
یم په اشارت د بل
کړمه هدایت د بل
واک مي د ځان نسته د ړندو د لاس امسا یمه
خدای ږو د ژړا یمه، خدای ږو د ژړا یمه
ورکه ابتدا زما
سر سوه انتها زما
تور تم ده دنیا زما
نن پرون مي ولاړه نا خبره له سبا یمه
خدای ږو د ژړا یمه، خدای ږو د ژړا یمه
په هغه اندازه چي مرحوم بینوا ویښ، سترګه ور او هوښیار وو په هغه اندازه خپل قام په درانه خوب ویده ویني. دا قام او اولس، چی دی یې په بازو کي د رستم زور او قوت ویني، په داسي درانه خوب ویده دی چي نه یې د ده او نه یې د نورو سترګه ورو او خوله ورو شاعرانو او مشرنو چیغي ویښولای سي. دی بالاخره لاسونه اسمان ته پورته کوي او د خدای څخه د خپلو چبغو لپاره داسي زور او قوت غواړي چي د کڼو غوږونو ته ورسیږي او له درانه خوبه پاڅي. کله چي یې اسمان ته پورته کړي لاسونه په دعا ستړي سي نو د خپل آواز مستي او د چیغو زور د ساقي په جام کي لټوي. ساقي ته خواست کوي چي یوه داسي مسته پیاله ورکړي چي وینا یې له اوره ډکه سي.
چي سپین باز غوندي پرواز کړم
د سپین غره نغمه آغاز کړم
په نغمه کي مي شرر را
مسیحا غوندي اثر را
چي دا مړ قوم بیا ژوندی کړم
ورته هیښ خپل او پردی کړم
خلاص یې کړمه له ذلته
د غرور له بد غفلته
لږ ټکان وخوري بیدار سي
د خپل ژوند په کارو بار سي
په دې پوه سي چي ژوندون اوس
غواړي بل رنګه افسون اوس
نه خلاصیږي په وینا څوک
په مړانه د بابا څوک
لا به څو فخر په پلار کړي
یا په نوم د خپل ټبار کړي
ولاړی ولاړی هلاکیږی
که مغرور سو تباه کیږي
ساقي پاڅه پیاله راکړه
له اور ډکه مي وینا کړه

بېنوا د شلمی پېړۍ داسی شاعر و چی  تقریبا ټول شعرونه یې  د زمان د شرایطو او ماحول انعکاس دی ، او لکه  پخپله چی وایی شعر یې  دکوهستان نسیم دی. او د پښتنو د ویښولو دپاره یې لیکلی دی.د بېنواد  شعرونو یو ښه خصوصیت دا دی چی  شعر یې دونه ساده دی چی  د پوهېدلو دپاره یې هیڅوک تکلیف نه لری، او کلمات یې دونه پر غوږونو ښه لگېږی چی سړی یې په اورېدلو نه ستړی کېږی. د ده ځینی شعرونه خو په خپل وخت کی دونه مشهور سول چی  د ډېرو زیاتو خلکو به ټکی په ټکی په یاد و.بېنوا د یوه ویښ شاعر په حيث خپلی اجتماعی وظیفې ته ښه متوجه و، او په د ې پوهېدی چی د خپل فطری استعداد څخه، چی د هر چا سره موجود نه و ، د خپل قام دویښولو دپاره څرنگه  کار واخلی. خو کله چی گوری چی څوک یې  پر چیغو غوږ نه نیسی . او داسی ښکاری لکه ټول چی ویده وی ، نو دی ځان د هغه بېنوا بلبل په څېر وینی چی  حتی د گل تر غوږونو یې ږغ نه رسېږی.
سر تر پایه سره لمبه سوم       روغ زړگی می سوی سکور سو
نه ایرې نه می دود ښکاری       بل راباندی څنگه اور سو
نه لمبه  می سوه خاموشه        نه رڼا دا تیاره کور سو
په نارو می گل ویښ نه سو       څه عبث می د خولې شور سو
آه سپېره لو هدیره ده                   له بلبلو دا بڼ تور سو
ټوله مړه دی ټوله مړه دی  که زاړه دی که واړه دی
دلباخته شیدا بلبل وم           کړه پر گل می آوازونه
سحری نغمې کی گل ته        راوړه ما پټ الهامونه
ما وې زه به گل خبر کم         د خزان له شواخونه
گل ویده غماز را پاڅېد         زما یې مات کړل وزرونه

آه و چاته درد اظهار کم          په سینه می ځی  خارونه
ټوله مړه دی ټوله مړه دی که زاړه دی که واړه دی
په خندا په نڅا راغلم         ما وې اوس به نو هوس کړم
د سره گل پر څانگو باندی         به خوشاله خپل نفس کړم
د بوستان زیب و زینت به          په نغمو کی یو په لس کړم
دا ویدې غونچې به ویښی         په آهنگ د خپل جرس کړم
له صیاده چاته زار کړم         چی بندی یې د قفس کړم
ټوله مړه دی ټوله مړه دی که زاړه دی که واړه دی
پرون گل سره همراز  وم        نن یې بوی موندلای نه سم
چاله سېله راجلا کړم           خپل همزولی موندای نه سم
وزرونه یې رامات کړل        په هوا الوتای نه سم
ژبه تېزه لرم خوله کی        خو آزاد  ږغېدای نه سم
غمشریک یاران می ولاړل         زه تنها پا تېدای نه سم
ټوله مړه د ی ټوله مړه دی که زاړه دی که واړه دی
بڼ خالی له زوږ او شور سو         آواز نسته د بلبلو
ځالۍ ورانی پاڼی ژړی          سرخی والوته له گلو
نه به بیا د گل لمن وی         چی یې نیسم په منگولو
نه غیبی قاصد به راسی          چی احوال راوړی د تللو
نه ملگری سو را پاته          د خپل زړه د راز ویلو
ټوله مړه دی ټوله مړه دی که زاړه دی که واړه دی
ښه دی ښه چی گل تالا سو         له خزانه به څه وایم
جوړ بهار پر ما خزان دی           چی قفس کی مبتلا یم
آه  صیاد له سخته دله         لا به څو په واویلا یم
له ازله بد نصیب یم         داسی نه چی نن پیدا یم
څوک  می نسته چی می یاد کی         بېنوا بېنوا یم
ټوله مړه دی ټوله مړه دی که زاړه دی که واړه دی
                                 بېنوا په کال  نولس سوه ديارلس  کی  د کندهار  د ښار  د خرقې شریفی سره نیژدې، د علیزو په یوه  دینداره کورنۍ کی  سترگی دنیا ته پرانیستلې. دینی او مروجه علوم یې  په کندهار کی  له ښونځی څخه د باندی ولوستل او  په ډېره ځوانۍ کی یې ادبي   ادبی ژوند پیل کړ. نور یې نو  تقریبا ټول ژوند د پښتنو د کلتور  او د ادب خدمت ته وقف کړ او په اصطلاح شپه او ورځ یې پرځان یوه کړه. گوره چی یو وخت به یې په څه  حالت کی پردېسی سترگو ته درېدلې وی. اود  پردېس د پسرلی په نوم شعر به یې لیکلی وی، چی یو وخت پخپله  پردېس  سو او دا پردېسی په داسی وخت کی ورباندی راغله چی  تر هغه  چی ده یې خوب لیدلی و  او د شعر په ژبه یې تصویر ایستلی و، سل چنده ورباندی سخته وه . بېنوا په داسی وخت کی پردېس سو چی د پسرلی په باره کی   یې فکر قدر هم نه سو کولای. د هغه د وروستیو سلگیو او زگېریو د اورېدو دپاره  چندانی څوک حاضر هم نه و. او تر هغه  چی ده یې تصور کړی و ، سل چنده له خپل گران  وطن څخه لیری پروت و.  بېنوا  د کال ١٩٨۴ د جنوری پر یوولسمه د امریکا د نیو جرسی په ایالت کی سترگی له دنیا څخه پټی کړې، او له هغو یارانو څخه چی ده ته ډېر گران وه، او په خپلو ډېرو شعرونو کی به یې  د هغوی  یادونه کوله، ډېری لیری وفات سو.
د سبا وږمه چی راسی        نوی نوی غوټۍ وا سی       
 بلبلان نغمه سرا سی
       د خوښۍ صحنه خپره سی        خو یو زه په زړه خوږ من یم       
 آه پردېس د بل وطن یم
لاس په لاس یاران تېرېږی        یو وبل ته هوسېږی
په ورو ورو سره مسېږی        
زه د زړه سره ژړا کړم    له نصیبه گیله من یم
آه پردېس د بل وطن یم
په گلونو پټ سول غرونه          غاټول سره کړله دښتونه
زلمی نجونی کړی سیلونه
نو به څه دا پسرلی کړم        پرورده د خپل چمن یم
آه پردېس د بل وطن یم
څوک می نسته چی یې یاد کم         په لیدو یې زړگی ښاد کم
بېلتون هسی نا مراد کړ
زړه ته تېر ملگری نسته         چی یې مینی ته نیاز من یم
آه پردېس د بل وطن یم
د خندا تلقین را مه کړه        په ژړا می زړگی ښه کړه
ستا چی زړه وی هغه وکړه
ما نو پرېږده چی همداسی        په زړې مینی درمن یم
آه پردېس  د بل وطن یم
تر دې شنه آسمان را لاندی        ډېری سترگی ژړا کاندی
څوک خبر نه سوه پرې باندی
زه هم دوی سره ژړا کړم        په سرو سترگو یې مین یم
آه پردېس د بل وطن یم
              عبدالروف بېنوا داسی ادبی شخصیت او داسی خوږ ژبی شاعر وو چی چندانی یې چا  کلام ته د گوتی نیولو  زړه هم نه کاوه. بېنوا د پښتو  د نوی شعر د سمبول حيثیت غوره کړی و، او ده په خپله ساده او خوږه ژبه داسی  شعرونه ولیکل چی د هره اړخه په ستایلو ارزېدل.  په هغه زمانه کی چی بېنوا ژوند کاوه  د انتقادی ادب زمانه وه. په وطن کی لیکوالو او منورینو ته تازه دا زمینه برابره  سوې وه چی څه ولیکی او څه ووایی. او هغو لیکوالو چی څه لیکل هغه یې انتقادی اومعمولا  احساساتی خو ډېر ښایسته لیکل. بېنوا د وخت شرایطو دومره زورولی دی چی  د وجود نه په عدم خوښ دی او په یوه شعر کی داسی وایی:
 د عدم په غېږ کی پروت وم خبرنه وم له جهانه
نه محتاجه د نیسم وم نه می وېره له خزانه
نه می پاڼی وې نه څانگی  نه غوټۍ چېری خندانه
څنگه راغلم څه را وشول  چی هیڅ پوه نه شوم له ځانه
څه شیرین خوب د عدم و له هر څه فراموشی  وه
کوم بې نیازه را بیدار کړم  هری خواته خاموشی وه
نه د  شپې تیاره خوره وه  نه د ورځی څه رڼا وه
نه ښادی نه غم و هلته  نه ژړا وه نه خنداوه
نه د میاشتو کلو شمېر و نه د نن پرون سودا وه
خو به څه وایم چی څه و  د سکوت پټه دنیا وه
نه وږمه  نه بوی نه رنگ و چی اوس پاڅی له دې گلو
 نه کړاو د بوراگانو  نه اتڼ و د بلبلو
څه فایده له دې ژوندونه  چی می دوې ورځی ژوندون دی
غونچه خوله له خندا ډکه  گړی پس یې بیا رژون دی
لاله سر له خاورو هسک کړ  بیا په زړه  داغ جگرخون دی
 غېږ په غېږ  پاڼی دی رېږدی  چی په مخ کی یې بېلتون دی
نن که زېب یمه د مځکی  سبا خاوری دبیا بان یم
دا هوس به نیمه خوا سی  تر پښو لاندی د آسمان یم

د عبدالروف بېنوا ژبه انتقادی ده.خو د انتقاد د افاده کولو دپاره  چندانی د احساساتی کلماتو او الفاظو  څخه کار نه اخلی. معمولا سمبولونه استعمالوی. ښایسته الفاظ انتخابوی.او لوستونکی نه ستړی  کوی. دغه سبک هغه ته امیتاز ور بخښلی او دغه سبک هغه  بېنوا کړی او مشهور کړی دی.بېنوا په داسی حالاتو کی شعر لیکی چی په افغانستان کی داخلی تغیرات  او په بین المللی سطح تحولات روان دی. د ده غلی شانته انقلاب شعر یې، چی له سر څخه  تر پایه پوری د زمان د تحولاتو په مقابل کی د خبرداری معنی لری، د خپل وخت ډېر مشهور او ژوندی  شعر و . او ترډېره نوره وخته پوری به د پښتو ژبی د شعر له بهېر سره ملگری اوژوندی پاته وی.
نسیم ووې د گل غوږ کی بدل سو د یارانی رنگ
غلی شانته انقلاب دی  بدلوی د زمانې رنگ
ورسره نوی رنگونه  رنگا رنگ تحولونه
کړی سمسور به راغ رغونه
         موسم بل دی هم بل سوی دبلبل  دترانې  رنگ
 غلی شانته  انقلاب دی بدلوی د زمانې رنگ
دړی وړی زوړ رباب دی        زوړ مطرب خانه خراب دی
زوړ آهنگ د روح عذاب دی
نوی ساز نوی آواز دی هم سو نوی د نغمې رنگ
 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رنگ
نوم دام نوی صیاد دی       نوی چل نوی بېداد دی
نوی آه نوی فریاد دی
هوښیاری صید لره بویه  بدل سوی د دانې رنگ
 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رنگ
لری نوی محبسونه        نه یو سرای نه یوه خونه
حبسوی لوی هیوادونه
چی بندی پرې نه پوهېږی داسی سو د زولانې رنگ
 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رنگ
طلایی جام کی د دور      شراب زهر دی په دور
نوشول یې غواړی غور
 اې سرمست زلمیه پام کړه  بل راز سو د میخانې رنگ
 غلی شانته انقلاب دی  بدلوی د زمانې رنگ
سره واوښتل  قومونه          ویښ خبر سول له ژوندونه
 دویدو سول وران کورونه
گوره کله به سی نوی د پښتون  د کاشانې رنگ
 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رنگ

               عبدالروف بېنوا  یوازی انتقادی شاعر او لیکوال نه وو. بلکه د جام او ساقی په ستایلو کی یې هم  د رنگینو الفاظو  کم ساری پیدا کېږی. د دې مستیو د ستایلو ترڅنگ د خپل  هیواد  د هغو بې وزلو ، کونډو، رنډو  او یتیمانو  اوښکو ته هم  متوجه دی چي جام او ساقي مفهوم نه ورته لري  او د ژوند ډېره لویه  آرزو یې د لوڅو سرونو  او لوڅو پښو پټول دی. جام او ساقي به هر چا ستایلي وي. د فارسي او پښتو ژبي په زرګونو شاعرانو د ساقي د سپینو لاسونو او سرو اننګیو په ستایلو په زرهاوو پاڼي توري کړي دي. ځینو شاعرانو خو د وخت د دربارونو د عیش او نوش د ستایلو او سلطانانو او واکمنانو د خوشاله کولو لپاره د هغوی په دربارونو کي د نوخطانو په ستایلو ځانونه ستړي کړي او د هغوی له سپینو لاسونو یې د خیال په دنیا کي خمونه پر سر اړولي دي. خو بینوا، د دلبرانو او نوخطانو پر ځای، د جلال اباد په ښار کي، د خپلي بیکاری په وخت کي، خپل یوه سیکه انډیوال شام سینګه ته د ږیرور ساقي په نوم یو شعر لیکلی دی چي سړی یې د طرحي او عنوان له مخي په پښتو او فارسي ژبو کي بې ساری بللای سي.
        
 ږیره ور ساقي ته
ږیره وره ساقي راشه
د شرابو عطر پاشه
ګوره ورځي د ویساک دي
زړونه ټول له خیرو پاک دي
د نانک روی مي دروړی
له خماره مي روح ستړی
ستا تر سپیني ږیري جار شم
صدقه یې تر هر تار شم
د هر تار په شمیر یو جام را
نشه مسته د خیام را
په خپل ګرنت دي ستا قسم وي
چي هر جام دي جام د جم وي
نور ځنډ کفر دی تلوار کړه
ایمانداره جام تیار کړه
یرغل ګډ پر خرابات کړه
د کرم د خُم سر مات کړه
چي د تاک لور لوڅه پاڅي
د رندانو مخ کي ناڅي
په لیدو یې مستانه شو
په خوندو یې فرزانه شو
بیا له سره را زلمیان شو
د ښاغلي تاک زومان شو
تیاره زړونه بیا رڼا شي
دین دنیا و ته مو شا شي
د رام رام پر ځای شام وایو
په مستي کي دي جام ستایو
د غم مرګ د زړه همدم شي
لږ ډیر غم له زړونو کم شي

 بېنوا نقاش نه وو خو د طبیعت  ښکلا ته دومره عمیق  متوجه وو چی  هغه څه چی نقاش یې  په تابلو کی ترسیموی دی یې  په شاعرانه تصور افاده کوی.  دی یې د الفاظو اوکلماتو  په زور ښیی ، او داسی یې ښیی چی کله کله د نقاش  تر توان وتلی کار وی. هغه شفق چی بېنوا  تر سیم کړی دی ، نقاش به یې بېله شکه ترسیم کړای سی ، خو هغه  څه چی بېنوا یې   د شفق د لیدلو په وخت کی وایی  هغه د نقاش په تابلو کی نه ځایېږی.  نقاش به  د خپلی تابلو لیدونکو ته څرنگه هغه څه وایی  او څرنگه به هغه پیغام ورکړی چی بېنوا یې  په لیکلو او ویلو قادر دی.
هندوکش پر سر لمبې دی  که آسمان سره کناره ده
د کوم سوی زړگی آه دی  یا د وینو فواره ده
که چنگېز دعصر توره  چی له تېکی را ښکاره ده
یا خو بل د مینی اور دی د فلک پرې سوی کور دی
د سکندر د وخت شهید دی  په حسرت گوری بگرام ته
یا لېوال روح د عاشق دی چی ورځی د یارسلام ته
 یا ویاله د سرو شرابو  چی تویېږی یوه جام ته
دا میدان د کربلا دی  که سالو سورد لیلا دی
دا زړگی د آسمان وچاود  که سینه د دېوانه ده
 یا ساقی له لاسه ښکته چپه سوې پیمانه ده
او که درس د عبرت لیک دی ښه رنگینه افسانه ده
موږ ته یاده جانبازی کړی  د نیکونو سربازی کړی
د مومن د زړه په وینو  شیرینو سور کړی لاس  دی
که کفن د شهیدانو  پرښتو نیول پاس دی
یا دنیا کی خونرېزی ده  پر افق یې انعکاس دی
یا! شفق د کوهستان دی را چاپېره پر اسمان دی.
د بېنوا د غنمو وږی:
                              د شلمی پېړۍ  د دوهمی  نیمایی په لومړیو کلونو کی د پښتو ژبی د نوي ادب  یوه پهلوان عبدالروف بېنوا د غنمو د وږي په نوم یو اثر له چاپه را وایست.د غنمو وږی د پښتنو د سیاسی تاریخ د هغه فصل منظومه حماسه  یا تقریبا منظوم تمثیل دی چی پښتانه د اېران د نادر افشار د استبداد نه  د خلاصېدلو څخه وروسته  د یوې واحدی رهبری په تلاښی کی وه. او بالاخره یې  د دې واحدی رهبری د جوړولو دپاره په کندهار کي یوه قومی جرگه جوړه کړه. د دې تاریخی قومی جرگې  په نتیجه کی  د پښتنو د  تاریخ یوه لویه ستونزه حل سوه. پښتنو مشرانو  د رایو په اتفاق  لوی احمد شاه بابا  د خپل پاچا په حيث  انتخاب کړ. او احمد شاه بابا هم  د معاصر افغانستان د موسس په حيث  د پښتنود  پراخو  او تیت و پرک پرگنو  په یو کولو لگیا سو. د شېر سرخ بابا په زیارت کی  د پښتنو  د خپلواک دولت اساس نه  بلکه د یوې لویی    امپراطورۍ اساس کښېښودل سو چی  د احمد شاه بابا  په قول یې  هند او اېران  تر نگین لاندی وه. عبدالروف بېنوا د پښتنو د د ې تاریخی قومی جرگې  په باب داسی وایی:
ارغنداو د غرو لمنی  د غاټول په گلو سرې شوې
د دامان هوسۍ دی مستی زرغونې ورته درې شوې
د باغو ونی ویښېږی د بلبلو پرې نارې شوې
اسمان مځکه ټوله خاندی  نوی نوی نندارې شوې
وه ! دا څه نوی ژوندون دی دا نسیم راغی له کمه
 چی یې نوی روح وطن ته وباخښه له خپل قدمه
تا وا جوړ ملی اختر دی   نجونو سره کړل خپل لاسونه
په ملالو غاړو زانگی  د روپو سپین امېلونه
لور پر لور یې خپاره کړی  په تندی تور اوربلونه
له کیږدیو راوتلی  پر دښتو کړی اتڼونه
زلمیان هم توپک په غاړه  پښتنی ترانی وایی
په ملی جوش او خروش ټول ننگیالی پلرونه ستایی
                                 د شیر سرخ بابا پر مزار باندی سپین  بېرغ رپېږی.  اود پښتنو د ملت  مشران ترې لاندی راغونډ دی. یوې خوا او بلی خوا پر آسونو سپاره ځغلی. د آسونو د پښو گرد یې آسمان ته پورته کېږی. د شنه آسمان لاندی  سپینی توری ځلېږی. مځکه له هیبته رېږدی. اومشران او کشران د خپل کاروان سالار د ټاکل کېدلو په انتظار ولاړ دی. دا وخت صابر شاه ملنگ  په دې حساس وخت کی د پښتنو د مشرانو او سپین ږیرو ترمنځ  د اختلافاتو او جرگو  مرکو د ختمولو په مقصد را پاڅېږی او د احمد شاه بابا په بګړۍ کي د غنمو وږی ټومبي او هغه ته د پښتنو د پاچهی مبارکي وایی.
تخت و تاج دی مبارک شه د پښتون ټبر زلمیه
دا ملت دی په تا لوړ سی  پر غلیم سې بریالیه
ستر واکمن شوې د دې خاوری رب دی ستر لره زمریه
د اولس په غم شریک سه ملت ویښ که ننگیالیه
یو گړی غفلت ونه کړې  واک یې ستا سو د دې پسه
په دردو یې ځان خبرکه لاس دی مینځه له هوسه
نور  د هیڅ شی کمی  نسته خو تنها چی تربیه سی
په ملی روح یې  ژوندون وی له تقلیده بېگانه سی
یو د بل په غم شریک وی له نفاق څخه گوښه سی
 خپل ځان وپېژنی هسی چی پر ځان باندی تکیه سی
اوس نو ستا ولاس ته گوری ملا دی وتړه احمده
د خپل قام په خدمت پاڅه مرسته غواړه له احده
                                     د صابرشاه د درنې او پخې وینا څخه وروسته، وار  د شیرسرخ د جرگې یوه بل درانه مشر  حاجی جمال خان، د بارکزیو د قبیلې سردار ته ورسېدی. حاجی جمال خان احمد شاه ته بیعت ورکړ. د مشرتوب اوپاچاهی مبارکی یې ورته وویله.هغه ته یې وویل چی نور نو د پښتنو سترگی تاته دی. زموږ په تا اعتماد دی. او  د خدای په مرسته به په تا سرلوړی سو.دا ټاټوبی به ودان سی. او زموږ ټولو زړونه په دغه زېری سره ښاد دی. حاجی جمال خان وروسته داسی وویل.
بست به شی اباد له سره  بیا به جوړی کنډوالې شی
هری خواته به روانی  د سرو اوښو قافلې شی
په څپو به هلمند راشی هر طرف ډکی شېلې شی
په هر  کڅ باندی به جوړی د زلمو نجونو مېلې شی
چی هلمند به په څپو کی دوی ته کړی زاړه نکلونه
په ورو  ورو به یې څرگند کړی خپل د زړه پټ ارمانونه
شکر شکر خدایه تاته چی دی مشر را پیدا کا
اوس د دې زلمی ته مل سې خپله مرسته ورعطا کا
چی دا تیت اولس را غونډ کړی له بېلتونه یې جلا کا
په یوه اواز را پاڅی یو له بله سره ملا کا
له فراه نه  تر هریه له زرنجه تر زابله
ټول ملت په یوه زړه سی له تخاره تر کابله
                                        عبدالروف بېنوا  د حاجی جمال خان د وینا څخه وروسته  د نور محمد خان علیزی وینا راوړې، او هغه احمد شاه ته د مبارکی ویلو سره وایی  چی  گوندی ستا په برکت  د پښتنو زوړ برم را ژوندی سی. اوستا د تېرې توری له بریښه  پر دښمن باندی لړزه راسی. نور محمد خان د خپلی اوږدې او احساساتی وینا په جریان کی  داسی وایی:
که ظاهر یم ترتا مشر یا تر تا می ډېر اولس دی
که جگړن می تر لاس لاندی یا ملت زما په وس دی
خو ډېر زور می دی په لاس کی دا قدرت رالره بس دی
مشرتوب نه غواړم ځکه کشر توب ته می هوس دی
نه چی پېښ رانه ورانی سی څه غبرگون به کړم په ح‍شر
یا! منلی می په سترگو زه یم کشر  ته یې مشر
                                         عبدالروف بېنوا وروسته د قام د نورو مشرانو  محبت خان، نصرالله خان اوموسی خان  احساساتی  اود پښتنی غرور  نه ډکی ویناوی یو په بل پسی راوړی. اود جرگې په پای کی  پخپله د لوی احمد شاه بابا وار، چی په عمر کی تر ټولو  حاضرو قومی مشرانو کشر و، رسېږی.احمد شاه بابا  له یوې خواد خپل قوم  د سپین ږیرو د مینی ډکی ویناوی اوری. او بلی خواته گوری چی پښتانه  زلمی په جنگی  آسونو سپاره  او دتورو  ځلا یې  د لاهور د جنگونود فتحی   اوپانی پټ د وهلو زېری ورکوی. احمد شاه بابا هم د مینی او  احساساتو دې ډکو صحنو دې ته وهڅاوه چی  د پښتنو سپین ږیرو  په جرگه کی ودرېږی او  خپل قوم ته داسی ووایی
د لوی خدای دا اراده وه چی  زې مشر کړمه ستاسو
له همده نه مرسته غواړم غوښت می دی په دواړو لاسو
چی پښتون بیا را ژوندی کړم لکه وو چی هسی بیا سو
ټوله یو لاس  یو اولس  سو  بېگانه له ملکه  باسو
یو د بل په ژبه پوه سو چی موږ څه یو څه به شونه
د ژوندون لاری دی کومی  موږ به کومی خواته ځونه
که موږ یو له بله پوه شو  نور کارونه ټول آسان دی
ضروری تر هر څه موږته  پېژندل  لومړی د ځان دی
ځان به ویښ کو هری خواته هری خواته غلیمان دی
یو په بل مو سره وژنی  وایی خپل  یو دښمنان دی
زموږ زلمیان وینو کی رغړی  دوی چک چکی کړی خندا کړی
منتظر دی هغه وخت ته چی به کله موږ تباه کړی
زه یم ستاسی تاسی زما یاست په وحدت خدای خوشالېږی
ها اولس چی لاس یې یو وی ژر مقصد وته رسېږی
هم په علم هم په توره  له هیچا نه نه پاتېږی
که کرهڼه ودانی ده  یو د بل په مرسته کېږی
که پوهنه که عظمت دی  که مړانه شان شو کت دی
 ودانی یا که عزت دی  ثمر هر یو د وحدت دی
د ښارنجونی او ښځی ، چی د پښتنو د معمول دود اود ستور سره سم یې، د پښتنو  په دې  قومی جرگه کی برخه نه وه اخیستې د خبر د اورېدلو سره  خوشالېږی او  د احمد شاه بابا مور زرغونې انا  ته د مبارکۍ د پاره ورځی. زرغونه انا د دې خبر په اورېدلو  له خوشالیه په جامو کی نه ځایېږی. د خوښۍ او ښکی او موسکا یې سره گډه ده. د خدای شکر ادا کوی چی داسی زوی یې ورکړی دی چی  د ټولو پښتنو ورباندی اعتماد دی. اود  یوه ملی رهبر په حيث یې مخ ته کړی دی. زرغونه انا خدای ته لاسونه پورته کوی  او وایی:
خدای دی وکی چی دواشی  ما هم دی غوښت دې دپاره
چی خدمت د قام وطن کړی ځان کړی جار په دغه لاره
د نیکونو نوم ژوندی کړی   قوم وژغوری له ناتاره
د پښتون جنډۍ کی پورته  له خیبره تر خیساره
زه به هله دی زوی بولم چی پاشلی اولس غونډ کړی
د زمری زلمو پوځونه و هر لوری ته ور پنډ کړی
 ستاسی هم پالنه وکړی  ومو ژغوری له خواریه
و پوهنی ته مو مخ شی ، شۍ مخ څټ له ناپوهیه
هم هر پلار به خبروی تل  د خپل لور له بېوزلیه
چی دلور غوښی ونه خوری  شی بېزار له خونخواریه
هر مېړه  پوه  کی په دې  چی مېرمن هم لری حقونه
که مېرمن په کور کی نه وی  څه به خوند وی له ژوندونه
د مرحوم بینوا د نورو ادبي او علمي خدمتونو ترڅنګ، چي پښتانه به یې  هیڅ وخت هیر نه کړي، د اوسني لیکوال په نوم کتاب تر ډیرو لویو علمي او ادبي څیړنو ډیر زیات ارزښت لري. هغه پوهیدی چي یو وخت به هغه  لیکوالان او شاعران چي ځینو یې  د ده په وخت کي او په ژوندوني د ګمنامی ژوند تیراوه د خلکو هیر وي او په دې خبر نه وي چي هغوی هم یو وخت د دوی په ښارونو او کلیو کي ژوند کړی او څه یې لیکلي دي کنه. که د اوسني لیکوال په نوم ارزښتمن کتاب نه وای نن به د پښتو ادب مینه وال او شاګردان د ډیرو زیاتو شاعرانو او لیکوالانو د ژوند او شاعری سره بلد نه وای او په دې به خبر نه وای چي که په شلمه پیړۍ کي د پښتو ژبي  د شعر او ادب په باب څه لیکي نو د چا مثال به راوړي. مرحوم بینوا په دې کتاب کي، چي ډیر خلک به یې په هغه وخت کي  په ارزښت هم نه پوهیدل، د خپل وخت د ډیرو زیاتو پښتنو لیکوالانو او شاعرانو د ژوند حالات او د کلام نمونې را غونډي کړې او تر موږ پوري یې خوندي را ورسولې. خو د افسوس خبره دا ده چي د هغه دغه ارزښتمن کار چا تعقیب نه کړ. په کار خو دا وه چي له مرحوم بینوا څخه وروسته لیکوالانو او یا اوسنیو لیکوالانو د خپل وخت د شاعرانو او لیکوالانو د ژوند حالات او د کلام نمونې او علمي او ادبي کارونه په یوه یا څو کتابونو کي را غونډ کړي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې خوندي کړي وای. که څه هم چي دا کار دلته هلته به لږه پیمانه سوی دی خو که د پښتو ژبي د شعر اوسنی ودي او د شاعرانو ګڼ شمیر ته وګورو نو دا کار کافي نه دی بلکه باید چي نور هم پسي تعقیب سی.