د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه کباړي

قسیم هلال 29.05.2014 13:04

کباړي

په کميس کې روغ ځاې نه و تڼۍ خو يي بيخي نه لرلې ، په خيرن مخ يي د اوښکو لارو سپينې ليکې جوړې کړې وي ، شليدلې پلاستيکي چپلکې  يي په پښو وي تل به يي شليدلې خيرنه پلاستيکي بوجې په شا وه ،او د کيمپ په کوڅو او ډیرانونو به يي کباړ راټولاوه پلار يي ډیر کمزورې نه وه هغه د چا خبره ښه سور سپين و خو زه يي د کار نه کولو په علت نه پوهيدم . يوه ورځ مې راته نيا وويل بچيه ډګروال صيب دوې زموږ کليوال دي دی په مخکيني حکومت کې ښه غټ سړې و په کلي کې ښه د نامې جامې سړې و ، دلته به يا له شرمه کار نه کيي او يا به يي کولاې نه شي په دياړۍ نه دې عدت ، خو ماته يي دا عدت ښه نه ايسيده ځکه چينار باندې مې دا په سرو غرمو د ډیرانونو ګرځيدل نه لوريدل ، خو چينار بيا د پلار په څیر نه و ، ښه همتناکه هلک و ، خبره يي له کباړه په کوڅو د پوليو او پاپړو تر خرڅولو ورسيده شپه او ورځ يي په ځان يوه کړې وه او ټول کور نفقه ورترغاړې وه ، خو ښه و کور يي دومره غټ نه و يو دا يوه يي خور او يو يي مور پلار و ټول څلور سره کور و چينار څه پیسې سپما کړې او مور ته يي پرې دسرو زرو ګوتمۍ په دې موخه واخستې چې په اينده کې به په سخته کې په کار راشي ، دلته په وطن د طالبانو نظام ړنګ شو او په پوله د مهاجرو بهير رامات شو هره کورنۍ به چې وطن ته ستنيده نو په پوله به يي چکن کيده او ښه ډیرې پیسې به يي ورکولې د چينار پلار هم چا خبر کړ دوې هم رابار کړل او د چکن د پیسو له خاطره څو څو ځله په پوله را واوښتل دلته يي هم يو څه پیسې پوره کړې مور يي خوشاله وه چې ځه که خیر و چينار ته به واده وکړي او لاس به يي سپک شي چينار خو اوس دپلار د بيغورۍ له کبله بي تعلمه زلمې شوې و ،چينار به پلار ته ويل چې دا دچکن پیسې دنورو حق دې دا مه اخلۍ خو پلار يي نه منله کله چې وطن ته راستانه شول نو په مور يي راولګيده ناروغه شوه شته پیسې پرې ټولې ولګيدې هغه د سرو ګوتمې هم لاړې خو روغه نه شوه خو دا ارمان يي پوره کړې و چې زوې ته ښځه وکړي خو د واده ارمان يي له ځانه سره ګور ته يوړ او پور يي پرې کړ ، پلار يي لاړ او په کابل کې يي بیرته پخوانۍ دنده ترلاسه کړه په لږ وخت کې د ډیرو شتو خاوند شو هلته يي بله ښځه وکړه او کلي يي سره د چيناره له ياده وويست ، چينار د ولور پیسې نه لرې ذده کړې نه وې کړې نو د ولور ګټلو لپاره د ملي اردو ليکو ته لاړ په کلي کې د تره کره اوسيدو پیسې ګټلې او راوړلې تره ته يي سپارلې چې څو د واده لګښت پوره کړي دا ځل چې تللې و نو دوه مياشتې يي شوې وي تره ته په مبايل کې ويلې وه چې د واده ترتيبات رانيسه زه در روان يم د تره کورنۍ يي هر څه انتظام برابر کړ ، ماذيګر لمر پريواته چې دکليوالو سترګي د انبولانس ترخو غږونو پسې واوختې انمبولانس دکلي منځ ته د چيغو په بدرګه راورسيد دچينار تابوت يي ترې راکوز کړ په جنوبي ولايتونو کې ماين وهلې او ټوټه ټوټه و ، دا دې ماسخوتن لس بجې دې خو جنازه يي لا نده شوي ځکه چې ملايان د ده د جنازي په کولو سره خپله جنازه نه غواړي .