د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هند په کونسلګري حمله پاکستان کړي، ولسمشرکرزي وايې

نظرمحمد مطمئن 27.05.2014 11:09

ولسمشر کرزي په خطرناک وخت او خطرناک مجلس کې وویل چې په هرات کې د هند پر کونسلګري حمله د پاکستان لشکر طیبه کړي وه، دا په داسي حال کي ده چې د هند او پاکستان د کړکيچنو اړيکو په نظر کي نیولو سره په لومړي ځل د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د هند د لومړي وزیر د سوګند يادولو او معرفي کولو مراسمو کې برخه اخستي ده، څو مياشتي ، کال او يا هم تر کال ډیر وخت مخکې داسي ګنګوسي وي چې نواز شریف او کرزی موافقې ته رسيدلي چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به د کرزي په خوښه وي، مګر پاکستان چې واک يې د پوځ او استخباراتو په لاس کې دی، د کرزي سره په کړي توافق نوازشریف ونه دريدی، اوس مهال پاکستان په ښکاره ډول د ډاکټر عبدالله عبدالله څخه  ملاتړ کوي، همدا به لامل وي چې کرزي صاحب غوښتلي وي په دغه حساس وخت کې د هند او پاکستان اړيکې تر نور وخت هم خرابې کړي، مګر د هند او پاکستان مشران او سياست کوونکې زموږ افغانانو په ډول نه دي چې له وخت څخه مخکې  پریکړه وکړي، ممکن همداسي به وي کرزي صاحب به هم پرته له ثبوت څخه دغه خبره نه وي کړي، مګر په کار  وه چې دغه خبره د حملي په  ورځ، يا هم هند ته له تګ څخه مخکې کرزي صاحب کړي وه، اوس هر سړی پوهيږي چې کرزی صاحب اوبه خړوي او ماهيان پکې نيسي.

زما له پاره داهم جالبه وه او ده چې داځل چارواکو او رسنيو پر د هندپر کونسلګري د برید پړه په پټو سترګو پر طالبانو وروانه چوله، مخکې له دي داسي ډیر موارد وو چې طالبانو د پيښې پړه نه ده منلي افغان حکومت او افغان رسنيو يې پړه پرته له ثبوت څخه پر طالبانو اچولي ده. د طالبانو دي هم کور ودان وي نه يې خپله او نه د طالب په نوم  کوم چا په هرات کې دهند پر کونسلګري د برید پړه په غاړه واخستله.

زما د معلوماتو له مخې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال، دا ډول اوسمهال غواړي چې له هند هیواد سره ښې اړيکې ولري، مګر د طالبانو دواکمني پرمهال د هند له لوري هیڅ ډول مثبت ځواب طالبانو تر لاسه نه کړ، اوسمهال هم هند په ډیر احتياط سره په دي اړه لاهم فکر کوي، حال داچې طالبان په ښکاره غواړي چې د نړۍ له هر هیواد سره ښې اړيکې ولري.

دا ښه خبره ده چې طالبان له دغه تور څخه خپله ولسمشر کرزي سپين کړل، مګر د ګاونډيو هیوادونو سره د سياسي او ډيپلوماټيکو اړيکو په نظر کې نیولو سره د يوه ولسمشر له پاره په کار نه وه چې د هند لومړي وزیر د سوګند او معرفي کولو مراسمو پر مهال دي د کوم هیواد ولسمشر هڅه وکړي چې د اوږدې تربګنې لرونکو هیوادونو تر منځ د دښمنې اور ته لمن ووهي.

زما هدف هيڅکله دا نه دی چې پاکستان داحمله نه ده کړي، په دي اړه معلومات هم نه لرم، نه يې تاید او نه يې رد کوم، تمه ده چې ولسمشر کرزی او افغان امنيتې اداري به يې ثبوت هم وړاندي کړي، مګر مهمه خبره داده، افغان مشران چې ښه پوهیږي په افغانستان کې پاکستان او هند اور ته لمن وهي، دلته يې خپلمنځي جګړه پېل کړي، ولي افغان مشران دواړو هیوادونو ته ددي اجازه او زمينه برابروي، په کار ده چې دواړو هیوادونو ته ووايې چې خپله دښمنې بل ځای پر مخ يوسئ، که بيا هم یاد هیوادونه په افغانستان کې خپلې نا اعلان شوې جګړې ته دوام ورکوي، په کار ده چې افغان چارواکې د دوی له دښمنې څخه  سمه او پرځای ګټه پورته کړي.

کله چې دننګرهار ولایت اړوند د ګوښتې ولسوالي کې پاکستاني پوځيانو د تاسيساتو جوړول پېل کړل ، دافغان او پاکستاني پوځيانو تر منځ نښته وشوه، چې يو افغان عسکر پکې  خپل ژوند د لاسه ورکړ. مګر تاسيسات د لنډ مهال له پاره وځنډول شول، خو بیرته يې کار دوام پيداکړ، په هغه مهال مې يوه لنډه تبصره پر خپل فیسبوک ولیکله چې د هند او پاکستان د کشمیر جګړه ګوښتې ته راورسیدله، له دي وروسته به دهند او پاکستان جګړه د افغانستان په خاوره کې وي، ښه ده چې افغان شنونکې همدې نتيجې ته اوس رسيدلي چې زموږ په هيواد کې د هند او پاکستان نا اعلان شوې جګړه پېل شوي، همدغه ډول تحلیل مې پرون ورځ د نړيوالو رسنيو څخه واوريد.

افغان چارواکو ته په کار ده چې دغه مهمه او ستونزمنه مسئله په ښه ډول سره درک کړي، هند او پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو پر خاوره د يو بل څخه غچ واخلي او د افغانستان خاوره د خپلو موخو له پاره وکاروي.

اوس وخت چې د کرزي صاحب د ولسمشري وخت په رسمي ډول سره پای ته رسیدلی دی، نړيوال او سيمئیز هیوادونه نور ښه پوهیږي چې کرزی صاحب د افغانستان ولسمشر نه دی، او نه هم ده ته د ولسمشر په حیثیت قایل دی، که داهم ومنو، چې  کرزی لا هم رسمي ولسمشر دی، خو د پریکړو صلاحیت نور نه لري، او نوي پريکړي او نوي تګلاره به نوی ولسمشر او دهغه په خوښه جوړيږي، ښه داده چې ولسمشر کرزی خپل موقف ته په کتلو سره خپل حیثیت وساتي، داسي معنی لري لکه چې يو کس له خپلې چوکۍ څخه ليري کړل شي مګر ترهغه وخت پوري وخت ورکول شي چې کار وکړي تر څو دهغه پر ځای کوم بل وړ او مناسب سړی معرفي کيږي، حتمي ده چې ددغه شخص چې موقت کار کوي، پریکړو او خبرو ته خلک ډیره اعتنا نه کوي.

همدغه ناکام سیاست وو چې د امريکا ولسمشر اوباما داځل بیخې له ولسمشر کرزي سره لیدنه ونه کړه، د موضوع د حساسیت په نظر کې نیولو سره يې له مجبوریته په ټلیفون خبرې سره وکړي، څه معنی يې درلودله، په ټلیفون خو يې له امريکا څخه هم له کرزي سره خبرې کولای شوای، داچې دخلکو دغه خبره چې اوباما خپل اشغال شوې هیواد ته راغی، دهمدي موخي او همدي ټکې په نظر کې نیولو سره اوبام له کرزي سره پر ټلیفون خبرې وکړي.

امريکايان او په ځانګړي ډول اوباما ښه پوهيږي چې نور د کرزي صاحب وخت ختم شوي، هغه د يو سمبول په ډول د څو مياشتو له پاره ناست دی، ځکه خو يې دولسمشر کرزي همدومره سپکاوی وکړ، مهمه داده چې امريکا هر وخت د خپلو لاسپوڅو سپکاوي کوي، او تر هغه وخت پوري راکړه ورکړه ورسره کوي تر څو چې ددوی ګټې پکې خوندې وي.

امید دی چې راتلونکې ولسمشر چې هر يو کيږي هغه به دغه ترخه تجربه لیدلي وي چې څه ډول کرزی مشر شو؟ څومره واک ورکول شو؟ څومره مشهوره نړيواله څیره ورڅخه جوړه شوه؟ او بالاخره دهغه چا له خوا (امريکا)چې همدغه ټول موقفونه يې پري لورولي ؤ، څومره سپک شو.

راتلونکې ولسمشر به هم تر هغه وخت پوري امریکا ته ډیره مهم وي تر څو امنيتې تړون لاسلیک کړي، ترڅو ددوی د ګټو له پاره کار کوي، او ترڅو چې امريکا ورته اړتیا لري، کله چې د امريکا د اهدافو له پاره وړ او مناسب ونه ګڼل شي، هغوی به هم د کرزي په ډول د امريکا له خوا سپک او له سياسي دایرې څخه لیري کيږي.