د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جنګسالارانواوږده لاسونه

جاوید ستومان 24.05.2014 22:18

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د روان کال د غویي میاشتې په اوولسمه نیټه د ټاکنیزوشکایتونو د خپلواک کمیسیون په علني غونډه کې د ولسمشرۍ د یوه کاندید استازي د خپلو شکایتونو په لړ کې غونډې ته داسې سندونه وړاندې کړل چې ټول یې حیران کړل. دوی هڅه کړې وه په دې توګه وښیي چې ګویا سیال کاندید یې درغلۍ کړې دې خو د یوې مشهورې اصطلاح له مخې پخپل رنګ کې کوټ شول
. دغه سندونه داسې سندونه و چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون محرم اسناد بلل کیږي او د ټاکنو په کمیسیون کې له موظفو کسانو پرته نور هیڅوک نه شي کوی په دې اسنادو آن لاس ووهي . د ولسمشرۍ د یوه کاندید عبدالله عبدالله استازو نه یوازې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې د رای پاڼو هغه کتابچه وښودله چې د کمیسیون پټ اسناد دي او ددې کمیسیون مهر یې هم درلود بلکې د بلخ ولایت له یوه مرکز څخه یې داسې رای پاڼې هم وښودلې چې رنګ یې له نورو رای پاڼو سره توپیر درلود.
د عبدالله عبدالله پلویانو به تردې دمخه د ټاکنو کمیسیونونه پر درغلۍ او آن له دوی سره په بې انصافي تورنول. خو اوس څرګنده شوه چې مسله برعکس ده او د بګیري که نه ګیریت، متل پرې تطبیق کیدای شي .له خلکو سره دا پوښتنې راولاړې شوې دي چې د ټاکنو د کمیسیون دغه محرم اسناد څنګه او ولې ددوی لاس ته لویدلي دي. له دې ښکاري چې د هغه کاندید لاسونه چې د جنګسالارانو استازیتوب کوي، ډیر اوږده دي. ددوی لاسونه تر هر ځایه رسیدلی شي. آن هغه ځای ته هم رسیدلی شي چې خلک ترې د انصاف او بې طرفي هیله لري.
دوی نه یوازې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون هر ډول اسناد په لاس راوړلی شي بلکې دا هم کولی شي چې دغو محرمو او حساسو اسنادو ته ورته نور اسناد هم پخپله چاپ کړي. له بلخ ولایت څخه په لاس راغلې رای پاڼې چې رنګ یې له اصلي رایو سره توپیر لري د همدې ادعا ښه ثبوت دی.
ټولو ته څرګنده ده چې دغې ډلې له پخوا د ټاکنو په کمیسیون کې خپل کسان ځای پر ځای کړي دي، هغوی یې تل د قانون په مقابل کې حمایه کړي.په تیرو ټاکنو کې په پراخو درغلیو کې د ټاکنو د کمیسیون پر ریس ښاغلي فضل احمد معنوي او نورو لوړپوړو چارواکو سربیره ددغه کمیسیون ۶۶۲ کارکوونکي په درغلیو کې ښکیل وبلل شول خو هغوی ته نه یوازې هیڅ ډول جزا ور نه کړل وه بلکې پخپلو دندو پاته شول چې دادی موږ یې د ۱۳۹۳ کال په ټآکنو کې د پراخو درغلیو شاهدان و چې د یوه کاندید په ګټه یې ترسره کړې.ددې ترڅنګ دوی د ټاکنو په کمیسیونونو کې د مشرتابه په سطحه کې خپل کسان وګومارل چې هره شیبه ددوی په ګټه کار کوي.
په ټولنیزو شبکو کې د ټاکنو د کمیسیون د هغو کمیشنرانو سندونه خپاره شول چې آن د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له غونډو څخه یوه کاندید ته ټیلیفوني پیغامونه استوي. او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون یو غړي عزیزالله آریافر تل هڅه کوي چې د یوه ځانګړي کاندید د درغلیو په اړه د شکایتونو د څیړنې مخه ونیسي.
د همدغې ډلې لاسونه هر ځای ته رسیږي او د واک پر سر له هرچا سره هر ډول معاملې ته چمتو دي په دې وروستیو کې زموږ د دوو غرضي ګاونډیو مطبوعاتو له خوا د جګسالارانو د کاندید په ګټه د پراخو تبلیغاتو ترسره کیدل همدا واقعیت په ډاګه کوي.
دغه انحصارګره ډله پر افغانستان د خپل انحصاري واک د دوام لپاره هرې خواته لاس اچوي، څو ورځې دمخه د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي راته وویل چې دغې ډلې ده او د حکومت نورو مهمو چارواکو ته مراجعه کړې او غوړې وعدې یې ورکړې دي. د همدې لپاره خو د ولسمشر لومړی مرستیال شپه او ورځ منډې وهي. څو یا د ټاکنو په پایله کې د لاس وهنې او پخپله ګټه د څرخولو لپاره د نورو مرستې جلب کړي او یا هم د انحصار ددوام په مقصد د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره نورې خواوې قانع کړي چې همدا حالت څو کاله نور هم دوام وکړي.
د ۱۳۹۳ کال د حمل په ۱۶ نیټه په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون دا ثابته کړه چې نور زموږ خلکو ته د یوې ډلې انحصار او اوسني حالت په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی. افغانانو د زیاتو خطرونو په منلو سره په ټاکنو کې ددې لپاره پراخ ګډون وکړ چې نور نه غواړي څو تنه مفسدین او جنګسالاران پرې واک وچلوي او د خلکو پر وینو ماڼۍ جوړې کړي.
د جنګسالارانو لاسونه ډیر اوږده دي او تر هر ځایه رسیږي خو که دا لاسونه هر څومره اوږده وي اوس یې افغانانو د لنډولو پریکړه کړې ده تمه ده چې افغانان به د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې یو ځل بیا حماسه جوړه کړي او روان فساد ته به د پای ټکی کیږدي.