د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمحشرورځ«لنډه کیسه»

محمدعیان«عیان» 24.05.2014 16:03

چې دزړومکرویانودپله نه پورې وتونودپله دښۍ خوادواده هال ته وروګرځیدو. هال پله ته لنډ اودسیندپه غاړه پروت و. دهال ددروازې دپاسه په غټوټکولیکل شوي وو: «قصردنیا» (دنړۍ ماڼۍ).
چې ورننوتونوریشتیاچې ښایسته هال و . ډیرخلک په کې ناست وواوسندرغاړو هم ښه په جوش اودرزدروزکې لګیا وو،خپلوکاروایانوته یې زورورکړی و.
وروسته راته دمیزونوپه سرښې غوړې زیړې کیښودل شوې چې ټولوپې په پوره ایشتیاپیل وکړ.ماخویواځې لږشانته منتواووچه ډوډۍ وخوړه ، خویره نورڅه ته مې لاس اوږدنه کړ.ځکه مې نورڅه نه خوړل چې دوینې فشارمې لږڅه جګ شوی ونوایرید م چې نورلا پسې لوړ نه شي.
لږه شیبه وروسته راباندې خولې راماتې شوې اویوډول دبې حالۍ علا مې مې احساس کړې . دځان سره مې پیکر(فکر) وکړچې ځه بار(بهر) ووځه ، که چیرې دې حالت خراپ شي نوپه هال کې به درته څوک نه متوجې کیږي . چې ددروازې په لورروان وم نودهال په منځ کې مې پښې اړوپړشوې . له ځان سره مې وویل: خدای دې خیرکړي چې له دروازې نه په خیرسره ووځم نوکه بارهرڅه وو، وي به .
چې دهال نه ووتلم په دهلیزکې څوتنه دمیلمنوداستقبال دپاره ولا ړوو. دهغوی ترشایوه چوکۍ پرته وه.دیوه تن په اوږه مې لا س کیښودواوورته ومې ویل:ورورجانه ، زماخپلوان پلا ني ته چې دننه په سالون کې دې لږغږوکړه! څنګه چې په چوکۍ کیناستم نوبیا په ځان نه یم پوه شوی.
*****
دبې هوشۍ په حال کې مې دوه ملا یکې سرته ناستې وې اوپه خپل منځ کې یې په زوره زوره خبرې کولې . یوې یې بلې ته وویل: لږې اوبه په خوله کې وروڅڅوه چې راپاڅي!هغې څه ناڅه اوبه رانینولې وې،خولا په ځان نه پوهیدم .لومړنۍ ورته بیا وویل چې بوتل ورته په خوله کې کیده اوبیا پې زوروکړه چې اوبه یې له مرۍ نه ورتیرې شي. یره چې اوبه مې څنګه خیټې ته راننوتلې نودټکه په ځان پوه شوم، خولا تیاره وه را باندې . لږه شیبه وروسته راته درڼاکڼکۍ بیرته شوه اوپه دې پوه شوم چې په قبرکې یم.
ملا یکوراته وویل : وارخطاکیږه مه، ته اوس په ریشتینې دونیا(دنیا)کې یې. قبرراته ازادشواوکڼکۍ یې هم دمقبلې لور ته بیرته شوې وه . لاچې ډیرورکوټی وم نودملا صیب نه مې دجومات په مسألوکې اوریدلي ووچې جنتي سړي ته په قبرکې دقبلې په لوردرڼاکڼکۍ بیرته کیږي . زړه مې ښه شو، ماویل ځه که خیري ددوزخ له لمبونه خوپه امان کې یم. له کڼکۍ نه چې مې اخوادیخواوکتل نوجنت راته ښکاره کیدو. حورې وې ، غلمان وو، دشودو(شیدو) ، شاتواونورورنګارنګه نعمتو نو ویالې په کې بهیدې . ښایسته ښایسته باغونه وو، د ګلو نو باغچې وې ، دسرواوسپینوزرودخښتوعنبري کورونه وو او لوړې لوړې بنګلې وې.دومره ښایسته اوپه زړه پورې ژوند و چې په تصورکې یې هم څوک نه شي جوړولا ی.
دې بلې خواته چې مې کتل نوهلته هغې اورغړوسکې وهلې چې ددې دونیااور«اووه ځله»ویلي ووچې : «خدایه ددوزخ له اوره مې په امان کې وساتې». نورنودلړمانو،مګرو،مارانو، غونډلا نو، ګوسڼو، لنډیو، غومبسو، مچیو اونوروځوروونکوـ چیچونکوکموت په کې نه و . تورې ژورې کندې، دکنګلونو غرونه اودګرمیوتپونه په کې وو.پوه شوم چې همدادوزخ دی. اوجنت ته چې مې بیرته مخ راواړاوه نوګورم چې یوه لویه او دبرمه ډکه مظاهره راروانه ده . مظاهره خوځکه وه چې ابي، تور، سره، شنه اونوررنګارنګه بیرغونه اوجنډې یې په لاسو نوکې وې چې په لوړاوازیې شعارونه هم ورکول.حیران شوم چې په جنت کې هم دمظاهرواړتیااواجازه شته ؟مخکې له دې چې له خولې نه داپوښتنه راوباسم نوملایکوراته وویل : دالو مړی ځل دی چې مونږستاسوافغانانوته په دې دونیاکې دجنت ترڅنګه دمظاهرواجازه ورکوو.
مظاهره چیان په سپینوجامواوسپینوچپنوکې راروان وواو ورووروزمونږ خواته رانیژدې کیدل.
له ملایکونه مې تپوس وکړچې داڅه چل دی؟څه پیښه شوی ده ؟ هغوی راته وویل چې اوس به په هرڅه پوه شې . نن « دمحشرورځ » ده اوداستاسوافغانان دي چې مظاهرې ته راوتلي دي.مخکې له دې چې دمحشردورځې سوال اوځواب خدای ته ورکړي ، مظاهره یې راویستلې ده.
ــ مظاهره؟
ــ هو.
چې رانیژدې شول نوومې لیدل چې په چپنویې په غټوغټو ټکوخپل نومونه لیکل شوي وو. مادهریوه نوم لوستلا ی شو. دځان سره مې یوځل چغې کړې :
او، هو . داخوزمونږ دهیوادهغه شهیدان اوغازیان دي چې د انګریزانواوافغانانوپه لومړۍ جګړه کې یې برخه اخیستلې وه. ما ددوی ټولواویازیاتونومونه په تاریخ کې لوستلي اولیدلي وو. داهماغه جګړه وه چې سړي ته نولس سوه اته دیرشم او نولس سوه دوه څلویښتم کلونه وریادوي .
دې شهیدانواوغازیانوخوانګریزانوته داسې درنه ماتې ور کړې وه چې ښایي انګریزپه خپل ټول تاریخ کې نه وي لیدلې. دهغوی ماغزه یې دسرونوپه کوپړیوکې ورخوټکولي وو . دا ټول یازیات یې زه ښه پیژنم.دتاریخ دپاڼوپه برکت یې پیژنم.په هغه جګړه کې دهیوادټول قامونه په یوه غږاویوه اتفاق، تریوه بیرغ لاندې دانګلیس دنیواک په ضدراپاڅیدلي وو. نومونه مې ورله سم پیژندل ، خو ښه شول چی اوس مې ورله ښایسته ښایسته جنتي مخونه هم ولیدل .
ــ دوی څه غواړي؟ولې یې مظاهره جوړه کړې ده؟ولې یې خپل سپین کریچونه اوسپینې تورې له تیکو راویستلې دي او رڼې رڼې یې پړقوي ؟
ملایکوراته په غبرګ اوازوویل : یوڅه حوصله وکړه! لږ وروسته به په هرڅه پوه شې . یوې یې هماغې خواته لاس ونیو، له کومه چې لومړنۍ مظاهره راغلې وه . وې ویل هغه ده بله مظاهره هم راروانه ده.دا دویمه مظاهره چې راورسیده نوددوی په سپینوچپنولیکل شوي نومونه راته هم ښه پوره پوره اشنا وو. په دې مظاهره کې هم لکه دهغې بلې په شان د هیوادټول ولسونه که دشمال وواویاسهیل ، که دختځ وو او یا لویدیځ ، په بشپړیووالي سره راټول شوي وو. مظاهرې د اتلس سوه اته اویااواتلس سوه اتیاوم کلونودافغان اوانګلیس دویمه جګړه زما سترګوته انځوراوودروله. په دې جګړه کې یې هم انګریزان په توبوکړي وو.
په مظاهروکې هغه غازیانې میرمنې هم په پاکوجنتې جا مو کې لیدل کیدې چې په کابل کې یې دلومړۍ جګړې په وخت کې د روژې په اوولسمه ورځ چې داتلس سوه یوڅلویښتم کال دنومبردمیاشتې له دویمې نیټې سره سمون خوري دکورونوله پاسه په کوڅوکې په انګریزانودکورسامانونه لکه : کوزې، کوزړۍ،منګي، منګوټي، چلمچیان، لوټې،چیلمان،چاینکې،دیګي اوپطنوسونه راغورځول اودهغوی په سرونوبه یې وینې روا نولې . همدارنګه په هغوی به یې له تیګواولوټونه برسیره،د خپلوکورونوسینجي دیوالونه ورنڼول اولاځینوخویندومیندوبه پې جوش(ایشیدلې)اوبه هم ورچپه کولې .
غازیانې اوشهیدانې تورسرې د مظاهرود لویې غونډې په څنګ کې ولاړې وې اوپه منځ کې یې« قهرمانې ملالۍ»هغه بیرغ رپاوه ــ پړقاوه چې دمیوندپه جګړه کې دیوه بیرغچي (بیرغدار) له لاسه لویدلی ؤاوبیادې راجګ کړی ؤ.په بیرغ د اتلې ملالۍ هغه لنډۍ هم لیکل شوې وه چې داوړي په ټکنده غرمه کې یې پې دغازیانودتورې په زورانګریزان مات کړي وو.
په زړه کې مې وویل چې: شهیدې ملالۍ جنت دې په نصیب اوسه ! هیڅکله به ستاځای کومه بله ملالۍ ونه نیسي ، خویره ډیرې ملا لیا نې به ستا دنوم اوقهرمانۍ نه د تل د پاره ا لهام اخلي.
چې کتل مې نودریمه مظاهره هم زمونږخواته راورسیده. د دې مظاهرې په سرسرکې ورته امان الله خان باچاراروان و. هغه خونوهرچاپیژندواوزماهم ډیرزرپام ورواوښتو.عکسونه خومې ورله ډیرلیدلي وو، لیکین اوس یې ژوندی وینم . دا د نولس سوه نولسم کال دغازیانواوشهیدانومظاهره وه . لږورو سته ټول په یوه شنه بڼ کې،چې دګلونورنګارنګ باغچوپه کې دجنت وږمې خورولې اوپه لوړوونوکې یې بلبلواونوروسندر غاړو الوتونکو نارې وهلې،راټول شول.مشران یې وارپه وار د دریځ(سټیج) سرته راوختل اوپه زړه پورې ویناګانې یې و کړې . امان الله خان باچاهم یوه زبردسته بیا نیه ورکړه او د عیدګاه دجومات هغه وینایې سړي ته وریادوله چې دمانځه نه وروسته یې خپل ولس ته دهیواددازادۍ دپاره کړې وه.
ویناکوونکوهریوه په خپل وارداوسنیوانګریزانواوددوی د نیکونودنوسو(لمسو)امریکایانوپه ضدله ولولونه ډکې ویناوې وکړې . ټولوپه یوه اوازوویل چې داسپینې تورې اوکریچونه موپه هغوی پسې راپورته کړي دی چې چادانګریزانو او امریکایانود جاسو سۍ کارتونه اخستلي دي.مونږبه مخکې له دې چې په دې دمحشرپه ورځ خپل سوال اوځواب ورکړو، د دوی سرونه به له تنوبیل ، تیل به پې واړه وواوتیلی به ورته ووهو.
یره څه لاپې شاپې به کوم . خدای حاضرحضوردی چې غونی مې لږځیګ شانته شواوله ملایکومې وپوښتل چې: په دې دونیاکې یانې(یعنې)چې دجنت په ساحه کې هم څوک کولای شي چې په چا توره جګه کړي؟
ــ دوی راته وویل: نه ، خو :
ستاسودافغانستان شهیدانواوغازیانوته په استثنایي توګه دا اجازه ورکړای شوې ده چې دمکارانګلیس اواشغالګرې امریکې په ضدپه دې دونیاکې هم خپلومبارزواومجاهدوته ستاسودوطن اوپا تې ولسونودازادۍ دپاره دوام ور کاندي .
ــ بیامې ترې تپوس وکړچې دوی ولې دې جاسوسانوته دومره
په قار(قهر)اوغوسه دي ؟
ــ ځکه چې یوخودوی دخپلوخلکورازونه اوحال احوال پردو ته وروړي اوبل داچې ستاسودهیواد په ټول تاریخ کې کله هم دومره په ډیرشمیرافغانان دپردیوجاسوسان شوي نه وو . د جاسوسانوډیریدل ددوی په انددامانالري چې دنیواک اوپوځي اډو دجوړولو چلوټه ښه پخه روانه ده .
دغوغازیانواوشهیدانوچې کله هغه خبراوریدلی وچې یوه لوړخولي امریکایي چارواکي په ښه دبدبه کې ویلي ووچې: «دیوپخواني ولسمشردحکومت په دوران کې به موچې هر څومره کوشش وکړنویوافغان به موهم خپلې دجاسوسۍ شبکې ته نه شوجذبولای،خواوس اوس همدغې شبکې ته دومره لوي کتارونه نوبت ته ولاړدي چې چاته په اسانۍ وارنه ور رسیږ ي ».
نن سبا دافغانستان ټول دولتي نظام ډیری(زیاتره)په همدغو جاسوسانوچلیږي . ستاسودهیوادداغازیان اوشهیدان ترهغې پورې خپلې تورې اوکریچونه په ځمکه نه ږدي چې ترڅویې ددوی سرونه نه وي ریبلي .
ــ ښه ښه .اوس مې پې سرخلاص شوچې دامظاهرې او پاڅون ولې پیل شوی دی .
کله چې په دې ستره تاریخي غونډه کې باچاامان الله خان خپله توره جګه کړه نودټولومبارزینو دتورو شړقاشوه. دتوروپه شړقا زه هم له درانه خوبه راجګ شوم اودازادۍ دجګړوټولو شهیدانواوغازیانوته مې دالله په دلبارکې لاسونه لپه کړل او هغوی ته مې په دوعاکې دفردوس جنت غوښتنه وکړه . د خدای رحمت شه پې چې په هغه دونیایې هم وطن اومونږ له یاده نه یووتلي. دهغوی ارواګانې دې ښادې وي. امین.
«پای»