د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نــا تــمــام خــوب

سمیع الله خالد سهاک 21.05.2014 12:17

په یوه نیمه شپه کی
چی په کراره په کوته کی پروت وم
د خوب په غیږه کی آرامه او هوسا
له خوب یی پاڅولم
له ما یی وپوښتل په قهر سره
آیا تر اوسه هم پښتون پاتی یی
او زما په ستونه کی اوبه وچي شوي
له ډاره هیڅ می هم ویلای نه شو
هغه له وږي ونیولم
او ټکان یی راکړ
له خوبه پاڅیږه تر څو به خوب کړی
وطن دی هیر کړ د پردو خدمت کړی
«««
ما ویل نه وطن می هیر نه دی
خو هیڅ کولای نه شم
او څوک می خبره نه اوری
او ډیر په وطن کی په وژنه بوخت دي
او بیګانه مو باداران جوړ شوي
هر یو جلا جلا دهلونه وهی
او له موږ غواړی چی نڅا وکړو
د هر یو ډُهل ته
او زه چی له پلاره هم آزاد پیدا یم
هیڅ کله دا شی قبلولای نه شم
چی خپل وطن د دوی په خبره
وران... آباد کړم
اوچی داسی ونه کړم
بیا کمونیست خطاب کړی
«««
او زه یوازی کابل کی اوسیدلای نه شم
زه غواړم ټول افغانستان وګورم
او یوه شپه هر ولایت کی اوسم
خو زه پوهیږم دا ممکنه نه ده
ځکه چی هر ځای ته اوس تللای نه شم
ازاده خبره نشم
ځکه ازاده می وطن نه دی اوس
او سیاسیون هم هیڅ روښانه نه دی
که بیرته راشم
د چا پلوۍ د چا به ضد یمه زه
او په رنګونو به می ځان کړی ککړ
«««
دلته می هم یوازیتوب زوروی
هم می غربت او بی وزلي زوروی
او نه پوهیږم چی څه وکړمه وطن لپاره
هغه چی خپل غیږه کی ځای راکړ
او زه یی ستر کړم د الله په امر
او اوس یی د خدمت کولو لار ورکه ده
که بیرته راشم بیا به یوه بله ټاپه لګوی
خدای خبر که می خدمت ته پریږدی
مننه

مونتری، کالیفورنیا
د امریکی متحده ایالات
د اپریل اته لسمه ۲۰۱۳ کال