د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایراني او پنجابي بریدونه، ټاکنې اوعبدالله

سرلوڅ مرادزی 20.05.2014 11:15

شمشاد تلویزیون د یکشنبه په ماښام د مشرانو جرګې د ځینو غړو له خولې یو خبر خپور کړ چې هغه کې ویل کیږي، دې روستیو کې پاکستان په ننګرهار، خوست ، پکتیا او کندهار کې ډيورندکرښې ته څیرمه، په امنیتي پوستو او ایران په نیمروز ولایت کې وسلوال بریدونه ډېرکړې او په دې سربېره يي د افغانستان خاوره لاندې کړېده!
همداراز څو ورځې شا ته، د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسیدونکو هم ویلي وو چې ترکمنستان د افغانستان خاورې ته ۵۰ کیلو متره مخکې راغلي او پوله يي د افغانستان په داخل کې جوړه کړې. البته د بادغیس والي احمدالله علیزي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د ترکمنستان سرحدي ځواکونه د افغانسان خاورې ته رامخکې شوي، خو ده ونه ویل چې ترکمن پوله ساتي څومره د افغانستان خاورې ته رامخکې شويدي. خبرونو کې د افغانستان له شپنو څخه د څارویو د تښتولو خبره هم یاده شوې وه!
پاکستان، افغانستان سره د ډیورنډ د تپلې او استعماري کرښې پر بره غاړه او بلخوا ایران نیمروز ولایت کې د افغانستان پر خاوره خپل هممهال بریدونه په داسې وخت کې زیاتوي چې افغانان په کور دننه د ټولټاکنو دوهم پړاو ته تیاری نیسي. دا هیوادونه غواړي پر افغان خاوره په وسلوال تیري سره، په ټاکلیو ولایتونو کې وضعه داسې خړه پړه او ګډه وډه کړي چې ټاکنو کې ددې ولایتونو د ولسي پراخ ګډون مخه ډب کړي او بل پلو له دې لارې د افغانستان په وړاندې، خپلې نورې بېلا بېلې سناریوې په اسانه پلې کړي!
ایران په افغانستان کې د ځانګړې پاړسو د فاشیستي واکمنۍ او د فرهنګي او سیاسي ښکېلاک لپاره، بې پایه ادعاوې او غوښتنې لري خو پنجاب بیا د ډیورنډکرښې منل، د هند په وړاندې افغانستان څخه د ستراتیژیک کنډو پتوګه ګټه او پر کابل د یو لاسپوڅې حکومت رامنځته کېدا، د خپلو دندو په سرلیک کې شمېري .
د پورته یادو موخو د پلیتوب لپاره، دواړه ګاونډې هیوادونه د افغانستان په ټاکنو کې د داسې کس راتلو ته سترګې په لار او د داسې ډلې بریالیتوب سره مرسته کوي چې د هیواد د ملي او سراسري ګټو پرځای، د دوی ګټو او موخو ته ژمن وي او هغه یوازې ډبل عبدالله او د هغه د نظارشورا ډلګۍ کېدای شي!
د څو لسیزو تېر تاریخ ته په کتو، عبدالله او د هغه نظارشورا، افغانستان کې واک ته د رسیدو د مرستې او ملاتړ په بدل کې چمتو دي چې افغانستان کې د ایران او پنجاب ټولې سناریوې یو په بل پسې پلې کړي.
د ازادۍ راډیو په ولسې جرګه کې د هلمند د خلکو د استازې نسیمه نیازۍ له خولې، وايي « ایران او پاکستان د یوه کاندید په ګټه ډېرې پیسې رالیږي چې ټاکنو کې هغه بریالی شي، دغه مرستې تر ډیره په هغو سیمو کې چې ایران ته نږدي دي او ایران زیات نفوذ ورکې لري، ویشل شوې دي.» همداراز د ازادۍ راډیو، د ولسې جرګې د بلې غړې ارین یون وینا رااخلي او وايي « په ځانګړې توګه دوه ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان له ځانګړیو کاندیدانو سره مالي او هرډول مرسته کوي؛ په لومړي دور کې یې هم مرسته کړې او هغه معلومات چې موږ یې لرو؛ د ایران سفارت او قونسلګرۍ عملاً د یوه ځانګړي کاندید په ګټه قومي مشرانو ته پیسې ورکړي»
همداراز د ولسې جرګې یوې بلې غړې شکریه بارکزۍ هم په خپله تازه تبصره کې ویلي« ګاونډیان په یو شمېر ولایتونو کې په نا امنیو غواړي د یو مخکښ کاندید د رایو حوزه نا امنه کړي او د یوه مشخص کاندید بریالي کېدو ته یې خوشبیني ډېره ده»
نظارشورا ته خواخوږې بریښناپاڼې اریايي هم د یوه لیکونکي تبصره رااخیستې چې وړاندې لیکي« من فکر می کنم عبدالله عبدالله نگاه مثبت تری نسبت به ایران دارد. چراکه مادرش تاجیک است و فرهنگ او تاجیکی است. فرهنگ و زبان تاجیکی هم اشتراکات زیادی با ایرانیان دارد. در دورانی هم که مجاهدین در افغانستان حضور داشتند ایران از همین گروه آقای عبدالله عبدالله، احمد شاه مسعود و ربانی حمایت می کرد.
در حالیکه آقای اشرف غنی احمد زی این خصوصیت را ندارد و بیشتر به قدرت قومی پشتون نظر دارد. ضمن اینکه آقای احمد زی نظر مساعدتری نسبت به غرب و ناتو دارد. به این نکته هم باید توجه کرد که به هر حال نگاه متعصب قومی او نمی تواند اتفاق خوبی در زمینه روابط دوجانبه ایران و افغانستان به شمار آید.»
د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح هم د « حرکت جدید به سوی جهاد اکبر یعنی نجات افغانستان از چنګال ایرانیها و پاکستانی ها » په یوه تبصره کې وايي:« حمایت من از داکتر اشرف غنی بخاطری است که من در وجودش تمام ارزشها را میبینم. اګر میخواهید یک افغانستان مستقل ازاد و بدون تعصبات قومی، لسانی داشته باشید با ما یکجا شوید و اینرا هم به یاد داشته باشید که تمام جهان خوشبین برای برنده شدن داکتر اشرف غنی است. تمام کمک ها جلب میشود بخاطریکه یک تیم پاک و با عتماد از جامعه بین المللی را با خود داریم و برنده استیم. لعنت به کسانی کی دامن به تعصب میزنند. با احترام امرلله صالح. د انټرنیټ له زیرمو څخه»
داسې هم ویل کیږي چې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون او د شکایتونو په کمیسیون کې ځیني کسان لکه سریر احمد برمک او ملیحه احراري د ایران لخوا په ډالرو نازول کیږي چې د ډاکټر عبدالله په ګټه په کمیسیون کې چنې ووهي او پرینږدي چې هلته د پاکو اوناپاکو رایو ترمنځ تفکیک وشي.
اوس د حکومت مسئولیت دی چې د دوهم پړاو ټاکنو له پیل مخکې دغسې کسان له دندې وشړي، څو د ټاکنو په پایلو کې د درغلۍ مخنیوي وشي.
د ډیری شنونکو په اند، د ایران او پاکستان روستي وسلوال بریدونه او پر افغان خاوره تیری، ټاکنو کې د ټاکلو ولایتونو د خلکو ګډون له مخنیوي سره تړاو لري. دوی غواړي ددې ولایتونو وضعه ګډه وډه او ناامنه کړي چې ډیری خلک په رایه ورکولو کې ګډون ونه کړي. په دې توګه به په هغو سیمو کې چې د نظارشورا د لنډه غرو تر تیغ او افسون لاندې دي، د عبدالله توله او ونډه ور زیاته کړي او د کابل ارګ کې به د خپل لاسپوڅي د کښینولو لپاره لار اواره کړي.
په نورستان او هلمند ولایتونو کې د مخپټو طالبانو په نوم، د پنجابي ملیشو ظهورهم د همداسې موخو لپاره ترسره کیږي. بلخوا د ټاکنو د دوهم پړاو په درشل کې د بهرنیو او امنیت په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز روستۍ څرګندونې، چې وايي د افغانستان راتلونکی حکومت دې ځیني سیمې طالبانو ته ورکړي، په هیواد کې د وضعې د لاویجاړۍ او عمومي اندیښنې د راټوکېدو لپاره په پام کې نیول کیږي.
افغانان باید د ټاکنو دوهم پړاو کې پخپل پراخ ګډون او بلخوا د خپلو رایو پر ټینګ څار، د ایران او پنجاب او په هیواد دننه د هغو د بړیڅو توطیه شنډه کړي!
په دوهم پړاو کې تحول او تداوم ټیم ته رایه، نوي او ودان افغانستان ته رایه ده!
پای