د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولټاکنې او پايلې یې

حميد اکبر 18.05.2014 18:22

د افغانستان د ۱۳۹۳ لمريز کال ټولتاکنو دا ثابته کړه چې که چيرې دا ملت
تصميم ونيسي او ژمنه وکړي چې يو کار به ترپايه رسوي، که د مرګ او ژوبلې
ګواښونه هم پرې وشي، بيا هم د خپل هدف څخه په شا نه ځي. ټولټاکنو څه ناڅه
د ملت اراده او غوښتنه هم وښوده او دا پکښې څرګنده شوه چې تش په نامه
جهادي مشران د افغانستان په ټولنه کې محبوبيت نه لري. بله مهمه مسئله د
حکومت لاسوهنه په ټولټاکنو کې ده او د حکومت لخوا په نوماندو فشار راوړل
دي چې د يو جوړجاړي پر اساس راتلونکی حکومت جوړکړي. ټولټاکنو رابرسيره
کړه چې د داسې دوو کسانو پاتيدل چې نه يواځې د افغانستان د ژغورنې لپاره
کوم ژغورونکی ټيم نه لري بلکه افغانستان به د حیاتي خطر سره هم مخ کړي.
د ۱۳۹۳ لمريز کال ټولټاکنو د افغانستان د خلکو اراده او عزم ثابت کړ.
افغانانو دا ثابته کړه چې که چيرې يوځل اراده وکړي چې يو کار به پايلې ته
رسوي، بيا دې ته نه ګوري، چې هغه قانوني دی او که نه، په ګټه یې دی او که
په تاوان یې دی، بس سرته یې رسوي. افغانانو ته د ګوتې پریکولو او مرګ
اخطارونه ورکړل شول مګر بيا هم د خپلې ارادې څخه تير نه شول.
دا موږ ته ثابتوي که چيرې افغانان د يو کار تکل وکړي نو پای ته یې رسوي.
په ټاکنو کې د خلکو ګدون دا اميد رامينځته کوي چې که چيرې خيرخوا او پر
هيواد او ولس غمجمن او دردمند کسان راپیداشي نو دا ملت به ورسره ودريږي
چې دوی د دې غميزې څخه وژغوري او په خپلو موخو کې به یې د بري منزل ته
ورسوي. که چيرې د ورانۍ، بربادۍ، فساد، رشوت او غلا پرځای د افغانستان
سياستوال، چارواکان او زورواکان د افغانستان آبادۍ، عزت او رغاونې ته مخه
کړي نو دا هيواد به ډير ژر د پرديو د خيرات او احسان څخه خلاص شي او پر
خپلو پښو به ودريږي.
سره له دې چې ټولټاکنې د افغانستان په ټولو سيمو کې ترسره نه شوي او ډیرې
خلکو ونکړای شوای د امنيتو ستونزو او ګواښونو له کبله په ټولټاکنو کې
ګډون وکړي، مګر د اچول شوو رايو د نتيجو څخه داسې څرګنديږي چې د جهاد،
مجاهدينو، اسلامپالو او مکتبيانو خبرو ته نور څوک اهميت نه ورکوي. د جهاد
د دورې د جنګې ډلو او ګوندونو سودا نوره د افغانستان د نوي دور په بازار
کې اخستونکي نه لري. دې ټولټاکنو دا ثابته کړه چې دا تش په نامه جهادي
مشران او جهادي ډلې نور افغانان نه شي تيرويستلای او پرته د يوشمير
محدودو کسانو څخه، پاتې ملت د دوی خبرو ته ارزښت نه ورکوي او نه د دوی
سره په يوه لاره روانيږي. د دې کسانو زړې خبرې، وعدې او دعوې ټولو ته
څرګندې دي او ملت په دې هم پوه شوی چې دې کسانو څنګه دا ملت د نابودۍ پر
لوري سوق کړ.
ټولټاکنې د ملت ارداه او خوښه تمثيلوي، ولسواک حکومتونه د ملت رايو ته په
درنه سترګه ګوري او نتايج یې په پراخه ټنډه مني. هغه حکومتونه، ګوندونه،
او ډلې چې ملي بڼه ولري او د ملت د ارادې، خوښې او ټاکنې پراساس رامينځته
شوي وي، هغوی سره له دې چې د رايو د وړلو اميد لري، مګر د رايو د بايلنې
څخه هم کومه ويره نه لري. د افغانستان د ۱۳۹۳ لمريز کال په ټولټاکنو کې د
حکومت، ګوندونو، ډلو او انفرادي کسانو لاسوهنو دا ثابته کړه چې دوی د ملت
ارادې او خوښې ته کوم ارزښت نه ورکوي. د زورواکانو او سياستوالو د
زورواکۍ او فساد په بازار کې ټولټاکنې يواځې قدرت ته د رسيدو يوه وسيله
ده ترڅو دوی پرې خپلو کرغيړنو موخو ته ورسيږي.
د ډيموکراسۍ په نوم د ډيموکراسۍ دښمنانو د خپلو موخو د پلي کولو لپاره
بيلابيلې پلمې جوړې کړې او د عملي کولو لپاره يې هره روا او ناروا لار
ولټوله. د ملت، ډیموکراسۍ او سولې دا دښمنان غواړي د خپلو موخو په خاطر
ډیموکراسي هم بدنامه کړي. د ډیموکراسۍ او ټولټاکنو د نوم څخه کرغيړنه او
ناوړه استفاده وکړي ترڅو یې له يوې خوا خپله زورواکي حاکمه کړي او له بلې
خوا ځانونو ته براأت هم ورکړي.
د ۱۳۹۳ لمريز کال ټولټاکنو د افغانستان سياسي حالت يو داسې بحران ته
رارسولی چې عواقب یې د افغانستان د بقا لپاره ډير خطرناک دي. پاتې شوي
دوه نوماند که له يوې خوا د افغانستان د سولې، ژغورنې او سوکالۍ لپاره
کوم عملي لارښود نه لري، له بلې خوا د نوماندو په ټيمونو کې داسې کسان
راټول شوي دي چې د زورواکۍ، چورچپاول، قتل او قتال، د هيواد د ويجاړتيا
او انسان وژنې تجربه شوی تاريخ لري.
که د افغانستان اوسني سياسي او نظامي کمزورتيا او د نوماندو پټو او ښکاره
موخو او پلانونو ته وکتل شي نو دا ويره رامينځته کيږي چې ټولټاکنې به
خونړۍ او تبعيضي پايلې ولري. له يوې خوا څخه ويره موجوده ده که د ډاکټر
اشرف غني احمدزي ډله ټاکنې په دويم پړاو کې وګټي نو د پنجشير ډله او ځينې
تاجکان به د قدرت څخه ګوښه پاتې شي، ځکه د ډاکټراشرف غني احمدزي د اعتلاف
په مثلث کې پښتانه، ازبک او هزاره شتون لري، او د تاجک استازی پکې نه
شته. د ډاکټر عبدالله عبدالله ډلې دا ویلي دي چې که چيرې دوی په ټاکنو کې
بريالي نه شي نو غره ته به وخيژي او جنګ به وکړي. سره له دې چې زما په
فکر داراز قومي جوړښتونه د افغانستان په ګټه نه دي، ځکه چې د قوميت، قدرت
او پيسو پراساس رامينځته کيږي، نه د پوهې او اهليت پر اساس. بيلګې یې
ټولو ته معلومې دي، د يادولو اړتيا یې نشته. که چيرې د ډاکټر عبدالله
عبدالله ډله ټاکنې په دويم پړاو کې وګټي نو ازبکان به ځانونه د قدرت د
کرښې څخه بهر وګوري ځکه د عبدالله عبدالله د اعتلاف په مثلث کې تاجک،
پښتانه او هزاره شتون لري، او د ازبک استازی پکې نه شته. عبدالرشيد دوستم
هم دا ویلي دي چې که چيرې د ده ډله په ټاکنو کې بري ته ونه رسيږي نو جنګ
به وکړي.
زه له دې څخه ويره نه لرم چې د يوې ډلې د برياليتوب او بلې ډلې د بايلې
په نتيجه کې به کومه ډله غره ته وخيژي او جګړه به وکړي، ځکه دې زورواکانو
او غاصبينو دومره روا او ناروا پيسې پیداکړي، دومره ځمکې یې غصب کړي،
دومره تجارتونه، ودانۍ، کورونه او تعميرونه یې جوړکړي چې يواځې د هغې څخه
د تيريدلو او پرځای پريښودلو فکر به پر هغوی د زړه حمله راولي، په رښتيا
سره پريښودل خو یې لا ليرې خبره ده. دا فکر نشته، اصلي فکر د ډاکټر
عبدالله عبدالله د برياليتوب پايلې دي.
عبدالله او د هغه پنجشيري - تاجک ګروپ ملګرو د قدرت په دويمه، دريمه او
ټيټو څوکيو په بيمثاله توګه تيري، غصب، د پښتنو رټل، بندي کول او وژل او
نور ظلمونه ترسره کړل، که چيرې نوموړی د قدرت لومړۍ څوکۍ ته ورسيږي نو د
افغانستان د پاتو وګړو او دې خاورې به څه حال وي. په تيرو دولسو کلونو کې
دوی دولتي ځمکې غصب کړې، د خلکو نه یې شخصي جايدادونه واخستل، بيګناه
کسان یې يواځې په دې نوم چې د دوی د نطر او فکر سره همغږي نه وو له مينځه
ويوړل، پښتانه یې په زور په شمال کې د خپلو کورونو څخه وشړل، پښتانه یې
په دې نومونو زندانونو ته واچول چې ولې په فارسي نه پوهيږي او د بيګناوو
او بيوزلو انسانانو په عزتونو یې تيری وکړ. که چيرې دوی د قدرت خاوندان
شي او ميدان ورته يواځې پاتې شي نه یواځې دا چې د پښتون حالت به په ايران
کې د کردانو د حالت نه بدتر شي، بلکې دا ثابته خبره ده چې د افغانستان
نوم به هم په خراسان واړوي او د ولاياتو په سطحه ملک الطوايفي به په دې
هيواد کې حاکمه شي.
افغانستان او پښتانه داسې يوې خطرناکې مرحلې ته رارسيدلي دي چې يا به ددې
آفت په مقابل کې يو موټی کيږي او يا به هم تباه کيږي. ډاکټر اشرف غني
احمدزي په ازبک او هزاره اعتماد وکړ او د عبدالرشيد دوستم سره په اعتلاف
یې ډير پښتانه او تاجک خفه کړل. احمدزي فکر کاوه چې دوستم او خليلي به
ورته ډيرې رايي راوړي، مګر ټولټاکنو دا وښوده چې هزاره و خپلې ټولې رايې
محقق ته ورکړي او دوستم چې د دوه و ميليونو رايو وعده یې کړې وه، تر
شپږسوزرو کمې رايې ترلاسه کړې. د دې ترڅنګ اشرف غني احمدزي په خپل څنګ کې
قاتل، ظالم، جابر عبدالظاهر قدير، پاچاخان ځدران، لالي او کمونستان درولي
دي. که اشرف غني احمدزي سره د افغانستان سوال مطرح وي او دې د افغانستان
ژغورل غواړي، نو دی بايد د دې سياسي تجارتونو څخه تير شي، په خپل کاري
ټيم کې تغیر راولي، وړ او په کار پوه افغانان په څنګ کې ودروي او د هيواد
د ژغورنې او سرلوړئ تکل وکړي.