د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بنسټ پاله = (واسکټ د جنت لپاره )

عبدالرووف لیوال 18.05.2014 18:21

وړاندې له دې چې داڅپرکی وڅیړو راځی دپښتون کلمې اورویشن (مخفف)ترڅیړنۍ لاندې ونیسو .
دپښتون کلمه له پنځوتورو( پ ، ښ ، ت ، و ، ن ) جوړه شوې .
په دې مانا چې : پ (پتیالی) ، ښ (ښاغلی ) ، ت (توریالی ) ، و (ویاړلی ) او ن (نومیالی ).
پ ، پتیالی : چې دپت او عزت خاوند ته ویلی شی ، خواوس چې پنجابیانودغزنی دګیلان ولسوالۍ پښتانه له کورونو څخه شړلی اودهغوله کورنوڅخه یې پوستې جوړې کړی ،نوپښتون دپت او عزت خاوند نه دی . ( دآزادۍ راډیو مرکې دسیمې له اوسیدونکو سره په تیره اونۍ کې )
ښ ، ښاغلی : لکه څرنګه چې لیکوال له یوه کال راپدې خوا دلوی کندهار ( هلمند ، فراه ، هرات) لرو پښتون میشتوسیمو کې ګرځی، راګرځی نوځینو سیمو (شینډند ، اوبې ، پشتون زرغون ، چشت شریف ) ولسوالیو کې ما پیت پزې (هزاره) ولیدل حتی په اوبې ولسوالۍ کې دکوټې نه راکډوال شوی پیت پزی ، چې دپوهې لاسته راوړلو لپاره یې شپه اوورځ یو کړې او دپتنګ په څیرچې دمینې له کبله ځان ستی کوی ، دوی هم ټول ‍‍‍‍ژوند دپوهې دګاڼې دپسول لپاره ځانګړی کړی ، خو پښتون یوه ورځ په دې سړک ، بله ورځ په هغه سړک دوګړووژلولپاره ماینونه خښوی ، ځان څخه یې خروړی ..... جوړ کړی .
په دې توګه دښاغلی له کلمې څخه ډیرواټن لری .
ت ، توریالی : توریالی هیڅکله په ښځې باندې دکلشینکوف ټکان نه کوی لکه چې تیرکال په غوربند کې طالبانو په یوې عاجزې باندې دکلشینکوف څو شاجوره تش او خپله توره یې نړیوالو ته په زباد ورسوله (ورکه ډنګ )
توریالی عجب خان پشتون وو چې دانګریز سیاسره یې په څومره پت اوعزت وساتله اوبیایې انګریز ته وسپارله ، چې نن دپښتون تاریخ پرې ویاړی ، توریالی هیڅکله په کیبل باندې دښځې پښې نه شنې کوی ،تاسو به دفلم هغه ټوته(شات) لیدلی وی چې هره ورځ دپښتون دشهکار په توګه چې دیوې کابلۍ ښخې پښو ته یې کیبل نیولی دتلویزیونونو له سکرین نه خپریږی دادوحشت صحنه دتوریالی په کلمې تور ټاپی دی .
و ، ویاړلی : خدای (ج) په ستر آسمانی کتاب کې فرمایی ( آیابرابردی هغه کسان چې پوهیږی له هغو کسانو سره چې نه پوهیږی ) مانا دا څومره چې یو انسان دساینس او علم په زده کړې سره دځان او خدای (ج) عظمت او قدرت پیژنی (معرفت حاصلوی ) دخدای (ج) دپنځولوپه اړه تفکر او خپل اند ځغلوی هغه چې وایی (خود شناسی ، خدا شناسی) خودبنسټ پالو د تضاد له کبله چې له ساینس سره یی لری دافغانستان دزده کړوپه نصاب کې له ټولو نه ضعیفه څانګه دساینس څانګه پاتې شوې ، چې افغانان په ځانګړې توګه پښتانه له دې ویاړلی ډګرنه لرې ساتل شوی ( نه ددین شول اونه هم د.......ین )
ن ، نومیالی : په تیرو پیرونو کې پښتنودننګ ، غیرت اوملی نوامیسو په ساتلو کې سترې کارنامې درلودې دبیلګې په ډول دیرغلګرو او اشرارو نه دجلال آباد دښار دساتلو حماسه چې تر نن پورې وایی (لا تراوسه یې ماغزه په کرار نه دی ، چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی ).
خونن دپنجاب تور دایناسورپه سپین سترګۍ سره له ډیورند نه رااوړی ، دپښتون پرخاوره یرغل کوی ، جومات شهیدوی ، څاروی اوانسانان وژنی ، خو پښتون خړۍ سترګې ورته کسی او څه یې دلاسه پوره نه وی ، چې دا حالت دنومیالی له کلمې سره په ټکر کې دی.