د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعيسی(ع)له لوري دآخري پيغمبر(ع)زېری

مولوي عصمت الله عزام 18.05.2014 13:32

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
په اوسنۍ زمانه کي هغه خلگ چي دعيسائيت دعوه کوي،خوبياهم داسلام پرپيغمبرصلی الله عليه وسلم
ايمان نه راوړي.
دوی بايدلږترلږه دومره فکروکړي چي آيادوی ته عيسائيت ددې کاراجازه ورکوي چي داسلام له پيغمبرصلی الله صلی الله عليه وسلم څخه انکاروکړي؟
راشئ! وگوروچي حضرت عيسی عليه السلام اوانجيل په دې هکله څه وايي؟
حضرت عيسی عليه السلام خپلوتابعداروته زموږدپيغمبرصلی الله عليه وسلم داراتګ خبرورکړی ووالله پاک فرمايي:قال الله تعالى : ( وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرائيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقاً لِمَابَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّراً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ) الصف /6 . {اويادکړه دمريم دزوی عيسی(عليه السلام) هغه خبره چي  هغه ويلي ووچې اې بني اسرائيلو:زه تاسوته دالله لېږل شوی استازی يم،تصديق کوونکی يم  دهغه تورات چي له مامخکي راغلی  موجوددی،اوزېری ورکوونکی يم ديوه پيغمبر چي له ما وروسته به راشي چي دهغه نوم   احمددی،خوکله چي هغه دوی ته دڅرګندونښانو(معجزو)سره راغی،نودوی وويل: داخوښکاره کوډي دي}
په بل ځای کي الله جل جلاله فرمايلي دي: : {الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنْ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمْ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمْ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ(سورة الاعراف الاية ١٥٧)
ژباړه : دا(تقوالرونکي،زکات ورکونکي اودالله په آياتونوايمان لرونکي)هغه کسان دي چي تابعداري دداسي رسول کوي چي نبي او امي دئ . هغه رسول  چي دوی يې(نوم اوياد)  په تورات او انجيل کي له دوی سره  ليکلى پيدا کوي ،(هغه رسول چي)په ښېگڼي سره دوی امرکوي اوله بدۍ څخه يې منع کوي ، دوى ته پاکيزه شيان حلالوي او مردارشيان ورته حراموي،
اودرانه پېټي(سخت احکامات) ترې ايسته کوي اوهغه سخت طوقونه(سزاگاني) چي پردوی باندي  وو،(ايسته کوي)نوهغوکسانوچي ايمان پرې راوړ،ملاتړاومرسته يې وکړه اوپه هغه رڼايي پسي روان شول چي له ده سره رانازله شوې ده،همدوی بريالي کېدونکي دي!!)
په حديث شريف کي راغلي دي: عن خالدبن معدان عن أصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم أنهم قالوا: يا رسول الله أخبرنا عن نفسك. قال: "دعوة أبي إبراهيم وبشرى عيسى، ورأت أمي حين حملت بي كأنه خرج منها نور أضاءت له قصور بصرى من أرض الشام". 
(اخرجه الطبري،والحاکم والبيهقي وقال ابن کثيرص۲۰۶ج۶وهذا اسنادجيد)
خالدبن معدان درسول الله صلی الله عليه وسلم  له ملگروڅخه روايت کوي چي دوی وويل:اې دالله رسوله(صلی الله عليه وسلم)موږته دځان په هکله خبرراکړه!
رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:زه دخپل پلارابراهيم(عليه السلام)دُعاءيم،دحضرت عيسی عليه السلام زېری يم اوکله چي زمامورزماله امله اميدواره شوه،خوب يې وليدلکه له دې څخه چي يوه داسي رڼاووتله چي له امله يې دشام دزملکي دبصری ماڼۍ روښانه شوې!!
په اوسني انجيل کي داسلام دپيغمبرپه هکله زېری
داخبره خوټولوته معلومه ده اوخپله يهوداونصاری هم ددې خبري اقرارکوي چي په تورات اوانجيل کي تحريف اوبدلون راغلی دی.
اوحقيقت دادی چي په دغودواړوکتابونوکي دومره زيات تحريف راغلی دی چي داصلی کلام پېژندل ناشونی اوگران کاردی.
په دغه محرف اوبدل شوي انجيل کي اوس هم داسي خبري شته چي له هغوڅخه داجوتېږي چي حضرت عيسی عليه السلام  دآخري پيغمبرصلی الله عليه وسلم دراتگ زېری ورکړی وو.
چي داپه اصل کي دنبي عليه السلام يوه معجزه ده چي دتورات اوانجيل دبدلون سره سره بياهم څه ناڅه خبري تراوسه په انجيل کي پاته شوې دي چي دنبي عليه السلام تائيداودراتگ زېری ترې معلومېږي       په اوسني انجيل کي داسي راغلي دي:زه به تاسوسره زياتي خبري ونه کړم ځکه چه ددې دُنياسردارراتلونکی دی اوماپه ماکي دهغه هيڅ نشته(انجيل يوحنا:ايت۳۰باب۱۴)
په دې کي حضرت عيسی عليه السلام ددُنيادسرداردراتلوخبرورکړی اودايې هم ويلي چي کومه مرتبه اوفضيلت هغه ته الله پاک ورکړی دی،ماته نه دی راکول شوی.
ددې وجه په بل ځای کي داسي ليکي:ځکه چي زموږعلم ناقص دی اوزموپيغمبري ناتمامه ده،ليکن کله چي کامل راشي نوناقص به ځي(کورنتيانوته دپولس لومړی خط:باب:۱۳آيت:۹، ۱۰)
په بل ځاي کي داسي وايي:کله چي هغه دحق روح راشي،نوتاسوته به درښتينولۍ لاردرښيي ځکه چي هغه له خپل لوري نه وايي،ليکن څه چي اوري هغه به وايي  اوتاسوته به دراتلونکي خبردرکوي(انجيل يوحناباب:۱۶آيت:۱۳)
ددغوصفاتولرونکی شخص له نبي عليه السلام پرته بل څوک نه دی اوداټول صفات په هغه کي موجودوو:
ددُنياسردار،دکامل شريعت خاوند،خلگوته درښتينولۍ دلاري ښودونکی،دراتلونکي په هکله بېشمېره وړاندويني کوونکی اوله خپل لوري پرته له هغه چي ورته يې وحي شوي وي دنورڅه نه ويونکی داهغه صفات دي چي داسلام په پيغمبرصلی الله عليه وسلم کي په بشپړه توگه موجودوو.
په بل ځای کي له نبي عليه السلام څخه انجيل په مرستندوی سره تعبيرکوي اودده دشريعت دترقيامته دپاته کېدلوخبرورکوي ليکي:اوزه له پلارڅخه غوښتنه کوم ،نوهغه به تاسوته بل مرستندوی درکړي چي ترابده پوري ستاسوسره واوسي(انجيل يوحناباب:۱۴آيت:۱۶)
په دې کي دراتلونکی پيغمبردراتلوزېری اودده دشريعت ترقيامته دپاته کېدلوخبرورکول شوی دی.
همدارازنورځايونه هم ډېرشته په ځانگړي توگه په انجيل برناباس کي خوډېرزيات اوډېرپه صراحت سره دنبي عليه السلام بيان راغلی دی.خوموږاختصارته په پام په دغوحوالواکتفاءکوو.
نوددې سره بياهم چي  عيسايان پرنبي عليه السلام له ايمان راوړلوډډه کوي،دا له انجيل څخه دبشپړمخ اړولوپرته بل څه نه دي.
علامه ابن قيم جوزي رحمه الله ليکلي دي: لو لم يظهر محمد بن عبد الله صلى الله عليه وسلم لبطلت بنوة سائر الأنبياء، فظهور نبوته تصديق لنبواتهم، وشهادة لها بالصدق، فإرساله من آيات الأنبياء قبله، وقد أشار سبحانه إلى هذا المعنى بعينه، في قوله‏:‏ HYPERLINK "javascript:openquran(36,37,37)" ‏(‏جاء بالحق وصدق المرسلين‏)‏ فإن المرسلين بشروا به، وأخبروا بمجيئه؛ فمجيئه هو نفس صدق خبرهم‏.‏‏(‏هداية الحباری في اجوبة اليهودوالنصاری ص 160‏)‏
(که رسول الله صلی الله عليه وسلم نه وی ښکاره شوی،نودټولوپيغمبرانو(عليهم السلام)پيغمبري به باطله شوې وی،نودده دپيغمبرۍ راښکاره کېدل دهغوی دنبوتولپاره تصديق دی اودهغوی دپيغمبرۍ لپاره په رښتياوالي سره شاهدي ده،نودده رالېږل ترده دمخکينيوپيغمبرانوله معجزوڅخه ده.
اوالله پاک هم دې خبري ته په خپله دې ويناکي اشاره کړې چي:هغه(نبي عليه السلام)له حق سره راغلی اودټولو(پخوانيو)پيغمبرانوتصديق يې کړی دی!!ځکه پيغمبرانودده په هکله زېری ورکړی وواودده دراتگ خبريې ورکړی وو،نودده راتگ په خپله ددوی دخبرصدق اورښتياکېدل دي!!
نوپرعيسايانوباندي دحضرت عيسی عليه السلام اودانجيل دتعليماتوپه رڼاکي هم دالازمه ده چي دحق په روح اوددُنياپه سردارجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم ايمان راوړي.
که کوم دعيسائيت مدعي ايمان نه راوړي نوهغه عيسايي نه بلکي له حضرت مسيح عليه السلام اوانجيل څخه هم منکردی اودحضرت عيسی عليه السلام رښتوني منونکي اوورسره مينه لرونکي يوازي اويوازي  مسلمانان دي چي پرټولوپيغمبرانوعليهم الصلاة والسلام ايمان لري اودټولواحترام کوي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين