د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انځور

یوسف هېواددوست 17.05.2014 15:19

  ستړی وم ، آن له لاسه مې نه کېده چې د نن ورځې د اخیستل شویو انځورونو بیا کتنه وکړم .کریستین په ها بله کوټه کې په خپل کټ کې  اوږود پروت و، او ورو ـ ورو له کوم چا سره په ټیلفون کې غږېده .لږه شېبه وروسته د هوټل  خدمتګار راغی او راته یې وویل چې د هوتل خاوند  درسره کار لري . باور وکړۍ چې د جېګېدو نه وم ، خو مجبور وم چې  ورشم اوواورم چې د هوټل خاوند راته څه وایي ؟. په همدې شېبه کې کریستین غږ وکړ چې  : وا هلکه لږ ژر راشه زه ستاسو د خلکو په ژبه نه پوهیږم ، دا د هوټل کارکوونکی څه راته وایي ، خو زه نه پوهیږم چې را نه څه غواړي ؟ ورجګ شوم ، او لږ په منډه ورغلم ، که ګورم چې  زما ملګری کریستین په انګړ کې ولاړ دی او  ټیلفون هم په لاس لږ  قهرجن ښکاري . ما ورته وویل چې څه خبره ده ؟ د هوټل  کارکوونکي راته وویل چې د هوټل خاوند له ده سره هم خبرې کوي .ما همدا خبره کت ـ مټ کریستین ته وژباړله اودا مې هم ورته وویل : دا سمه ده چې ،  دلته دا زما هېواد دی خو ، زه ستا ژباړن نه یم او لکه څنګه چې پوهیږې موږ دواړه راغلي یو چې  ددې هېواد د ناخوالو او په تېره بیا د ولږې او قحطۍ د څرنګوالي نه خپلې وروځپاڼې او ټلویزیون  ته رپوټونه برابر کړو . کریستین لکه چې په اور اوبه واچوې ، لږ شانتې موسکی شو او راته یې وویل چې : راځه اوس دا خبرې پرېږده ، درځه چې ځو چې دا  ستاسو هوټل والا څه وایي ؟ .
کریسنین په بېړه بېرته د خپلې کوټې خوا ته لاړ او زه د هوټل د مدیر دفتر خواته رهي شوم ، لا د مدیر دفتر ته چې په دویم پوړ کې وو نه وم راسېدلی چې کریستین په منډه  راورسېد او دواړه د هوتل د مدیر دفتر ته ننوتلو . مدیر د میز له شا نه راجګ شو ، او له خپلې درنې او راوتلې خیټې سره زموږ هرکلي ته وړاندې راغی .ښه په ځان برابر . سور او سپین سړی و ، او ښکارېده چې ددې هېواد نه دی ، ځکه په رنګ سپین او سور و .لا مو روغبړ نه و خلاص شوی چې  یوه ښایسته سکرتره راننوتله .هغه ښکې وه لکه زما په شان تورپوټکې او د همدې هېواد وه ، او مدیر له موږ سره معرفي کړه چې : پیغله لینا به د هوټل ټول شرایط او زموږ د هېواد حالات به  تاسو ته په سمه توګه تشریح او بیا ستاسو اړتیاوې او د سفر پلانونه واوري چې موږ له تاسو سره څه او څه ډول مرسته کولای شو . ما ورته وویل چې دا ستاسو مهرباني ده ، موږ چې له ها بل هوټل نه دلته راغلو او هغه مو پرېښود ، لاامل دا وه چې یو خو هلته سم سرویس او خدمات نه ول او بل دا چې زموږ د کار له ساحې لرې و .مدیر لکه چې غواړي موږ ته بشپړه ډاډګېرنه راکړې  ، کریستین ته ورنږدې شو او ورته یې په انګلیسي ژبه وویل چې : ستا همکار که څه هم زموږ هېوادوال دی ، خو ډېر کلونه دلته نه دی اوسېدلی او لکه تا ، نابلده دی ، موږ به هڅه وکړو چې ستاسو د چارو لپاره بشپړې آسانتیاوې برابرې کړو ، خو اوس زموږ هیله دا ده چې تاسو خپل پاسپورتونه ما ته د امانت په توګه راکړۍ چې وروسته له راجستر او کاپي ، زموږ کارکوونکي به یې بېرته دروسپاري . موږ له سکرترې سره بېرته لومړي پوړ ته هلته چې د هغې دفتر و، لاړو او له یو شېبه خبرو او یوې خوندورې قهوې، بېرته خپلو کوټو ته راغلو .کله چې  کریستین خپلې کوټې ته ننوته نو ما ته یې وویل چې د چایو د څښلو لپاره ستا کوټې ته درځم.د سر په ښورولو مې ورسره ومنله .ما هم ځان  مخامخ د ځان پرېمینځلو  تشناب ته ورساو ، چې هم د ګرمۍ د لرې کولو او هم به د نن ورځې د شاقه کار د ګردونو په لرې کولو کې پرته له ځنډه  اقدام وکړم .حمام ښه و خو نه چندان .تنګ و خو امکانات یې ښه ول ،ما هم لکه همېشني عادت  وروسته له شامبو وهلو دا ټول ځان پرېمېنځل په لسو دقیقو کې پای ته ورساوه او بېرته خپلې کوټې ته راغلم .ژر مې تلویزیون ولګوو ، په تلویزیون کې خبرونه ول ، زموږ په ژبه خو خوند یې رانه کړ ځکه بس د حکومتي خلکو انځورونه ول او د دوي صفتونه.په دغه شان یو هېواد کې چې جګړه روانه ده ، او خلک سره وېشل شوي او هلته د هېواد  په بېلا بېلو سیمو کې د ولږې او نیستۍ له لاسه په لکونو خلک په تېره بیا ماشومام مري او  خلک د مارغانو ښکار ګرځي ، دلته په دې دولتي رسنیو کې بس د حاکم دولت  صفتونه او تاییدې خبرونه او رپوټونه او مستې نڅاګانې دي ،ځکه خو مې چینل بدل کړ او  یو بهرنی تلویزیوني چینل مې ونیو چې په انګلیسي ژبه یې خبرونه ویل . دې وخت کې کریستین راغی او غوښتل یې څه راوښیي ، لکه چې کوم (انځور) یې راښوده  خو ما یې خبره ورغوڅه کړه او ورته مې وویل چې:
ته لږ صبر چې دا څه وایي ؟
 هغه وویل چې څه خبره ده؟
ما د خولې پر سر د ګوتې اشاره ورته وکړه یعنې غلی شه . په تلویزیون کې یې چې څه وویل همدا زموږ د هېواد په باب ول چې موږ ته هم جالبه خبره  او هم د حیرانتیا . کرسیتین راته وویل چې
دا خو ښه خبره شوه ، ځای مالوم شو ، چې  ځپل شوي وګړي چېرې دي ؟قحطي ډېره چېرې ده ؟
ما وویل : هو ! خو زه په دغه سیمه کې بلد نه یم .
هغه وویل : فکر کوې چې دا به له مرکز نه ډېر لرې وي ؟
ما ورته د سر په اشاره وښوده چې : نه
کریستین ژر خپل قلم او کاغذ راوویست او په لیکلو یې پیل وکړ . هغه ما ته وویل چې :
ماسره تلویزیوني کمره ده او تا سره  د عکاسي ، ښه به نه وي مخکې له دې چې ماښام شي او سکرتره کورته لاړه شي یو ځل ورسره  دا خبره هم وکړو چې سبا موږ همدغې سیمې ته هم ځو ؟
ما وویل : تر دې بله ښه خبره چېرې ده ، خو باور وکړې له ځان سره وېرېدم .ځکه دا شل کاله زه له خپل هېواد نه د همدغو کورنیو شخړو او جګړو له لاسه مهاجر شوی او اروپا کې سرګردانه ګرځم  او دخپل هېواد له دغو حالاتو ډېر بې خبره یم .دلته اوس هم جګړه ده ، اوس هم خلک وژل کیږي .کاشکې یوازې د قحطۍ او یا د بیکارۍ خبره وای ، دلته خو د شمال او جنوب په نوم خلک سره وېشل شوي او موږ تور پوټکي وګړي لکه دا سلګونه کاله پخوا اوس هم  د نورو په لمسون یو دبل وینه ویوو، په خپل هېواد کې پردي او کوچیان یو  .ډار مې له دې و چې دا زما ژورنالیست ملګری ډېر صادقهاو کار دوسته انسان دی .له ده سره د دې پروا نشته چې په ده به څه وشي  دی فقط  درپوټونو په لټه کې دی  او داسې نشي چې د دېله دغه شان چلند سره، له ده سره زه هم قرباني نه شم . لږه شېبه وروسته مې ورته وویل چې ته لږ صبر وکړه دا به د هوټل له مدیر سره او د امنیتي چارواکو سره شریک کړو ، خو کریستین نه منله . هغه راته وویل: ګوره عبدالرحمانه ! زه پوهیږم چې ته له خپلو خلکو ویریږې ، ستا وېره پر ځای ده ، مګر زه بیا د دې هېواد له امنیتي ځواکونو ویرېږم .ځکه همدوي موږ خرڅوي .ما نیمه دنیا ولیده ، ما او تا ته د عراق ، افغانستان ،قزاقستان ، پاکستان ، یوګندا ، حبشې ، سومالیا ، سوریې ، چیچین او ډېرو نورو ځایونو تجربه شته . عام وګړې موږ نه وژني ، همدا وسلې والا ، او هغه کسان چې ګواکې ځان د ټولنې واکداران بولي همدوي  په تا تجارت کوي .
ما سره د کریستین په خبرو د قناعت څپې شېبه په شېبه زیاتېدلې ، خو ما ته  زموږ د ورځپاڼې د مدیر دا خبره رایادېدله چې راته ویلي یې  و : عبدالرحمانه ! که دې د قحطۍ یو مستنده عکس راوړ ، نو هم به زه خوښ شم او هم به د هغه هېواد بې وزلو ته د مرستې راټولولو فشارونه زیات کړو .دا چې زموږ ورځپاڼه څومره اعتبار پیدا کوي دا خو پرېږده .کریستین خپل یاددښتونه اخیستل ، او ما ورته کتل .هغه فکر کاوه چې زه دده لیکنو ته متوجه یم ، خو نه ، سترګو مې هغه ته کتل، خو اصلا زما په ذهن کې ما  خپل مدیر او خپله ورځپاڼه لیدله  کریستین راته وویل: مهمه دا ده چې موږ په خبره پوه شو . ته ددې هېواد یې ، په ژبه یې پوهیږي .سبا سهار پرته له دې چې د هوتل منیجر پوه شي وختي ، وځو او په یو ټکسي که به هماغې سیمې ته ورشو . ما ورته وویل: دا سمه ده  خو دا هېواد ولږې او تش لاسۍ دومره ځپلی چې هرې خوا ته یې هغه انځورونه شته چې موږ یې غواړو زما په دې خبرې  کریستین لږ  سور او شین شو او پرته له ځنډه یې راته وویل:ته هم عجیب انسان یې ، رښتیا چې له خپل هېواد  نه بې خبره یې .دلته په دې سیمه کې د دې هېواد واکداران ، شتمن او سوداګر اوسیږي .دا پلازمېنه ده  دلته د هغو بدمرغیو انځور ته نشې موندلی چې نن ورځ دا بېوزلی ولس ورسره مخامخ دی .موږ په همدې خبرو کې اخته و چې یو ناڅاپه د چاودنې یو ویرونکي غږ په اورېدو مې یو قد ټوپ کړ او د کوټې خوا ته مې منډه کړه ،ما داسې فکر وکړ چې چاودونه دننه  زموږ په هوټل کې شوې ،خو لږ وروسته وپوهېدو چې چاودنه له هوتل نه لرې په یوې څلور لارې کې شوې او ډېربد غږ یې و. کله چې ما د کوټې خوا ته منډې وهلې نو  د سپکو وسلو غږونه مې هم اورېدل او خدای شته ډېر وېرېدلی وم .کوټې ته په ورننوتو ، پام مې شو چې کریستین  ما سره نه شته ، وراخطا شوم چې هغه څه شو ؟ چې څه  پرې نه وي شوې ؟ ژر مې منډه کړه چې د کوټې له کړکۍ نه  وګورم چې هغه د هوټل په حویلۍ کې شته او کنه ؟ که ګورم چې د هغو بوجۍ ګانو شاته یې ځان پټ کړی چې ، د هوتل ساتونکو د ځان د ساتنې لپاره یو د بل پر سر ایښې او  لکه یوه پناه ګاه یې اخیسته.خندا راغله ، په ځان مې وخندل ، چې څومره غیر مسلکي یم یا د چا خبره ډارن یم ، ډاریږي خو ټول ، خو هغوي چې باتجربه دي نو خوندي ځایونو ته ځان رسوي ، او ما غوندې کسان بس لکه په ماشومتوب کې به چې  چېرې چا ووېرولو نو مخامخ کوټو ته به مو منډې کولې او د خپلې مور غېږې ته به مو ځان رساوه .ما غوښتل چې کریستین ته غږ کړم چې دننه کوټې ته راشي ، ځکه لا هم د سپکو وسلو ډزې اورېدل کېدې ، خو که ګورم چې کریستین  په منډه خپلې کوټې ته لاړ او  په یو ترپ ، بېرته حویلې کې ولیدل شو چې د باندې یې منډې وهلې .زه وارخطا شوم چې  کریستین په داسې وخت کې  چېرې ځي ؟ د هغه منډه مې څارله او ښه مې ولیدل چې د انځورونو کمره یې په اوږه کې ځوړنده وه . زه پوه شوم چې هغه  اوس د باندې د پېښې ځای ته ځي او غواړي ژوندی راپورتاژ جوړ کړي او د پېښې له ځایه مستنده عکسونه او فلم واخلي .ځان سره لږ وشرمېدم، ما هم په بېړه  خپله کمره واخیستله او په هغه پسې مې منډه کړه ، په حویلۍ کې د  هوتل  کارکوونکي په وارخطایۍ راغږ کړ چې مه ځۍ د باندې مه ځۍ . خطرناکه دی ، حالات ښه نه دي .دلته هره ورځ چاودنې اوتښتول دي ... ما د هغه خبرو پسې سر و نه ګرځاوه اومنډه مې کړه د باندې .په سړک کې د موټرو ډېره ګڼه ګوڼه وه ،  له ما نه کریستین ورک شو ، هر چا هرې خوا منډې وهلې او ورسره د امبلانسونو غږونه هم اورېدل کېدل .زه له وارخطایۍ د پېښې مقابل لورې خوا ته په ځغاسته ووم او لږ لږ مې غوږو ته راتلل چې څوک راباندې غږ کږي: خبرنګار صیب خبرنګار صیب ! پېښه دې خوا نه ها بلې خوا ته ده .زه ځای پر ځای ودرېدم ، ومې لیدل چې د هوټل ساتونکی چې وسله ورسره ده زما او د کریستین د ساتنې  لپاره په موږ پسې رامنډې وهي.
څه شو کریستین ؟ هغه راته وویل چې نه پوهیږي . بس پرته له دې چې وخت ضایع شي ، په دا بل لورې مو منډه کړه .ما لیدل چې ډېر کسان په پېښه کې ټپیان شوي ، ځکه پېښه زموږ هوټل ته څېرمه په څلور لارې کې شوه وه  او لا مړي او ټپیان په سیمه کې پراته دي .ځینې عادي ټپیان او بایسکل سپاره موږ لیدل چې  امنو ځایونو خوا ته په منډه کې وول .
هوا ته توره لوخړه پورته شوې وه ، تا به ویل چې پاس هسک چا د تیلو په تور رنګ لړلی .هغو فقیرانو او ګدایګرانو چې د سړک پر شا او خوا د خیرات د راټولو لپاره پراته وول د یوې نامعلومه وېرې له لاسه  ، بس هر څه په میدان پرې ایښي او یو خوا بل خوا یې منډې وهلې . یوه زړه بوډۍ چې یو ماشوم یې په غېږ کې و، او له پښو یې وینې راروانې وې کومې مور د خپل ماشوم په کراچۍ کې اچولې او په داسې حال کې چې کوکې یې وهلې ، بره خوا په منډه کې ول .
په هغه ځای کې چې د بم چاودنه شوې وه هلته هر څه وران و،شا او خوا کورونه او ودانۍ ټولې نړېدلې ، د زیاترو ښیښې یې ماتې او د خلکو د ژړا او واویلا غږونه راتلل .یو وخت زه افغانستان ته هم د رپوټونو د جوړولو لپاره تللی ووم ، هلته هم دغه شان د سړکونو پر سر چاودنې کېدې ، له لرې راکټونه راتلل او د هغه هېواد بې وزلي خلک هم همدغه شان د جګړو قربانیان شو .نن چې دلته مې د چاودنې دا حال ولید نو ، هماغه وختونه مې رایاد شول.په دغه شان حال کې زما ځان ته پام نه و ، خو ما سره د هوټل ساتونکي په ما غږ وکړ چې  خبرنګار صیب نور وړاندې مه ځه چې خطرناکه ده .د هغه له دې خبرې  نه وروسته لږ په حال شوم او شا او خوا مې وکتل ، ما کریستین ولید چې د چاودنې ځای کې د انځورونو په اخیستلو لګیا و، هلته یوه لارې ولاړه وه ، کریستین ورمنډه کړه  او لارۍ ته وخوت چې له پاسه د ټپیانو او مړو انځورونه  او د سیمې سم عکسونه هغسې چې ده غوښتل واخلي ، چې یو ناڅاپه د همدې لارې له شا او خوا یوه سره لمبه پورته او یو لوی ، درز شو ، او له درز سره سم  هلته چې لارې ولاړه وه ، هلته بله چاودنه وشوه .(الله ، خدایه ، دا څه وشول ، کریستین خو لکه چې کباب شو ) ، ددې نارې سره سم پرته له دې چې په ځان وپوهیږم د چاودنې د ځای پر خوا مې منډه کړه ، ډېر مړې پراته وول ، زخمیان هم بې شمېره ول ،زه لکه لیونی  په خپل همکار او ملګري پسې ګرځېدم ، خو هغه مې و نه موند ،چیغې مې وهلې : کریستین ...کریستین ... کریستین ، خو هغه نور نه و،دا د یو رښتیني ژورنالیست برخلیک. هلته لرې د ویجاړې لارې  پر یوې ټوټې چې لوګي  ترې  ختل ، د کریستین سوځېدلی  او بژه شوی  جمبر پروت و، ما وپېژاند چې دا د کریستین  جمبر دی  ، آخر کلونه کلونه موږ سره ګډ کار کاوه .سوځېدلی جمبر مې راواخیست او سمدستي مې د جمپر په جیب کې په هغه  نیمه سوځېدلي انځور سترګې ولګېدې چې ساعت مخکې کریستین  په کوټه کې غوښتل همدا انځور ما ته راوښیي . ( انځور ) کې  یو تورپوټکی په تن وچ کلک ، سوُ تغذي ماشوم ښودل کیږي چې د خواړو د موندلو  په تمه له ډېر مزل او ډېرې ستړیا وروسته له پښو ولېدلی او نور د تګ توان نه لري او ها خوا  ورته یو تور بخُن مردارخور مارغه ناست دی چې د بې ځواکه ماشوم د ساه ختلو وروسته هغه دانګې ـ وانګې او غوښې وخوري.  
د ۲۰۱۴ ز کال د مې د میاشتې ۱۵