د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانانو که د غلیمانو ټاکنې

حمیدالله فیضي 14.05.2014 18:35

شپاړم د حمل ته له دوو میاشتو مخکې یعنې د دلوې له دولسمې نیټې کمپاین روان وو او بلاخره چې د ټاکنو ورځ را ورسیده په شپاړسم د حمل نږدې اوه اعشاریه یونیم میلیون کسانو په ټاکنو کې ګډون وکړ او د خلکو ګډون په دې ټاکنو کې جوته کړه چې نور خلک دحکومت دارۍ روان بهیر نشي زغملی . که څه هم نوماندانو په خپلو کمپاینونوشعارونو کې تحوال تداوم ، تغیر او اصلاحاتو ، مبارزه له فساد سره او دقانون پلي کول ، اعتدال او برابري او ددې ترڅنګ د شرعي قوانیو نافذول خو ټاکنو کې دهر نوماند لاس وهنه او دا هڅه کول چې په ټاکنوکې ځانټه صندوقونه ډک کړي هر څه یې له بې پایلو توب سره مخ کړل.نوماندانو هم لدې بهیر سره مرسته ونکړه او دې لاس وهنې ثابته کړه چې دا نوماندان هم نه غواړي دا ملي بهیر په بریالیتوب سره مخ ته ولاړ شي .
یوازې نوماندان نه ول چې دې ملي بهیر ته یې زیان ورساوه دسيمې استخبارات بې پرې پاتې نشول او هڅه یې وکړه څو دغه بهیر ټکنی کړي.په دوهم برخه کې دهغه نوماند په ګټه کار وکړي چې دوی ته ګټور ثابتیدلی شي.
دپاکستان د استخباراتو پخواني مشر حمید ګل وویل چې عبدالله عبدالله دپاکستان او افغانستان د اړیکو لپاره ګټور تمامیدی شي ځکه جهادي مخینه لري. حمیدګل زیاتوي دافغانستان دسولې پروګرام لپاره هم هغه کس اغیزمن تمامیدلی شي چې جهادي شخص وي.
نړیوالو ویل چې افغانان باید ښې ټاکنې ولري او پردې ټاکنو سره ثابته کړي چې دوی د نړیوالو دملګرتیا توان لري . د توکیو کنفرانس د مرستو د مشروطیت یو مورد همداوو چې افغانستان باید د ټاکنو بهیر له قانون سره سم ترسره شي. خو بل لوري ته هغوي نه غوښتل چې افغانانو تکیه پربهرنیانو کمه شي ځکه بیا افغانانو دامنیتی تړون لاسلیک ته اړتیا ورو ورو کمیږي او بیا امنیتی تړون نه لاسلیکوي.
کله چې وار د کمیسیونونو شو لومړی دا ادعا لګیدله چې په ټاکنو کې یوازې او یوازې څلور میلیونه کسانو ګډون کړی او نورې رایې کمیسیون کارولي دي خو کمیسیون دا ادعاوې رد کړې او وې ویل چې کمیسیون تر حده او توانه خپله هڅه کوي څو دغه ټاکنې رڼې شفافې او عادلانه ترسره شي . کمیسیون په لومړیو کې چې لومړنې پایلې اعلانولې بیا دا غږونه پورته کیدل که ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي کمیسیون ورته چمتوالی لري چې دا په خپله یې خلکو ته ویل چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي .
بلاخره لومړی اعلان چې کمیسیون وکړ په هغه کې هغه ارقام نوماندانو ته اړوند ول چې تر وروستي اعلان پورې هغه ارقام پاتې شول او تغیرات رامنځته نشول .
کمیسیون هم د نوماندانواو دوی سره شته قوماندانو له ګواښونو وویریده او دخلکورایې پریښودې څه چې ژبني قومي سمتي او نوماندانوګواښونو ورته ویلې هغه ته یې ارزښت ورکړ اودهغو پربنسټ یې پریکړه وکړه چې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې.
ولسمشر هم تحلیف یاسوګند خوړلو مراسمو ته د چمتوالي پر پلمه په ارګ کې ناسته جوړه کړه او خپلې ډيرې هڅې وکړې چې پردې بنسټ یو ایتلافي یا دقدرت ویش حکومت جوړ کړي چې بلاخره له نوماندانو سره په خپله برخه جوړ نشوي. بل داچې افغانانو هم غږ پورته کړ او وې ویل چې دقانون پربنسټ د حکومت مشروعیت یوازې او یوازې ټاکنې پورې تړلي او که ټاکنې ونشي هیڅ ډول حکومت او جوړجاړی به دوی ته د منلو وړ نه وي .اوس نوماندان ولسمشر حامد کرزی ټاکنیز کمیسیونونه یوه لارلری چې هغه ټاکنې دپي. بل هر ډول خوځښت به افغانستان له کړکیچ سره مخ کړي.خو اوس پوښتنه داده چې راتلونکې ټاکنې به هم همداشان وي؟ درې واړه لوري یعنې افغان حکومت،کمیسیونونه او نړیوال به ددې ټاکنو بریالیتوب ته کار وکړي او که به بیا پریږدي چې افغانان لدې ګونګ حالت او دقدرت له تشي سره مخ شي .لدې ټولو خوځښتونو دا جوته ده چې ټاکنې افغانۍ نه دي او افغانۍ ټاکنې به هم ترسره نشي.