د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسید ابوالاعلی مودودي ژوند او دعوت

ثناءالله صالحي 14.05.2014 11:38

لیکوال : ثناءالله «صالحي »
دسید ابوالاعلی مودودي ژوند او دعوت
سریزه
الله تعالی په دنیا کی ډیر انسانان پیدا کړی دی خو بعضی انسانانو ته الله رب العزت په دنیا کی دداسی کارونو توفیق ورکړی چه دالله درضا سبب هم شی او هم دټولنی دقیادت او رهبری ورته ورکړی او دشهرت داسی مرحلی ته ورسیږی چه ټول انسانیت ورته پسښیږی خو بعضی ددنیاوی مسایلو سره شهرت پیدا کړی او بعضی ددین ،فکر ،عقیدی،نظر ،علم په بنیاد سید ابو الاعلی مودودي هم یو دهغه خلکو څخه دی چه الله پاک ورته په دنیا کی دعلم ،استعداد،فهم،درک،فلسفه ،ددینی او معاصرو علومولاس رسی ورپه نصیب کړی نو ومو غوښتل چه دنوموړی په ژوند او دعوت یو څه ولیکو.
دسیدنا حسین( رضی الله عنه)له اولادی څخه قطب الدین مودودچه په هرات کی په شپږم هجری کښی دتصوف په چشتیه طریقه کښی ډیر شهرت وموند دمودود دکورنی څخه چه دایران دسرحد سره نژدی اوسیده دسکندر لودهی په زمانه کښی یی یوه پښه دهند په لوری وکوچیده چه دا پیښه تقریبا اته نیم سوه کاله تر مخه پیښه شوه چه پدی کورنی کښی په (۱۹۰۳ م) کي داورنګ اباد کلی چه دددکن په حیدر اباد واقع دی دسید احمد حسن په کور کی یو ماشوم وزیږیده چه پلار سید احمد حسن دخپل مشر نیکه ابو الاعلی په نوم ونوماوه نوموړی کورنی په هندوستان کی په تقوی، زهد او پرهیز ګاری شهرت درلودددغه ماشوم پلار احمد حسن دعلی ګړ په هغه مدرسه کی چه سید احمد خان تاسیس کړی وه او اوس دعلی ګړ په اسلامی جامعه سره یادیږی او پکی دانګریزی ثقافت تدریسیده درس ویلی چه مسلمانان ددغه ثقافت سره په جګړه بوخت وو او خپل اولادونه یی دی مدرسی ته له ورتللو منع کولاحمد حسن هم دا مدرسه پریښوده دوکالت کورسونه یی تعقیب کړل چه بیا یی دوکالت پیشه دکار وبار وسیله وګرځوله خو څه وخت وروسته دخپلی کورنی دیو نیک او صالح سړی په مشوره دوکالت پیشه پریښوده همدا وخت دی چه دده په کور کی داماشوم وزیږیده چه پلار یی ورباندی دابو الاعلی نوم کښیښوده.


لومړی زده کړه او تربیت
دغه هلک خپل ابتدایی علوم، قران ، حدیث ، فقه، عربی او فارسی دخپل پلار څخه زده کړل او دامام مالک موطا یی حفظ کړه او لومړنی تربیت یی دخپل پلار تر نظر لاندی وشو چی سید مودودي په دی باره کی پخپله داسی وای : زما پلار زما سالم تر بیت کی هیڅ کمی نه پریښو ده حتی چی ما به کله یو غیری مروجه کلمه استعمال کړه راته به یی ویل چی داسی کلمی مه استعمالوه ا و د شپی پر مهال به یی راته دانبیاوعلیهم السلام واقعات، داسلام تا ریخی حوا دث او واقعات دهندی تاریخ مشهور واقعات او نور داسی حوادث چه درسونه او عبرتونه به په کی وه بیانول .
مودودي وایی چه یو ځل ما دخپلی کوڅی دیو خادم ماشوم ځوی وواهه پلار می راوغوښتلم او هغه هلک یی هم راوغوښت او هغه ته یی وویل :چه څنګه یی وهلی وی هماغسی یی ووهه چه لد ی واقعی ما داسی درس واخست چه بیا ما په ټول عمر کی په چا تیری ونه کړاو وایی :چه پلار می عربی راښودلی وه پدی سره وتوانیدم چه دمصری لیکوال قاسم امین بک لیکلی کتاب [المرآه الجدیده]اردو ته وژباړم بیا سید داورنګ اباد په ثانوی اتم صنف کی داخل شو او دڅورلس کالو په عمر دثانوی دوری څخه په داسی عالی درجه فارغ شو چه همزولی ورته ګوته په غاښ وو سید په دریالس کلنی کی مقالی ،مضامین لیکل او تقریرونه به یی کول ، دسید پلار بهوپال ته د روزګار لپاره ولاړ او خپل ځوی یی ددرس دتکمیل لپاره په حیدر اباد کی پریښوده.
دپلار وفات
سید په حیدر اباد کی دسخت مالی بحران په حالت ژوندکی کاوه هغه دار العلوم ته چه ددوی دکور څخه پنځلس کیلو متره لیری وو پیاده تلو راتلو او کله نا کله به ورته دخوړو لپاره هم څه په لاس نه ور تلل چه په همدی حالت کی ورته شپږ میاشتی وروسته احوال راغی چه پلاریی فالج وهلی پدی وخت سید خپل درس پریښوده او د خپلی والدی سره دپلار دخدمت لپاره دیو نیک زوی په توګه ځان ورساوه تر څو هغه په(۱۹۱۷م) کی وفات شو .
مودودي دژورنالیزم په میدان کی
سید دپلار د مرګه وروسته دژوند دسختوشیبو سره مخ شو او داسی یی وانګیرله چه په دی دنیا کی یواځی پاتی دی او دنیا کی ورته دژوندی پاتی کیدو لپاره پرته له خپل مټ او خولو تویولو بله لار نده پاتی .او ددی وضعیت په دوام سره سره دبیشماره مشکلاتو سره مخ شوچه ددی مشکلاتو دحل لپاره د یو ښار څخه بل ښارته تللو تر څو درزق یو مصدر ځان ته پیدا کړی.
تر دی چه په( ۱۹۱۸م)کی دبنګلور ښار ته ورسید داچه سید دلیکوالی ،ترجمی ،او ښه تعبیر په لرلو سره ژورنالیزم ته مخه وکړه او المدینه مجلی چه دبنګلورڅخه چاپیده سره کار شروع کړ او بیا دیوی نیمی میاشتی وروسته دیوی اونیزی سره چه تاج نومیده کار شروع کړچه پدی وخت کی هندوستان دسیاسی حرکاتو میدان ګرځیدلی وو چه ددوی په سر کی داسلامی خلافت دژغورنی حرکت وه چه سید هم ددی حرکت یو فعال غړی شو او داونیزی سرمقالی به یی داور په ژبه لیکلی چه دخلکو احساسات به یی راپارول او صرف دومره نه بلکه عملا یی پدی تحریک کی برخه واخسته او دخپلی تنخوا یوه برخه به یی دی تحریک ته ورکوله او په همدی موضوع یی دوه کتابونه هم ولیکل چه یو په ترکیه کی تبشیری هڅی او بل په سمرنا کی دیونانیانو ظلمونه وو.
دسید مودودي دخلافت په تحریک کی پراخی ونډی هغه ته دا موقع په لاس ورکړه چه دهیواد دډیرو سیاسی او علمی شخصیتونو سره بلدتیا پیدا کړی څکه چه سید به دتاج اونیزی لپاره په زړه راښکوونکی ژبه سر مقالی لیکلی پدی وخت سید نوی دهلی ته ولاړ چه هلته یی ددوه علمی څټو سره لیدل وشو چه یو یی دهندوستان لوی مفتی کفایت الله دهلوی او بل احمد سعید چه سید پخپلو لوړو اخلاقو ،علمی درایت او قوی لیکنو وکولای شول چه ددی ددو علمی شخصیاتو توجه ځان ته جلب کړی نو کله جمعیت علما هند دخپلی لومړی جریدی دصدور فیصله وکړه نو ددی جریدی دمدیریت لپاره یی سترګی پدی ځوان چه عمر ۱۷کاله او سید ابو الاعلی نومیده ولګیدی چه دا جریده سید په مدیریت کی د۱۹۲۱م څخه تر ۱۹۲۳م پوری وچلیده او جمعیت علما هند د یوی بلی مجلی د صدور فیصله وکړه چه (الجمعیه) نومیږی او تر اوسه چاپیږی او دی مجلی دجمعیت علما هند نظریات او افکار خپرول مدیر وټاکل شو چه دی سلسلی تر(۱۹۲۸م ( پوری په دهلی داوسیو پر وخت سید ته د پوهی اوثقافت نوی دروازی خلاصی کړی او نوموړی هم لدی موقع څخه پوره استفاده وکړه چه د(۱۹۲۱م تر۱۹۲۸) پوری زمانه وه پدی کی نوموړی وغوښتل تر څو داهل علم اوثقافت څخه استفاده وکړی نو په همدی اساس سید دمولانا عبد السلام نیازی سره دسهار دلمانځه تر مخه دحدیثو کتاب ترمذی او موطاولوستل او دحدیثو نور کتابونه یی دشیخ اشفاق الرحمن کاندهلوی تفسیر ،فقه،منطق یی دشیخ شریف الله خان سره ولوستل.
درختان سایه دار کتاب په ۲۶ صفحه کی یی لور وای چه ترمذی او موطا یی له شیخ اشفاق الرحمن سره لوستی او همدلته یی د یو استاد سره انګلیسی ژبه په څلورو میاشتو کی زده کړه او لدی پرته یی تاریخ،فلسفه،غربی اجتماعی علوم زده کړه چه دی هغه سره پدی کی مرسته وکړه چه دینی او عصری علوم سره یو ځای کړی.
دا هغه وخت دی چه دهندوستان دشدو په نوم د یو هندو تنظیم مشر مواوی شردیناند دمسلمان ځوان لخوا چه قاضی عبدالرشید نومیده ووژل شو چه هندی حاکم ګوند او نورو هندوانو له دی موقع نه سو استفاده وکړله او دهندي مسلمانانو په ضد یی خپل تبلیغات تیز کړل اودی مسایلوپه (۱۹۳۱م) کی ډیر زور واخست او ددهلی دجامع مسجد خطیب مولانا محمد علی جوهر یوه ورځ دجمعی په خطبه کی وویل چه کاش داسی یو مسلمان پیدا شی ترڅو دهندوانو دتبلیغاتو په ځواب یو مدلل او تفصیلی کتاب ولیکی او دجهاد موضوع پکی داسلام دروح سره سمه وڅیړی مودودي وای ما دځان سره وویل چه دا مسلمان زه ولی نشم چه دا کار وکړم او بیا می دالجمعیه په مجله کی یوه مقاله د(الجهاد فی الاسلام) په نوم شروع کړه چه بیا وروسته په کتابی بڼه چاپ شو پدی کتاب کی دجهاد معنی او مفهوم ،مستند دلایل او اړونده مسایل ځای پر ځای شوی وواو بل کتاب چه په همدی اړه یی ولیکه چه (دمسلمانانو دقوت مصدر)په نوم وو چه دی دواړو کتابونوپه علمی حلقو کی يو انقلاب بر پا کړ.
دسید مودودي په ژوند کی انقلاب
دالجهاد فی الاسلام کتاب دلیکنی پر مهال څیړنو دسید سره پدی خبره کی پوره مرسته وکړه چه اسلام دهغی داصلی مصادرو څخه په سمه توګه وپیژنی هغه پخپله پدی رابطه داسی وایی :دالجهاد فی الاسلام لیکنی پر مهال دا راته جوته شوه چه اسلام ددی لپاره ندی راغلی چه کفر دی پر دنیا حاکم وی بلکه اسلام ددی لپاره راغلی چه دا به حاکم وی او بله دا چه اسلامی حکومت دهدایت،دعوت، دشهادت حق حکومت دی چه عدل، انصاف ،صداقت،امانت ،پر ضعیف رحم او شفقت دخلکو سره سم او پاک چلند دالله داحکامو تطبیق دی چه دا به حکومت په ټولو څانګو کی څرګنده وی لکه اداره،پولیس،محکمه،فوځ،دپلوما سی او داسی نور دحکومت په ټولو ادارو کی چه اسلامی حکومت هغه عقیدوی حکومت دی چه اساسی موخه یی دالله دکلمی لوړوالی دی او جهاد هم دهمدی موخی لپاره فرض شوی دی.
ددعوت لپاره تیاری او شروع
سید دالجهاد فی الاسلام له لیکلو وروسته دژوند یو بل پړاو ته داخل شو چه دهغه خوب یی وتښتاوه او دخپل وطن محیط ورته نابلده ښکاره شو او دا نوی تفکر هغه وو چه الله تعالی د هغهلپاره انبیا کرام رالیږلی او دا سلسله یی په محمد صل الله علیه وسلم ختمه کړی سید په دی رابطه وایی:الجهاد فی الاسلام ما ته له هر چا زیاته فایده راورسوله ځکه چی ما تالیف شروع کولو مادقوم حمایت کولو او چی تالیف می پوره کړ زه داسلام په حمایت کی ورننوتی وم ما په دی لیکنی سره صحیح اسلام وپیژنده او دهغی داقامی او احیا لاره می هم پیدا کړه او دامی دځان سره فیصله وکړه چی د ژورنالیزم څخه به صرف داسلام او مسلمانانو د خدمت لپا ره کار اخلم او بس .
سید مودودي په ۱۹۲۵کی دکانګرس سره دجمعیت علما هند دیو ځای کیدوله وجې احتجاجا دمجلی له مدیریته استعفا ورکړه . سید مودودي ژورنالیزم پریښود حیدر اباد ته ولاړ او دمعیشت لپاره یی مختلف واړه واړه کارونه کول خو اکثره وخت به یی په مطالعه کی تیراوه.
مودودي وایي ما ۱۹۲۹ څخه تر۱۹۳۲پوری ځان مطالعی ته وزګار کړاو دهغه دعوت لپاره چه ماایمان پری راوړی دتیاری په موخه چه څومره علمی ذخایر لاس ته راغلل مطالعه می کړل ځکه اوسنی زمانه کی داعی باید علمی خزانه دځانه سره ولری او ددعوت لپاره ځان تیار او په استدلال ځان سمبال کړی.
سید دګوښه ژوند څخه دعلم ، استدلال او براهینو دذخیری سره ددعوت میدان ته راووت او په ۱۹۳۳کی دترجمان القران په نوم یوه میاشتنی مجله شروع چه دهغی په وسیله یی خپل دعوت په نوی اسلوب سره شروع کړچه دهغی په ذریعه یی ویده ضمیرونه راویښول چه دهغی دلومړی ګڼی په سر مقاله کی یی داسی لیکلی وو:دا مجله نن خپل سفر په داسی یوه لار ه شروع کوی چه له اغزیواو مشکلاتو ډکه لار ده او داسی یو سړی یی بار په اوږو اخستی دی چه په خپل ضعف حقیقی اعتراف کوی او خالی لاس دی لیکن دسفرداوږدوالی سره سره دی دغه دعوت ته اوږه ورکړی چه الله تعالی یی ورته زړه خلاص کړی او ورته یی په زړه کی ددی دعوت محبت اچولی دی په همدی الله یی یقین دی چه هغه به ورسره دنفس په پاکی دعلم په پختګی دفکر په صحت دزړه په سلامتیا او دروح په پاکوالی یی مرسته وکړی .
دترجمان القران مجله به مودود ی په یواځی ځان چلوله سرمقاله ،مضامین ،دخطونو ځوابونه ،مطبعی ته وړل ،چاپول ،خلکو ته رسول او پوستی ته به یی هم پخپله وړله چه دی دعوت په لومړی مرحله کی دوه موجوده درلودل یو مودودي او دوهم مجله .
سید پدی باره کی وایی: چه دماسخوتن دلمانځه وروسته به لیکلو او مطالعی ته کښیناستم او دسهار تر اذانه به مصروف وم او بیا به می په نږدی مسجد کی دسهار لمونځ وکړ او بیا دلږ وخت لپاره استراحت شوم او دفتر ته به لاړم او دا هغه وخت دی چه سید سره دژوندڅه نه وو او حتی کله به داسی ورځ هم راغله چه دخوراک لپاره به څه نه ورته پیدا کیدل او اکثر وخت به یی په دالو اواوبو ګذاره کوله.
دوخت حکومت له خوا د سیدمولانا مودودي د تیرایستلوکوښښ
لومړی وختوکی به دا مجله ۶۰۰ تیراژ کی چاپیدله چه دری سوه په بازار کی خر څیدله او دری سوه به ددینی ښونو مدیریت اخستله چه لږه موده وروسته یی ددی مجلې اخستل بند کړل او بیا یی ددوهم ځل اشتراک لپاره یی وغوښتل چه مودودي دی پخپله مراجعه وکړی ترڅو ورسره اشتراک تجدید کړو لیکن مودودي ورته وویل :چه زه به دا مشکلات پخپله وګالم خو ددعوت سترګی به چا ته ټیټی نکړم.
او بیا ورته ددکن دمشر وزیر لخوا دمناظراحسن ګیلانی په خوله وویل شو چه په جامعه عثمانیه کی به د۸۵۰ روپو مقابل کی استاد کړولیکن مودودي داسی ځواب ورکړ:دعوت خرڅیږی نه اونه هم پری معامله کیدای شی.
چه دهغه مشر ورور ابوالخیر مودودي هم ډیر تشویق کړچه خپل اقتصادی حالت ته توجه وکړه او چه کله یی ژوند ښه شی بیا به دعوت په فارغه زړه کوی لیکن سید ورته وویل :چه نه دا زه خپل مسولیت ګڼم چه مسلمانان دراتلونکی خطرناک حالت څخه خبر کړم اوددی لپاره زه خپل ځان په لاس کی وسایل (مجله(او په یوه دقیقه وخت ضایع کولو ته هم تیار نه یم.او په الله تعالی یقین لرم چه ضایع کوی به می نه.
دترجمان القران مجله مودودي له ۱۹۳۲یا هم له ۱۹۳۳م څخه دژوند تر پایه چاپولو ته دوام ورکړحتی اوس هم چاپیږی پدی مجله کی تر ۱۹۴۱ پوری د یواسلامی جماعت جوړولو ضرورت او اهمیت په مدلل ډول تر څیړنی لاندی ونیوه او داسلام مهم جوانب یی هم وڅیړل او همدارنګه یی غربی مادی تمدن په پوره شجاعت سره نقد کړ مودودي په همدی موده کی یو څو موضوعات تر څیړنی لاندی ونیول او قوی لیکنی یی ورباندی وکړی لکه داسلامی تمدن اصول او مبادی ۱۹۳۳/مونږ او غربی تمدن ،۱۹۳۷م/ اسلام دمعاصر چیلنجونو په مقابل کی ،۱۹۳۵م/حقوق الزوجین /دنسل دتحدید مسله/داقتصاداساسات داسلام اومعاصرونظامونو تر منځ/حجاب/خطبات/داسلام سیاسی نظام/ددین دتجدید او احیا لنډ تاریخ/دقران څلور اساسی اصطلاحات اوداسی نور.
سید مودودي تر ۱۹۴۱ پوری دوه مهم کارونه وکړل اول داچه دهر قسم جاهلیت پرخلاف یی مدللی او قوی لیکنی وکړی او د فقهی انجمادیی تنقیدکړاو پدی یی هم لیکنی وکړی چه سنت دشرعی احکامومثبت دی دوهم کار یی دا وکړ چه اسلام دژوند نظام دی دا موضوع یی دقران او سنت په رڼا کی تحقیقی وڅیړله او لیکنی یی پری وکړی چه پدی لړ کی دهغه مشهور کتاب داسلام اساسی ښوونی د یادولو وړ دی دا کتاب تقریبا ۳۰ ژبو ته ترجمه شوی دی او ددی کتاب په لوستلو په لسګونو خلک په اسلام مشرف شول او دهدایت په سمی لاری روان شول چه لدی وجی مودودي ته زرګونه خطونه راغلل چه یو یی دمثال په ډول ذکر کووامریکا ته دعلاج لپاره دسید سفر تر مخه دمدریدیو ځوان ورته داسی لیکلی ووما دزړه دسکون لپاره درهبانیت زندګی غوره کړه او زه دنصرانیت لپاره متعصب وم لیکن داسلام اساسی ښوونی کتاب هسپانوی ترجمه می تر سترګو شوه ومی لوستله ددی کتاب په لوستلو سره دکتاب قوی استدلال پر ما ډیره اغیزه وکړه او بالاخره ما اسلام قبول کړ زه به دقیامت په ورځ دالله په نزدداسی ګواهی ورکړم چه ای الله مودودي دبښنی او مغفرت وړ دی او دا کفایت کوی چه ما دده دکتاب په وجه وروسته له هغی ایمان راوړ چه پر صلیب ایمان می زړه برباد کړی وو.او دیادونی وړ ده چه دا کتاب مودودي په یوه هفته کی لیکلی.
دترجمان القران هری ګڼی به داسی مسایل مطرح کول چه زړونه به یی ځانته راکشکول او دخلکو په ژوند کی به انقلاب راتلو پدی ترتیب دمضامینو له لوستلو وروسته سید ته دهیواد دکونج او کنار نه ډیر خطونه راغلل چه دده په دعوت یی ایمان راوړ او تصدیق به یی کاوه او قربانیو ته یی ځان تیار ښوده نو دی وخت کی سید یوه مقاله ولیکله چه عنوان یی وه( دازادو خلکو شریعت نه دغلامانو شریعت(ددی مقالی خلاصه دا وه څوک چه اسلام دعقیدی او دژوند دتګلاری په حیث پیژنی او دی ته دعوت ورکولو ته تیار وی نو هغوی دی واوری چه اسلام ضعیفو خلکو ته محتاج ندی بلکه اسلام قهرمانانو ته ضرورت لری.
هغه څوک چه دځان سره دهوا درخ دبدلولو عزم لری نه داچه دهوا په رخ پرواز کوی او هغه خلک چه غواړی دنیا دخپل فکر او عقیدی په رنګ ورنګوی زه دهغوی سره خبری لرم او څوک چه دا کار نشی کولی ورڅخه معذرت غواړم دسید مودودي دمجلی دمهمو لوستونکو او مینه والو څخه یو مهم شصیت علامه اقبال دمشرق شاعر وه چه هغه به ویل : مودودي به دپیغمبر دین دپیغمبرپه تایید سره خلکو ته ورسوی انشآالله بیا علامه اقبال دمودودي سره دلیدلو غوښتنه وکړه چه دعلامه په غوښتنه مسلسل دری لیدنی وشوی مودودي پدی رابطه وایی:زما او داقبال فکر او ذهن یو شان وو او زموږ ددواړو فکرونه په دوه اساساتو ولاړ وویو اسلامی نظام په علمی اسلوب وړاندی کول او دوهم دمسلمانانو دقیادت لپاره فکری او عملی سړی روزل .بیا علامه اقبال سید ته دعوت ورکړ تر څو لاهور ته راشی ددی دعوت په اساس مودودي په ۱۹۳۸م دمارچ په میاشت کی دپنجاب یوه واړه کلی ته هجرت وکړ او ددی کلی نوم یی دارالاسلام کیښوده چه پدی کلی کی مودودي ایله یوه نیمه میاشت تیره کړی وه چه دعلامه اقبال د وفات خبر ورته ورسید چه مودودي پدی رابطه یوه مقاله ولیکله او داسی یی لیکلی وو: ددی سړی په مرګ سره ما په دنیا کی ډیر لوی ملاتړ دلاسه ورکړ .
مودودي په ۱۸مارچ ۱۹۳۸م کی دار الاسلام ته ورغی او ددری میاشتو وروسته دکور دخاوند سره دکور څخه داستفادی داختلاف په وجه ولاړ چه بیا یی دحمایه الاسلام په جامعه کی دتدریس دعوت په افتخاری ډول قبول کړچه له هغی وروسته مودودي په ۳۸او ۳۹م کی په مختلفو ښارونو کی په مختلفو موضوعاتو بیانیی ورکړی او دبا تعلیمه خلکو سره دخپلی مجلی ترجمان القران له مخی مخاطب وو.
دجماعت اسلامی جوړونه
داګست په ۲۴ /۱۹۴۱م دمودودي په بلنه دهغو خلکو یوه ډله چه دهغه له افکارو متاثر شوی وو، ددی په خاطر راټول شول تر څو د داسی یو تنظیم بنیاد کیږدی چه دمودودي له افکاروسره برابر وی نو په نوموړی تاریخ دجماعت دجوړونی ،اساساتو ،اهدافو،عقایدوباندی بحث وکړی راټول شول .
دنوموړی جماعت داهدافو خلاصه پدی ډول ده :دالله دین په تمامه معنی قایمول دالله تعالی رضا حاصلول اوعقیده یی لااله الاالله محمد الرسول الله په تمامه معنی سره په اهدافو او عقیدی تر بحث او څیړنی وروسته داګست په ۲۶/۱۹۴۱مدغه ټولګی دجماعت اسلامی په اساسنامه سره متفق شول چه داساسنامی پر بنیاد دتعهد لپاره لومړی مودودي او بیا نورو غړو وار په وار دشهادت کلمه وویله او دهریو له سترګو اوښکی بهیدلی څکه دوی هر یو پدی پوه وو چه دلااله الاالله لپاره کار کول دومره اسانه خبره نده لکه اقبال چه وایی : چوګویم مسلمانم بلرزم/ که دانم مشکلات لااله را.
ددی ټولګی تعداد ۷۵ تنه وو چه داساسنامی له مخی مودودي ددی جماعت لومړی امیر وټاکل شو.
بیا په ۱۹۴۷م کی دپاکستان تر جوړیدو وروسته مودودي ددار الاسلام څخه لاهور راغی او دا جماعت هم په دوه ټوټو تقسیم شو جماعت اسلامی هند او جماعت اسلامی پاکستان
دپاکستان دجوړیدو سره دسید مودودي دعوت هم یوی نوی مرحلی ته داخل شو او داچه پاکستانی ملت نوی دانګریزی استعمار څخه ازاد شو سید لاهور ته راغی خپل دعوت ته یی دوام ورکړ نو سید دخپل دعوت او حرکت دټینګیدو لپاره په لاندی دری ټکو ډیر ترکیز وکړلومړی ددعوت ملګری باید یواځی په عقیدوی نه بلکه په فکری،علمی ،فردی سلوک او نورودژوندټولو اړخونو په لحاظ باید قوی او غښتلی وی سید وای زما تجربه داده چه کله افراد په پوره معنی ونه روزل شی بیا دخپل فکر له لاری اخوا دیخوا منحرف کیږی لکه دوطن،ژبی،رنګ،نسل ،او نورولارو............
دوهم داچه ددعوت داخلی نظام باید ډیر قوی وی چه تساهل او سستی باید لاره پکی پیدا نکړی یعنی څوک چه جماعت سره یو ځای کیږی باید دجماعت ټول شروط په ځان ومنی او سرته یی ورسوی.دریم داچه دادعوت دټولنی پوهانودواړه ډلی چه عصری او دینی علومو پوهانوته باید اهتمام وکړی.
دوګړو په روزنه کی تګلاره
پورته نقطو ته په پام سره مودودي غوښتل خپل افراد داسی وروزی چه یواځی تصوفی او روحانی پاکی ته متوجه نه وی چه غارونو ته ننوځی او هلته دنفس باطنی پاکی لپاره ذکر او اذکار وکړیبلکه هغه وایی : صحیح لاره داده چه سړی باید دالله ددین دعوت لپاره ملا وتړی او په دی سره به خلک دهغه عیوبو ته چه ده کی موجود دی ګوته نیسی او دی سره به دا اصلاح کیږی او همداسی تاسی باید دا فکر ونه کړی چه تاسی به دعوت ته وځی او خلک به درته غاړه کی ګلان اچوی بلکه څوک به ستا استقبال په ښکنځاو بدو ردو کوی اوته به دهغه مقابله په صبر حوصله سره کوی او هم ته په هیڅ قسمه فریبونو نه غولیږی یعنی ته به د دنیاوی او مادی شیانو پوسیله نه دوکه کیږی .
ددعوت دخپراوی لپاره دمودودي پنځه اسلوبه
لومړی ددهقانی اسلوب دي، چه تر ډیرې خواری او زحمت کشی وروسته به دښه فصل خاوند شی یعنی دعوت دیو فصل او زمکی سره مشابه کول.دوهم دطبیب اسلوب دی یعنی لومړی باید مرض تشخیص شی او بیا یی علاج وشی لکه دعقیدی مرض اخلاقی مرض اجتماعی مرض او داسی نور چه دهر یو ځان ځانته علاج دی.دریم دتصنیف اسلوب دی او هغه داسی چه مناسب سړی په مناسب ځای کی استعمال او ددی اسلوب لپاره مختلف واړه واړه تنظیمونه جوړول چه هر څوک په خپل مجال کی کار وکړی لکه دمحصلانو جمعیت ،ددهقانانو تنظیم،دځوانانوتنظیم،داستادانو ټولنه ،دمزدورانو ټولنی ،دمامورینو ټولنی او داسی نور څلورم اسلوب دالاهم فا الاهم قاعده یعنی اهم او مهم پیژندل لومړی اهم او بیا مهم ته توجه کول.او پنځم اسلوب داچه دوینا تر مخه قدوه او نمونه پیش کول یعنی داعی په خپل دعوت عمل کوی تر څو نور دده دعوت دده په عمل کی وګوری.
مودودي دهغه څه لپاره چه ده خلکو ته پیش کول غوښتل دپاکستان تر جوړیدو وروسته په مسلسله توګه ددی دنفاذ لپاره کوښښ وکړ چه څو ځل پدی لاره کی زندان ته ولاړ او حتی داعدام سزا هم ورته واورول شوه خو دفشارونو لامله په ابدی بند بدله شوه چه دژوند په دی اوږد کشمکش کی بالاخره د۷۶ کالو په عمر دسپتمبر په ۲۲/په ۱۹۷۹ م کال کی له دی نړی وکوچیده.
دمودودي ددعوت مهمی نقطی دافکارو تطهیر او تعمیر ،دذات اصلاح،دټولنی اصلاح ،دحکومت دنظام اصلاح .
دمودودي مهم کتابونه تفهیم القران ،دقران څلور بنیادی اصطلاحات،داسلامی تهذیب اصول او مبادی ،الجهاد فی الاسلام ،ددین تجدید او احیا،تنقیحات،رسایل ومسایل ،دینیات،خطبات،تفهیمات،پرده، اسلام دژوند نظام،اسلام او ضبط ولادت،خلافت او ملوکیت ،اسلامی ریاست او داسی نور.
مودودي دنورو په نظر ابو الاعلی په اوه دقیقو کی یوه سپاره لو ستله /ابو الخیر مودودي
ما ډیر کتابونه لوستی دی خو دمودودي کتابونو زما په دماغو قبضه وکړه دپاریس رشید احمد
مودودي په دیارلس کلنی کی مضامین لیکل او تقریرونه یی کول
سفرونه
سیدمودودي لاندی ځمکو ته سفرونه کړی قاهره، دمشق، عمان، مکه، مدینه، کویت، ربات، استنبول، لندن،نیویارک،ټورنټو.
پــــایــــلــــه
مودودي اصلی نوم سید ابو الاعلی مودودي په کال ۱۹۰۳ م کی په دکن حیدر اباد کی پیدا شوی ۱۹۳۲ یا ۳۳ کی ترجمان القران په نوم مجله شروع کړه په ۱۹۴۱ کی دجماعت اسلامی بنسټ کیښوده په ۱۹۴۷ کی پاکستان ته راغی تقریبا داویا کتابو مصنف دی کتابونه یی۳۲ ژبو ته ترجمه شوی لومړی کتاب یی الجهاد فی الاسلام دی چه څلورويشت کلنی کی لیکلی شپږ نارینه او دری ښځینه اولادونه ورنه پاتی دی او د۷۶ کالو په عمر دورپیښی ناروغی لامله په ۱۹۷۹م کی وفات شو.




مأخذونه

 بهټه، محمدیوسف. (۱۹۸۹م). مولانا مودودي اپنی اور دوسرن کی نظر مین. چاپ سوم : پاکستان :المنار بک سنټر.
 حامدی،خلیل احمد.(۱۹۸۹م). الامام ابو الاعلی المودودي حیاته دعوته وجهاده. چاپ دوم : لاهور :دار العروبه.
 طحان،مصطفی محمد.(۱۳۷۱). انقلابی شخصیتونه. ترجمه ق،ح،صافی. چاپ اول .پشاور: مکتبه تطهیر افکار.
 ګیلانی،سید اسعد.(۱۹۸۶). سید مودودي دعوت اور تحریک. چاپ چهارم.لاهور:اسلامک پبلیکیشنز.
 مودودي،حمیرا.(۱۳۸۶). درختان سایه دار. ترجمه: نورمحمد، چاپ دوم ، ایران: نشر احسان مهارت.