د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امان الله خان اودهغه داصلاحاتو ناکامۍ لاملونه

ثناءالله صالحي 13.05.2014 13:26

لیکوال: ثناءالله «صالحي»
ســـــریـــــزه
الله جل جلاله انسان ته د تفکر قوه ورکړې ده، ددې لپاره چې ددنیا په هرکُنج او کنار کې د مختلفو شیانو په اړه څیړنه وکړي، ترڅو حقیقت ځانته معلوم کړي، نوماهم دافغانستان یوله مقتدرو پاچاهانو له ډلې اعلیحضرت غازي امان الله خان او دهغه داصلاحاتو د ناکامۍ په اړه مې دغه کوچنی کتابخانه يي تحقیق د مختلفو معتبرو منابعو څخه په معیاري اصولو او امانت داری سره ترسره کړی دی، چې په موضوع کې مې لومړی دامان الله خان پر شخصیت او وروسته دهغه داصلاحاتو په ناکامۍ مې تحقیق او څيړنه کړې ده، چې دغو اساسي پوښتنو ته په کې جواب ویل شوی دی.ولې دامان الله خان پروګرامونه له ماتې سره مخامخ شول؟ ولې خلکودامان الله خان اصلاحات ونه منل؟ آیا په ریښتوني سره یو مترقي غوښتونکی پاچا وؤ؟آیا امان الله خان پدې پوهیدو چې بیسوادي دوروسته پاتې والي اساسي علت دی؟
له دې موضوع څخه مې موخه یا هدف دادی، هغه څوک چې دهیواد او ټولنې د بهبود، اصلاح کولو او په ځانګړي ډول ښوونې او روزنې ته کار کوي، مونږ باید هغه تشویق او ملاتړ ورڅخه وکړو او پردي پال پرې نږدو چې د داسې کسانو پښې ووهي.ددې موضوع اهمیت په دې کې دی چې هیوادوال وپوهیږي، چې امان الله خان یوازینې پاچا وؤ، چې دښوونې او روزنې لپاره يې ډير اړین ګامونه پورته کړي دي، له ده څخه مخکې او وروسته پاچاهانو تردې دمه هیڅ یو پاچا دامان الله خان په اندازه په ریښتوني ډول ښوونې او روزنې ته ، دهیواد پرمختګ او اصلاح کولو لپاره هلې ځلې نه دي کړي .
داعلیحضرت امان الله خان پيژندنه او خپلواکۍ اعلان
غازي امان الله خان په ۱۸۹۲ م کال د جون په دویمه نیټه د کابل په پغمان کې وزیږید، دامیرحبیب الله خان زوی د عبدالرحمن خان لمسی، دامیرمحمدافضل خان کړوسی اود امیردوست محمد خان کودی دی. دامان الله خان مور سرور سلطان (علیا بیګم) نومیده، امان الله خان لومړنې زده کړې په شاهي دربار کې او نورې زده کړې په حربیه مدرسه کې ترسره کړي دي، په فوځي زده کړه کې يې ځانګړی استاد هم درلود چې محمود سامي پاشاه نومیده، په ۱۲ کلنۍ کې عین الدولة ونومول شو، او په ۱۹۱۳ز کال کې يې د محمود طرزي لور ملکه ثریا سره واده وکړو.
دغازي امان الله خان واک ته رسیدل او ولس ته خطاب کول
امیرامان الله خان د ۱۹۱۹م کال په ۲۳فبرورۍ کې د پلار دمړینې څخه وروسته دکابل پرتخت کیښناست غازي امان الله خان په ۲۸ فبرورۍ د مفصلو اعلامیو په واسطه دافغانستان خلکو ته مخاطب شو، او خپل مرام يې شرحه کړو، چې لنډیزیې په دې ډول دی (ای دافغانستان معظم ملته ! ما د پلار د شهادت نه وړاندې په کابل کې د سلطنت وکالت پرغاړه درلوده او اوس په هماغه اصالت دامانت دروند پيټې متوکلاً او متعصماً پرغاړه اخلم. کله چې سترملت زما پرسردپاچاهۍ جوغه کیښودله ،ما ژمنه وکړه چې دافغانستان دولت به لکه دنړۍ دنورو خپلواکو قدرتونو د هیواد دننه او بیرون آزاد اوخپلواک وي .
دافغانستان خلک به دقانون تابع وي، دلته به ډير اصلاحات راځي، چې هیواد په نړۍ کې خپل مناسب ځای ومومي، زه به د “شاورهم فی الامر” پراساس دهیواد چارې اجرأ کوم زه تاسو ټولو ته خیراوسعادت غواړم.
دنوموړي نقش دهیواد په خارجي او داخلي سیاستونو کې دکتنې وړدی، امان الله خان پاچاهۍ ته درسیدو څخه دوه میاشتې وروسته د ۱۸۷۹م کال استعماري موافقت لیک چې افغانستان يې په خارجي چارو کې دبریتانيې سترګو کتلو ته مجبور کړی ؤ لغوه شوی اعلان کړو چې دغه موضوع دافغان اوانګلیس ددریم جنګ سبب وګرځیده.
دافغانستان میړني اولس ډير ژر انګریزانو ته ماتې ورکړه، خوانګریزانو خپلې شرمیدونکې ماتې پټولو لپاره يې د سولې خبرې وکړې او دافغاني غازیانو دلاپرمختیا مخنیوی يې وکړو، چې په نتیجه کې يې افغانانو دخپلې بشپړې خپلواکی بریالیتوب ترلاسه کړو
داعلیحضرت امان الله خان د اصلاحاتو ناکامۍ لاملونه
دامان الله خان مبارز شخصیت په حقیقت کې دافغانانو فطري او عنعنه يې ولسواکۍ دهغه تاریخي پټ او ښکاره نهضت مولود ؤ چې دمیرویس نیکه او احمدشاه بابا دظهور شرایط يې برابر کړي وو.
په افغانستان کې چې هروخت د ترقۍ، تغیر اوتنویر کلمات یاديږي، نود داعلیحضرت امان الله خان نوم به سم ورسره ملګری وي. دافغانستان په تاریخ کې هیڅ مشر په دغه اندازه له خپل اولس اودهغه له ترقۍ سره دهغه په اندازه ژوره، صمیمانه او ريښتوني لیونۍ مینه نه ده ښودلې .
امان الله خان دخپل حکومت په دوران کې په پراخه کچه اصلاحات چې تعداد يې ۶۴ ډولونو ته رسیدو وړاندې کړي وه، چې داصلاحاتودتحقق لپاره پلانونه اوهڅې پیل شوې.
دنوموړي اصلاحي پروګرامونه او نوښتونه په اقتصادي، ټولنیزه، علمي، فرهنګي، اداري، سیاسي او نظامي برخو کې ډير لوی بریالیتوبونه اوپرمختګونه په برخه شول .
دامان الله خان د اصلاحاتو عملي کول په دوه مرحلو ویشل شوي وو. لومړۍ مرحله له ۱۹۱۹څخه تر ۱۹۲۴م کال پورې او دوهمه مرحله په ۱۹۲۸م کال کې امان الله خان لومړۍ مرحله چې له ۱۹۱۹ م کال څخه تر ۱۹۲۴م کال پورې دوام وکړو په بریالیتوب او زړور توب سره تطبیق کړله .
دامان الله خان دلومړۍ مرحلې اصلاحاتو له ډيرو مهمو بدلونونو یاتحولاتو څخه دافغانستان لومړنی اساسي قانون چې د۱۹۲۳ م کال دلويې جرګې د۸۷۲ نفرو په ګډون جلال آباد کې تصویب شو، چې وروسته دغه اساسي قانون دپغمان په لویه جرګه کې چې په ۱۹۲۴م کال کې رابللې وه تائيد او لاسلیک شو، همدارنګه ددارلامان ماڼې يې په ۱۹۲۳م کال کې جوړه کړه اوترټولو ښه کړنه يې دا وه چې دشپې لخوا به په کورونو ګرځیدو او دخلکو دخوراک اوستونزوپه اړه به يې معلومات ځانته کولو.
امان الله خان یو ځوان هیواد پال شخصیت ؤ چې دافغانستان دسمسورتیا او پرمختیا لپاره يې ډيرې هلې ځلې وکړې، خو له بدمرغه چې دپرمختیا او سمسورتیا په لار کې ورته مکار دښمن کمین نیولی ؤ او امان الله خان يې په دغه لار وړاندې تګ ته پرېنښود .
په ۱۹۲۴م کال کې کله چې په خوست کې پاڅون سرپورته کړو د امان الله خان کورني اصلاحات چې دهغه په تخت دناستې نه وروسته پیل شوي وو، ښه په درز کې روان وو. داسې فکر کیدو چې داپاڅون دامان الله خان دټولنیزو اصلاحاتو ، په خصوصي ډول دانجونو د تعلیم او دښځو دآزادۍ خلاف دمحافظه کارو له خوا عکس العمل ؤ، عام وګړو په دې مفکورو غوږنه ګرولو. په دې معامله کې په بریتانیې باندې تهمت لګیدو چې د امان الله خان دغورځولولپاره يې قبایلو نه کاراخیستو.
د امان الله خان عسکرو هغه پاڅون چې کله به په زور کې ؤ په مشکله ځپلو په دې کې دشورویانو له خوا اعانه شوې الوتکې چې المانیانو اوروسانو چلولې ، هم په کار راوستلی شوې برتانیې په دې هڅو کې هغو دوو کمزورو الوتکو ته ګوته نیوله خو دافغانانو په نظرکې دهغوې سپیناوی په دې نه کیدو.
دخوست دپاڅون دماتې لمانځنې په لړ کې امان الله خان دکابل سیند په غاړه یو یادګار ودرولو او په هغې يې ولیکل منار علم وجهل دهغې منار انتساب د ناپوهې خلاف دپوهې په ګټې پورې وشو . د امان الله خان لپاره اصلي هلې ځلې دبرتانیې یا روسيې خلاف نه وې بلکې دهغې ناپوهۍ خلاف وې چې دهغه په فکر دافغانستان دوروستو پاتې کیدلو اساسي علت وه، دراتلونکې وخت په فکر کې دناپوهۍ ختمول پکاروو،هغې یقین چې دسرو او سپینو مرمرو دهغې یادګار په شکل تمثیل شوی وه ، دیو مشال په څیر هغه ته په هغې لارې لارښوونه کوله چې هغه دې لپاره غوره کړې وه، چې خپل هیواد دنړۍ خپلواکو او خوشحالو ملتونو په څنګ کې ودروي.
امان الله خان په ۱۹۲۷م کال اروپا، اسیا، افریقا، ته په زړه پورې سفرونه وکړل او په ۱۹۲۸م کال دجولای په میاشت کې هیواد ته راستون شو هیواد هغه شان نه وه لکه ده چې نهه میاشتې پخوا پریښی وه، فضا ناارامه وه، په هر حال هغه خپله داصلاحاتو اوعصري کولو دنده جاري ساتله . اروپا خصوصاً په ترکیې کې چې هغه څه ولیدل ډيريې متاثرکړی وه . هغه داغوښتل چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې دافغانستان او دهغو ډير پرمختللي هیوادونو ترمنځ درځ کم کړي. د امان الله خان په نوي سیاسي ټولنیزو اصلاحاتو کې یونوی او ازادۍ اساسي قانون، دټولو باسواده بالغو خلکو په رائ منتخب شوې قانونو جوړونکې جرګه ، دموروثي رتبو لغوه کول ، ځمکني اصلاحات او دعسکري خدمت دوره دریو کالو ته غځول شامل وو.
امان الله خان په یوې ولسې غونډه کې دښځو د پردۍ خاتمه او دښځواجباري تعلیم جاري کول اعلان کړل، ددې اعلان نه وروسته ملکې ثریا کابل کې په ولسي غونډه کې خپله پرده لرې کړله چې ډيرژر دښار ښځو دهغې تقلید وکړو، داسې ژر روایتي افغانستان ډير عصري کیدلو ته تیار نه وه ، مرتجعې خلکو نارامۍ ته لمنه وهله او د امان الله خان خلاف یو لوی پاڅون پورته شو لکه نورو ځيڼو افغانانو، عبدالرحمن پژواک ، چې یوافغان دیپلومات، مورخ په ۱۹۶۶م کال کې دملل متحد دعمومي اسامبلۍ رئيس وه، په زغرده ووئيل چې دباندینیو سیاسي چالبازیو توکې ددې بغاوت ښکاره علتونه وو.
دامان الله خان په دوره کې دافغانستان اوبریتانیې ترمنځ روابط بې خونده وو،انګریزانو په ښکاره دهغه او دهغه دکړنلارو مخالفت کولو ځینو انګریزانو فکرکاوه چې دنوې زمانې مطابق دافغانستان پرمختګ په هندوستان کې دبریتانوي حکومت لپاره خطره جوړوله او هغې پرمختګ لپاره یو مثال جوړیدو چې داسیا ازادو خلکو يې دکولو توان درلودو.
دامان الله خان سره دهیواد بهبود او پرمختګ تعلق په خپل زړه کې ځای نیولی وه،هغه دې خبرې ته لیواله وو، چې خپل ملک مې دترقۍ په لار په داسې رفتار روان کړی چې په ډيره لږه موده کې ددنیا دمتمدنو قامونو او ترقي یافته ملکونو سره سیال شي.ددې مقصد دحاصلولو دپاره هغه دهرې وسیلې او ذریعې نه کار واخیست ، دخپل حکومت دانتظامي شعبوتنظیم يې دمتمدنو ملکونو په ډول وکړو
امان الله خان اساسي قوانین تیار کړل په ملک کې داولس دتعلیم لپاره مدرسې او مکتبونه پرانیستل ، دتګ راتګ دذرایعو اصلاح اوتعمیر ته یې پاملرنه وکړه، دغلامانو خرید وفروخت يې قانوناً بند کړو، زراعت او تجارت ته يې توجو وکړه دهیواد مهم مقامات يې دسړکونو او ټلیفون په ذریعه په خپلو کې او ګنډل، دمطبوعاتو ادارې تأسیس شوې، خلاصه داچې په ډير زړه سواندۍ سره دهیواد دتعمیر او ترقۍ په کوششونو کې لګیا وو.
امان الله خان دلومړې مرحلې اصلاحاتو څخه وروسته اروپا ته په سفر لاړو خو کله چې داروپا نه راستون شو دحکومت لس کاله پوره شوي وه او یوولسم کال يې شروع کیدونکی وو ، دهغه دا اراده وه چې دراتلونکي جشن استقلال نه پس سمدستي داصلاحاتو نوی مرحله شروع کړي ځکه چې دهغه داغوښتنه وه چې دهغه حکومت دې ددنیا دنورو حکومتونو په نظر کې یو آيني حکومت ښکاره شي ددې مقصد دحاصلولو په موخه هغه داغوره وګڼله چې داصلاحاتو د جاري کولو نه لومړی دلویې جرګې ارکانو سره په دې اصلاحاتو بحث او مباحثه وکړي او دقوم مشرانو ته دې نوي اصلاحاتو ګټې څرګندې کړي.
دلویې جرګې درابلنې رواج هم امان الله خان په خپل دور حکومت کې شروع کړی وو ددې جرګې ضرورت هغه د منګلو دپاڅون په موقع ۱۹۲۴م کال کې محسوس کړی وو. دمنګلو دپاڅون مرکز خوست وو او عبدالله چې په ګوډ ملا مشهور وو یو مذهبي عالم ددې پاڅون مشروو ددې پاڅون علت داوه چې امان الله خان دخپل ملک لپاره کومه نظامنامه اماده کړی وه په هغې کې ځينې دفعات داسې هم وؤ چې هغه دمذهبي عالمانو په خیال داسلامي شریعت سره متصادم کیدل، په دې اساس عالمانو ددې دفعاتو برخلاف اولس اوپارولو، او په جنوبي سمت کې یوعام پاڅون وشو. او ددې خبرې خطره پيداشوه چې هسې نه داپاڅون دملک نورو سیمو ته هم اورسي او حکومت سقوط اومومي،همدارنګه امان الله خان د پاڅون دشدت په دوران کې دټول ملک مقتدراشخاص کابل ته راوبلل او دهغوی په وړاندې يې هغه نظامنامه په دې غرض کیښودله چې دوی په کې مناسب ترمیم او تنسیخ اوکړي او بیا ټول ملک دپاڅون ختمولو لپاره دحکومت سره په اتفاق ملا اوتړي بالاخره دیونیم کال پاڅون څخه وروسته دنائب سپه سالار سردار شاه ولي خان په همت سره ختم کړی شو چې دفتحې په مقابل کې امان الله خان دکابل په ده مزنګ کې دعلم اوجهل په نوم د یادګار څلی جوړ کړو.
دنوي دوراصلاحاتو جاري کولو نه لومړی دولایتونو حکومتونو په مشوره دملک مختلفو عناصرو نه دلويې جرګې دپاره غړي نوماند کړی شول، او هغوی کابل ته راوبللی شول ، ددې غړو دقدر اوعزت دپاره غیرمعمولي انتظامات شوي وو، ددې نه دامان الله خان دامقصد وو چې دملت په دې نماینده ګانو کې یوداسې ډله پیداکړي چې هغوی دبادشاه دنوي خیالاتو اونوي اصلاحاتو سره اتفاق وکړي، ولی دامقصد بیخي حاصل نه شو اوددې دوه غټ علتونه وؤ یو علت خو یې داوه چې دې نماینده ګانو چې دکابل دپاڅون په دوران کې دزنانه ؤ دبې پرده ګۍ اودمغربي طرز تمدن باالخصوص دشاهي خاندان په افرادو کې کومې مظاهرې اولیدلی دهغې نه ددې خلکو په ذهن یو عجیبه مخالفانه اثروشو ، اوددې پایله داشوه چې هر څومره به ددې نماینده ګانو خوشامندی کیدلی اوددوي په زړونو کې دبادشاه دلامذهبیت اودهریت شکوک وشبهات پیداکیدل.
د نوؤاصلاحاتو په اړوند دشکونو دپيداکیدو بل علت دحکومت دخپلو وزیرانو رویه اوسلوک وه ، داوزیران په زړونو کې د امان الله خان نه ناخوښه وؤ اودا يې نه غوښتل چې امان الله خان دې په خپل مقصد کې کامیاب شي ولې دخپل خفګان دبدل اخیستلو دپاره چې دی وزیرانو کومه طریقه اختیار کړی وه هغه ډيره خطرناکه وه.
دامان الله خان د وزیرانو مخالفت اوخفګان یوعلت خوداوه چې هغه اروپا ته دسفر تلو په وخت يې دخپل نایب په توګه ولي محمد خان وزیر حربیه مقرر کړی وو، چې دامیر حبیب الله خان یو غلام بچه اود ترکستان اوسیدونکی وو.
امان الله خان سره دخپلې کابینې مخالفت بل علت داوه چې کله امان الله خان داروپا له سفر راوګرځید نو دخپل ملک لپاره دیو ذمه وار حکومت جوړولو په خاطر يې دوزیراعظمی دیونوي عهدې قایمولو فیصله وکړه، چې دوزیراعظمی لپاره زړو وزیرانو ځانونه مستحق ګڼل او په طمع وو، خو امان الله خان یوداسې شخص دې عهدې ته وټاکلو چې هغه مناسب اوموزون شخص نه وو چې داسړی دمجلس شورا ملي صدر شیراحمد خان وو.
داصلاحاتو دناکامۍ بل علت داوه چې کله امان الله خان داروپا له سفر نه راستون شو نودخپل حکومت د پرمختګ په خواهش کې يې دډير تلوار نه کارواخیست یعنې دهغه دا اراده وه چې په تلي کې شړشم زرغون شي اود بدقسمتئ نه يې داصلاحاتو دهغې برخې نه لومړۍ شروع وکړه چې دهغې تعلق د اولس ، تمدن، اخلاقیاتو اعتقاداتو سره وو، چې نتایج يې نړۍ ولیدل دجهالت اوګمراهۍ علاج په توره اوطاقت ناممکن دی، خو صرف دعلم په طاقت ممکن کیدای شي، په دې ورځو کې په افغانستان کې نوی تعلیم لا په عمومیت سره خورشوی نه وو، او په دې لړ کې چې څومره کوششونه تردې وخته شوي وو هغه کافي نه وه ولې څرنګه چې مسلسل پرمختګ کیدلو نو په مستقبل قریب کې ددې کوششونو نه دښو اوفایده مندو اثراتو دمرتب کیدلو توقع کیدی شوه که چیرې دا اصلاحات څوکاله وروسته هغه وخت اجراء شوی وی چې په خپلو خلکو کې ددې داهمیت او قدرو قیمت پيژندلو شعور پیداشوی وی، نو یقیناً شاه امان الله خان به په خپلو مقاصدو کې کامیاب شوی وو، ځکه چې په ملک کې دنوي تعلیم په منصوبو په ډيرې تُندئ او تیزئ کار کیدلو اوددې لازمي نتیجه به داوه چې دعام ولس دماغي قوتونه به مضبوط شوې اوروښانه شوی وو اوزاړه خیالات به لرې شوی وی.
اعلیحضرت غازي امان الله خان چې په نړۍ کې ترټولو ستر استعماري طاقت په مقابل کې د سرپورته کولو او دجنګ د اعلانولو په افتخار خپل اولس په جوش او خروش استقبال او د غازي لقب يې ورکړی ؤ، هماغه خپل اولس صرف د ترقۍ ، آزادۍ او پرمختګ سره د هغه لیونۍ مینې په اقدام دکافر او لاټي په نوم له وطنه وویستلو .
همدارنګه له وطنه د امان الله خان ترتګ وروسته نږدې او لیرې پرتو بهرنیو دښمنانو یوه لحظه هم دا ولس پر آرامه ندی پرېښی، تل زمونږ په کورنیو چارو کې مداخلې کړي، مونږ ته يې رژیمونه او چارواکي ټاکلي دي، متأسفانه د بهرنیانو په وسیله د تقرر او تعزل دا لړۍ همدا اوس هم په خپل ټول قوت سره روانه ده.
دنوي اصلاحاتو لپاره دفضا په هوارولو کې خارجي اثرات هم یو مؤثر عامل ثابتیدلی شي ، دبیروني ملکونو دخلکو په راتلو او ملکي خلکو سره دهغوی په خلط ملط کیدو سره هم دملکې ثریا په خیالاتو اوتمدن کې څه ناڅه توپير راغلی وو.
کله چې د ځوان او ترقي غوښتونکي پاچا په ضد ددښمنانو ډول ډول دسیسې جوړې او تبلیغات پيل شول او دبغاوتونو په نتیجه کې دنهو میاشتو لپاره یوه توره دوره چې سقاوي يې بولي رامنځته شوه په دې دوره کې هرڅه تباه او تالا شول، علمي، فرهنګي او د ټولنیز ژوند دودې پرمختګ نورمادي او معنوي بنسټونه ونړیدل ( ارشاد، ۱۳۸۴هـ ، ص، ۴۸۳ ).
همدارنګه دامان الله خان لخوا ایجاد شوي ملي او مترقي نظام ته دعیاش نظام او دسقاؤ د زوی حبیب الله کلکاني د غلامۍ ، غلا او چپاول نظام ته ملي او اسلامي نظام وايي
خلاصه دا چې دامان الله خان لومړۍ مرحله داصلاحاتو په بریالیتوب سره تطبیق شوه ، خو په دوهمه مرحله د اصلاحاتو کې چې عوام دحکومت نه لاس په سرشول او خارجي ملکونو لاسوهنه په کې موجوده شوه نو ځکه ناکام هم شو. اعلیحضرت غازي امان الله خان چې دافغانستان یو وتلې څیره وه، هیواد ته يې خپلواکي وربخښلې وه، چې په داسې یوه وروسته پاتې ټولنه کې يې اصلاحاتو ته ملا وتړله چې هلته هر اصلاحي پروګرام دیوه انقلاب راوستلو معنی درلوده، ددې اصلاحاتو په پیل کېدلو او ناکامیدلو کې داعلیحضرت امان الله خان شخصیت او اغیزه تربل هرڅه زیات مطرح دي، دهیواد په هراړخیزو برخو کې يې اصلاحات او بدلونونه راوستلي، خو بیا هم دلازیاتو اصلاحاتو راوستلو لپاره افغان ولس اوپه ځانګړي ډول دانګریزانو لخوا اخیستل شوو کسانو او نوکرانو په وسیله په داخل کې وه او که په خارج کې وه په ډيره ماهرانه او خاینانه توګه د خپلواکۍ ګټونکي اوپرمختګ غوښتونکي پاچا یعنې اماني دولت اونهضت ته په سقوط ورکولو سره دهغه په لاس روښانه شوې شمع د تل لپاره غلې کړه ، چې مهم لامل يې په خپله دافغانانو بیسوادي ده، چې همیشه دپردیو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو په لمسون استعمال شوي دي.
اخځلیکونه یا منابع
1. ارشاد، اورنګزیب. (۱۳۸۴). افغانستان پيژندنه . چاپ اول. پیښور: دانش خپرندویه ټولنه .
2. حبیبي، عبدالحی. (۱۳۸۲) . دافغانستان لنډ تاریخ . ژباړه: عبد الرؤف بینوا: دویم چاپ. پيښور: دانش خپرندویه ټولنه .
3. ځدران، ګلزرک. (۱۳۶۰). دتاریخ له خاطرونه درسونه اوعبرتونه. پيښور: صباخپرندوی مرکز.
4. ریان ، بشیراحمد. (۱۳۸۹). دافغانستان دشاهانو لنډ ژوند لیک. چاپ دوهم. کابل: صدیقي خپرندویه ټولنه.
5. ظفرکاکا خيل، سید بهادرشاه.(۱۳۶۵). پښتانه دتاریخ په رڼا کې.پيښور: یونیورسټي بُک ایجنسي .
6. عطائي، محمدابراهیم.(۱۳۸۳). دافغانستان پرمعاصرتاریخ لنډه کتنه. چاپ اول . پيښور: میوند خپرندویه ټولنه.
7. غبار، میرغلام محمد.(۱۳۶۸). افغانستان درمسیرتاریخ. کابل: مرکزنشر انقلاب باهمکاري جمهوري .
8. غبار، میرغلام محمد.(۱۳۶۶). افغانستان درمسیرتاریخ. جلد اول، کابل: مرکزنشر انقلاب باهمکاري جمهوري.
9. غوث، عبدالصمد. (۱۳۷۸). دافغانستان سقوط . ژباړه شیرزمان طائزی. دانش خپرندویه ټولنه ، پيښور.
10. نورزی، عبدالحکیم. (۱۳۹۰). پښتواوپښتونولي د پښتنو د نجات لار. چاپ اول. پيښور: مومند خپرندویه ټولنه.
11. هاشمي ، سعیدالدین. (۱۳۸۹) . تاریخ معاصرافغانستان. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
12. وجدي، عبدالجلیل.(۱۳۷۶). افغانستان دلویې لوبی سټيج . پيښور:آزاد افغانستان لیکوالو ټولنه.
13. د غازي امان الله خان د لور میرمن هندیه له ویناوؤ څخه ۱۳۹۳ هـ ش کابل امریکايې پوهنتون.