د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دجان ديوي تربیتي لیدلوری دافغانستان دښوونې او روزنې شرایطو په اړه

ثناءالله صالحي 13.05.2014 14:26

دجان ديوي تربیتي لیدلوری دافغانستان دښوونې او روزنې شرایطو په اړه څرنګه وینی؟
تحلیل کوونکی : ثناءالله «صالحي»
تاریخ:/5/11 2014
مخکې لدې چې دافغانستانو دشرایطو په اړه معلومات وړاندې کړم لومړی باید جان دیوي او دهغه روزنیز لیدلوري په اړوند معلومات ولیکم .
جان دیوي په ۱۸۵۹ م کال امریکا کې زیږیدلی او په ۱۹۵۲م کال کې وفات شوی دی ، نوموړي زیات کتابونه اومقالې خپاره کړي دي چې د اثارو لړلیک یې ۱۵۰صفحو ته رسیږې، جان دیوي دښوونې او روزنې په اړه څه فلسفه لري ؟ ښوونه او روزنه دڅه شي په معنی استعمالوي؟ افغانستان اوس څه ډول ښوونې او روزنې ته ضرورت لري؟ جان دیوي یوعملګرا فیلسوف ؤ چې ویل یې ښوونه اوروزنه هم دهدف لپاره کاردی او هم دوسایلو لپاره کاردی ، هغه انکار نه کولو چې جزیې موخې دې دښوونې اوروزنې په قلمرو کې وي، په واقعیت کې هغه تاْکید کولو چې روزنیز فعالیتونه باید ذاتاً اهداف ولري.
جان دیوي وایې چې ژوند په مکتب کې اوله مکتب څخه بیرون جدا ندی یا وایې چې زده کړه په مکتب کې ژوند دی نه آماده کول دژوند لپاره زده کړه بغیر له عمل څخه ناممکن ده ، ښوونه او روزنه یوه ټولنیزه پروسه ده چې وګړي له ټولنې سره او له ټولنیز شعور سره ټينګوي؛ یاداسې چې ښوونه او روزنه یو ټولنیز عمل دی اوپه ټولنه کې دټولنې لپاره صورت نیسي، ښوونه او روزنه یو عمل دی چې دشاګردانو په انګیزه اوضرورت ولاړ دی یعنې دښوونکي په لارښوونه دشاګرد په واسطه صورت نیسې.
دجان ديوي له نظره تفکردښوونې اوروزنې محور دی ، یعنې د ښوونې او روزنې میتودونه باید د فکرکولو په جریان مبتني وي او هر میتود چې نورو میتودونو څخه غوره وي او ماشوم فکرکولو ته آماده کړي با ارزښته دی . شاګرد باید طبیعي آزادي ولري ترڅوپه ښوونه او روزنه کې په آزاد ذهن سره وروزل شي ، د تربیې له نظره هیڅ یو مطلب پدې معنی ندی چې مختلف فعالیتونه دمکتب په تعلیمي نصاب کې شامل کړای شي.
جان دیوي ددیموکراسي اوتربیت په کتاب کې لیکې د تربیې هدف باید په ذاتي فعالیتونو اوفردي احتیاجاتو پایه ګزاري شي ، نوموړي مفکوره په عملګرایې (اصالت عمل ) استواره ده ، جان دیوي یو مدرس ته توصیه کوي چې په زده کړه کې کوچنیانو ته مکافات او مجازات ورنکړي دشاګردانو علاقه په نظر کې ونیسي . روزنه دهغو منظمو هلو ځلو څخه عبارت ده چې دټولنې دغوښتنې سره سم دانسانانو شخصیت ته وده اوپرمختګ ورکوي .
داچې د جان ديوي تربیتي لیدلوري په اړه مو معلومات ذکر کړل اوس دافغانستان دښوونې او روزنې په شرایطو خپل نظر اچوو، افغانستان چې یو وروسته پاتې هیواد دی او وخت په وخت دپردیو یرغلګرو لخوا دلرغونې زمانې نه نیولی تر حاضر وخت پورې د ډول ډول پيښو او ښکار سبب ګرځیدلی نوځکه يې زمونږ پر ښوونه او روزنه هم تاْثیرات اچولي دي او دنړۍ له مخکښوښوونیزو او روزنیزو نظامونو څخه دوروسته پاتې کيدو لامل هم ګرځیدلي دي ، نو په اوس وخت کې ورته له هرڅه دمخه یوې ښه ښوونیز او روزنیز نظام ته ضرورت لري، ځکه چې نن صبا نړۍ د ښوونې او روزنې په وسیله درک کولی شي ، که چیرته دافغانستان په ښوونیز او روزنیز نظام کې دتیوري کار پرځای عملي کارته زیات دوام ورکړي ، نو زمونږ ټولنه به دبهبود په طرف ولاړه شي او که مونږ خپل کار ته دعمل جامه وروانه غوندو اويواځې دکاغذ پرمخ یاد ستيج پرسر نظریات ویناوې به وي خو ټولنې ته به يې کومه ګټه نه وي رسیدلي .
باید افغانستان په خپل ښوونیز او روزنیز نظام کې دپام وړ مثبت تغیرات راولي ترڅو وکولی شي دټولنې د بهبود باعث وګرځي او په ټولنه کې مثبت تغیرات راولي، دبدلون راوستلو لپاره باید په تعلیمي نصاب کې دپام وړ بدلونونه راولي له یو میتود پرځای دې د مختلفو فعالیتونو او میتودونو څخه دې ګټه واخلي. مثلاً : دمطالعې عادت کولو لپاره دې دهیواد په کچه علمي د لوستلوټولنې رامنځته کړي ترڅو وګړي دمطالعې عادت سره بلد شي.
دافغانستان په اوسنۍ ښوونې او روزنې کې دعملګرايانو برعکس دشاګرد محوری پرځای معلم محوري جریان لري، یعنې زمونږ ټول فعالیتونه ښوونکی ترسره کوي شاګرد فقط غوږنیولی وي ، کیدای شي دنصاب ټول کتابونه وویل شي خو پدې غرض نه چې هغه دې ریښتینې زده کړه ورښودلې وي بلکه ښوونکي ځانګړې موخې لري چې هغوې ته یو څه انتقال کړي او خپل مرام ته ورسیږي ، زمونږ ښوونه او روزنه باید داسې ترتیب اوتنظیم شي چې شاګردان فکروکړي چې زمونږ دژوند هدف ښوونه او روزنه ده چې دې هدف ته درسیدو په خاطر باید د زده کړې میتود دمشاهدې او ازمایښت په شکل تعقیب شي چې د شاګرد یا ماشوم په ذهن کې ځای ونیسي ،شاګرد ته طبیعي آزادي ورکړل شي ، شاګرد ته باید مختلفې پروژوې ورکړل شي ، تجربو ته زیات اهمیت ورکړي، استدلال او تفکري قیاس ته لار هواره کړي. ترڅوشاګرد په خپله تجربه وکړي د ستونزو سره مخ شي او دهغې د حل لارو چارو په لټه کې شي دستونزو د حل پيداکولو لپاره شاګرد کاملاً علمي آزادي لري ، مختلف فعالیتونه اوعملونه ترسره کوي ، چې په ترڅ کې د شاګرد د بریالیتوب سبب ګرځي .
نتیجه دا شوه چې دافغانستان ښوونیز او روزنیز نظام دې باید له سیاسي او نظامي رهبرانو څخه آزاد، پاک او دهغوې تر تاْثیر لاندې دې نه وي ،ځکه چې همدا د ښوونې او روزنې په نظام کې دوروستو پاتې کیدلو لامل ګرځیدلي دي، بل داچې دې زړو او پخوانیوله وخته تیرو میتودونو او فنونو زمونږ ډير ځوانان له هدف څخه تیرکړي دي او د خوږ عمر ډيرې میاشتې او کلونه يې ورڅخه خوړلي دي ، نه يې ځانته کومه ګټه رسولی او نه د ټولنې په ګټه تمام شوی دی خلاصه داچې د افغانستان ښوونیز او روزنیز نظام ته دې ژور بدلون ورکړل شي ، ځکه چې ټولنیزه روزنه او اخلاقي روزنه دیوې سکې دوه مخونه دي .