د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پیل کړی تجارت دی څوپیرانو دیانت کې

احمد شاه حقوقي 12.05.2014 13:32

پیل کړی تجارت دی څوپیرانو دیانت کې
په مخ اوخوله صفا وي قدم ږدي په خیانت کې
 
هدف او مصلحت یې چې په کوم دلیل ثابت وي
هماغه دلیل لولي نور ځان تاو کړي جهالت کې
 
خرڅ کړی چا الله چا یې رسول چا یې کتاب دی
پوښتنه به ترې کیږي لویه ورځ د قضاوت کې
 
تیاره ځکه خوریږي چې مرشد مې نن خود خواه شو
امت شو لا غافله د اسلام په ثــــــــــقافت کې
 
افسوس هغه استاد ته چې عالـــــم نه خبر نه وي
مدام چې قیل وقال کړي په خیرات اوسخاوت کې
 
محراب منبرخطیب ته که څوک دروند نظر ونه کا
سزا به خپله ګوري په محشر دقیـــــــامت کې
 
د هر موسم له پاره ای جانانه نسخه لیکه
سهار په رسالت کې او ماښام په شهادت کې
 
رحمت  ته د مولا دی حقوقي سترګې په لاره
که ژوند يې بختور شي د مهدي په خلافت کې