د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سید صابر شاه صابر په ایرو کې غمی

روئید همت 01.05.2014 13:52

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په ایرو کې د لعلونو خبره به ډیرو خلکو اوریدلي وي خو نن درته د داسې شخص یادونه کوم چې په ریښتیا هم له دې خبرې سره اړخ لګوي، ما چې کله د پیښور په غیږ کې د ژوندانه شپې او ورځې تیرولې او د حالاتو د ناکردو په سبب مې شعر لیکلو ته مخه کړه نو په دې دوران کې مې د کوزې پختونخوا هر لوی او وړوکي شاعر او لیکوال له نوم سره اشنایي درلوده او اکثرو سره مې له نږدې څخه لیدلي هم و په دې کې یو نوم و چې ډیر مې اوریدلی و خو د لیدلو هیله مې یې درلوده په ډیرې خوارۍ مې د هغه د اړیکې شمیره پیدا کړه هغه ته د زنګ د وهلو نه وړاندې مې دا فکر کاو چې هسې نه زنګ ورته ووهم او هغه راسره په کبر او غرور خبرې وکړي ځکه چې د ځینو لویو لیکوالو همدغه عادت وي او ماته چې خدای څنګه مزاج راکړی نو د دغسې خلکو پروا نه لرم، خو خیر زړه مې غټ کړ ورسره مې اړیکه ونیوه او د لیدلو وخت مې تر وغوښت ما چې د ده په هکله څومره فکر کړی و هغه راته بلکل غلط ثابت شو ځکه چې په خبرو کې یې راته ډیره مینه راکړه او په خوښۍ یې راته بلنه راکړه راته یې وویل چې په غریب اباد کې د بهارونه کتاب کور پوښتنه وکړه نو تر ما به دې راورسوي، همداسې وشول چې دغه ځای مې په همدې پتې پیدا کړ، هغه شخص چې ما یې په هکله د ډیرې دبدبې فکر کاو دا هم غلط وخوت هغه په یو دوکان کې ناست و او مخ ته یې کتاب نیولی و چې زه یې ولیدم نو له ځایه راپاڅید او په ډیر اخلاص یې راسره روغبړ وکړ تر هر څه د مخه یې راباندې د شنو چایو (کاوې) لورینه وکړه ما ورته ځان ورپیژاند او بیا مو د ژوند او حالاتو په هکله خبرې پیل کړې قسم په الله چې په هره خبره کې یې مینه مینه او خلوص خلوص نغښتلی و په لمړي ځل لیدو مې یې دا تصور کاو چې ګنې زه ورسره له کلونو کلونو بلدتیا لرم ډیره په زړه پورې خبره خو لا دا وه چې د هغه د دوکان (جنرل سټور) په پنځو،شپږو تاخچو کې کتابونه، اخبارونه او مجلې ایښودل شوي وو، بس خو ځان سره مې وویل چې همته که خیر وي په ژوندانه خو دې له یوې بلې هستۍ سره هم لیدنه وشوه، د هغې ورځې (د لمړي ملاقات) ډیر کلونه تیر شول هغه مې ډیر وپیژانده چې تر اوسه پورې راته ډیر مخلص او امین پاتې شوی دی، همدا غریب مزاجه، پښتون دوست سید صابر شاه صابر درته یادوم، اوس راځم د سید صابر شاه صابر د ژوند د هلو ځلو په هکله درسره یو څو خبرې شریکوم، زما په نظر که باچاجي (صابر شاه) د ژوند د حالاتو په ناکردو کې هر قدم اخیستی دی نو د پښتو ژبې د پرمختګ، لوړوالي عزت او حیا د ساتلو لپاره یې سوچ کړی دی ځکه خو په خپلو اکثره لیکنو کې د پښتو سره د مور کلمه کاروي چې دا کار یې ژړه ته لار پیدا کوي صابر شاه صابر هغه شاعر او لیکوال دی چې په عصري دور کې یې هم د شعر او هم د لیک په دنیا کې ځانته یو مستقل سبک مستقله لار او مستقل ځای جوړ کړی دی چې د شپې او ورځې په یو کولو یې څه د پاسه پنځوس (۵۰ +) کتابونه چې پکې اشعار، نثري ټولګې،لویې سفرنامې او راپورتاژونه شامل دي ډیری کتابونه یې د ښکلو سفرونو په ښکلا کې راتاو کړي دي که د ټولګو نومونه یې لیکم نو خبره اوږديږي، ښاغلي صابر شاه د پښتنو شاعرانو او لیکوالو په ډیری لویو او وړو کتابو سریزې، مقالې او شاپاڼې لیکلي دي چې شمیر یې سلګونو ته رسیږي نوموړي د ژوند په دې ترخو حالاتو کې د هیواد څخه بهر د ادبي لویو او وړو سفرونو په ترڅ کې په لسګونه لوی لوی ایوارډونه تر لاسه کړي ( د لوی افغانستان دولتي چارواکو هم څو ځل بللی دی چې د هغو بلنو نه د اعلیحضرت ظاهر شاه بابا او د میدان وردګو قدرمن والي ښاغلي حلیم فدایی بلنې د یادلو وړ دي) نوموړي څه د پاسه دوه کاله د پښتو ژبې تر ټولو ډیر لوستونکي اخبار (وحدت ورځپاڼه) کې د سپینو سپینو کالم چلولی او لیکلی دی چې د سپینو سپینو خبرو په سبب یې ډیر شهرت پیدا کړ صابر شاه صابر د پښتو ژبې د دریو لویو مجلو ( تلوسه، دستار او معمار) مدیر او مخکښ پاتې شوی د ښاغلي صابر شاه لویه خوبي دا ده چې د ډیورنډ د کرښې دې غاړې افغانانو ته یې ډیر قدر وکړی او تل یې د هغو ننګه کړې تل یې ورسره راشه درشه کړې او تل یې خواخوږ پاتې شوی تل یې د برې پختونخوا د خلکو سره وروري او دوستي پاللې ده نور نو دومره وس نه لرم چې د ښاغلي باچاجي نورو کړنو او هلو ځلو په هکله چې پښتو ژبې ته یې د پرمختګ په موخه تر سره کړي و یې لیکم اوس همدمره. خوشاله او سوکاله ژوند ورته غواړم.