د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر ابي زرغون بریدونه

محمدحسن حقیار 27.04.2014 18:09

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/
دوري په ۱۵مه دعبدالله په نوم یو افغان صاحب منصب په خوست کې پر دووالمانیو خبریالانو(انیا نیدرینگ هوس او کتی گانن)وسلوال برید وکړ چې په پایله کې يې انیا نیدرینگ هوس ځای پرځای ووژل شوه اوکتي ګانن سخته ټپي شوه http://rsf-persan.org/squelettes/img/ .
دالومړني بریدونه ندي چې په افغانستان کې پربهرنیانو ترسره کېږي،تردې لږه موده وړاندې دتېرکال دکب په ۲۱مه دکابل په ترټولو مصؤنه سیمه ( وزیراکبرخان )کې هم پر سویډنی خبریال نیلز هارنر برید وشو چې ځای پرځای ووژل شو http://www.bokhdinews.af/news ویل کېږي چې هارنرپرلبنانی هوټل د هغه برید پېښه څارله چې په ترڅ کې يې شاوخوا شل تنه ملکي بهرنی اوکورني ووژل شول http://www.bokhdinews.af/news ، تېرکال دکابل په امنیه قوماندانۍ کې یوې صاحب منصبې مېرمن (نرګس)یولوړپوړی نظامي امریکایی وواژه او دتېرکال په فبرورۍ کې هم دکورنیوچارو وزارت دننه په یوې ډېرې قرنطین او محفوظه سیمه کې یو افغان صاحب منصب یولوړپوړی امریکايی مشاور وواژه.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan
په نظامي قطعاتوکې خو دافغان اردو دمنسوبینو لخواپرمریکايي او دناټو پرځواکونو وسلوال بریدونه له ۸۰ واوښتل چې په ترڅ کې يې سلګونه بهرني پوځیان ووژل شول او آن دامریکایانو په وینا ، پر آبي دزرغونو(پربهرنیو پوځیانو دکورنیو)په بریدونو کې دوژل شویوبهرنیوسرتېرو شمېر ه ترهغې ډېره لوړه شوه چې له مخالفینو سره په جګړوکې به وژل کېدل .
دبهرنیانو دا وژنې له هغو پرته دي چې له طالبانو او نورو مخالفینو سره په جګړوکې وژل کېږي.
لاملونه
داچې په دې وروستیو کې دافغانانو لخوا پرملکي بهرنیانو بریدونه ډېرشوي لاملونه يې ډېر دي . یو خو داچې دلته راتلونکي ځينې ملکي بهرنیان له استخباراتي ادارو سره تړاو لري اودخپل ښکاره ماموریت ترڅنګ په پټه خپلو استخباراتي اداروته هم کارکوي، دوهم لامل يې غچ او انتقام دی موږ وینو چې بهرنیان دلته ډېر بې ګناه ملکي افغانان په ډېرې بې رحمۍ وژني، افغانان پرخپلو ورونو او هیوادوالو دردېږي او دانتقام جذبه يې په رګونو کې څپې وهي نوچې پرهربهرني لاس بري شي وژني يې.
په افغانستان کې دافغانانو پروړاندې دبهرنیو ځواکونو کړنې دومره منفي او پاروونکي دي چې هربهرنی ورته دښمن ښکاري.
. دلته مېشتوبهرنیانودافغانانو دین،کلتور مقدسات او نوامیس توهین کړل دا کار هېڅ رښتوني افغان ته دزغم وړ ندی او هرومرو يې دینی جذبې راپارېږي.
په امنیتي ځواکونوکې له حاکم نظام او دلته مېشتوبهرنیانوڅخه ددفاع دانګیزې نه شتون اوپه دې ارګانونو کې دطالبانو او څه ناڅه دحزب اسلامي نفوذ هم پرابي دزرغونو دبریدونوعوامل دي.
هغه ملکي بهرنيان چې دلته دخدمت په نوم راځي هم ترډېره حده دافغانانو دپانګې په چوراو تالان کې ونډه لري ددوی کانونه او لوړبیه کاڼي او یورانیوم وړي او دخدمت څرک يې ډېرکم لیدل کېږي نو یواحساساتي یا وږی او نیستمن افغان چې ویني بهرنیان ددوی له ملکه ددوی او یاله دوی سره مرسته شوي میلیاردونه ډالرتښتوي نوڅنګه به ورته ددوست په سترګه وګوري؟
عامو افغانانو ته دملکي او نظامي بهرنیانو تفکیک اوبېلول سخت دي ، دا نه پېژندنه هم کله ناکله ددوی پر وژنه تمامېږي.
په افغانستان کې روانه جګړه تریو حده استخباراتي او نیابتي هم ده،دلته هندوان ،پاکستان او پاکستانیو ته او پاکستان هند او هندوانو ته ،امریکایان ایرانیانو او ایرانیان امریکایانو ته ستونزې جوړوي او وژني يې .دوی هم ملکي او نظامي ته نه ګوري.
په کابل ، ننګرهار ،نیمروز ،هرات او…. کې داډول نمونې ډېرې دي .
له شک پرته ځینې يې دلته استخباراتي او تجسسي کارونه کوي ،دلته افغانان ځوروي اوشکنجه کوي ، جاناتان جک ادیماخوچې په کارته پروان کې يې پټ شخصي زندان درلودهم اوس ملکي و http://pendar.forums1.net/t2190-topic
. ایرلیندی مایکل سمپل Michael Semple ، المانی توماس روټیګ Thomas Ruttigاوماروین پټرسن خو هم ملکي وګړي وو.
http://muqawamat.blogfa.com/post-
کله چې بهرني استخبارات دخپلوجاسوسي موخو لپاره دسره صلیب اویا دماین پاکونې سمبول اوموټر کاروي نوطبعي ده چې دسره صلیب او ماین پاکونې مامورین به خوندي نه وي.
اغیزې
.پر ابي زرغونوبریدونو امریکايي او افغان چاروا کي سخت وارخطا کړل افغان حکومت يې پړه پربهرنیو کړیو واچوله او امریکايي چارواکیو له افغان حکومت څخه پهدې اړه جدي ګامونه وغوښتل جنرال جان الن اومارتین دیمپسي افغانستان ته بېړني سفرونه وکړل اولیون پنیتا په ټيلیفون له کرزي ددې پېښو عاجل مخنیوی وغوښت.
له شک پرته داپه نړۍ کې لومړی ځل دی چې له نړیوالو ځواکونو سره داسې چلند کېږي او دکوربه هیواددځواکونو لخوا دهمدوی لخوا دورکړل شویو ټوپکو میلونه بېرته همدوی ته وراړول کېږي، دې کار امریکایان هم وارخطا او هم پر افغان ځواکونو بې باوره کړل تردې چې په یوځای کې ورسره نه اوسېږي ،نه ورسره ګډ عملیات کوي اوآن دطالبانوپرځای له دوی ځان ساتي.
حکم
دایو حقیقت دی چې افغانان په ټوله کې مېلمه پال دي اوآن دمېلمه لپاره له سر او وینې نه هم تېر ېږي چې نمونې يې ډېرې دي دامېلمه که شخصي وي او که دهیوادوالو ګډ. خو تېري کوونکي او یرغلګر یا هغه کسان چې له وسلو سره اویا دجاسوسۍ لپاره ددوی حریم ته راننوځي هيڅکله هم نه زغمي داکه په هره جامه او هررنګ کې وي.
دملکي وګړیو(هغوی چې په جګړه کې لاس نلري) وژنه هغه که کورني وي او که بهرني له کوم شرعي لامل پرته دتوجیه وړ ندي او نه مشروعیت لري .
اسلام خو د مسلمان لپاره په خپل قلمروکې پوله نه مني او (هرملک ملک ماست —که ملک خدای ماست )يې شعار او داعیه ده خودکافر په اړه يې دريځ دادی چې که کوم څوک په قانوني توګه او ددوی په اجازه ددوی خاورې ته ور ننوت نو هغه په امن کې دی او دهغه دسر،مال او شتمنۍ ساتنه داسلامي خلافت دنده ده .
دیو هیواد وېزه ترلاسه کول یاچاته وېزه ورکول چې ددوی هیواد ته ورشي او په قانوني توګه ورننوځي هغه ته دامن ورکولو په معنا ده او چاته چې امن ورکړل شو نو ساتنه يې هم فرض ده نوله شرعي موجب پرته يې وژونکي داسلام له هدایاتو سرغړوونکي شمېرل کېږي. خو که هغه (مستامن )بیا له دې فرصت څخه ناسمه ګټه اخلي او تخریبي او تجسسي کارونه کوي نوله محاکمې ژغورل کېدلی نشي.
زه ټول بهرني ملکي وګړي نه تورنوم اونه يې دوژلو اوځورولو پلوی یم،نه دبېګناه انسان ازار ول په اسلام کې روادي او نه يې زماوجدان زغمي خوپه دې خاطر چې دوچو له غمه لامده هم ونه سوځي بهرنیان هم بایدخپل حدود وپېژني، ملکیان يې سم خدمت وکړي اویا هماغه ماموریت تعقیب کړي چې په کوم نوم راځي.
افغانان هم باید په بریدونو کې ډېر دقت وکړي ،په یواځې شک او ګومان چاته زیان ونه رسوي،دافغانانو دمیلمه پالنې ویاړلی دودنوم بدی نه کړې،هرسور ږیری ملاشاګل ونه بولي.

حل لار
که هرڅوک غواړي چې دلته بهرني ملکي وګړي ونه وژل شي نوبنسټيزه چاره يې دهغو عواملو له منځه وړل دي دکومو له مخې چې افغانان اړوېستل کېږي چې دلته مېشت بهرنیان ووژني . ترڅو چې امریکایان اوناټو دلته بې ګناه انسانان وژني اوهر افغان ته ددښمن په سترګه ګوري نو دلته به ددوی ملکي وګړي هم محترم نه شمېرل کېږي .
همدا راز حکومت باید دا وړتیا ومومي چې افغانستان دنړیوالو سیاسي او استخباراتي لوبو ډګر ونه ګرځوي اودافغانانو خاوره دنورو له شومو موخواو نیابتي جګړوڅخه وژغوري او چې ترڅو دلته نیابتي جګړه وي نو دلته مېشت بهرني وګړي به وژل کېږي.
حکومت ،ملګري ملتونه اوافغان ولس باید په ګټه دبهرنیو لخوا دافغانانو دکانونو دچوراوتالان مخه ونیسي.
http://www.pajhwok.com/ps/2014/04/24
بهرنیان باید دافغانانو دین ،کلتوراوپه ټوله کې مادي او معنوي ارزښتونو ته درناوی وکړي .
تیري کوونکي وسلوال دې دافغانانو خاوره پرېږدي، دافغانانو په کورنیو او بهرنیو چاروکې دې لاسوهنه بنده کړي.
اوس خوچې له غرب څخه کوم بهرنیان دلته راځي نونه وېزه لري اونه دراننوتلو قانوني لارې چارې بشپړوي نو داخلک چې دافغانانو هیواد اوددوی قانون ته اهمیت نه ورکوي څنګه دمصؤنیت دعوه کوي.