د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

احمدشاه بابا د فاتح او شاعر په حیث

عبدالباري جهاني 27.04.2014 11:44

چی خدای لوی کړې احمد شاهه
تل د خوارو دستگیری کړه
د احمد شاه بابا د نامه له یادولو سره  سړی ته معمولا د پانی پټ جنگ، پر هند باندی حملې، د تورو خرپی او د مېړانی او تدبیر رنگارنگ کیسی ور په یادېږی. دا خبری دومره ذهن ته راځی چی د ده د  شعرويلو  او ليکلو برخه او هنری ژوند بالکل د سړی له یاده وزی. چا ته دا نه ور په یادېږی چی  ده به هم گوندی د دومره جنگونو، سیاسی اصلاحاتو او د افغانستان د تاسیسولو په څېر مهمو   کارنامو ترڅنگ کله شعر هم ویلی وی. په داسی حال کی چی دی هم د ځینو  لویو پاچاهانو  او سردارانو په څېر  د توری او قوی مټ  تر څنگ د ښه قلم او ښې ادبی قریحې خاوند وو او ځانته د  لویو شاعرانو په څېر  یو بشپړ دېوان لری . مر حوم عبدالروف بېنوا  د افغانستان نومیالی  په نوم  کتاب په دریم ټوک کی د ده په باره کی لیکی چی د شاعرانو او ادب د خاوندانو  سره یې هم مجلسونه کول  اود  شعر او شاعرۍ نه یې خوند اخیست.په تېره یې بیا د پښتو ژبی  د ادب سره ډېره  زیاته مینه درلوده. اود پښتو ژبی په تاریخ کی د احمد شاه بابا دربار د یوه پښتانه پاچا لومړنی دربار و چی  د پښتو ژبی  لومړی تد ریسی کتاب پکښی لیکل سوی دی. احمد شاه بابا خپل زامن هم د پښتونوالی په روح روزل  نو ځکه یې د پښتو  ژبی  خوږ ژبی شاعر پیر محمد کاکړ  دوی ته معلم مقرر کړ. او پیر محمد کاکړ د احمد شاه بابا  په امرد  شهزاده سلیمان د پاره د معرفت الافغانی  په نوم  د پښتو تدریسی کتاب ولیکه  او د هغه له مخه یې شهزاده ته  د پښتو ژبی قواعد  ور وښودل.  احمد شاه بابا  په داسي  عصر او زمان کی ژوند کاوه چی  د هند  د مغولو دامپراطورۍ جلال او عظمت ختم سوی، او تش نوم او درباری تشریفات  او القاب  ورپاته وه. په اېران کی د نادر افشار د وژل کېدلو  څخه وروسته د هغه هیواد  په هره برخه کی  کورني جنگونه پیل سوي  وه  او نور یې د دې توان نه درلود چی  ژر دي ځان سره را ټول کړي. د افغانستان په شمال کی داسی قوی دولت  پاته نه وو چی  دې  نوي تاسیس سوي هیواد ته خطر متوجه کړی. اود  بخارا امیر نه یوازی دا چی  پر بل چا یې  یرغل نه سو کولای د ځان څخه یې د دفاع توان لا هم نه درلود. گواکی په د ې وخت کی د زمان د پخوانیو شرایطو په خلاف، چی هر وخت به د پښتنو کورته یوه بلا متوجه وه، دا ځل دوی ته  د گاونډیو هیوادونو  د خوا کوم تهدید متوجه نه وو؛ او پښتنو  کولای سوای چی په بېغمه زړه  خپل کور سمبال کړی. خو احمد شاه بابا داسي  څوک نه و چی  یوازی دی د خپل کورگي په ابادولو قانع سوی وای. هغه ډېر لوړ خیالونه درلودل  او غوښتل یې  د پښتنو پخوانی برم  یو ځل بیا را ژوندی کړی. داسی ښکاری لکه په دې کار کی چی  خپلی ارزو ته رسېدلی هم وی.
نن بیا هسی د گلزار په ننداره ځم
چی له یاره سره خوښ همکناره ځم
چی بر کړی  می خدای لاس پر رقیبانو
ترو به زه د هند پر لور په تماشه ځم
چی د هند  د ملکو فتح می روزي سوه
نور اېران لره په توغ په نغاره ځم
پر دا کړي داد دي خدای نه سی پښېمانه
تر نگین می اېران لاندی شاهانه ځم
معشوقې د اېران ډېری ترکی شوخی
خدای چی راکي ترکي هند ته دوباره ځم
زه تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم
په مدد د حبیب هره خوا تازه ځم
چی زما د ولایت  فتح روزي سوه
تروبه څه د یار  له نازه کناره ځم
احمد شاه دنیا فانی گڼم چی نسته
دنیا پاته له ایمانه به سره ځم
احمد شاه بابا هم د پښتنو د نورو  مشرانو په څېر د خپل قام  د همېشگی بې اتفاقۍ  نه  په تنگ دی . او سره له هغه چی  په خپلو فتوحاتو ویاړي  او په دې هم پوهېږي چی دغه بریالیتوبونه یې د خپلو پښتنو وروڼو  په توره تر لاسه کړي دي، خو بیا هم  گوري  چی پښتانه پر غلجی او ابدالي  وېشل سوي دي. دی ورته وایی چی ټول غلجی او ابدال یو شان دی . ټول وروڼه دی او ښه والی  په اصل و نسب کی نه دی. ښه والی په پاکی او سړیتوب کی دی. مېړانه په نېک عمل کی ده. په ښو جامو او د نیا او دولت کی نه ده. خپل قام ته یې ویل چي سره یو موټی سي او لاسونه سره ورکړي.ځکه چي د ننګ وخت راغلی دی. ده تاختونه پیل کړي او غزا یې پیل کړې ده. دوی باید یو موټی سي، بې اتفاقي پریږدي او په یوه خوله او یوه زړه  د ده تر څنگ  ودرېږی.
 د احمد شاه بابا د عصر او  له ده څخه مخکی  پښتو ژبی شاعرانو  په یوه او بل ډول  د تصوف په برخه کی شعرونه  لیکلی دی. او دغه مفاهیم یې کله کله د زلفو اوجانان ، کله د وصال او هجران او کله کله  په څرگنده توگه  په خپلو شعرونو کی راوړي دي. احمد شاه بابا هم ظاهری کثرت  له واقعی وحدت څخه بولی . دغه ظاهری کثرت د وجود مجازي شکل  بولی  او حقیقت  په وحدت کی گوری. د مینی په نړۍ ننوتلی دی. هغه یې کتلې ده او  بیا په دې جهان کی  ځان د زلفو په هر تار  جلا جلا گرفتار بولی.په زړه پور ی خو دا ده چی  دی ځان د  عشق ښکار نه بلکه  عشق د خپلی مینی ښکار بولي. او کله چی د خپل عمل خبری ته راځي  نو بیا په میکدې کی اوسېدل  د قسمت د لاسه بولي.
زه هر گوره نن د لوړو په حصار ځم
مثل نه لرم هیچری چی په شمار ځم
که می خپله بلند ی موجوده نه وی
لکه باد هسی  د غرونو په کنار ځم
له وحدته  چی په امر را بېرون سوم
د کثرت په ملکو هره خوا په ښکارځم
دا د مینی ملک می خپل کړ سر تر پایه
زه  عاشق بندی د زلفو په هر تار ځم
د ناسوت په وهم ورک سوې عندلیبه
زه غه گل یم چی د مینی په بهارځم
 خپله مینی مي ښکاري تعلیم می ورکړ
زه غرڅه په گړنگونو  د کهسار ځم
ملکوت گوره خاصان د صومعې کړم
همېشه د میخوارانو په بازار ځم
که اشنای می چېری ناز راباندی وکړي
دا می نشته چی یمین او که یسارځم
که هرڅو داستا د مینی وری دروند دی
ولی تل د خسته زړونو په قطارځم
احمد شاه ته دی  د زړه بورجل ته گوره
بې ما څوک دی چی دا هسی په گفتار ځم

 احمدشاه بابا په شعر کي استاد نه لري او د کوم شاعر د سبک پیروي یې هم نه ده کړې. داسي ښکاري چي د شعر لیکلو د پیل په وخت کی یې د پښتو ژبي د پخوانیو شاعرانو شعرونه هم چنداني نه وي لوستي؛ ځکه یې په ځینو هغو شعرونو کي چي  د میجر راورټي په ګلشن روه، د پیښور چاپ دیوان احمدشاه ابدالي او ځینو قلمي نسخو کي راغلي دي د سیلابونو او قافیو ډیري څرګندي او لویی نیمګړتیاوي لیده کیږي. احمدشاه بابا ته د پاچهی کارونو، جنګونو او د یوه نوي دولت او حتی نوي امپراطوری د جوړولو مصروفیتونو دا مجال نه دی ورکړی چي پر خپلو پخوانیو شعرونو له سره غور وکړي او پر هغه خپل پخواني حال ورڅخه پاته سوي دي.خو هغه شعرونه یې، چي ګومان کیږي، په وروسته کلونو کي یې  لیکلي دي هم د قافیې او سیلابونو له مخي، هم د نظم د ښکلا له مخي او هم د مضمون له مخي دونه غني دي چي د پښتو ژبي د لویو شاعرانو له شعرونو سره سیالي کولای سي. یوه غزل یې له ګلشن روه څخه را اخلو.

بیلتانه مي زړه سوری کړ پوري ووري
چي طاقت مي نه په نمر شي نه په سیوري
د دنیا قیامت دغه دی که پوهیږې
چي آشنا له تا بیلیږي ورته ګوري
هم په صبرعلاج چیري شي نادانه
چي یادیږي د آشنا زلفیني توري
احمدشاه د بیلتانه خبري پریږده
کړه خبري د وصال نادري نوري

له دیوان احمدشاه ابدالي څخه:
چي دلبر مي شي ساقي سترګي پیاله که
زړه بلبله د رخسار په ګل ناله که
چي دلبر مي غمزه طوره اشاره که
ګویا نور د نمر له مخه کشاله که

کاته سیف ابروکمان باڼه خدنګ دي
په سر تور کاکل  سنبل زلفي تاله که
د دنیا د غم بیړۍ ځبله واوړه
چي ښادي یې لږه غم یې صد ساله که
دا جهان ګوره عجب د ګلو باغ دی
حیف په دې چي د جهان تیغ یې ماله که
په دنیا کي یو ارمان د احمد دا دی
که مي خدای له خپله یاره هم پیاله که

دا چي احمدشاه بابا د پښتنو په سیمه کي د پښتنو د لومړني دولت د تاسیسولو او پراخولو، تر لسو زیاتو جنګونو د مستقیم او شخصا رهبري کولو او له لومړۍ ورځي څخه بیا تر وروستیو ګړیو پوري د راز راز ستونزو د هوارولو تر څنګ  د شعر لیکلو او یوه مردف دیوان تر تیبولو ته وخت ورکړی دی؛ دا یې دومره د قدر وړ کار دی چي تقدیرول یې زموږ په وس کي نسته. په زړه پوري خبره  دا ده چي احمد شاه بابا د دومره زیاتو جنګونو په میدانونو کي برخه اخیستې او پخپله یې د یوه عمومي قوماندان او جنرال په حیث فتوحات کړي دي خو په ټول دیوان کي یې د دغو جنګونو او نورو هغو مشکلاتو، چي دی به غالبا هره ورخ ورسره لاس و ګریوان وو، یادونه نه ده کړې. د خوشحال خان خټګ کلیات که له یوې خوا د پښتو ژبي د ادب بې بها مرغلري دي، نو له بله پلوه په هغه عصر او زمانه کي د پښتنو د تاریخ یو داسي فصل دی چي سړی ویلای سي که د خوشحال خان خټک دیوان نه وای نو زموږ د تاریخ یو لوی فصل به ورک وای. خو که چیري احمدشاه بابا هم د خپلو جنګونو او نورو  داخلي او خارجي ستونزو په باب شعرونه لیکلي وای، چي سړی نه پوهیږي ولي یې نه دي لیکلي، نو د هغه د دیوان قیمت به یې لس چنده نور هم زیات کړی وای. د هغه وخت د مهمو پیښو تاریخ او د جنګونو او میدانونو بیان به مو د ده له خپلي خولې اوریدلی وای. البته دا نیمګړتیا د هغه د شعرونو د دیوان ارزښت په هیڅ توګه نه کموي. له بلي خوا، موږ د خوشحال خټک څخه پرته د پښتو ژبي د نورو شاعرانو په دیوانونو کي هم د اجتماعي پیښو په باب چنداني څه نه دي اوریدلي او دغه علت دی چي موږ د ډیرو لویو او مهمو شاعرانو د ژوندانه د حالاتو په باب یا نیمګړي او یا اټکلي معلومات لرو.
      احمدشاه بابا خپل شعرونه د یوه پاچا، پلار او معلم په حیث لیکلي دي. د پښتو او فارسي ژبي د نورو زیاترو شاعرانو په خلاف یې د خط بدرنګي کلمې ته چنداني ځای نه دی ورکړی. د هغه لیلی یوه طبیعي دلربا ده چي د زړونو په ښکار وتلې او د سوځنده میني د داستانونو د نورو ښکلیو په څیر یې د نړۍ د ښکلا تاج پر سر ایښی دی او چي خدای د ښایست څه صفتونه پیدا کړي او ښکلیو ته یې ورکړي دي هغه ټول په ځان کي لري.

چي په حسن مهیا ده                         دا د زړونو محبوبا ده
ګل به څه سیالي د دې که                    دا تر ګله هم زیبا ده
پر ي رویه ماه پیکره                         د آفتاب په څیر علیا ده
شکرلبه سیم غبغبه                           مو کمره یک تنها ده
احمدشاه خو یې صفت که                   چي د زړونو مقتدا ده

احمد شاه بابا د یوه پرهیزګار مشر او معلم په حیث، د هغه وخت د شعر او نظم د معمول په خلاف می، میخانې، ساقي او خرابات ته چنداني ځای نه دی ورکړی. ګواکي ده فکر کاوه چي په شعر کي دغو مفاهیمو ته  ډیرځای ورکول، همدغو کړو وړو ته د خپلو خلکو د تشویقولو معني لري؛ ځکه یې نو ځان او خپل شعر ورڅخه ژغورلی دی. که یې چیري د میخانې ذکر کړی هغه میخانه زیاتره په صوفیانو او صوفیانه لاري پوري اړه لري. دا هغه عادي میخانه نه ده چي نورو شاعرانو د پاچاهانو او عیاشانو د دربارونو او عیاشیو د ستایلو او صلې تر لاسه کولو لپاره بیتونه او نظمونه ورباندي لیکل؛ بلکه هغه میخانه ده او هغه می دي چي نشه او خمار یې دواړه له ناسوت او نړۍ څخه پورته په ملکوت او جبروت پوري اړه لري.

زه هر ګوره نن د لوړو په حصار ځم
مثل نه لرم هیڅ چیري چي په شمار ځم
له وحدته چي په امر را بیرون شوم
د کثرت په ملکو هره خوا په ښکار ځم
د ناسوت په وهم ورک شوې عندلیبه
زه غه ګل یم چي د میني په بهار ځم
څه عجب بازار مي جوړ په جبروت کړ    
آشنا چیري دی چي زه هسي خمار ځم
ملکوت ګوره خاصان د صومعې کړم
همیشه د میخوارانو په بازار ځم
احمدشاه ته دي د زړه بورجل ته ګوره
بې ما څوک دي چي دا هسي په ګفتار ځم

  د احمدشاه بابا د اشعارو یو لوی اهمیت په دې کي دی چي په هغه زمانه کي او له هغه څخه وروسته د نولسمي پیړۍ د نیمایی تر کلونو پوري د کندهار په شاوخوا کي، له پیرمحمد کاکړ نه پرته، چي هغه هم له ږوب څخه کندهار ته راغلی وو، بل کوم شاعر نه لرو. ګواکي په یوه حساب، احمدشاه بابا د کندهار د شعر موسس بللای سو. دا سترګه ور فاتح او جنرال، د خپلو ټولو مصروفیتونو او ستونزو ترڅنګ، په کندهار کي دغي مهمي تشي ته متوجه وو؛ ځکه یې له یوې خوا د پیرمحمد کاکړ په څیر یوه عالم او شاعر ته د خپل زوی شهزاده سلیمان د روزلو وظیفه ورکړه او له بله پلوه یې پخپله هم شعر ویلو او لیکلو ته ملا وتړله. د یوه بل عادي سړي یا یوه مشر لپاره شعر ته مخه کول عادي خبره ده خو د احمد شاه په څیر یوه لوی پاچا په حیث شعرلیکلو ته مخه کول او حتی ابتکار اخیستل د ستایني تر کلماتو لوړ کار دی.
 احمدشاه بابا، د هغه وخت د نورو پښتنو شاعرانو په څیر، خپل زیاتره شعرونه د ښایستو او معشوقو په باره کي لیکلي دي. ځای ځای یې د نورو تللیو او معاصرو شاعرانو په څیر نصیحتونه کړي، د دنیا له بې وفایی څخه یې خبرداری ورکړی او په ژوند کي یې د ښه عمل د کولو او له بدو د پرهیز کولو توصیې کړی دي. یو شی چي د احمدشاه بابا شعر د نورو شاعرانو له شعرونو څخه بیلوي هغه د بیلتون کلمه او له بیلتون څخه ویره او شکایت دی. څرنګه چي احمدشاه بابا په دوه پنځوس کلنۍ کي وفات سوی او د پاچهی په وروستیو کلونو کي د پزي د سرطان له ناروغی او سختو  دردونو څخه کړیدلی دی نو سړی اټکل کولای سي چي ښایی ددغي کلمې زیات استعمال به د هغه د روحي حالت او رنځ محصول وي.

سخت زړه کاڼي په هیڅ رنګه نه نرمیږي
چي بیلتون یې کړي دا سپیني لاري توري
بیلتانه په زړګي هیڅ اثر نه کیږي
په ژړا که دي زړه چوي سترګي ګوري
بیله صبره یې علاج په نور څه نه شي
که بیلتون د غم سکروټي کړي را پوري
احمدشاه د بیلتانه خبري پریږده
کړه خبري د وصال نادري نوري

په شمال د بیلتانه به راضي نه شم
زه په خوښ یم که وصال وي په اورو کښي
په وصال د یار به څرنګه جوړیږي
هغه زړه چي بیلتانه کړ په چرو کښي
نوم مه اخله د بیلتون اې احمدشاهه
له بیلتونه ریزمریز یم په هډو کښي

زړه مي سوځي د بیلتون له سخته داغه
چي همیش می لوګی خیژي ل دماغه
زه د اوښو باران وورم غنچه خاندي
خدای دي نه کا دا هوس د ګل له زاغه
زه احمد د یار پر لور په سر ور درومم
د بیلتون په تیاره هسي بې چراغه

سړی ویلای سي چي احمدشاه بابا به، په خپلو شعرونو کي، د بیلتون کلمه تر ټولو زیاته کارولې وي او دا بې علته نه سي کیدلای. هغه غزل چي یې د عمر د تیریدلو په باره کي ویلې ده  تر ټولو دردمنه او خوږمنه ده او ښايي لایې د عمر په آخره کي ویلې وي. ځکه چي په نورو غزلو کي یې، د بیلتون څخه د شکایت ترڅنګ، بیا هم د پاچهی غرور او د جنرالی زور له ورایه ښکاري، او په دې دردمنه غزل کي داسي ښکاري چي ځان یې د بیلتون ښکاري ته تسلیم کړی دی.


شیرین عمر چي تیریږي دریغه دریغه
د اوبو په څیر بهیږي دریغه دریغه
ولي زړه پرې خبر نه دی له رفتنه
چي دا هسي ژر تیریږي دریغه دریغه
ولي هسي شوې بې غمه زما دله
عمر باد غوندي چلیږي دریغه دریغه
که هر څو په ډیر ناز جوړي کړې ماڼۍ
په ارمان ځیني پاتیږي دریغه دریغه
دریغه دریغه آخر دریغه زما دله
چی مین ځبله بیلیږي دریغه دریغه
دا یاران لکه ګلونه د بهار دي
د خزان په تاو رژیږي دریغه دریغه
د هجران مثال دوزخ بیلتون ډبري
د عاشق په سر لګیږي دریغه دریغه
که پیدا نه وای بیلتون دیدن به مړ وو
له دیدنه خون بهیږي دریغه دریغه
آشنایی په مثال ګل بیلتون یې خار دی
خارشي سخت هله څرخیږي دریغه دریغه
احمد شاه به څه هوس کا وخت د غم دی
د بیلتون نوبت ږغیږي دریغه دریغه.