د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له تاريخي چانسونو نه بايد تاريخي ګټې پورته شي

ع. رحمن ( زلال) 23.04.2014 13:23

له امريكې سره د افغانستان امنيتي تړون، چې د ټولې لويديځې نړۍ او په سر كې د امريكې د متحده ايالتونو لپاره د نړيوال سياسي او اقتصادي سردمدارۍ د ساتنې په لړ كې د ډير لوړ او بې بديله اهميت درلودونكى دى او د همدې اهميت د درلودنې له كبله لويديځه نړۍ په ځانګړي توګه د امريكې متحده ايالات د خپلې ځنډ نه منونكې اړتيا له مخې د افغانستان له لوري د نوموړي تړون ولاسليك ته له حد نه زيات ليوال او په اخير الامر كې د ياد سند د لاسليك په بدل كې د هر ډول ممكنې بيې وركړې ته اړ دي. له بل پلوه نوموړى تړون د افغانستان لپاره هغه غوره چانس ګڼل كيږي، چې دا ډول چانسونه د تاريخ په اوږدو كې د هيوادونو په وړاندې ډير لږ واقع كيږي، خو دلته د سوچ خبره داده، چې له دې چانسونونه د وړو ګټو د پورته كيدو په تمه كې و كلك ستر ملي ارادت، بډايه سياسي پوهې او خپلواك ملي مدبر زعامت ته ډيره سخته اړتيا ده.
كه موږ پورتنيو ځانګړنو لرونكى زعامت ولرو دا به څرګنده خبره وي، چې له دې چانس نه به مو په ګټه اخيستو كې له يوه پلوه له اوسنۍ روانې جګړييزې غميزې څه ځان ژغورلى او له بل پلوه به مو د سبا ورځې د سوكاله او غوړيدلي هيواد د جوړونې لپاره پاخه او ډاډلي بنسټونه ايښي وي.
كه د امريكې سره د امينتي تړون په اړوند د امريكې و اړتياوو ته په غور او ژوره كتنه وګورو په زغرده به څرګنده شي، چې د امريكې متحده ايالات د افغانستان له لوري د نوموړي سند ولاسليك ته چې د اسيا په دې ستراتيژيك اهميت لرونكي سيمه كې يې وشتون ته قانونيت وربښي څومره اړتيا لري.
له افغانستان سره د امريكې د امنيتي تړون په اړوند د امريكې اړتيا د لاندې څلورو ليدلورو په سپړنه كې ډير ښه راڅرګنديږي:
لومړى، اقتصادي ليدلورى: دا، چې نن لويديځه نړۍ په سره كې د امريكې متحده ايالتونه له سخت اقتصادي بحران سره لاس په ګريوان دي او د يوشتمې پيړۍ ځانګړنو داسې يو نړيوال اقليم په وجود راوستى دى، چې له دې بحران څه د ژغورنې لاره يوازې او يوازې د افغانستان له لوري د امريكې سره د امنيتي تړون په لاسليك پورې اړونده ګڼل كيږي او وجه يې هم همداده چې د لويديځې نړۍ په سر كې د امريكې سياسي، ټولنيز نظامونه پر كاپټالسيټي اقتصادي سيستم باندې ولاړ دي او توليد دى چې د نوموړي اقتصادي سيستم د ملا تير جوړوي، د توليد وده، پراختيا او ګټمن توب پر درو عناصرو باندې ولاړ دى چې عبارت دي له:
۱- د توليد لپاره د اومو موادو او انرژۍ شتون
۲- په پخو موادو باندې د اومو موادو د بدلون د كار د افزار درلودل
۳- د په لاس راغلو پخو موادو (توليد) د خرڅلاو د بازار يا ماركيټ موجوديت.
كله چې پورتني درې عنصره د كاملو وړتيا په لرلو سره پخپل ځنځيري او اورګانيك پيوند سره يوځاى شي د اضافه ارزش او يا په بل عبارت د ګټې د زيږيدو لامل ګرځي او همدا ګټه يا اضافي ارزښت دى چې و كاپټاليستي اقتصادي سيستم ته د ژوند او پانګوالۍ ټولنيز نظام ته پر نړۍ باندې د سياسي او اقتصادي برلاسي وړتيا وربښي.
نن د لويديځې نړۍ په سر كې د امريكې متحده ايالتونو ته ستر اقتصادي بحران د ورپيښيدو اساسي لامل هم همدا دى، چې پخپل واك كې درلودونكي اومه مواد او انرژي يې مخ پر تماميدو او پخپله ولكه كې لرلى ماركيټ او د توليد د خرڅلاو بازار يې له لاسه وركړى دى. همدا وجه ده، چې لويديځې نړۍ په سر كې امريكا له همدې بحران څه د ژغورنې په تمه د اسيا وچې په لوري مخ رااړولى دى.
د اسيا لويه وچه د لويديځې نړۍ په سر كې امريكې ته له دې بحرانه څه د ژغورنې ښې وړتياوې لري. سهيلي اسيا چې په نړۍ كې تر ټولو د ډير نفوس لرونكې سيمه ده او هر چيرته چې د انسانانو تراكم ډير وي هلته د راكړې وركړې او خرڅلاو بازار هم ډير ګرم وي، ځكه نو سهيلي اسيا د لويديځ په ځانګړې توګه د امريكې لپاره ډير ښه ماركيټ او بازار دى. له بل پلوه منځنۍ اسيا چې په نړۍ كې د اومو موادو او انرژۍ ګدام ګڼل كيږي، د لويديځې نړۍ په سر كې د امريكې د متحده ايالتونو لپاره د ورپيښ اقتصادي بحران څه د ژغورنې ستر لامل ګڼل كيږي او افغانستان د سهيلي او منځنۍ اسيا د پيوستون كړۍ ده او هر څوك چې همدا د پيوستون كړۍ د خپلو ګټيزو وړتياوو په ولكه كې ولري هم هغه چا ته به د اومو موادو او انرژۍ پر زيرمو او د پخو موادو (توليد) د خرڅلاو پر بازار يا ماركيټ برلاسى ور په برخه وي او همدا برلاسى به وي، چې ورته د ورپيښ اقتصادي بحران څه د ژغورنې اساسي لامل ورته جوړ كړي.
له بل پلوه په افغانستان كې د غوايه(ثور) د روس پلوي كودتا نه راپه دې خوا بيا تر نن ورځې لويديځ په سر كې امريكا په زرګونو مليارده ډالره پانګونه او لګښت كړى دى، څو د اسيا له دې ستراتيژيك اهميت لرونكي هيواد نه د روس لاس لڼد او په پايلو كې د اسيا د لويې وچې د وړ بازارونو او د امو موادو او انرژۍ د زيرمو د پيوستون كړۍ افغانستان پخپله ګټيزه ولكه كې ولري.
د لويديځې نړۍ په ملاتړ او افغانانو په سرښندنه د روس لاس د اسيا د لويې وچې له زړه( افغانستان) څه لنډ او اوس امريكه په دې لټه كې ده، چې د خپلو پورتنيو پانګو او لګښتونو په بريا كې دا د اسيا ستراتيژيك زړه پخپله اقتصادي ګټيزه ولكه كې راولي او دا شونتيا اوس يوازې او يوازې د افغانستان له لوري د امريكې سره د امنيتي تړون په لاسليك كې رانغښتې ده ځكه نو له پورتنۍ پانګونو او لګښتو د بې ګټې پاته كيدو څه د مخنيوي او د ورپيښو اقتصادي بحرانونو څه د ژغورنې په تمه امريكه نه ډير سخته اړه ده چې په هر بيه كيداى شي د افغانستان له لوري د همدې تړون پر لاسليك بايد بريالي شي.
دويم سياسي ليدلورى: دا، چې له يوه پلوه د اسيا په لويه وچه كښې چين په لوى نړيوال اقتصادي ځواك باندې بدل شوى دى. روس نوى و نړيوال سياسي ځواك ته ځان چمتو كوي او هندوستان هم په سيمه كې د ستر اغيزمن ځواك په توګه د سيمه ييزو سياليو و ډګر ته را دانګلي دي له بل پلوه په سيمه كې د ملي پراختيا غوښتونكو جنبشونو او شانګهاي پيمان په سيمه كې نوى خوځښت په وجود راوستى دى چې د همدې خوځښت د لمنې له پراخيدو سره د امريكې لپاره د اسيا په لويه وچه كې د ګام ايښودنې وړتياوې ورځ تر بلې كمزورى كيږي ځكه نو د امريكې متحد ايالتونه په دې تمه چې تر اوسه لا اوبه له ورخه تيرې نه دي د اسيا په زړه افغانستان كې د ګام ايښودنې وړتيا بايد په لاس راوړي. همدا وجه ده چې په ډيره تلولۍ ليوالتيا سره هڅې كوي، څو په هر بيه سره چې كيداى شي د افغانستان له لوري د امريكې سره د امنيتي تړون په لاسليك كولو باندې و خپلو موخو ته ځان ورسوي.
درېيم، تاريخي ليدلورى: تقريبا يو سلو پنځوس كاله مخكې يا په بل عبارت د نولسمې پيړۍ له ورستۍ نيمايي نه كله چې انګليس او تزاري روسيې يو پر بل باندې د برلاسي موندنې په لړ كې د امير شيرعلي خان له دربار نه په ډول د ډولونو پخپله ولكه كې د افغانستان د راوستلو په تمه هلې ځلې د خپلو سيمه ييزو دفاعي سياستونو د سر عنوان په توګه پيل او تر ننه پورې د سترې لوبې(بيك ګيم) په نامه را اوږدې شوي دي.
ياده لوبه له پيل نه بيا د دويمې نړيوالې جګړې تر تماميدو انګليس مخ ته بوتله. كله چې د دويمې نړيوالې جګړې په پايلو كې د انګليس امپراتوري ړنګه او پر نړۍ باندې د واكدارۍ خيالونه و امريكې ته په ميراث ورسيدل د همدې ميراث په لړ كې د (بيګ ګيم) يا سترې لوبې مخته بيول هم امريكې پر غاړه واخيسته.
د (بيګ ګيم) يا سترې لوبې د يو سلو پنځوسو كلونو د هلو ځلو او په دې لړ كې د لويو پانګونو او لګښتونو په پايلو كې نن د امريكې متحده ايالتونه پر دې توانيدلي دي، چې د افغانستان له لوري ورسره د امنيتي تړون په لاسليك كيدو كې پخيل شتون سره د خپلو سيمه ييزو اقتصادي او سياسي ګټو په لاس راوړنې وړتيا پيدا كړاى شي.
له دې كبله چې د امريكې پورتنى يو نيم سل كلنې هلې ځلې او لګښتونه په اوبو لاهو شوي نه وي او د افغانستان له لوري د امنيتي تړون لاسليك له اړينو نه هم ورته اړين دى ځكه نو په اخير الامر كې امريكه مجبوره ده چې د خپلو ټولو سياسي او اقتصادي امكاناتو په كارولو سره د افغانستان له لوري د ياد تړون د لاسليك د زمينو و برابرولو ته اړ او مجبور دى.
څلورم، امنيتي ليدلورى: د امريكې جګپوړى نظامي چارواكى(جوزف دانفورد) په دې وروستيو كې د متحد ايالاتو د مشرانو د جرګې و نظامي جرګه ګۍ ته پخپلو څرګندونو كې په ډاګه كړه، چې له افغانستان نه د امريكې او نړيوالو ځواكونو له وتلو سره سم به القاعدې نړيوال تروريستي سازمان بيا له سره افغانستان پخپله ځاله بدل كړي.
دا څرګنده خبره ده، چې په افغانستان كې د القاعدې له بيا راژوندي كيدو سره جوخت په پنټاګون د ياد تروريستي سازمان په نښه كې وي او دا هم يو څرګند واقعيت دى، چې د پنټاګون د ساتنې په لړ كې له افغانستان څه د القاعدې د مخنيوي او يا په بل عبارت له القاعدې نه د متحده ايالاتو د ژغورنې اساسي لامل په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو پاته كيده جوړوي او په افغانستان كې د يادو ځواكونو پايښت يوازې او يوازې د افغانستان له لوري د امنيتي تړون په لاسليك پورې اړوند او تړلي دي همدا وجه ده چې د امريكې متحده ايالتونه اړ دي چې د ممكنې لوړې بيې په وركولو سره امنيتي تړون د افغانستان له لوري د لاسليك ور وګرځوي.
له پورتنيو لنډو سپړنو نه له ورايه څرګنديږي چې د افغانستان له لوري د امريكې سره د امنيتي تړون لاسليك د امريكې و متحده ايالتونو ته له اقتصادي، سياسي، تاريخي او امنيتي پلوه د هومره لوړ اهميت درلودنكى دى چې په راتلونكې كې د امريكا د اوسني سياسي او اقتصادي نړيوالې زبرځواكې د پايښت او نه پايښت په ټاكنه كې ستر رول لوبوي، ځكه نو نوموړى تړون د افغانستان لپاره هم يو ستر تاريخي ګټمن چانس ګڼل كيږي. خو له دې چانس نه د هغه د اهميت په تناسب د ګټې پورته كيدو په لړ كې د افغاني چارواكو و كلكې ملي پلوې ادارې، سياسي ابتكار او قاطع دريځ ته ډيره سخته اړتيا ده.
په ميډيا كې زموږ يو شمير سياسي څيړنوالان بې له دې چې د تړون د اهميت كچه په پام كې ولري په تلواره د ډيرو لږو امتيازونو د په لاس راوړنې په وړاندې د نوموړي تړون پر لاسليك باندې ټينګار كوي. او يا هم كله چې د ياد تړون په اړوند د جمهوري رياست له نوماندانو نه پوښتنه كيږي، دوى داسې څرګند وي، چې د برياليتوب په صورت كې بيله كوم چون او چرا نه د نوموړي تړون ولاسليك ته چمتو دى، خو كه دا ډول وشي نو زموږ په تاريخ كې به د( ډيورنډ) او (ګندمك) پر تورو تړونونو باندې يو بل تور تړون ور اضافه شوى او لاسليك كوونكى به يې د هم هغو تورو تړونونو د لاسليك والو په كتار كې ولاړ وي. د امريكې د امنيتي تړون د لاسليك په وړاندې د افغانستان اوسنۍ غوښتنې هم د تړون د اهميت په تناسب لږ او كمى ښكاري ځكه نو د جمهوري رياست و درنو او محترمو نوماندانو ته په ستر درنښت وړانديز كيږي، چې د امريكې سره ياد تړون د هغه اهميت په نظر كې نيولو سره چې په همدې پورتنيو سپړونو او څيړنو كې راڅرګند سو حد اقل په افغانستان كې د كاملې سولې د تامين په ژمنه، و افغانستان ته له اقتصادي پلوه پر خپل ځان د تكيه لرلو د وړتياوو وركول، له د باندنۍ تيريو او بريدونو څه د ساتنې نړيوال تضمين وركولو او د كورني امنيت د ساتنې په كچه د كورني امنيتي ځواكونو د سمبالتيا په بدل كښې د امريكې له متحده ايالتونو سره د امنيتي تړون و لاسليك ته چمتوالى څرګند كړي.