د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زړه کابل

سید منتظر شاه 22.04.2014 15:59

لاره ویه!
که هدیره مې وه او قبر مې و
که چیرې لاره دې شوه زما پر مزار
بیړه ونه کړې راته ودریږه
ولاړ نه شئ
زه لکه کابل،
 ټوکر، ټوکرسترګی په لاریمه
 لاس په دعا پورته کړه،
ومې بخښه
پردیسه!
وګرځه راستون شه
څه دمه ونیسه
خوا کې دې بګرام یمه کیسې لرم
برم یم، تاریخ یم،
 پرتمینې افسانې لرم
ټپ یمه پټۍ مې که
ته راته دوا وکه
زلمیه!
ځه پرمخه درومه شاته مه ګوره
مات کړه تور وختونه سبا راوله
ستا په شا راتګ راته خوند نه راکئ
خلاصې زولنې که زما له هیلو نه
ماته یو لاس پورته که
ته همداسې مست ښه یې
ګرانې!
که دې زما پر مزار لاره شوله
لاس په دعا پورته که،
یاد مې که
زه د کوم مهال د سرو ګولیو پوره وړی یم
هه را نه کسات اخلي
 ته راته دعا وکه
مورې!
تا راته ویل که شا دې خړه وه
زه د خپلو پيو درنه حساب غواړم
ما هم لوړه وکړه،
مورې ستا په نوم
د شنه اسمان د سپینو ستورو سره
موږ به له هوډه نه اوړو
دواړه به شپو کې دروموو،
څو د سپېدو تر عرشه ورسیږو
 او تورو راغلو نابللو پرځای
بیا د پیرونو جرګه
د هسک چنار د کلي لاندې په جلګه جوړه کړو
هسې ونشوه مورې،
ولاړلو دواړه
خو ترنیمې لارې
موږ چې د تورې شپې په شوبلو باندې ننوتو،
ستوري ستانه شول له موږ
زه او زموږه هیلې د مرګ په پوله باندې واوښتلو
مورې،
اوس راته دعا وکه
او یاد مې که
زه لکه ماښام د شپې کیسې لرم
مورې!
کمکیو بچیانو ته دې ووایه نو،
زه هم ترانې لرم
مسته ترانه مې کړئ
زه یوه سندره یم
هسکه زمزمه مې کړئ
وخت مې په خوله لاس ایښی
دوي که رانه وپوښتي
زه به ورته ووایم
زما لا د کابل کیسې د زړه کابل کې پاتې دي