د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټاکنو د کمیسیون تله

بهير غورځنګ 22.04.2014 01:32

تیره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون قسمي رايي اعلان کړې ښه یې وکړه. ځکه پر ځان یې نیوکي ته خپله ځای پیدا کړ. لومړی خو دا باید د ثور په څلورمه نیټه اعلان شوي وای خو بهر حال اعلان شوې.
لومړي مقام کې ډاکتر عبدالله عبدالله ده چې ۱۵۳۵۲۱۲ رايي یې وړي .
او دوهم مقام کې ډاکتر اشرف غني احمدزي ده ۱۱۴۵۴۰۰ رايي یې وړي دي .

لومړی خو باید ټول خوشحاله شو چې موږ اوس یو متحد ملت یو . هغه دلنګې اوس ورکې دي چې دلته ملت ویشل شوی ده. نه داسې نه وه د حمل ۱۶ ورځې په ډاکه کړه چې هر نوماند په هر ولایت کې پلویان لري هغه که ۱۰ وي که ۲۰ که ۱۰۰۰ که هر څو وي.
اوس به د یو څو ولایتو رای شمیرني په ډاکه کړو بیا به راشو اصلي موضوع ته.
لومړی به لوګر او پروان ته راشو چې تقریبا کابل ته دواړه لنډ دي
په پروان کې ۷۰۲۲۱- اویا زره دوه سوه یو ویشت رايي قسمي نتایجو ته ور اچول شوي او موږ او تاسو معلومه ده چې هلته عبدالله مخکې ده.
بیا به راشو لوګر ته
د لوګر ولایت ۱۵۹۷۶- پنځلس زره نهه سوه شپږاویا رايي قسمي نتایجو ته ور اچول شوي. او موږ ته معلومه ده چې هلته اشرف غني مخکې ده.
دا یې یوه تله تاسو قضاوت وکړی.

بیا راځو لویو ولایتو ته
د هرات ولایت ۲۰۲۳۶۴- دوه سوه دوه زره دری سوه څلورشپیته رايي قسمي نتایجو ته ور اچول شوې دي چې هلته ډاکتر عبدالله مخکې ده.
او د کندهار ولایت ۱۱۲۱۱۷- یوسل دولس زره یوسل اووه رايي قسمي نتایجو ته ور اچول شوې دي.
دلته هم تاسو قضاوت وکړی.
د رایو دا معلومات ما د ټاکنو له کمیسیون نه را واخیستل

اوس راځو خپلې موضوع ده چې عنوان یې د ټاکنو تله ده. دې تلې ته ملت رايي ورکړې دي،ددوی کار دا ده چې دوی سخا رايي له پاکو رایو جلا کړي او پاکې رايي وتلي چې د چا ډیري دي.
خو برعکس دوی ځانته بله وظیفه پیدا کړې هغه که ارګ ور پیدا کړي که هر چا د پورته رایو نه دا څرګندیږي چې دوی فشار په یوه کاندید اچوي او هغه داسې کاندید ده چې د ملت رایه په سهامي شرکت نه خرڅوي .


پورتنې بیلګې ته په کتلو سره د هیواد نورې هغه سیمې چې د ډاکټر اشرف غني رایې اکثریت شتون درلود هغه قسمي نتایجو ته نه دي ور اچول شوي .
اوس که چیرته اخیرنۍ پایلي اعلان شي او اشرف غني تر عبدالله مخکې هم شي او ۵۰+۱ رايي خپلې نکړي معلومه خبره ده چې ټاکني به دوهم دور ته ځي.
بیا موږ او تاسو شاهد یو چې د عبدالله د کمپاین غړو د عوې کړي چې که دوی کامیابه نشي د وینو ویالې به وبهیږي ها به وشي دا به وشي. که رښتیا داسې نو دوی به په دوهم دور کې د پښتنوپه وینو لاسونه سره نکړي.
خامخا به یې سره کوي . ددوی دا کار خو موږ ته مخکې هم معلوم وو چې جعلي طالیبان به جوړوي او په پښتون میشتو سیمو کې به نا امني رامنځ ته کړي بیا به دا خوار پښتانه له رایو محرومه شي .
داوه ددوی تله