د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اغاجان معتصم درنه نامه ،ناکاره جامه

محمدحسن حقیار 19.04.2014 22:09

له رسنیو مو واوريدل چي دطالبانویولوړپوړی پخوانی چارواکی ملااغاجان معتصم چې له افغان حکومت سره يې دسولې په اړه مرسته کوله اوڅوځله يې پدې اړه کنفرانسونه هم رابللي وو په متحده عربي اماراتوکې له څو ورځو راهیسې تری تم دی.
که څه هم افغان حکومت وايي چې معتصم په عربي متحده اماراتوکې په خپل استوګنځي کې ترنظارت لاندې و او نن بېرته خوشې شوی دی خوداخبرلا تایید شوی ندی .
ملااغاجان معتصم دافغانستان داسلامي امارت پرمهال دطالبانو مشرتابه ملامحمدعمر مجاهد ته ډېر نږدې، واکمن اوباوري شخص و،هغه دامارت په وروستیوکې دمالیې وزیر و خو هغه مهال چې دی لا وزیر هم نه و،دده واک له ځینو وزیرانوډېر و.
دطالبانو په تحریک کې دده پررغنده رول اوګټوروهڅوسترګې پټول بې انصافي ده.
معتصم هغه مهال هم پریکنده شخص، اودنورو طالب چارواکیو په څېرډېرنرم نه و.
کله چې معتصم نادرکه شو نو افغان حکومت دی هم دسولې قرباني وباله .دحکومت دسولې په نوم عالي شوری وویل چې دې طالب چارواکي له سولې سره مرسته کوله نوځکه (دسولې او امنیت )دښمنانو!دی هم تری تم کړ.
دا دافغان دولت دسولې!دشعار لومړنی قرباني ندی تردې وړاندې دافغان دولت په وینا، دملاخاکسار،ملاعبدالغني برادر،ملاعبیدالله ،ملا لطیف الله محسود ،ملاعبدالرقیب تخاري او... په څېر لسګونه لوړپوړي اوټيټ پوړي چارواکي دسولې قربانی شوي چې ځینو يې له دولت سره دسولې په بیه خپل سرونه هم خوړلي وي.
که له دولت سره د پورتنیو ټولو کسانواړیکې ردولی ونشو نو کم ترکمه د ملابرادر او ملاعبیدالله په اړه په ډاډ ویلی شو چې دوی له افغان دولت سره ملګري شوي نه وو او دولت دطالبانو په صف کې ددرز اوناباورۍ داچولو په خاطر دوی ځانته منسوبوي.
افغان دولت وايي چې یادو ټولو کسانو له دوی سره اړیکې نیولې وې چې وروسته یاپه پاکستان اویاهم په افغانستان کې وژل شوي اویااسیران شويدي خو دالومړی ځل دی چې ددوی یولوړ پوړی ارتباطي آن د دوبۍ په څېریوازادهیواد او ازادچاپېریال کې هم مصؤن نه پاتې کېږي.
ملا اغاجان معتصم هغه شخص و چې دافغان دولت په هڅويې نوم هم له تورلست څخه وېستل شوی دی ، هغه دنورو افغانانو په څېرپه پټه اوبې ویزې مزدورۍ لپاره هم دوبۍ ته نه وتللی نوڅنګه دمتحده عربي اماراتو چارواکي داسې څوک چې ددوی نازولی اوشتمن مېلمه واوهمداڅو ورځې وړاندې له افغان دولت سره په همغږۍ دسولې په نوم دیو لوی سیاسي کانفرانس کوربه هم و نیسي ؟.
پوښتنه داده چې افغان دولت ولې هغه کسان یادمرګ خولې اویا هم دزندان تورو تمبو ته سپاري چې ددوی په وینا! له دوی سره اړیکې نیسي اویامنځ مهاله طالبان دي ؟
په دې کې خو هيڅ شک نشته چې دملامحمدعمر مجاهد ترمشرۍ لاندې دطالبانو ستره او یواځینۍ کتله ،افغان دولت لاسپوڅی، بېواکه ،بې هوډه، کمزوری ګڼي اودځان سیال يې نه بولي ، تل يې مخامخ خبرې ورسره رد کړې دي اوس نو دسولې عالي شوری چې سولې ته تل دیوې ملي پروسې پرځای دمالي پروژې په سترګه ګوري ځان اړه ویني چې دپیسو دهضم او دپروژو دترلاسه کولو لپاره نړۍ اوخپلو مالي تمویلوونکیو ته هم یوه لاسته راوړنه وښيي اودطالبانو په منځ کې درز هم واچوي.
دطالبانو په منځ کې درز اچول دغرب لوی ارمان دی او ــ که فرض کړو چې داکاروشي ــ نودابه دکرزي دسولې دشورا هغه ستره لاسته راوړنه وي چې انګریز دخپل ټول شیطانت اوهوښیارتیا اوامریکا دخپلو اتلس ګونو استخباراتي ادارواوزرګونومیلیاردوډالرودلګښت پر مټ هم ونه شوه کولی.
افغان دولت دطالبانو دیودښمن اړخ په توګه ددښمنۍ اصولوته په پام سره حق لري چې طالبان کمزوري کړي ، دسیسې ورته جوړې اوويې وېشي خو دوی دبل هرډګر په څېر دلته هم ناکام دي ،دوی هغه حکمت اودرایت نلري چې داکار وکولی اوبیاوپاللی شي ، دوی خپله دامني چې له دوی سره څوک اړیکې ونیسی او دوستان يې شي نوبیا یا وژل کېږی او یا هم نیول کېږي پوښتنه داده چې دوی کله ورته وراوښتي او دطالبانو له صفه بېل شوي کسان ساتلی او پاللی نشي اوډېرژر یا وژل کېږي او یانیول کېږي نوولې هغوی ته غم ګوري ولې خپل دوستان یا لحد او یا هم دزندان تورو تمبو ته ورسپاري؟
پردوی څوک څنګه باوروکړي ، څنګه ورسره اړیکو او دوستۍ ته زړه ښه کړي، کله چې دومره کمزوري شي چې دلطیف الله محسود په څير خبروته راغوښتي کسان ساتلی ونشي او دلته يې دکابل په دروازو کې ترې امریکایان نیسي او ترنن پورې يې مړی او ژوندی ورک وي، کله چې دلته له دولت سره یوځای شوي طالبان یوپه بل پسې وژل کېږي، توهینیږي اویا دلته بې برخلیکه درپه دره ګرځي، کله چې داغاجان معتصم په څېر له دولت سره اړیکه لرونکي طالب مشران له ترکيې وېستل کېږي، په دوبۍ کې تري تم کېږي کله چې مولوي عبدالرقیب تخاري د دوبۍ غونډې ته دورتللوپرمهال پېښورکې هوايي ډګرته پرلار وژل کېږي،کله چې طالب ویاند ډاکټر حنیف دافغان حکومت له بندڅخه ترخوشې کېدلو څو اونۍ وروسته په خپل کلي کې وژل کېږي او وژونکي يې هم په دولتي رینجرو کي کورته ورغلي وي.
کله چې په هلمندکې له دولت سره دیوځای شوي دطالبانو دوخت د والي اودکرزي دهغه وخت دموسی کلا دبرحاله ولسوال مولوي عبدالسلام حنفي دکورنۍ اتلس تنه له دولت سره دملګرتیاپه تور په یوه ورځ کي په وسلواله جګړه کې وژل کېږي اوبیايې امریکایان هم هره ورځ ګواښي او بې عزته کوي يې او دی هم له دولت او امریکایانوسره خپل یوځای کېدل له رسنیوسره په خبروکې خپله تاریخي سهوه بولي نومخالفین څنګه پرکرزي او دده دسولې پرشوری باور وکړي ؟ اوڅنګه به ورسره ملګري شي؟ ایا مخالفین ددې دوستۍ اوددې غوړې مړۍ پایلواوبيې ته نه ګوري؟
همداراز دولت یا دسولې شوری ولې پرخپلودوستانواوله دوی سره پریوځای شویو کسانو دومره بې رحمه شي چې یايې دننه په هیواد او ددولت دحاکمیت په ساحه کې اویايې بهر پرنورو وژني اویا بندیانوي .
زه دیو افغان، مسلمان او دملا اغاجان معتصم دیوه خواخوږي په توګه په عربي متحده اماراتوکې دده پردې بې عزتۍ دزړه له عمقه (تله) خفه یم او باور لرم چې هرمسلمان افغان به ددې خبر په اورېدلو خفه شوی وي ، معتصم صاحب دښه ذکاوت او کاري ځواک خاونددی کاشکې دده استعداد ددین ،هیواد اوولس دخدمت لپاره ولګول شي. زه پردې هم خفه یم چې معتصم صاحب ولې ددومره استعداد اوذکاوت برسېره هم دتوطئواو استخباراتي لوبو ښکارشو.
که په رښتیا هم معتصم صاحب له نظارت څخه څخه ازاد وي نو دیوورور په توګه ورته زمامشوره داده چې نور دې نه دسولې پرشوری باورکوي ، نه دې داسې کار کوي چې پایله يې ددښمن ژرندې ته اوبه ورپرېښودل او داسلام پرځای يې ګټه داسلام دښمنانو ته وي .
معتصم صاحب پردې ښه پوهېږي چې کومه مرغۍ له ډلې بېله شي نوپه اسانه ښکارکېږي.
معتصم صاحب باید پوه شي چې له دولت سره ملګري شویو طالبانو ښه ورځ نه ده لیدلې اوبایدځان اوخپل ملګري له خطرسره مخ نکړي .
که دی ځان طالبانوته منسوب بولي نوولې ترطالبانو ډېردطالبانو دښمنان (افغان دولت)دده پراسارت خفه و او ولې دطالبانو پرځای افغان دولت دده دخلاصون لپاره منډې ووهلې.
زه پرافغان دولت هم غږکوم چې هغه لارې تعقیب کړي چې دافغانستان کړکیچ ورسره حل شي ،که دوی خپله انرجي دطالبانو په منځ کې په درز اچولو لګوي نوپایلې به يې همداسې وي لکه چې ومولیدلې ،خپل دوستان به پخپله پرنورو وژني ،که فرض کړو چې دوی طالبان پرڅوډلو ووېشل نودوی خوپه خپل لاس ځانته ستونزې جوړوي اوس خودوی ته اسانه ده که خبرې کوي اوکه تماس نیسي نویوادرس اویوه قومانده ده بیا خوبه دوی اړ وي چې هریوه ته بېلابېل عذر او زارۍ وکړي اودهریوه شرایط بېل بېل ومني.
همدارازافغان دولت ته مو مشوره ده چې دښاخونوپرځای باید له اصل اوبیخ سره تماس کې شي. هغه چاسره دسولې خبرې پیل کړي چې ګټه وکړي او درد ورسره درمل شي. منم چې داکاربه دوی ته سخت وي خوباید زغم اوکوښښ دواړه وکړي هېڅ غرنشته چې پرسريې لار نه وي.