د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د «زرغون افغانستان» د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

رحمت الله امرخیل 15.04.2014 15:35

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

افغان ملي غورځنګ د خپلو اصلاحي او خیریه پروګرامونو په لړ کې د وري په ۲۱ مه د پنجشنبې په ورځ د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې د (زرغون افغانستان) په نوم د نیالګیو کېنولو حشر وکړ.
په دغه حشر کې چې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز هم له افغان ملي غورځنګ سره همکاري کړې وه، د افغان ملي غورځنګونو لسګونو غړو، د ښوونځي زده کوونکو، د سیمې مشرانو او د د یوولسمې ناحیې اړوند د ښاروالۍ مسوولینو برخه اخیسته وه.
د نیالګیو کېنولو په دغه حشر کې شاوخوا څلور سوه زینتي او مېوه لرونکي نیالګي د افغان ملي غورځنګ او د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د غړو، د سیمې د اوسېدونکو، زده کوونکو او د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د احمد شاه بابا مېنې په بېلابېلو سیمو کې کېنول شول.
د نیالګیو کېنولو د دغه کمپاین پرانېسته د احمد شاه بابا مېنې په یوولسم بلاک کې د غازي میرزمان خان د نجونو په ښوونځي کې د پټې په پرې کولو سره وشوه.
په دغو مراسمو کې د میرزمان خان ښوونځي مدیرې، د افغان ملي غورځنګ او د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز دا نوښت وستایه او دا یې د هېواد د سمسورتیا په برخه کې یو شریفانه ګام وباله.
وروسته د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز په استازیتوب ښاغلي تاج الدین ملتمل په خپلو خبرو کې وویل چې د خپل ښار او هېواد سمسورول د ټولو ملي او اخلاقي مسوولیت دی او د نوي کال په شپو ورځو کې ټول باید یو نیالګی د ځان او بل د افغانستان لپاره کېنوي.
ښاغلي ملتمل وویل، چې که هر افغان یو یو نیالګی په خپله سیمه کې کېنوي، نو د هوا د ککړتیا او د ناروغیو کچه به راټیټه شي.
د افغان ملي غورځنګ مطبوعاتي مسوول ښاغلي نظیم سمون لوی افغانستان اونیزې ته وویل، افغان ملي غورځنګ د خپلو ټولنیزو، اصلاحي او خیریه پروګرامونو په ترڅ کې وپتېیله چې د نوي کال په دې موسم کې په کابل او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې  نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړي.
د سمون په وینا، دا یوه جدي اړتیا ده ځکه چې اوس مهال کابل ښاریان د هوا د ککړتیا له امله د سرطاني او نورو ډول ډول ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي د هوا ککړتیا او ناروغیو د مخنیوي یوازېنۍ غوره لار د نیالګیو کېنولو په مرسته د ښار زغونول وبلل.
نوموړي له ټولو هېوادوالو، په ځانګړې توګه له سیاسي او مدني سازمانونو وغوښتل چې د پسرلي په دغه لنډه موده کې د خیر دغه کار ته لومړیتوب ورکړي.
نظیم سمون زیاته کړه، چې دا به د نیالګیو کېنولو لومړی او وروستی حشر نه وي، بلکې په پام کې لري چې پر کابل سربېره په نورو ولایتونو کې هم ډېر ژر ورته کمپاینونه پیل کړي.