د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بډنګانیش که حساب برابر آمد!

مجید قرار 13.04.2014 13:46

په یو څو سایټونو کې، په دوو ساعتونو کې ۲۰ زره رأیه ډاکټر صاحب عبدالله ته لوېدلې ده. د همدې سایټونو شل زره شمېرل شوې ده، دا یې څلوېښت زره. شل زره پاڼې مصرف شوي، دا یې شپېته زره. شل زره په پېټیو کې ځایېږي، دا یې اتیا زره، شل زره په فورمو کې درج ده، دا یې یو لک، او شل زره شاوخوا به درغلي شوې وي، دا یې یو لک او شل زره... بس بډنګانیش که حساب برابر آمد!
زموږ په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د رأیو شمېرنه دا رنګه کېږي.
کمیشنر صاحب، پروسه او معادله چې هر څه ده، پایلې دې غلطې دي.
دوه او دوه څلور کېږي. که د دوه او دوه پایله اووه را ووتله، نو ته به خلکو ته نه وایې چې د دې پایلې د غلط ثابتېدلو لپاره په قرآن لاس درسره کېږدي، یا په شینکي اسمان قسم وکړي. پایله غلطه ده، نور چې ستا معادله هر رنګه را روانه ده، هغه ستا کار دی.
کوم څه چې مسلم دي، هغه دا دي چې په غزني، بلخ، وردګو، بدخشان او نورو کې دومره رأیه نه ده لوېدلې.
یا خو د کمیسیون دنده نه ده پېژندل شوې، او یا پرې سترګې پټېږي.
د کمیسیون دنده د صندوقونو تر شمېرلو او پایلو اعلانولو ډېره ور اخوا او ډېره پراخه ده. کمیسیون له ځانه څارنوالي یا محکمه جوړه کړې. چې ورته وایې درغلي شوې ده. وایي کره شواهد راوړه. هلکه، د انتخاباتو دایرول ستا کار و، معاش او امتیاز تا اخیست، کارتونه تا وېشل، زنګونه او مواد تا انتقالول، او بیا رأیه له تا غلا شوې، په سیستم کې ستا ستونزه وه، ډي ایف سي ستا ډبول شوی، کارمند ستا پلورل شوی، بند مرکزونه د خلاصو په نامه تا تېر کړي، رأی پاڼي ستا له کسانو څخه کورونو ته تښتول شوي، صندوقونه ستا تر دری ورځې مرکز ته نه رسېږي، د ورځې تر لسو بجو د رأیو پاڼې ستا نه دي رسېدلي. په لویو لویو سایټونو کې د رأیو پاڼې ستا نه دي رسېدلي، او پایلې ستا شل ورځې ځنډېږي، شواهد له ما غواړې. 
یو طرف ته وایې چې ۲۱ زره سایټونو ته ۱۳ ملیونه د رأیو پاڼې انتقال شوي، او له بل پلوه، په ټولو غني پلوه سیمو کې، حتی په کابل کې، د کمیسیون په نیم کیلومترۍ کې ستا د رأیو زرګونه پاڼې کمبود شوي دي.
او ته د دې ټولو خرابیو شواهد له ما غواړې؟
زه څوک یم؟ هغه ولس دی، هغه ته یې. ولس رأیه درکړې، او ته یې پایلې اعلانوې. ولس د هماغې رأیې پایله غواړي چې درکړې یې ده. د هغې پایله درڅخه نه غواړي چې ډکه شوې ده. که ته په پایلو کې هغه هم شاملوې، نو دا ځل ته د ملت له کومې کتلې، یا سیاسي ډلې، یا سیاسي شخصیت یا کومې دستګاه سره نه، د فرد فرد له احساس او وجدان سره لوبې کوې، او کرکه له لوستي او حساس قشر څخه ور اخوا، د عام ولس د فرد فرد په زړه کې ځایوې.
د ټاکنو په قضیه کې به یواځې دوه لوري یو د بل ځواب وایي:  ولس، او کمیسیون.
دا خبره د درغلیو نابغه مولانا معنوي رحمه الله هغه وخت کره کړې وه چې آن د ټاکنو لپاره د اختصاصي محکمې جوړېدل یې هم ناروا ثابت کړي و. د ټاکنو په قضیه کې فقط دوه لوري دي چې یوه ته ولس، بل ته کمیسیون وایي. ولس به رأیه ورکوي. کمیسیون به د سمې رأیې سمه پایله ور ته اوروي.
د کاندیدانو د ناظرینو خبره ضمني ده. هغه یواځې د کاندیدانو لخوا له کمیسیون سره د هغوی په کار کې مرسته ده. که نظارت هیڅ ونشي هم، د درغلۍ مسؤولیت او د شفافیت امتیاز، دواړه د کمیسیون دي. خلاص.
لکه څنګه چې علاج د کمیسیون دنده ده، وقایه هم د کمیسیون دنده ده. د ټاکنو بهیر ته په کتنه، کمیسیون باید له لومړۍ ورځې د پراخو درغلیو راپور ورکړی وای.د ټاکنو په قضیه کې به یواځې دوه لوري یو د بل ځواب وایي:  ولس، او کمیسیون.
د کمیسیون او حکومت منطق ریښتیا هم د حیرانتیا او مسخرې دی.
که د یو چا رمه د خلکو په غنمو، تاکونو او پالېز ګډه شي، او بیا یې شپونکی اخوا ته ودرېږي چې زه څه وکړم، رمه مې ګډه شوې ده. آیا خلک باید د شپانه مظلومیت او عاجزي ومني او پرېږدي چې رمه یې ټول فصل تباه کړي؟
هلکه چې رمه نه شې پودلای، ولې ځان ته شپونکی وایې. ته چې د سرکشو، توپکیانو او لېونیانو په دې هېواد کې واکمني کوې، ښکرونه دې له روس او امریکا سره خم کړي، د غرور او غیرت بار دې سل اوښان نشي وړلای، پر خپل امنیت مدیر، ولسوال، امنیه قوماندان، والي او بل یوه ناره نشې کولای چې مه کوه؟
لکه یو کیسه بر چې ستا جېب ته لاس در وغځوي، ته یې ګیر کړې، بیا درته ووایي چې ولا، زما لاس خو په خپله اراده در خوځېدلی، او ستا له جېبه یې غلا کړې ده. زما لاس او پښې زما د دماغ او عقل له ارادې پرته غځېږي.
که ته د ډاکټر عبدالله عبدالله له تقلب او درغلۍ د ډاکټر غني د رامولو لپاره  کار اخلې، نو ته ریښتیا له خپل ملت سره په جنجال یې.
دا د غني یا عبدالله جنجال نه دی. دا ستا او ملت جنجال دی. دا د درغلۍ او انصاف جنجال دی.
ولسمشر، او کمیسیون باید خپل پشینګوري پر نورو ور ونه غورځوي. د سیسټم خرابي په کاندیدانو پورې هیڅ اړه نه لري. د سیسټم د خرابیو شواهد او نظارت له ما څخه غوښتل ناسم کار دی.
دا چې ستا سیسټم د مولوي معنوي میراث دی، او ستا د سیسټم انجنیر مولوي معنوي د عبدالله عبدالله د دروغلیو د ټیم مشر او سلاکار دی، د دې ستونزې پړه پر ملت، او زور پر غني اچول ستا کمزورتیا نه، بلکې ستا تاریخي تېروتنه ده. ستا غل دی. ته به یې نیسې.