د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قاری عزت الله عابد په مصر کې ۹۵ نمرو ترلاسه کړې

عبدالله دانشیار 12.04.2014 11:52

په مصر کې په یوه نړیواله مسابقه کې افغانستان د لسو لومړنیو هیوادونو په کتار کې شامل شو !!!

دغه نړیواله مسابقه د مصر په عربي جمهوریت کې له ۵۰ زیاتو عرب او غیر عربو هیوادونو په ګډونجوړه شوې وه ، چې د مصر عربي جمهوریت جمهور ریس عدلي منصور د رعایت لاندې او د مصر د اوقافو وزیر استاد دکتور محمد مختار جمعه په ریاست او د الازهر اسلامي پوهنتون په همکارۍ ترسره شوه .
په دغه نړیواله مسابقه کې د قرانکریم مکمل حفظ او ترتیل ، د تجوید احکام او تفسیر شامل ول ، چې له نیکه مرغه د کابل ولایت اوسیدونکی قاری صاحب عزت الله عابد د ۹۵ نمرو په ترلاسه کولو سره د افغانستان نوم د لسو لومړنیو هیوادونو په کتار کې راوست . چې د مصر د اوقافو د وزیر له خوا په شهادتنامې او نقدي جایزې وستایل شو .

ټولو افغانانو ته دې مبارک وي .