د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوی نسل، مطالعه ستونزې اونوې هیلې

پوهندوی آصف بهاند 06.04.2014 12:16

د۲۰۱۳ م کال دفبرورۍ پیل کې مې،د« پردی چاپیریال اودکوچنیانواوځوانانودزدکړې مسآله » ترسرلیک لاندې د « مطالعه اوله مطالعې سره اړوندې ستونزې »پرموضوع باندې یوه مفصله مقاله خپره کړه(۱).ددې مقالې انعکاس اوتاثیر،دومره چې زما هیله وه،دپاملرنې وړنه و.حتی تر دې چې ځینودحساب وړقلموالوراته وویل چې زما یاده مقاله ددوی له نظره تیره شوې هم نه ده.څه رسي تردې چې هلته په نښه شوو ستونزوته یا پام وکړي،یا په دې کارکې زما په ملاتړڅه ولیکي اویا په دې برخه کې دنورو مقالو دلیکلو او ددې ستونزې دحل له پاره څه وړاندیزونه راته مخ کې کیږدي؛خوزه مآیوسه نه شوم،خپل کارته مې ادامه ورکړه،په بیلابیلوشخصي اورسمي فرهنګي ناستوکې به مې دسواد،نوي نسل،د ښوونې - روزنې او په تیره مطالعې باندې نورهم خپل ټینګارته دوام ورکړ.
په تیره یاده مقاله کې ما ویلي وو:
« مطالعه اومطالعه کیدونکي شیان دفرهنګونواونسلونوترمنځ دپلونوحیثیت لري.دمطالعې له لارې، هرنسل کولای شي چې له خپل تاریخ،فرهنګ،علمي لاسته راوړنواو... خبرشي؛دخپل تیروخت،ترسره شویوکارونواوتجربوسره آشنا شي،دخدمتونوپه څرنګوالي پوه شي،په ناکردو اونادودوخبرشي،اوسنی حالت درک کړي چې چیرې دی اودراتلونکې په باب دوړاندوینې توان ترلاسه کړي اودځان له پاره ځای اودریځ غوره کړي؛اوداهرڅه دمطالعې له لارې ترلاسه کیدای شي.( ۱)
څومره چې زه میډیا تعقیبوم،ګورم چې په دغه عصرکې دمطالعې اړتیا چې څومره دنوروخلکوله پاره محسوسه اواړینه ده،موږدا اړتیا نه ده درک کړې.موږلا دکاغذي کتابونودپیداکولو،په کورکې یې دلرلواوساتلواړتیا نه ده درک کړې .نورخلک په دې پوه شوي چې اوس کاغذي کتابونه یوازې دډیکوریشن له پاره کارول کیږي،اوس نور خلک دکتاب وړلو ته اړتیا نه احساسوي ،هرڅه په بریښنايي ډول په کمپویتر ،آییپد اوموبایل کې ورسره دي اوهرڅه چې یې زړه وغواړي هملته یې په جیب کې پراته دي ،مطالعه کوي یې.
کله کله یونیم قلموال دمطالعې اوکتاب پراړتیا چیرته غږاوچت کړي اوپرښیګڼه اواړتیا یې غږیږي.دغومثالونوته پام وکړئ:
ــ ګټوره مطالعه به څنګه کوو؟( ۲ )
ــ قفسه خالي کتاب کودک در افغانستان(۳)  
او...
په پاسنیومضامینوکې اویا دې ورته ځینونورومقالوکې چې دکتاب اومطالعې په باب لیکل شوې دي،که دمطالې پرستونزوخبرې اوبحث وشي،کیسه به ډیره اوږده شي.خواصلي کیسه داسې ده چې په مطالعه باندې عادت کیدل بایدله کوچني والي نه پیل شي.باید په کوچنیوالي کې ماشوم ته دکتاب اومطالعې ارزښت وروښودل شي.باید لاپه ډیرکوچنیوالي کې کتاب ورته ولوستل شي،کیسې اوداستانونه ورته واورول شي چې ژبه یې غني شي.ماشوم ته په لوړغږسره دکتاب لوستل،دهغه دتخیل له ودې سره مرسته کوي او...موږ نه یوازې دا کارنه کوو،بلکې نورې ډول ډول نادودې هم ورسره کوو.
هلته په افغانستان کې ډیری ماشومان داسې دي چې میندې پلرونه یې ددې پرځای چې وړکتون،ښوونځي اوپوهنځي ته ولیږي،دمزدورئ اوګدايي له پاره یې چمتوکوي.یا یې پلارمړدی باید دروزي پیدا کولوپه غم کې وي اویا یې موراوپلار دسواد ښوونځي اولوست په ارزښت نه پوهیږي او...
په اروپا کې چې دوړیا زدکړوشرایط اوچاپیریال ښه برابردی،ډیره سلنه میندې پلرونه ددې پرځای چې خپل بچیان ښونځی اوپوهنځي ته تشویق کړي دپیسودترلاسه کولو له پاره یې پیزاري ته لیږي اوپه غوږکې یې ورته پوکوي چې:« اوس خوپیسې پیدا کړه درس خوهروخت شته!» په دې نه پوهیږي چې دماشوم اوځوان دزدکړې وخت څه وخت وي اوهغه وخت چې تیرشو،بیا نو...
خوددغومنفي خبروترڅنګه مې په دې نږدې ورځوکې دکتاب،مطالعې دفرهنګ دعامولواورواجولوپه برخه اړوند،په ټولنیزورسنیوکې په دووخبرونوسترګې ولګیدې چې په رښتیا دخوښۍ وړ وو اودغوهڅوته یوڅه هیله من شوم.
زما دمالوماتوله مخې دافغانستان په ځینوولایتونوکې له دولتي کتابتونونوڅخه،شخصي دا ډیرې په مینې سره دفرهنګ اوښوونې روزنې په برخه کې فعاله دي.چې له هغې ډله نه په مشرقي کې داستاد آصف صمیم شخصي کتابتون دیادولو وړ دی،خوما یې تراوسه په باب په میډیا کې کوم رسمي ګزارش نه دی ترسترګوشوی؛خودهمدې ښوخبرونوپه لړکې په مې په  nahimi.dk ویبپاڼه کې بیا هم په مشرقي کې په لغمان کې په الینګارکې دیوه فرهنګي مرکز دجوړیدو خبرترسترګوشو.دخبرپه یوه برخه کې داسې راغلي دي:
« ګرانودوستانو! دتیرو دوو کلونو په جریان کې،په ډنمارک کې دافغانستان دفرهنګ ټولنې اوپه الینګارکې دنعیمي تعلیمي اوصحي بنیادپه ګډوهلوځلواودڼمارک دمهاجرینودادارې په همکارئ موږ وکولای شول چې دښکلي لغمان دالینګارپه سیمه کې،دنړیوال ستاندرداونورم سره سم یوفرهنګي مرکزاوکتابتون دسیمې دشریفواوسیدونکودمشکلاتودحل په خاطرآباداوګټې ته وسپارو.» (۴)
زه ددغسې یوټول ګټې مرکز جوړونکوته کور ودانی اومبارکي وایم اودې ته مې سترګې په لاره دي چې داکلتورنور هم عام شي،څوزموږدټولنې دځوانانودسالم مصروفیت اوسالمې روزنې له پاره یوریښتینی مرکزوي اوله مسولینونه یې هیله لرم چې ددې عام المنفعه فرهنګي مرکزپه باب په راتلونکوکې مفصل ګزارش خپورکړي.دغه راز زه هیله ورنه کوم چې په دغسې فرهنګي مرکزونوکې دغرض درلودونکوخلکوته دننوتواوفعالیت زمینه برابره نه شي که نه نوهرڅه به دتشددپه رنګ ورنګوي اومنفي لارې ته به یې سوق کړي.
 دمخکتاب په پاڼوکې هره ورځ له داسې نا پسندلوشیانوسره مخ کیږم چې زمولوي مې او بیا له « بي بي دیموکراسي » نه مې ګیله راځي چې ستا ترنامه لاندې وګوره ځوانان څه دي چې نه کوي،خوآبله ورځ مې دمخکتاب دکوڅو یو یاردچا کوم فرهنګي یوانځور لایک کړی و،په لیدو مې یې زړه وغوړید چې کاته مې دکتاب اومطالعې کیسه وه اوددغه انځور

په اړخ کې یې داسې لیکلي وو:
« دننګرهار میدیوتیک کتابتون ته هره ورځ لسګونه کسان مراجعه کوي
ننګرهار ميديوتيک کتابتون ته هره ورځ لسګونه کسان راځي او دمطالعې لپاره کتابونه اخلي. که څه هم چې دمیدیوتیک کتابتون ډېر پراخه او غني نه دی، خو څومره کتابونه ، چې شته بيا هم دختیزو سیمو دځوانانو دخدمت لپاره چمتو شوي، 
دننګرهار ميديوتيک په کتابتون کې داکثرو فنونو او علومو اړونده کتابونه شته، خو دژورنالیزم دزده کړې برخه په کې تر نورو ډېره ده. ميديوتيک دخپل کتابتون د لاپراختيا او پالنې ژمنه کوي.ننګرهار میدیوتیک سنتر» (۵)
څونور انځورونه یې هم ایښي ووچې ځوانان ناست دي اوداخبارونواوکتابونوپه مطالعه بوخت دي.شکرمې وایست،په کابل کې دپل سوخته اوسره پله لاندې ځوانان هم راپه زړه شول بیا مې هم وویل:
خدایه څه به شوي وای چې دا ترپله لاندې بې سده ځوانان هم کتاب په لاس،مستې شړقنده څڼې یې باد اړولای او ښوونځي اوپوهنځي ته روان وای اویا یې لپ ټاپ په بکس کې پروت وای اوهره شیبه یې دنړۍ دوروستیو اختراعاتو اوپه خپل مسلک کې دنویو اوتازه مالوماتو په باب مطالعه کولای.


                                                    (۵)





                                                       (۵)
دمطالعې اوکتاب دعامیدو په برخه کې دغوپاسنیومثالونواوفعالیتونوته په کتوسره مولږتمه پیدا کیږي چې دښیګڼې په لوری یوامیدواره کننده حرکت شته.موږباید له خوبه راویښ شو،دعلم په زدکړې پسې بډې ووهواوموږباید دغسې وکړو،ځکه چې اوس وخت بدل شوی،جګړه تیزه شوې ،اوپه جګړه کې حرکت اوفعالیت اوپه جګړه کې کارول کیدونکې سلاح هم بدله شوې.دغه انځورته وګورئ چې دپاسنۍ خبرو ښه ګواهي کیدای شي:


دغه بحث نه زوړدی اونه هم زړیږي.دژوند دهرې پاڼې له بدلیدوسره بدلیږي اونوی کیږي؛ځکه زه نه وایم چې ددغوخبرو په پای کې،بلکې وایم چې داوسني بحث اود اوسنيوخبرو دښه پای له پاره به دلاهڅونې په خاطردکنفوسیوس دا نه زړیدونکې خبره را واخلم:
« که یوکلن ثمرغواړئ،غنم وکرئ،
                          که د دوه کلن ثمرهیله لرئ،ونه کینوئ،
                                                      که موسل کلن ثمرپه کار وي، خلک وروزئ.»
                                                                                          ( کنفوسیوس )

  مآخذونه:  
1-http://tolafghan.com/posts/26938
2-http://www.taand.com/archives/3112
3-http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2013/04/130423_k05_afghan_book_world_day.shtml
4-http://www.nahimi.dk/web/index.php/ps/2012-08-11-18-15-31?start=40
5-https://www.facebook.com/photo.php?fbid=611630218916950&set=a.102862586460385.5787.100002099323336&type=1&theat