د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داسې څوک نه شته چې دا اور مړکا؟

پوهندوی آصف بهاند 04.04.2014 11:58

دا کرښې اوداشعرما په « سرینا مسلخ » کې دقصابي شووافغانانوله پاره لیکلې اوبرابرې کړې وې،سره له دې چې یوڅه نا وخته شوې ده،بیا یې هم خپروم اوتاسوته دخپل زړه دویرپرتغردیوڅوشیبودناستي بلنه درکوم.
                 اورونه بل دي کورونه سیځي،
                 سکروټې دل دي دودونه خیژي،
                                            داسې څوک نه شته چې دا اورمړکا؟؟؟
.
دغه اورونه کلونه پخوا بل کړای شوي دي،چې تر نن پورې یې زموږټول موږته مالوم اونامالوم مادي اومعنوي شته سوي دي.اوس هم دا اوربل دی،لمبې اولوخړې یې پاس آسمانونوته روانې دي اودمظلومانوآهونه دلوګوپروزرودخدای دربارته دعرض له پاره روان دي.
دغو لمبواودغواورونودوخت له بدلون سره خپله بڼه اوچل بدل کړی دی،یوازې دا افغانان دي چې ورته اړم دي،نه بدلیږي اوهماغسې یې ځان ورته نیولی دی،خپل ژوند اودخپلوراتلونکوژوند ورباندې سوځوي او...
اوزموږشاعرویارانوهریوه دخپل فکرپه دایره کې د اوربلیدل،داوردبلوونکواوپه اورباندې دسوځیدونکوحالت نقاشي کړی دی،چې دلته به یې دمثال له پاره یوازې یوه نمونه د« سرینا مسلخ » دپیښې په خاطروړاندې شي.
کلونه پخوا،چیرې په کوم پردي وطن کې مې زړه تنګ شو،له کوره ووتم،دزړه تنګ والی مې پسې زیاتیده اوپه هماغې تنګې دایره کې دغم اوجګړې ماشومان په چیغو اوژړا سروو اوزه یې پسې عذابولم.نورداسې شوم لکه چامې چې پرزړه غرونه راته ایښي وي.په هغه وخت کې یوشعر راپه زړه شواوڅوځلې مې بیا بیا له ځان سره تکرارکړ،ځان مې ورباندې غولاوه،خونه کیده.هغه شعر دا دی:
« زه چیرته لرې
په پردي وطن کې
یوخوله تړلی بلبل
ستادیادو
داورخلیل یم،
خوګلزارکې سوځم »
ددغسې خیال پلو په پلمه به مې چې هرڅه دفکرلوري ته بدلون ورکاوه،نه به کیده.دفکرماشوم نوردپردیسۍ اوغمونوداورپه دایره کې ځوان شوی څه چې لا بوډاتوب ته نږدې شوی و،اودغولیدلو له دایرې نه یې پښه دباندې ایښې وه.
سره له دې چې له ځانه مې « خلیل » جوړکړی و،خوناڅاپه مې پام شوچې:
وطن پردی،
چاپیریال پردی،
لیدل کتل اوهرڅه پردي،
راځه لږ خپل خلک اوخپل لارویان پیدا کړه اوڅه غم ورسره غلط کړه.همداسې مې وکړل.څوشاعردوستان اوڅوشعرخوښوونکي دوستان مې راوبلل،آزاده مشاعره موجوړه کړه.ټول حضرین دبې وطنۍ اوهجرت آلیلي وو،نومشاعره یې په دې بیت سره پیل کړه:

                          « ما باندې وطن کې دځوزانوبړستن واچــوئ        
                          زه پردي وطن کې دوریښموکمپل نه غواړم »

مشاعره ډیره خوندوره اورنګینه وه،ویدیویې اوس هم زما په آرشیف کې خوندي ده.په مشاعره کې ګڼودوستانوخپل شعرونه اوخاطرات واورول،ځینوشاعرانوپه خپلوشعرونوکې دجګړې، دجګړې دلوګو،اورونواوداورونودبلونکوپه باب خبرې وکړې.
زموږدبزمونوشاعر،درنګونواوخوندونوشاعراودعجیبوانځورونوشاعرلطف الرحمن خاموش هم په دې مشاعره کې حضور درلود.خاموش صاحب په دې مجلس کې دوه شعرونه واورول،چې په یوه کې جنګ اودجګړې لوګي په هنرمندانه ډول انځورکړای شوي دي،عنوان یې دی « اوراوشمال ».زه به دا اور او دا شمال تاسو درنو دوستانوسره دنوي کال په شپه د« سرینا مسلخ » اوپه ټول افغانستان کې دقصابي شوو انسانانودقصابي کیدو په خاطرشریک کړم:
                                            
                                اوراوشما ل

اورونه بل دي،کورونه سیځي
سکروټې دل، دودونه خــیژي
                               داسې څوک نه شته چې دا اورمړکا؟
ککرۍ وسوې، سرونه وسول
د بریتـورو،بـریتـــونه وسول
 دښکلوپیغلومینې پرې وسوې
د ږیرورو ږیرې پرې وسوې
                              داسې څوک نه شته چې دا اور مړ کا؟
مماڼې وسوې،کرکڼې وسوې
د ونوڅانــګې،اوڅڼې وسوې
کوترې وسوې،چڼ چڼې وسوې
توتکۍ وسوې،اوغڼې وسوې
                               داسې څوک نه شته چې دا اور مړ کا؟
تیږې پخې شوې،ګټې پخې شوې
دخــامــومینو،خټې پــخـې شوې
دا مټې خاورې،مټې پخې شوې
اورونه بل دي،کورونــه سیــځي
سکروټې دل ډي،دودونه خـیژي
                              داسې څوک نه شته چې نه شته چې دا اورمړکا؟
دا خو شمال و،چې اوریې راوړ
آرام یې یــووړ،اوشوریې راوړ
څوچې دا اوروې،داسې شمال وي
کوربه موخوروي،دا به موحال وې
خــدایه تبــاه کــړې دشما ل مینــه
چې پرې سړه شــي زمــوږه یینـه
                                              
     پای